Jump to content

د "د مطمئنه نفس آیت" د بڼو تر مېنځ توپير

د wikishia لخوا
Zafarbig (خبرې اترې | ونډې)
Zafarbig (خبرې اترې | ونډې)
۴۰ کرښه: ۴۰ کرښه:
په روایي تفسیري کتابونو او نورو [[حدیث|حدیثي]] کتابونو کې د [[نفس مطمئنه|مطمئنه نفس]] لپاره ځینې مصداقونه بیان شوې دي. په [[تفسیر فرات کوفي (کتاب)|فرات کوفي]] [۱۳] او [[شواهد التنزیل لقواعد التفضیل (کتاب)|شواهدالتنزیل]]،[۱۴] تفسیرونو [[امام علي علیه السلام|امام علي(ع)]] د دغه ایت مصداق ګڼل شوی دی. د [[تفسیر علی بن ابراهیم قمي (کتاب)|تفسیر قمي کتاب]] په اساس [[امام جعفر صادق علیه السلام|امام صادق(ع)]] له نفس مطمئنه مطلب [[امام حسین علیه السلام|امام حسین(ع)]] ګنلی دی.[۱۵] په [[بحار الانوار (کتاب)|بحار الانوار]] کې راغلي دي چې  سوره فجر د امام حسین سوره ده؛ ځکه چې حسین مطمئنه نفس لرلو. په دې حدیث کې [[د امام حسین(ع) د اصحابو لړلیک|د امام حسین ملګري]] هم د راضیه او مرضیه مصداقونه معرفي شوې دي؛ ځکه چې په [[قیامت]] کې هغوي له خدایه راضي دي او خدای هم له هغوي خوښ دی.[۱۶]
په روایي تفسیري کتابونو او نورو [[حدیث|حدیثي]] کتابونو کې د [[نفس مطمئنه|مطمئنه نفس]] لپاره ځینې مصداقونه بیان شوې دي. په [[تفسیر فرات کوفي (کتاب)|فرات کوفي]] [۱۳] او [[شواهد التنزیل لقواعد التفضیل (کتاب)|شواهدالتنزیل]]،[۱۴] تفسیرونو [[امام علي علیه السلام|امام علي(ع)]] د دغه ایت مصداق ګڼل شوی دی. د [[تفسیر علی بن ابراهیم قمي (کتاب)|تفسیر قمي کتاب]] په اساس [[امام جعفر صادق علیه السلام|امام صادق(ع)]] له نفس مطمئنه مطلب [[امام حسین علیه السلام|امام حسین(ع)]] ګنلی دی.[۱۵] په [[بحار الانوار (کتاب)|بحار الانوار]] کې راغلي دي چې  سوره فجر د امام حسین سوره ده؛ ځکه چې حسین مطمئنه نفس لرلو. په دې حدیث کې [[د امام حسین(ع) د اصحابو لړلیک|د امام حسین ملګري]] هم د راضیه او مرضیه مصداقونه معرفي شوې دي؛ ځکه چې په [[قیامت]] کې هغوي له خدایه راضي دي او خدای هم له هغوي خوښ دی.[۱۶]


د کلیني په لیکلي کتاب کافي کې روایت شوی چې امام صادق (ع) د نفس مطمئنه ایتونه داسې تفسېر کړې دي:« ای هغه نفسه چې په محمد او اهل بیتو(ع) اطمینان (یقین) لرې، خپل رب ته ستون شه په داسې حال کې چې د اهل بیتو په ولایت راضي یې او په الهي اجر سره به راضي شې. نو زما د بندګانو یعنې محمد او د هغه د اهل بیتو په ټول کې داخل شه او جنت ته ننوځه.[۱۷]
د [[محمد بن یعقوب کلیني|کلیني]] په لیکلي کتاب [[الکافی (کتاب)|کافي]] کې روایت شوی چې [[امام جعفر صادق علیه السلام|امام صادق(ع)]] د نفس مطمئنه ایتونه داسې تفسېر کړې دي:« ای هغه نفسه چې په [[د اسلام پیغمبر صلی الله علیه و آله|محمد]] او [[اهل بيت علیهم السلام|اهل بیتو(ع)]] اطمینان (یقین) لرې، خپل رب ته ستون شه په داسې حال کې چې د اهل بیتو په [[ولایت]] راضي یې او په [[ثواب او عقاب|الهي اجر]] سره به راضي شې. نو زما د بندګانو یعنې محمد او د هغه د اهل بیتو په ټول کې داخل شه او [[جنت]] ته ننوځه.[۱۷]

د ۰۹:۵۲, ۲۰ جولاي ۲۰۲۳ بڼه

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د نفس مطمئنه آیت چې د امام حسین(ع) د قتلگاه په فولادي کړکۍ کې نقش شوی دی.

د نَفْس مُطمئِنّه آیت یا د نَفْس مُطمئِنّه آیتونه د فجر سورې آخري څلور آیتونه دي چې پکې د مطئنه یعنې ډاډمن نفس لپاره ځینې ځانګړنې بیان شوې او د دغه نفس لرونکو ته د جنت زیری ورکړی شوی دی.

مسلمان عالمان نفس مطمئنه هغه انسان ګڼي چې په خدای په ایمان کې یقین او ارامښت ته رسېدلی وي او ګناه ته ګروهنه نه لري. راضیه او مرضیه د دغه نفس دوه ځانګړنې دي: راضیه د خدای له اجر او بدلې د هغه په رضایت یا په الهي قضا او قدر د هغه په راضي والي او مرضیه له مطمئنه نفسه د خداي په راضي والي معنا شوی دی.

د مختلفو روایتونو له مخې امام علي(ع) امام حسین(ع) او شیعیان د مطمئنه نفس له مصداقونو ګڼل شوې دي.

د آیت متن او ژباړه

د فجر سورې له ۲۷ تر ۳۰ ایتونه د نفس مطمئنه په آیتونو پېژندل کیږي:


يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ ﴿٢٧﴾ ارْجِعِي إِلَىٰ رَبِّكِ رَاضِيَةً مَّرْضِيَّةً ﴿٢٨﴾ فَادْخُلِي فِي عِبَادِي ﴿٢٩﴾ وَادْخُلِي جَنَّتِي ﴿٣٠﴾
ای مطمئنه نفسه (۲۷) خوشاله او خدای خوښوونکی د خپل رب لور ته جاروځه(۲۸) او زما په بندګانو کې داخل شه (۲۹) او زما په جنت کې ننوځه(۳۰)

د نفس مطمئنه تعریف

اصلي مقاله: نفس مطمئنه

نفس مطمئنه یې د نفس یو داسې تعریف بللی چې پکې انسان ارامښت ته رسیږي او د ګناه لور ته نه ځي.[۱] مسلمانو عالمانو د نفس لپاره ځینې مرتبې او حالتونه په نظر کې نیولي دي چې تر ټولو ټیټ یې اَمّاره نفس دی چې پکې انسان ګناه ته ګروهنه لري، تر هغه لوړ لَوّامه نفس دی چې که انسان بد کار وکړي پښېمانه کیږي او ځان ملامتوي. د نفس تر ټولو لوړه درجه بیا مطمئنه نفس دی.[۲]

تفسیر

فادخلی فی عبادی و ادخلی جنتی، فجر سوره

مفسرانو د فجر سورې په ۲۷ ایت کې له «نفس مطمئنه» مراد هغه مومنان ګڼلي چې یقین او اطمنیان ته رسېدلي او په ایمان کې یې هیڅ شک نیشته.[۳]علامه طباطایي نفس مطمئنه هغه کس ګڼي چې په خدای په تکیې سره ارامښت ته رسېدلی، د خدای په رضا راضي دی او د ژوند ټیټې هسکې پرې اثر نه لري. داسې کس په بندګۍ کې کامل دی او له نېغې لارې نه بې لارې کیږي.[۴]مجمع البیان تفسیر مطمئنه نفس د ایمان په رڼا کې ارام موندلی نفس ګڼي چې د ایمان او یقین مرتبې ته رسېدلی وي او په قیامت کې د پورته کېدلو او جزا تصدیق کوي او هغه د ایمان حقیقت ګڼي.[۵] طَبْرِسی په مجمع‌البیان کې «راضیه» او «مرضیه» په ترتیب سره داسې معنا کړي: د مطمئن نفس څښتن د خدای په اجر او بدله راضي او خدای هم د هغه له عملونو راضي دی.[۶]

علامه طباطبایي هم ویلي چې نفس مطمئنه ته په دې وجه د راضیه او مرضیه صفت ورکړل شوی چې په خدای اطمینان له قضا او قدره د نفس د رضایت سبب کیږي. پر دې اساس هیڅ بده پېښه هغه نه غوسه کوي او په ګناه نه ککړیږي. له همدې امله هم «مرضیه» یعنې د خدای د رضا وړ ګرځي؛ ځکه چې خدای هغه وخت په یو چا قهریږي چې له عبودیت او بندګۍ ووځي.[۷]

د تفسیر نمونه له مخې، د «راضیه» تعبیر ښیي چې دوي هم د خدای وعدې پوره شوې ګڼي او پرې رضایت لري. دا د کاملې رضا او تسلیم مقام ښیي؛ هغه مقام چې پکې، د خدای په لاره کې له هر څه تېرېږي.«مرضیه» هم په دې معنا ده چې دوي د خدای تعالی د رضا وړ ګرځېدلې دي.[۸]

ځینو ویلي چې نفس مطمئنه ته د خدای خطاب چې «اِرْجِعی اِلیٰ رَبِّک» (د خپل رب لور ته ستون شه)د قیامت په ورځ دی چې مومنان غواړي جنت ته لاړ شي. ځینې کسان بیا په دې باور دي چې دا خطاب د مرګ په وخت کیږي.[۹] علامه طباطبایي دوهم نظر منلی دی.[۱۰] همداراز د هغه له نظره «فَادْخُلِي فِي عِبادِي» ښیي چې مطمئن نفس د کاملې بندګۍ مقام ته رسېدلی دی؛ یعنې هغه مقام چې پکې بې له هغه څه چې خدای یې غواړي، د بل څه اراده نه کوي.[۱۱] د هغه په وینا د «وَادْخُلِي جَنَّتِي» (او زما جنت ته ننوځه) په عبارت کې یو خاص عزت کارول شوی دی؛ ځکه چې د قرآن یوازینی ایت دی چې خدای پکې د جنت نسبت ځانته ورکړی دی.[۱۲]

د نفس مطمئنه روایي تفسیر

آیه «يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ ارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَّرْضِيَّةً فَادْخُلِي فِي عِبَادِي وَادْخُلِي جَنَّتِي»، د ثلث جلی خط کې، دهدی پورنوادی بن کاسیدی لخوا(Huda Purnawadi Bin Kasidi)، کال ۲۰۲۳م

په روایي تفسیري کتابونو او نورو حدیثي کتابونو کې د مطمئنه نفس لپاره ځینې مصداقونه بیان شوې دي. په فرات کوفي [۱۳] او شواهدالتنزیل،[۱۴] تفسیرونو امام علي(ع) د دغه ایت مصداق ګڼل شوی دی. د تفسیر قمي کتاب په اساس امام صادق(ع) له نفس مطمئنه مطلب امام حسین(ع) ګنلی دی.[۱۵] په بحار الانوار کې راغلي دي چې سوره فجر د امام حسین سوره ده؛ ځکه چې حسین مطمئنه نفس لرلو. په دې حدیث کې د امام حسین ملګري هم د راضیه او مرضیه مصداقونه معرفي شوې دي؛ ځکه چې په قیامت کې هغوي له خدایه راضي دي او خدای هم له هغوي خوښ دی.[۱۶]

د کلیني په لیکلي کتاب کافي کې روایت شوی چې امام صادق(ع) د نفس مطمئنه ایتونه داسې تفسېر کړې دي:« ای هغه نفسه چې په محمد او اهل بیتو(ع) اطمینان (یقین) لرې، خپل رب ته ستون شه په داسې حال کې چې د اهل بیتو په ولایت راضي یې او په الهي اجر سره به راضي شې. نو زما د بندګانو یعنې محمد او د هغه د اهل بیتو په ټول کې داخل شه او جنت ته ننوځه.[۱۷]