دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
استغفار په لفظي ډول د «استغفرالله» په کلمه ویلو سره او په عملي ډول له الله تعالی د ګناهونو د بخښلو غوښتنه ده. په قرآن او احادیثو کې د بخښنې د هڅولو او حکم کولو ډېر مثالونه شته چې له دې جملې څخه د قرآن کریم ۳۰ آیتونه د پیغمبرانو د استغفار په اړه دي. د الهي عذابونو مخنیوی، د ګناهونو بخښنه او په رزق کې زیاتوالی د استغفار له اغیزو څخه بیان شوی دي.
استغفار کول تر ټولو غوره دعا او عبادت ګڼل کیږي او د ترسره کول یې مستحب دي، کله کله په ځینو مواردو کې، دا د محرم کس لپاره د کفارې په توګه واجب کیږي. د قرآن د لارښوونو له مخې د مشرکانو لپاره د پیغمبر(ص) استغفار روا نه دي.
امام علی(ع) له تېرو ګناهونو توبه، ګناهونو ته د بیا نه ورګرځېدلو پرېکړه، د خلکو د حقوقو پوره کول او د واجباتو پوره کول د استغفار له شرطونو ذکر کړي دي.
په هر وخت او هر ځای کې د استغفار سپارښتنه شوې ده. خو ډېر ټینګار ورباندې د سهار په وخت کې شوی دی. استغفار کله د شخصي ګناه او په ځان باندې د ظلم له امله، کله کله پر نورو باندې د تېري له امله او کله کله هم د اجتماعي ګناهونو له امله ترسره کېږي.
مفهوم پیژندنه
د استغفار کلمه له الله تعالی څخه د ګناهونو د بخښنې لپاره لفظي یا عملي[۱] غوښتنه ده او موخه یې د ګناه [2] او د الهي عذاب له ناوړه اغیزو څخه د معافیت غوښتنه ده.[۳]
استغفار یا لفظی او ژبنی دی لکه «استغفر الله» ویل او یا عملی او فعلي دی لکه یو داسې عمل ترسره کول چې د انسان د مغفرت سبب وګرځی.[۴] د ژبني استغفار ذکر په ځینې بابونو لکه طهارت، صلاة، روژه، حج، تجارت، ظهار او کفارې په بابونو کې بحث شوی دی.[۵]
د زمخشري او فخر رازي په ګډون ځینو سني مفسرینو د قرآن په آیاتونو کې د استغفار کلمه د ایمان [۶] یا اسلام په مانا ګڼلې ده [۷]. طبرسي چې په پنځم هجري پېړۍ کې یو شیعه مفسر وو، د قرآن کریم په ځینو آیتونو کې د استغفار کلمه لکه (د سوره آل عمران ۱۷ آیت، الصَّابِرِينَ وَالصَّادِقِينَ وَالْقَانِتِينَ وَالْمُنْفِقِينَ وَالْمُسْتَغْفِرِينَ بِالْأَسْحَارِ [دا دي: پرهیزګار بندګان] صبر کوونکي، رښتیني، اطاعت کوونکي، انفاق کوونکي او د سهار په وخت کې استغفار کوونکي) د ځينو احاديثو پر بنسټ يې دا د لمونخ کولو په معنا تعبير کړې او د استغفار له مصداقونو څخه يې يو عملی مصداق ګڼلى دى.[۸]
مقام
د استغفار مفهوم په قرآن کریم کې ۶۸ ځله ذکر شوی دی چې ۴۳ یې د استغفار مشتقات ذکر دي، ۱۷ یې د «إغفر»، درې یې د «یغفر»، دوه یې د «تغفر» په بڼه دي. او یو ځل د «مغفرة» په صیغې سره راغلی دی.[۹]
استغفار ته هڅول یا د دې کار امر کول د قرآن کریم په ډیرو آیتونو کې راغلي دي[۱۰] او په ځینو مواردو کې قرآن هغه کسان غندلي چې استغفار نه کوي او بخښنه نه غواړي.[۱۱]
د قرآن د لارښوونو له مخې ملائکې د مؤمنانو لپاره [۱۲] او د ځمکې د خلکو لپاره استغفار کوي[۱۳] او د ګناهونو بخښنه غوښتل د متقیانو صفت دی[۱۴] همدارنګه له پیغمبرانو څخه د ګناهګارانو د بخښنې غوښتنه او له خدای څخه د بخښنې غوښتل یو له هغو موادو څخه دی چې له خدای پرته له بل چا څخه د بخښنې په غوښتلو کې د شرک شک ردوي. د قرآن کريم د اياتونو له مخې د اهل سنتو څېړونکو هم له پېغمبر اکرم څخه بخښنه غوښتل شرک نه دى ګڼلى.[۱۵] د حضرت يعقوب عليه السلام اولادونو د خپل ورور يوسف عليه السلام له پېښو وروسته له خپل پلار څخه وغوښتل چې د دوي لپاره له خدايه بخښنه وغواړي او هغه هم ورسره ژمنه وكړه چې دا كار به كوي.[یادونه 1] او همدارنګ مونږ د اسلام د پیغمبر(ص) په اړه د قران کریم په آیتونو کې هم لوستلی شو [یادونه 2] چې هغه ګناهکاران چې په خپل ځان یې ګناه کولو سره ظلم کړی و له خدایه بخښنه غواړي او پیغمبر(ص) هم د هغوي لپاره له خدایه بخښنه غواړي.
د قرآن کریم کابو ۳۰ آیتونه د پیغمبرانو د استغفار په هکله راغلي دي [۱۶] خو علامه طباطبايي د پیغمبرانو عصمت ته په اشارې سره د هغوي له خوا د ګناه ترسره کیدل د هغوي د رسالت او دندو خلاف عمل ګڼلی دی. او وايي چې کیدی شي انبیاء علیهم السلام د ځان لپاره ځینې مباح عملونه هم ګناه ګڼله او د دې لپاره یې بخښنه غوښتله.[۱۷] دا ټکی د «حسنات الابرار سیئات المقربین» جملې موضوع ده چې نه يوازې دا چې د ځينو خلکو روا عملونه د نورو لپاره ګناهونه دي، بلکې د ځينو خلکو نېک اعمال لکه (ابرار) هم د نورو لپاره ګناه ګڼل کېږي.[۱۸] ملا احمد نراقی په دې اړه په خپلو شعرونو کې وايي:
از برای اهل قرب بارگاه هست آن را طاعت و این را گناه زانکه بیند آن نبیند آنچه این شاه را بیند به خود هرجا قرین آن بود در بزم و این بیرون در این بر شاه وز شه این بی خبر آنچه در بیرون در باشد روا کی روا باشد به بزم پادشا[۱۹]
په ټول کې یې مطلب دا دی چې کیدی شي یو څیز د یو کس په نسبت روا وي خو بل ته ناروا وي لکه مثال یې دا ورکړی چې کوم څه چې له دروازې بهر جایز دي هغه د پاچا په دربار کې نه دي جایز.
د قرانکریم په آیاتونو کې او همدارنګه د معصومو(ع) په ویناو کې د استغفار ځینې آثار نقل شوي؛ له هغو ځینې: له الهي عذاب څخه خونديتوب[20]، د ګناهونو بخښل کیدل،[21] د روزۍ او اولاد زياتیدل،[22] او همدارنګ اوږد عمر.[۲۳]
په يو روايت کې راغلي دي چې ډېر استغفار د دې سبب کیږي چې د بندګانو عمل روښانه شي.[۲۴] په یو بل روایت کې زراره بن عین له امام صادق (ع) څخه نقل کړي دي چې څوک ګناه کوي د هغه لپاره له سهاره تر ماښامه پورې د استغفار لپاره مولت شته چې استغفار وکړي او په دې صورت کې هغه ګناه د هغه په حساب کې نه لیکل کیږي.[۲۵]
- رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «طُوبى لمَن وُجِدَ في صَحيفَةِ عَمَلِهِ يَومَ القِيامَةِ تَحتَ كُلِّ ذَنبٍ : أستَغفِرُ اللّه» نیکمرغه دی هغه څوک چې د قیامت په ورځ د هغه په نامه اعمال کې له هرې ګناه وروسته د "استغفر الله" کلمه لیکلي وي.[۱]
حکمونه
بخښنه غوښتل مستحب دي؛ خو ممکنه ده د ځینو دلایلو له مخې واجب یا حرام شي.
- مستحب استغفار: استغفار غوره دعا او عبادت ګڼل کېږي او په هر حالت کې مستحب ګڼل شوی دی. له هغو څخه:[۲۶] د لمانځه د دوو سجدو تر منځ، [۲۷] له تسبيحات اربعه وروسته،[۲۸] په قنوت کې، په ځانګړې توګه د وتر د لمانځه په قنوت کې، [۲۹] د سهار په وخت کې،[۳۰] او د روژې په مياشت کې.[31]
- بخښنه غوښتل واجب دي: په ځینو مواردو کې استغفار واجب دی. لکه د هغه کس لپاره چې د احرام په حالت کې یو یا دوه ځله جګړه وکړي، نو کفاره کې ورباندې استغفار کول واجبیږي.[32]
- حرام استغفار: د قرآن کریم له نظره د مؤمنانو لپاره روا نه ده چې د مشرکانو لپاره بخښنه وغواړي.[۳۳] د ابراهیم علیه السلام د خپل پلار (یا د مور له خوا نیکه یا تره) لپاره د بخښنې غوښتلو په اړه د مفسرینو تر منځ اختلاف دی. ځکه چې هغه له مشرکانو څخه و.[۳۴] خو د قرآن د آيتونو له مخې ابراهيم عليه السلام د خپل پلار سره د کړي وعدې مطابق د هغه لپاره استغفار وکړ، خو کله چې پوه شو چې ايمان يې نه دی راوړی، نو هغه يې د بیزارۍ اعلان وکړ او له دې وروسته یې ورله بیا بخښنه ونه غوښتله. قرآن کریم د توبې د سورت په ۱۱۴ آیت کې دا خبره کړې ده: وَمَا كَانَ اسْتِغْفَارُ إِبْرَاهِيمَ لِأَبِيهِ إِلَّا عَنْ مَوْعِدَةٍ وَعَدَهَا إِيَّاهُ فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ أَنَّهُ عَدُوٌّ لِلَّهِ تَبَرَّأَ مِنْهُ ۚ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ لَأَوَّاهٌ حَلِيمٌ «او د ابراهیم علیه السلام د خپل پلار لپاره بخښنه غوښتل د هغه وعدې له مخې وو چې هغه ورسره کړې وه. خو کله چې ورته څرګنده شوه چې هغه د خدای دښمن دی، نو له هغه یې بیزاري وکړه. په حقیقت کې ابراهیم دلسوز او زغم لرونکی و. «
آداب
له معصومو امامانو څخه په روايتونو کې د استغفار کولو لپاره ځینې آداب ذکر شوي دي. له هغو څخه یو د امام علی(ع) د استغفار غوښتونکی سړي ته په خطاب کې، د حقیقي استغفار شپږ ځانګړنې بیان کړی، چې دا دي: په تیرو (ګناهونو باندې) پښیماني، ګناهونو ته د بیرته نه ورګرځیدو جدي پریکړه، د خلکو د حقوقو ادا کول، د هغه واجباتو ادا کول چې قضا کړي یې دي. او دا هڅه کول چې له حرامو کومه غوښه د ده په بدن جوړه شوې ده هغه ویلي کړي او بدن ته د اطاعت او بندګۍ کولو درد او خوند ورڅکول.[۳۵]
استغفار، که څه هم دا په یو ځانګړي وخت او ځای پورې محدود نه دی؛ خو په قران کریم کې د سهار په وخت کې د استغفار پر کولو ټینګار شوی دی.[۳۶] (وَبِالْأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ سوره ذاریات، ۱۸ آیت)
د استغفار ډولونه
استغفار د ګناه د ماهیت او موضوع له مخې په درې ډوله ویشل شوی دی:
- د نفسي ګناهونو او د نفس د ظلم څخه بخښنه غوښتل (شخصي ګناهونه)
- د ګناهونو بخښنه غوښتل او د نورو خلکو د حقونو څخه استغفار(د یو بل په وړاندې د خلکو ګناهونه)
- د ټولنیزو ګناهونو (د مدیرانو، سیاستوالو او د ټولنې د مشرانو ګناهونه) د بخښنې غوښتل.
فوټ نوټ
- ↑ ری شهری، میزان الحکمه، ج۳، ص۲۲۷۴
سرچينې
- ابن عاشور، محمد طاهر، التحریر و التنویر، بیروت، مؤسسة التاریخ، ۱۴۲۰ق.
- اربلی، علی بن عیسی، تحقیق و تصحیح : سید هاشم رسولی محلاتی، تبریز، ناشر بنی هاشمی، چاپ اول، ۱۳۸۱ق.
- اسکندرانی، محمد بن احمد، کشف الاسرار النورانیة القرآنیة، مصحح احمد فرید المزیدی، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۲۰۱۰م.
- حر عاملی، محمد بن حسن، تفصیل وسائل الشیعه الی تحصیل مسایل الشریعه، قم، موسسه آل البیت علیهم السلام لاحیاء التراث، ۱۴۰۹ق.
- راغب اصفهانی، حسین بن محمد، مفردات ألفاظ القرآن،دمشق، دار القلم، ۱۴۱۶ق.
- زمخشری، محمود بن عمر، الکشاف عن حقایق غوامص التنزیل و عیون الاقاویل فی وجوه التاویل، بیروت، دارالکتاب العربی، [بی تا].
- علی الموسوی، عباس، شرح نهج البلاغه، بیروت، دار الرسول الأکرم، ۱۴۱۸ق/۱۹۹۸م.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، تهران، ناصر خسرو، ۱۳۷۲ش.
- عبدالباقی، محمد فؤاد، المعجم المفهرس لألفاظ القرآن الکریم، بیروت، دارالمعرفه، ۱۴۱۲ق.
- علامه طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق/۱۹۷۱م.
- فؤاد عبدالباقی، محمد، المعجم المفهرس لألفاظ القرآن الکریم، قاهره، دار الکتب المصریة، ۱۳۶۴ق.
- فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، دار احیاء التراث العربی، [بی تا].
- کلینی، محمد بن یعقوب، اصول کافی، مصحح علی اکبر غفاری، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل بیت، با اشراف و نظارت سید محمود هاشمی شاهرودی، قم، مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، ۱۳۸۲ش.
- محمودی، محمدرضا، مناسک عمره مفرده: مطابق با فتاوای حضرت آیت الله العظمی امام خمینی و مراجع معظم تقلید، تهران، مشعر، ۱۳۸۷ش.
- مرکز فرهنگ و معارف قرآن، دائرة المعارف قرآن کریم، قم، مؤسسه بوستان کتاب، ۱۳۸۵ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه،تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۸۰ش.
- نجفی، محمدحسن بن باقر، جواهر الکلام فی شرح شرایع الاسلام،بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۳۶۲ق.
- یزدی، سید محمد کاظم، العروة الوثقی، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۰۹ق.
- https://ganjoor.net/naraghi/taghdis/sh143، نراقی، ملا احمد، طاقدیس.