آل بویه
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
آل بویه یا بوئیان د شیعه و هغه لړۍ ده چې له ۳۲۲ نه تر ۴۴۸ قمري کلونو کښې یې د ایران او عراق په ځینو سیمو باندې حکومت کوه. د دې لړۍ بنسټګر د خپلو وروڼو احمد او حسین په ملاتړ، علي بن بویه(وفات ۳۳۸ق) و. دا لړۍ د هغوي د پلاویه (بویه) په نامه نومول شوې ده. د یادې لړۍ د حکومت په پړاؤ کښې به د عاشورا په ورځ د امام حسین علیه السلام د عزاردارۍ مراسم او په غدیر اختر کښې به د حضرت علي علیه السلام د ولایت جشن هم په رسمي او هم عمومي توګه ترسره کیده. هم داشان په دغه پړاؤ کښې به په بانګ کښې حَی عَلی خَیرِ الْعَمَلْ ویل کیده او د لمانځ لپاره سجده ګاه او د خاورې تسبیح دود وې. د دې لړۍ واکمنانو په عراق کښې هم د شیعه امامانو قبرونه دوباره ورغول او د هغوي د قبرونو زیارت پراختیا وموندله.
ځینو څیړاندو په تاریخي سرچینو باندې په استناد او د یولړ شواهدو په وړاندې کولو سره دغه لړۍ، شیعه بللې ده. سره له دې، په دې اړه چې له مخکښې نه دولس امامي شیعه وو او که له زیدیه څخه دغه مذهب ته اوړیدلي دي، مختلف نظرونه موجود دي رکنالدوله (حک:۳۲۳-۳۳۸ق)، معزالدوله (۳۲۵-۳۵۶ق) و عضدالدوله (۳۳۸-۳۷۲ق) د دې لړۍ له مشهورو واکمنانو وو. د آل بویه په هکله مختلف آثار لیکل شوي دي. (په پنځمې قمري پیړۍ کښې لیکل شوی) د ابن مسکویه تجارب الاُمَم کتاب د دې لړۍ د تاریخ په هکله ترټولو مهمه سرچینه ګڼله کیږي.
موقعیت او اهمیت
آل بویه هغه شیعه لړۍ ده چې د ایران او عراق په ځینو سیمو باندې یې څه باندې ۱۲۰ کاله(۳۲۲-۴۴۸ق) پورې حکومت وکړ.[۱] د هغوي د حکومت په پړاؤ کښې د امام حسین علیه السلام د عزادارۍ او د غدیر د جشن د لمانځلو په شان ځینې شیعه شعائر او رسمونه په اول ځل په رسمي او عمومي توګه ترسره شول. دغه پړاؤ د اسلامي تمدن په ډیرو ځلانده پړاونو کښې ګڼل کیږي.[۲]
د آل بویه حکومت د ابوشجاع بویه د زوي علي له خوا د هغه د وروڼو احما او حسین په مرسته جوړ شو او په هم دې وجه آل بویه یا یوئیان نومول شوی دی. هغوي ته به دیالمه
[۳] او دیلمیان هم ویل کیدل [۴]
مذهب
له اسلام وروسته د ایران حکومتونه
د حکومت نوم
خلفای راشدین
بنيامیه
بني عباس
طاهریان
صفاریان
د طبرستان علویان
سامانیان
زیاریان
آل بویه
غزنویان
سلجوقیان
خوارزمشاهیان
ایلخانان
تیموریان
صفویان
افغانان
افشار
زند
قاجار
پهلوي
جمهوري اسلامي
د حکومت پړاؤ
۱۶ - ۴۰
۴۱ - ۱۳۰
۱۳۱ - ۲۰۵
۲۰۵ - ۲۵۹ق
۲۴۷ - ۲۸۷ق
۲۵۰ - ۳۱۶ق
۲۶۱ - ۳۸۹ق
۳۱۵ - ۴۶۲ق
۳۲۰ - ۴۴۰ق
۳۸۸ - ۵۵۵ق
۴۲۹ - ۵۹۰
۴۷۰ - ۶۱۷ق
۶۵۴ - ۷۳۶ق
۷۷۱ - ۹۰۳ق
۹۰۷ - ۱۱۳۳ق
۱۱۳۳ - ۱۱۴۲
۱۱۴۸ - ۱۱۶۱ق
۱۱۶۳ - ۱۲۰۹ق
۱۲۰۹ - ۱۳۴۵ق
۱۳۴۵ق (۱۳۰۴شمسي)- ۱۳۵۷شمسي
۱۳۵۷ش- ...
بنسټګران
ابوبکر
معاویه
سفاح
طاهر ذوالیمینین
یعقوب لیث
داعي کبیر
اولنې نصر
د زیار زوی مرداویج
عمادالدوله علي
سلطان محمود
طغرل بیک
انوشتکین غرجه
هولاکو خان
تیمور گورکانی
شاه اسماعیل اول
محمود افغان
نادرشاه
کریم خان زند
آقامحمدخان
رضا شاه
امام خمیني
په ستر اسلامي دایرة المعارف کښې د آل بویه د مقالې لیکوال صادق سجادي ویلي دي چې د آل بویه مذهب په هکله په واضحه د نظر څرګندونه نه شي کیدې.[۵] په عین حال کښې د شیعه تاریخ محقق (په ۱۳۴۳لمریز کال کښې زیږیدلی) رسول جعفریان[۶] او ځینو نورو لیکوالانو[۷] په تاریخي سرچینو باندې په استناد او هم د یولړ شواهدو په وړاندې کولو سره، آل بویه، دولس امامي شیعه ګڼي. د شیعه شعائرو راژوندي کول، د شیعه وزیران یې درلودل، د واکمنانو شیعه نومونه او له شیعه علماؤ سره یې اړیکې په دغو شواهدو کښې شاملې دي.[۸] همداشان په اتمې قمري پیړۍ کښې اهل سنت تاریخ لیکونکي ابن کثیر دمشقي هغوي شیعه او رافضي بللي دي.[۹] د شپږمې قمري پیړۍ شیعه عالم عبدالجلیل قزویني، په نقض کتاب کښې هم هغوي امامتیان بللي دي.[۱۰]
ځینو لیکوالانو په طبرستان کښې د زیدیه مذهب مخینې ته په پام سره، د آل بویه د زیدي مذهب لرلو فرضیه هم مطرح کړې ده.[۱۱] دوي باوري دي چې آل بویه اول زیدي مذهبه وو او بیا وروسته امامي مذهبه شول.[۱۲] [یادداشت] د فاطمه جعفرنیا په وینا د دیلم خلک د [ناصر کبیر] ناصر اطروش او حسن بن قاسم په شان علویانو په وسیله له اسلام او تشیع سره اشنا شول؛ حسن بن قاسم زیدي مذهبه و او د ناصر اطروش د مذهب په هکله هم د نظر اختلاف دی. (جعفرنیا، «د تشیع په پراختیا کښې د آل بویه د حکومت په پراختیا او د عراق د زیارتونو په مرمت کښې د آل بویه د حکومت د رول څیړنه»،۲۴مخ.)}}
هم داشان رسول جعفریان د شپږمې قمري پيړۍ د شیعه عالم منتجب الدین رازي د لیکلي «تاریخِ ری» کتاب څخه یو مطلب نقل کړی دی چې له مخې یې لیکوال، له ابن شهر آشوبه نقل کړي دي چې آل بویه د شیعه عالم تاجالرؤسا بن ابیالسعدا په لاس دغه مذهب خپل کړی دی.[۱۳] جعفریان د دې احتمال ورکړی دی چې له زیدي تشیع څخه دولس امامي تشیع ته د آل بویه اوړیدل په دې وجه وو چې که آل بویه واکمنان زیدي مذهبه پاتې کیدل نو باید چې حکومت یې علویانو ته سپارلی وی خو د دولس امامي کیدو په بڼه کښې یې حکومت په اختیار کښې پاتې کیده.[۱۴]
(په ۱۸۹۸میلادي کال کښې زیږیدلی) د روسیې د پوهنتون استاد ایلیا پائولوویچ پطروشفسکی (زاده ۱۸۹۸م) باوري دی چې د آل بویه د حکومت بنسټګران شیعه وو خو د دغې کورنۍ ورپسې کسانو که څه هم په باطن کښې شیعه مذهب ته ګروهنه درلوده خو په ظاهره او په رسمي توګه سني مذهبه وو.[۱۵] د «آل بویه و نقش آنان در برپایی مراسم و مواسم شیعه امامیه در عراق» نومې مقالې لیکوال دغه اخیستون غلط بللی او احتمال یې څرګند کړی دی چې د آل بویه امیرانو له خوا د عباسي خلاف منل د دغه اخیستون لامل شوي وي.[۱۶] هم داشان (له ۱۹۱۱ نه تر ۱۹۹۰میلادي پورې تیر شوي) جرمن ختیځ پیژاندی برتولد اشپولر (په ابتدايي پيړیو کښې د ایران تاریخ) په نامه کتاب کښې په دې باور دی چې آل بویه له اول څخه دولس امامي شیعه وو او تر آخره پورې په دغې عقیدې پاتې شول. [۱۷]
د شیعو د شعائرو درنښت
آل بویه د امامیه شیعیانو د شعائرو په دودولو کښې یولړ اقدامات ترسره کړل چې ځینې یې په دا ډول دي:
د عارشوا د ورځې د عزادارۍ د دستورو ترسره کیدل: د معزّالدوله په حکم د ۳۵۲قمري کال د عاشورا په ورځ عمومي ویر اعلان شو او له خلکو غوښتنه وشوه چې د تورو جامو په اغوستلو سره خپل غم څرګند کړي. د ابن خلدون د رپورټ له مخې، په دغه ورځ به ښځې ببر سر او په تور کړو مخونو سره له خپلو کورونو وتلې او خپل مخ سر به یې وهه او د امام حسین علیه السلام په غم کښې به یې ژړل.[۱۸] هم داشان د اهل سنت تاریخ لیکونکي ابن جوزي(وفات ۵۹۷ق) د رپورټ له مخې، په دغه ورځ کار روزګار بند شو او په بازارونو کښې ځینې خیمې ولګیدې او د امام حسین علیه السلام د عزادارۍ او نوحو ویلو دستورې ترسره شوې.[۱۹] کابل شیبي هم باوري دی چې د عزادارۍ دستې په اول ځل په ۳۵۳قمري کال کښې رامینځته شوې.[۲۰] له ۳۵۱قمري کال څخه په بغداد کښې د معزالدوله دیلمي په حکم د غدیر اختر د جشن لمانځل پیل شول.[۲۱] د آل بویه ورپسې واکمنانو به هم د غدیر جشن ترسره کوه.[۲۲]
د شیعه امامانو د قبرونو د زیارت پراختیا: آل بویه په عراق کښې د دفن شویو امامانو د قبرونو په لړ کښې ځیني اقدامات ترسره کړل؛ د امامانو(ع) د قبرونو مرمت او بیارغونه، د هغوي په مزارونو باندې د ګنبد او بارګاه جوړول،[۲۳] زيارتونو ته د نذرانو ورکول او د اوقافو ځانګړې کول، د زيارت کوونکو لپاره اسانتياوې رامنځته کول او د زيارتونو سره نږدې ژوند کولو او اوسیدو ته د خلکو هڅول او د دغو زيارتونو ګاونډيانو ته تقاعد او انعام ورکول.[۲۴]
آذان یا بانګ ویل: له ۳۶۵ قمري کال څخه په بانګ کښې د حی علی خیر العمل ویل دود شول او د سلجوقیانو د غلبې تر اوایلو یې دوام درلود.[۲۵]
د امام حسین علیه السلام له تربت او سجده ګاه استفاده: د آل بویه په پړاو کښې به ځینو خلکو د امام حسین علیه السلام د قبر له خاورې څخه تسبیح او سجده ګاوې جوړولې او خلکو ته به یې ورکولې.[۲۶]
ځینو لیکوالانو په آل بویه پړاؤ پورې د اړونده سکې خبر ورکړی دی چې ورباندې د الله، محمد رسول الله و علی ولی الله عبارت کښل شوی دی.[۲۷]
مشهور واکمنان
د آل بویه ځینې مشهور واکمنان په دا ډول دي:
په عماد الدوله دیلمي مشهور علي بن بویه، د ابوشجاع دیلمي زوی او په فارس کښې د آل بویه د حکومت بنسټګر و.
د رکن الددوله لقب لرونکی حسن بن بویه، د ابوشجاع دیلمي زوی او د جبال سیمې واکمن و او د آل بویه حکومت د قلمرو د پراخولو لپاره یې په ری، جبال، طبرستان او ګرګان سیمو کښې ډیر جنګونه وکړل.
په معزالدوله دیلمې ملقب احمد بن بویه د علي او حسن ورور و چې په ۳۳۴قمري کال کښې یې بغداد فتح کړ. هغه د عاشورا په ورځ د عزادارۍ د کولو[۲۸] او د غدیر اختر د جشن لمانځلو[۲۹] حکم ورکړ.
عضدالدوله دیلمي د حسن بن بویه زوی و چې د خپل تره عمادالدوله له مړینې وروسته په فارس کښې د هغه ځاې ناستی شو. هغه د ایران یو ډیر پياوړی شیعه امیر و چې د ایران او اسلام په پراخو ټاټوبو یې واکمني وکړه. د هغه له اقداماتو څخه د بغداد د خرابیو د بیارغونې،[۳۰] په فارس کښې د اوبو د سترو زیرمو جوړولو،[۳۱] په بغداد کښې د عضدي روغتون جوړولو،[۳۲] د کاظمین د حرم[۳۳] او د عسکریین د حرم[۳۴] په شمول د امامانو د قبرونو بیارغونه او هم داشان د مدینې ښار چاپیره د کلایې[۳۵] جوړول دي.
د جوړیدو تاریخچه
د آل بویه د سِکو یوه بیلګه
دیلمیانو د څلورمې قمري پیړۍ په اوایلو کښې په ایران کښې د عباسیانو د خلافت خلاف ځیني غورځنګونه پیل کړل.[۳۶] ماکان بن کاکي، اسفارین شیرویه او مرداویج زیاری، هر یو په یو لښکر سره له دیلمه ووتل. د ابوشجاع زامن علي او حسن د سامانیانو له فرمانبردار ماکان سره ملګري شول. په ۳۲۱قمري کال کښې مرداویج زیاري په جرجان او طبرستان مسلط شو، علي او حسن د ماکان د نظر په جلبولو سره له مرداویج سره ملګري شول. هغه علي د کرج به حکومت وګماره[۳۷] علي کرج ته لاړ او د چاپیره قلاګانو په نیولو سره د مرداویج د دبدبې سبب شو. هغه وړومبې د اصفهان د نیولو نیت درلود خو د مرداویج د ورور له لښکره یې ماتې وخوړه او څه موده پس یې ازجان او نوبندجان ونیول او ورور یې حسن هم د هغه په حکم کازون ونیوه.[۳۸] علي په ۳۲۲قمري کال کښې په شیراز غلبه وکړه او هلته یې د آل بویه حکومت جوړ کړ.[۳۹] په عین حال کښې د صادق سجادي په وینا، ځینو تاریخ لیکونکو د ارجان فتح(۳۲۱ق/۹۳۲م) د آل بویه د حکومت د جوړیدو پیل بللی دی.[۴۰] له هغه وروسته په ۱۲ کالو کښې حسن او احمد هم په ترتیب سره په ری، کرمان او عراق برلاسي شول او د آل بویه حکومت په دریو سترو څانګو او په کرمان او عمان کښې په یوې وړې شعبې وویشل شو.[۴۱]
د تاریخ د شیعه څیړاندي علي اصغر فقیهي(وفات ۱۳۸۲لمریز) په وینا، تجارب الامم کتاب د آل بویه تاریخ په لړ کښې د لیکوالانو یوه اصلي سرچینه ګڼلې کیږي[۴۲] د هغه لیکوال ابن مسکویه(۳۲۰-۴۲۰ق) د آل بویه له حکومت سره هم مهاله و.[۴۳]
ځانګړی لیکنې
د آل بویه په هکله یوشمیر آثار هم لیکل شوي دي چې ځینې یې دا دي:
د علي اصغر فقیهي(۱۲۹۶-۱۳۸۲لمریز) لیکلی د آل بویه د تاریخ کتاب: دا کتاب د آل زیار او آل بویه د تاریخ او د هغوي د زمانې د حالاتو په هکله دی. دغه اثر په ۱۳۷۸لمریز کال کښې د ایران د پوهنتونونو د کارشناسۍ یا ګریجوییشن په مرحله کښې د تاریخ د څانګې د درسي متن په توګه تدوین شوی دی.[۴۴]
د جوئل. ل. کرمز لیکلی، د آل بویه په زمانه کښې کلتوري احیا او د اسلامي رنسانس په زمانه کښې انسان ګروهنه: دغه کتاب په تیره بیا بغداد کښې د آل بویه د حکومتي مرکزونو فکري او کلتوري رونق څیړلی دی. دغه کتاب په فارسۍ ژبه هم ترجمه شوی دی.[۴۵]
د تهران پوهنتون د استاد غلامرضا فدايي(زوکړه ۱۳۲۴لمریز) لیکلی «حیات علمی در عهد آل بویه» نومې کتاب: دا کتاب د شیعه حکومتونو په وختو کښې د علمي ژوند د ټولګې یوه برخه ده چې په آل بویه پړاؤ کښې یې د پوهانو ذکر کړی دی.[۴۶]
له آل بویه کاتبانو څخه د ابراهیم بن هلال صابي(وفات ۳۸۴قمري) اثر التاجي في اخبار الدولة الدیلمیة نومې کتاب چې د عضدالدوله د حکومت په کلونو کښې د دغې لړۍ تاریخ بیانوي. دغه کتاب د عضدالدوله په حکم د دیلمیانو او د هغوي د حکومت د ستاینې لپاره لیکل شوی دی. ابن مسکویه په تجارب الامم کښې ورڅخه ګټه اخیستې ده. د دغه کتاب د یوې برخې یوه نسخه، د صنعاء د مسجدِ اعظم په توکلیه کتابتون کښې ساتل کیږي. محمدحسین زَبیدي هغه په ۱۹۷۷ کال کښې په بغداد کښې د المُنتزع من کتاب التاجي په نوم خپور کړی دی.