معراج السعادة (کتاب)

د wikishia لخوا
(له معراج السعادة نه مخ گرځېدلی)

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

مِعْراجُ السَّعاده د اسلامي اخلاقو په هکله په فارسۍ ژبه د ملا احمد نراقي(وفات ۱۲۴۵ق) له خوا لیکل شوی کتاب دی. ویل شوي دي چې دغه کتاب د ملا مهدي نراقي د لیکلي جامع السعادات کتاب فارسي خلاصه ده، که څه هم د لیکلو په روده کښې په خپلو کښې یوشمیر توپيرونه  لري.

په معراج السعادة کښې د اخلاقي رذایلو د درملنې لپاره یوه کلي قاعده وړاندې شوې ده: د هر بد کار درملنه د هغه د اپوټه کارونو په ترسره کولو سره کیږي. د دغه کتاب له مخې، هر فضیلت یو ټاکلی حد لري چې اعتدال بلل کیږي او له هغه نه کمی یا زیاتې، رذیلت دی.

د معراج السعاده بیلابیلې نسخې او چاپونه موجود دي، له هغو څخه یو په قم کښې د هجرت خپرندوې موسسې چاپ دی چې په ۷۹۷ مخونو کښې خپور شوی دی. شیخ عباس قمي دغه کتاب د المقامات العلیة فی موجبات السعادة الابدیة په عنوان سره خلاصه کړی دی.

اهمیت او  موقعیت

شیخ عباس قمي، معراج السعاده په فارسۍ ژبه ترټولو غوره اخلاقي کتاب او له ځان سره یې ساتل د ټولو لپاره ضروري بولي.[۱] همداشان د نراقیینو اخلاقي مکتب چې ځیني لیکوالان یې یادوي، په معراج السعاده کښې د ملا احمد نراقي او په جامع السعاده کښې د ملامهدي نراقي له نظریاتو اخیستل شوی دی. [۲] د نراقیانو په مکتب کښې د هر فضیلت لپاره یو ټاکلی حدی دی چې اعتدال ورته ویل کیږي او ورڅخه افراط او تفریط، رذیلت دی. [۳]

ویل شوي دي چې معراج السعاده د غزالي له کیمیای سعادت کتابه اغیزمن شوی دی.[۴] همداشان د شیخه عباس قمي کتاب المقامات العلیة فی موجبات السعادة الابدیة، د معراج السعاده لنډیز دی [۵]

په معراج السعاده کتاب باندې یولړ نیوکې شوې دي، له هغو نه: له معتبرو منابعو او سرچینو د روایاتو، تجربوي شواهدو او اخلاقي مثالونو د سند نه راوړل او همدارنګه د مشرانو خبرو ته پام نه کول دي.[۶]

لیکوال: ملا احمد نراقي

اصلي مقاله: ملا احمد نراقي

د ملا مهدي نراقي زوی په ملا احمد نراقي او فاضل نراقي مشهور  احمد بن محمدمهدي بن ابي‌ذر نراقي(وفات ۱۲۴۵ق) د دیارلسمې قمري پیړۍ یو شیعه عالم دی.[۷] ہغہ د سید محمدمهد بحرالعلوم، میرزا مهدي شهرستانی، شیخ جعفر کاشف الغطا، صاحب ریاض او داسې نورو شاګردي وکړه[۸]. او د خپل پلار له وفات وروسته یې په خپل زیږنځي کښې د خلکو عامه مرجعیت په غاړه واخیسته.[۹] ملا احمد په مختلفو اسلامي علمونو کښې ډیر کتابونه لیکلي دي چې شمیر یې تر ۳۵ رسیږي او مستند الشیعة، عوائد الایام او معراج السعادة په کښې شامل دي.[۱۰]

محتوا او جوړښت

دغه کتاب پنځه څپرکي لري او هر څپرکی یې بیا ځانته ګڼې برخې لري:

وړومبې څپرکی: ګټه ورې سریزې

دویم څپرکی: بد اخلاق او د نفس د قواؤ بیان

دریم څپرکی: له بې لاریتوب وغیره نه د ښو اخلاقو ساتنه

څلورم څپرکی: اخلاقي فضایل او د ښو اخلاقو د ترلاسه کولو څرنګوالی

پنځم څپرکی: د عبادتونو اسرار او آداب[۱۱]

د کتاب وړومبنې څبرکي په هغه باب سره پیلیږي چې موخه یې د دې ټکي بیانول دي چې د نفس پيژندنه، د خدای د پيژندلو سریزه ده او د سنايي یو بیت یې هم ګواه ګرځولی دی چې وايي: عارف كردگار چون باشی/ تو كه در علم خود زبون باشى.[۱۲][یادداشت ۱] د کتاب وروستۍ برخه هم هغه څپرکی دی چې د پیغمبر اکرم او د اهلبیتو علیهم السلام د زیارتونو د ثواب او فضیلت او د هغوي د زیارتونو د یوشمیر آدابو په هکله دی.[۱۳]

د اخلاقي رذایلو د درملنې لاره

په معراج السعاده کښې د اخلاقي رذایلو د درملنې لپاره یوه کلي قاعده وړاندې شوې ده: هره اخلاقي بدي د هغې د اپوټه کارونو په ترسره کولو سره سمیږي.[۱۴] البته نراقي د اخلاقي رذایلو د بڼه نیونې د  عواملو او زمینو ختمول[۱۵] او هم داشان د هغوي له دنیاوي او اخروي آثارو خبرتیا[۱۶] هم د رذایلو او بدیو په درملنه کښې اغیزناکه بولي. په دې وجه د هرې بدۍ له بیانولو وروسته د هغې عوامل او زمینې او هم یې دنیاوي او اخروي آثارو ته پام کوي او بیا یې د درملنې لپاره لارې چارې بیانوي.[۱۷]


نراقي د اخلاقو د ترلاسه کولو د مراحلو په هکله باوري دی چې انسان اول باید خپله شهویه قوه تهذیب کړي، بیا خپله غضبیه قوه او له هغه وروسته خپله عاقله قوه.[۱۸] همداشان د اخلاقي فضایلو په باب کښې باوري دی چې انسان باید دومره فضایل ترسره کړي چې هر یو یې عادت جوړ شي.[۱۹]

له جامع السعادات سره توپیر

آقا بزرګ تهراني په الذریعة کښې، معراج السعاده له جامع السعادات کتاب څخه اخیستل شوی لیکلی دی. ملا محمدمهدي نراقي (وفات۱۲۰۹ق) خو هډو د هغه فارسي ژباړه بللې ده[۲۰][یادداشت ۲] په عین حال کښې دغه دواړه کتابونه د مطالبو د وړاندې کولو او ځاې پرځاې کولو په روده کښې هم په خپلو کښې توپیرونه لري. [۲۱] له هغو نه:

کړنلاره: په جامع السعادات کښې عقلي کړنلاره ډیره ده. خو په معراج السعاده کښې په نقلي او خطايي اړخ بحثونه ډیر دي. له دې امله په معراج السعاده کښې مطالب د روايي شواهدو یا د نقل او عقل د ګډولې او د شعرونو په ذکر سره بیان شوي دي [۲۲]

څپرکي: د دې دوو کتابونو د فصلونو ترتیب او سرلیکونه په خپلو کښې یولړ توپیرونه لري. د مثال په توګه د جامع السعادت اول څپرکی شپاړس فصلونه لري خو د معراج السعادت وړومبی څپرکی لس فصلونه لري. همدارنګه د جامع السعادت ځينې فصلونه په معراج السعادات کښې نشته او د دې کتاب ځينې فصلونه په جامع السعادات کښې نه دي [۲۳] .

خو بیا هم په معراج اسعاده کښې ځیني ځایونه د جامع السعادات د بحثونو په هکله تفصیل ورکړی شوی دی.[۲۴]

خپریدل او نسخې

معراج السعاده کتاب مختلف چاپونه او نسخې لري. د آقا بزرګ تهراني په وینا، په ۱۲۳۸قمري کال کښې په عراق کښې یوه نسخه او په ۱۲۶۵ق کښې په ایران کښې یوه نسخه د دغه کتاب ترټولو پخوانۍ نسخې دي.[۲۵] د دې کتاب ځیني نور چاپونه او نسخې په دا ډول دي:

په ۱۳۸۸قمري کال کښې په ۲۹۹ مخونو کښې د تهران د اسلامیه خپروندوې ډبرین چاپ

د محمد علي علمي له خوا په ١٣٣٢ لمريز کال کښې په نستعليق خط، په ٥٤٩ مخونو کښې چاپ شوې نسخه.

همداشان د رشیدي انتشاراتو موسسې دغه کتاب په ۱۳۶۱ کال کښې په ۷۰۶ مخونو کښې، علي اکبر علمي مطبوعاتي مؤسسې په ۱۳۵۱لمریز کال کښې په ۴۶۲ مخونو [۲۶] او هجرت خپرندویه موسسې په ۷۹۷ مخونو [۲۷] کښې چاپ کړی دی.

چاپ کرده‌اند.


پانویس