لومړی مخ
ځانګړې شوې مقاله
په امام حسن عسکري(ع) مشهور، حسن بن علي بن محمد(۲۳۲-۲۶۰ ق) د اثنا عشري (دولس امامي) شیعیانو یوولسم امام دی چې شپږ کاله یې امامت په غاړه درلود. هغه د امام هادي(ع) زوی او د امام مهدي(عج) پلار دی. د هغه تر ټولو مشهور لقب عسکري دی چې په سامرا کې د هغوي جبري استوګنې ته اشاره لري. هغه په سامرا کې د عباسي حکومت تر څارنې لاندې او د خپلو فعالیتونو لپاره له پابندیو سره مخ و. امام عسکري(ع) د خپلو استازو له لارې او همداراز له شعییانو سره د لیکونو په وسیله اړیکي لرل. عثمان بن سعید د امام زمان(عج) لومړی خاص نایب(ځانګړی استازی) د هغه له خاصو استازو هم ګڼل کیده. امام حسن عسکري(ع) د ۲۶۰ قمري کال د ربیع الاول په ۸ نېټه په اته ویشت کلنۍ کې په سامرا کې شهید او د خپل پلار د قبر تر څنګ خاورو ته وسپارل شو. د دغو دوو مدفن د عسکریینو حرم په نامه مشهور دی او په عراق کې د شیعیانو له زیارتونو ګڼل کیږي. د قرآن تفسیر، اخلاق، فقې، اعتقادي چارو، دعاګانو او زیارتونو په موضوګانو کې له امام حسن عسکري(ع) ځینې حدیثونه راغلې دي.
نورې ټاکل شوې مقالې: امامیه – د بني اميه خلیفه ګانو لړلیک – حدیث
آیا تاسو پوهیږې ...
- ...عبدالعلي مزاري (په انځور کې) چې په افغانستان کې د شیعو یو له مشهورو مشرانو څخه دی، د طالبانو له خوا شهید شو او جسد یې د زرګونو خلکو له خوا په پیاده او په سلګونو کیلومتره واټن کې تشییع شو؟
- ...امام خمیني میخایل ګورباچوف ته په خپل لیک کې د معنویت نشتوالی د مارکسیزم د زوال لامل ګڼلی؟
- ...په دوهمه هجري پېړۍ کې د بلخ له ښار څخه په شیعه روایي او رجالی متنونو کې اوولس راویانو ثبت شوي دي چې زیاتره یې د امام صادق(ع) راویان دي؟
- ...د افغانستان شیعو د احوال شخصیه قانون چې په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د افغانستان په قضايي محکمو کې د شیعو د حقونو په اړه جوړ شو، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په بشپړه توګه لغوه شو؟
- ...یوازینی کس چې په کعبه کې زیږیدلی دی، امام علی بن ابی طالب(ع) دی؟
وړاندیز شوي مقالې
- د نجران له مسیحیانو سره د پېغمبر(ص) مباهله « د نجران له مسیحیانو سره د پېغمبر(ص) مباهله د اسلام د لومړیو وختونو له پېښو څخه ده چې د پېغمبر(ص) د بلنې د حقانیت نښه ګڼل کیږي. دا پېښه همداراز په مباهلې کې د پېغمبر(ص) او د هغه د ملګرو یعنې امام علي(ع)، فاطمه(س) او حسنینو(ع) په فضیلت دلالت کوي.»
- د عاشورا تحریفونه « د عاشورا تحریفونه د کربلا د پېښې په اړه هغه راپورونه او شننې چې ځینو عالمانو او څېړاندو هغه جعلي یا غلطې ګڼلې دي. ویل شوي چې غلط نقلونه او بې صحیح سنده ادعاګانې، له کربلا وروسته په مختلفو پېړیو په تېره بیا د صفویانو او قاجاریانو په زمانه کې په سرچینو کې شاملې شوې دي.»
- د امام سجاد(ع) د عرفې دعا «د امام سجاد(ع) د عرفې په دعا مشهوره د صحیفه سجادیه اوه څلویښتمه دعا له امام سجاده یوه مأثوره دعا ده چې د عرفې په ورځ لوستل کیږي.»
- د امام حسین(ع) پاڅون « د امام حسین(ع) پاڅون د یزید بن معاویه د حکومت په خلاف د هغه حضرت اعتراضیه حرکت و چې د ۶۱ قمري کال د محرم په لسمه د هغه حضرت او د ملګرو یې د شهادت او د هغوي د کورنۍ د اسیرېدو سبب وګرځېد. دغه حرکت د یزید د استازي په توګه د مدینې له واکمن سره بیعته د امام حسین(ع) له ډډه کولو او د ۶۰ قمري کال په رجب کې له مدینې په وتلو سره پېل او مدینې ته د اسیرانو په بیا ستنېدو سره پای ته ورسید.»
- د دوح ورځ « د دَوح ورځ د غدیر ورځې لپاره بل نوم دی؛ هغه ورځ چې پیغمبر(ص) امیر المومین علي(ع) ته د خپل ځای ناستې او ولې په توګه معرفي کړ..»
- د حج ارکان «د حج ارکان د حج له اصلي مناسکو او واجباتو څخه دي، چې قصداً پرېښودل یې د حج د باطليدو سبب کیږي. د شیعه فقهاوو له نظره احرام، طواف، په عرفات کې هیساریدل، په مشعر الحرام کې هیساریدل او د صفا او مروه تر مینځ سعي کول، د حج ارکان دي. ځينو امامیه فقهاوو نيت، تلبیه او ترتيب هم د حج له ارکانو ګڼلي دي.»
- د تشیع فرقې «د تشیع فرقې د شیعیانو مختلفې څانګې دي چې د علي ابن ابي طالب(ع) په بلا فصل امامت له عقیدې سره سره، په ځنیو نورو عقیدو لکه د معصومو امامانو په شمېر کې له یو بل سره اختلاف لري. امامیه، زیدیه او اسماعیلیه، د شیعیانو تر ټولو مهمې ژوندۍ فرقې دي. ځینې سرچینو کیسانیه، فَطَحیه، واقفیه، ناووسیه او د غالیانو ډله هم چې ټول له مینځه تللي شیعه فرقې ګڼلې دي. د نفوسو د شمېر له اړخه امامیه د شیعه تر ټولو پر نفوسه فرقه ده چې په ایران، عراق، پاکستان، افغانستان او لبنان او ځینو نورو هیوادونو کې استوګنه ده.»
- علي بن ابي رافع «علي بن ابي رافع د امام علي(ع) په حکومت کې د بیت المال کاتب او مسئول و. هغه د پیغمبر(ص) د مشهور صحابي ابو رافع زوی دی.»
- د الاقصی طوفان « د نیواکي فلسطین د تاټوبي او غَزِّه تر مینځ په سرحدي سیمه کې د اسراییلو په خلاف د حماس د ځواکونو پوځي عملیات دي.»
- تور اغوستل «سیاه پوشي (تور اغوستل)، د تورو جامو اغوستل یا په ځایونو د تورو پردو لګول دي چې د عزادارۍ په نښه ترسره کیږي. په شیعیانو کې دا فرهنګ د اسلام له لومړیو دود پاتې شوی دی. د معصومانو په روایتونو کې مختلف شواهد د دغه سنت په تایید موجود دي.»
شاخص
نوې مقالې
غوره شوي انځورونه