نقد الرجال (کتاب)

د wikishia لخوا
(له نقد الرجال نه مخ گرځېدلی)

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

نقد الرجال

نَقدُ الرّجال د علم رجال په اړه یو کتاب دی چې د مصطفی تَفْرِشی لخوا لیکل شوی، چې په لسمه او یولسمه پیړۍ کې د شیعه عالمانو څخه و. دا كتاب په عربۍ ژبه ليكل شوى او دا د رجال په علم كې يو جامع كتاب ګڼل كېږي چې په كې بېلابېل نظرونه په انتقادي نظر سره څېړل شوي دي.

د رجال پوهانو په اند، نقد الرجال لوړ علمي دقت لري او د رجال له غوره کتابونو څخه دی. محمد تقي مجلسي او سيد نعمت الله جزائري او يو شمېر نورو شيعه علماوو په دې کتاب باندې شرحې او حاشيې ليکلي دي.

لیکوال

اصلي مقاله: مصطفی بن حسین تفرشي

مصطفی بن حسین تفرشي په لسمه او یوولسمه پیړۍ کې د علم رجال له پوهانو څخه دی.[1] هغه د ملا عبدالله ششتري شاګرد وو.[۲] تفسیري له هغه او محقق کرکي څخه د روایت اجازه درلوده.[۳] ژوند لیکونکو په علم رجال کې د تفرشي مهارت ستایلی دی.[۴] د هغه استاد ملا عبدالله ششتري د حدیث په علومو کې د هغه پر مهارت ټینګار کړی دی.[۵]

منځپانګه

په نقد الرجال کتاب کې د ۶۶۰۴ حدیثو د راویانو نومونه د الفبا په ترتیب سره ذکر شوي دي.[۶] په دې کتاب کې د هر یو راوي په باره کې د هغه په ​​اړه د علم رجال د علماوو خبرې او د هغه ستاینه، یا مذمت او یا مُهمل شونه بیان شوې ده.[۷]

د کتاب په وروستۍ برخه کې د "خاتمه" په نوم  شپږ رجالي مسلې راخیستل شوي چې عبارت دي له:

  • د رجالو په نزد د شيعه امامانو لقبونه
  • د څوارلسو معصومینو نومونه، لقبونه، د زېږېدو او د وفات نېټې او د ژوند موده
  • په الکافي کتاب کې د «عِدّة» معنی
  • هغه راویان چې شیخ طوسي او شیخ صدوق ترې روایتونه نقل کړي دي.
  • د حدیث اعتبار د حدیث اصول
  • د محمد بن یعقوب کلیني، شیخ طوسي، شیخ صدوق او مفید روایتونو ته د رسیدلو لاره.[8]

ځانګړنې

د اقا بزرګ تهراني په وینا، د نقد الرجال کتاب په ۱۰۱۵ هجري کې لیکل شوی دی.[۹] د رجالیانو له نظره، نقد الرجال کتاب یو دقیق کتاب او له رجالي کتابونو له غوره اثارو څخه دی.[10] ویل کیږي چې دې کتاب په منظم، جامع او لنډ ډول مختلف نظرونه وړاندی کړي دي او په انتقادي طریقه یې څیړلي دي.[11]

د كتاب ځينې نورې ځانګړتياوې دا دي: د علماوو د نظرونو دقيق نقل، د اشخاصو په تأييد او تضعیف كې د رجالیانو په اسنادو نيوكه، د هر يوه راوي د شيخانو(استادانو) او شاګردانو يادونه، د نسخو په اختلاف كې ځیرتیا او د نومونو په صحيح ثبت كې هڅې.[11]

شرحې او حاشیې

دوی وايي چې نقد الرجال ډېر زر د احادیثو د عالمانو له  خوا د پاملرنې وړ شو. تر دې حده چې دا د لیکوال په ژوند کې ورباندې حاشیې ولیکل شوې. له هغه وروسته هم په دې باندې حاشيې، شرحې او ضميمې وليکل شوې، چې په بېلابېلو دورو کې د دې کتاب د شهرت نښه ګڼل کیږي.[12]

اقا بزرګ تهراني په الذریعه کې د دې کتاب لپاره اوه حاشیې نقل کړي دي چې ځینې یې دا دي:

  • حاشیه محمدتقي مجلسي (۱۰۷۰ق)
  • حاشیه عنایت‌الله قهپایی (له ۱۰۲۶ق وروسته)
  • حاشیه سیدنعمت الله جزایري(۱۱۱۲ق)
  • حاشیه سیدعبدالله جزایري شوشتري(۱۱۷۳ق).[۱۳]

چاپ

د آقا بزرګ تهراني له قوله، د نقد الرجال یوه نسخه په ۱۳۱۸ هجري لمریز کال کې په تهران کې خپره شوې ده،[۱۴] د آل البیت انسټیټوټ دغه کتاب په ۱۴۱۸ هجري کال کې چې له ۱۳۷۷ هجري لمریز کال سره سمون خوري، په پنځو ټوکونو کې خپور کړی دی.

فوټ نوټ

سرچينې