ابدي عذاب

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

ابدي عذاب يا په دوزخ کې تل پاتې والی د اسلام او د ډېرو دینونو له تعلیماتو دی. په قرآن کې ډېر ایتونه د «خالدین فیها ابدا» (تر ابده به په دوزخ کې وي) او داسې نور تعبیرونه، ابدي عذاب ته اشاره لري؛ لکه څنګه چې د شیعه په حدیثي میراث کې ډېر حدیثونه هم په دوزخ کې د همېشه پاتې والي په اړه راغلي دي.

په دوزخ کې د تل پاتې والي په اړه د عالمانو په مینځ کې اختلاف دی؛ ځینې هغه د خدای د عدل، حکمت او رحمت او د قرآن د ځینو ایتونو په خلاف ګڼي او باوري دي چې ابدي عذاب نیشته او د دوزخ ټول استوګن به یا له هغه ووځي او یا که باقي پاتې هم شي درد او کړاو به نه لري.

ځينې د ابدي عذاب موافقان منجمله شیعیان هغه د هغه دښمنو کافرانو لپاره ګڼي چې غاړې پرې خلاصې شوې وي. دوي باوري دي چې ګناهکاران او فکري مستضعفان به په دوزخ کې پاتې نه شي.

شیعه عالمان باوري دي چې په قیامت کې د عملونو تجسم او د عملونو د حقیقت ښکاره کېدو نظریې ته په پام سره ابدي عذاب بیانولی شو، پر دې سربېره، په قرآن کې تصریح شوې چې ځینې کسان به له دوزخه ونه وځي.

مقام

له مرګه وروسته د انسان د روح همیشه والی او تل پاتې والی د اسلام او د نورو ډېرو دینونو منجمله مسیحیت او یهودیت له تعلیماتو څخه دي.[۱] په کلي ډول، دغه کسانو یا ډلو ته په قرآن کې په دوزخ کې د تل پاتې کیدو وعده ورکړل شوې: کافران،[۲] مشرکان،[۳] او منافقان.[۴]

د ابدي عذاب په مساله کې اختلاف دومره زیات دی چې ځینې یې د دین اجماعي او ضروري ګڼي او ځینې یې له عقله دومره لرې ګڼي چې هغه دین ته نه شو منسوبولی.[۵]د ابدي عذاب موافقان، د استدلال په مقام کې، زیاتره په دیني نقلي متونو تکیه کوي.[۶] ویل شوي چې د قرآن ۸۵ ایتونو د خلود او تل پاتې والي خبره کړې او ۳۴ ایتونه په اور کې د خلود په اړه دي.[۷] د نساء سورې په ۱۶۹ ایت، د احزاب په ۶۵ ایت او د جن په ۲۳ ایت کې چې د خداي او د هغه د پېغمبر په وړاندې د کافرانو، ظالمانو او سرغړاندو په اړه دي، له«خالدین فیها»، وروسته د«ابداً» عبارت راغلی دی.[۸]

په جهنم کې د تل پاتې والي په اړه ډېر روایتونه ذکر شوي دي. د محمد حسین طباطبایي په وینا، د عذاب د خلود د اصل په باره کې له اهل بیتو رارسېدلې راپورونه د استفاضې تر حده رسېدلې دي.[۹] په ځینو روایتونو کې، په اور کې خلود او دایمي عذاب د کافرانو، منکرانو او مشرکانو لپاره ګڼل شوی دی.[۱۰]

د ابدي عذاب په اړه درې نظریې

ابدي عذاب د کافرانو او د لویو ګناهانو کوونکو لپاره

د مختلفو مذهبونو اکثره متکلمان په دوزخ کې په خلود عقیده لري.[۱۱] خو د فاسق کس او په بله معنا د هغه مومن کس چې کبیره ګناه یې کړې او بې توبې له دنیا تللی وي، د خلود په اړه تر ټولو زیات اختلاف دی.[۱۲]

خوارج باوري وو چې د کبیره ګناه کوونکی کافر دی او همېشه به په اور کې وي.[۱۳] د دې په مقابل کې معتزله په دې باور وو چې فاسق مسلمان نه کافر دی او نه مومن، بلکې د هغه مقام منزلةٌ بینَ الْمنزلتَین (د دوو منزلونو په مینځ کې یو منزل) دی؛ که څه هم په هغوي کې اکثره د خوارجو په شان باوري وو چې دغه شان کس به تر ابده په اور کې وي.[۱۴]

له کافرانو سره د ابدي عذاب ځانګړوالی

جاحظ (وفات: ۲۵۵ق) او عبدالله بن حسن عنبري (په دوهمې قمري پېړۍ کې ژوندی) باوري وو چې د عذاب تل پاتې والی له معاند او دښمن کافر سره ځانګړی دی؛ خو که څوک هڅه وکړي او د حق دلیلونه ورته ښکاره نه شي او اسلام رانه وړي، معذور دي او په دوزخ کې یې عذاب غوڅیږي.[۱۵]

له ابدي عذاب سره مخالفت

له ابدي عذاب سره مخالفت د مختلفو مذهبونو په عالمانو کې موجود دی، خو مخالفان یو واحد نظر نه لري. د شویو څېړنو له مخې، د ابدي عذاب مخالفان په شپږو ډلو ویشلی شو.[۱۶]

  1. له دوزخه د دوزخیانو وتل او جنت ته ننوتل [۱۷]
  2. د جهنم او اهل جهنم فنا [۱۸]
  3. دوزخیانو ته د صبر د قوې ورکول او د عذاب هېرول [۱۹]
  4. له نعمت سره اخښلی عذاب [۲۰]
  5. په خوږوالي د عذاب بدلېدل [۲۱]
  6. نوعي خلود [۲۲]

ویل شوي چې بې له جهم بن صفوان او د هغه له ځینو پېروانو څخه چې د دوزخ او جنت د فنا کیدو قایل وو او پر دې اساس یې په خلود عقیده نه لرله،[۲۳] محی الدین ابن عربي د دوزخیانو د تل پاتې والي تر ټولو لوی مخالف دی[۲۴] او لیکلي یې دي چې دوزخیان وروسته له هغه چې د خپل عمل برابر یې عذاب وڅکه، په هماغه دوزخ کې به پرې د خدای فضل او رحمت وشي او نور به د اور احساس نه کوي.[۲۵] ملا صدرا شیرازي، په خپلو ځینو اثارو کې د ابن عربي په شان په دې باور دی چې په اخر کې به د دوزخ عذاب ختم شي او دوزخیان به نور د عذاب او درد احساس نه کوي.[۲۶]

امام خمیني هم په هغه ډله عالمانو کې شمار شوی چې له عذابه د ژغورېدو او له شفاعته د دوزخیانو په برخورېدو عقیده لري[۲۷] او وايي چې د دې مدعا لپاره یې په عام الهي رحمت او د انسان د الهي فطرت په نه زوالېدو تمسک کړی دی.[۲۸]

د شیعه عالمانو عقیده

د قدردان قراملکي د راپور په اساس، په خپله د خلود اصل د شیعه عالمانو په نزد عام او منل شوی دی[۲۹] او د شیعه متکلمانو په باور، په اور کې خلود له کافرانو سره ځانګړی دی.[۳۰]

له دښمنو کافرانو سره د ابدي عذاب اختصاص

د شیخ مفید په وینا، شیعه باوري دي چې ابدي عذاب یوازې له کافرانو سره مخصوص دی او ګنهکاران ان که دوزخ ته لاړ هم شي په دوزخ کې به همېشه نه پاتې کیږي.[۳۱] ملا صدرا په دې په تاکید سره چې په دوزخ کې د خلود سرچینه یوازې کفر دی، په اور کې د کفارو تل پاتې والی یوازې د عقیدو د فساد په وجه ګڼي؛ په عمل کې د فساد برخلاف چې د لرې کېدو احتمال یې شته دی.[۳۲]

د علامه طباطبایي په نظر، قران د عذاب د خلود او تل پاتې والي په اړه صراحت لري، لکه څنګه چې د بقرې سورې ۷۶ ایت جوته کړې ده چې هغوي به له اوره بهر نه شي. د اهل بیتو ډېر روایتونه هم په دې اړه څرګند دي؛ له دې امله ځینې غیر شیعي روایتونه چې د عذاب د انقطاع او ختمېدو ښودنه کوي، له قرآن سره د مخالفت په وجه باید پریښودل شي.[۳۳]

د شیعه دین پوهانو استدلال

شیعه دیني عالمانو د دې نظر لپاره چې ابدي عذاب عام نه دی او یوازې معاندو کافرانو ته شاملیږي، د قرآن په ځينو ایتونو او روایتونو او عقلي استدلالونو استناد کړی دی؛ منجمله ویل شوي چې د انعام سورې په په ۱۲۸ ایت کې د «إِلَّا مَا شَاءَ اللَّهُ»، په عبارت سره ځینې کسان له ابدي عذابه استثنا شوې دي، او له دې امله چې د اجماع پر اساس، کافر له اوره نه بهر کیږي، نو د ایت مطلب هغه فاسق دی چې لویه ګناه یې کړې وي چې د خدای په غوښتنه او مشیت سره به یې عذاب غوڅ شي.[۳۴] مجلسي د خلود په باره کې د حدیثونو له ټولګې دې نتیجې ته رسیدلی چې هغه کسان چې په عقل کې یې کمی دی یا پرې غاړې نه دي خلاصې شوې، په اور کې په خلود نه اخته کیږي.[۳۵]

د شیعه متکلمانو په باور، هغه مومنان چې کبیره ګناه یې کړې وي د خپل ایمان په وجه د دایمي ثواب مستحق دي؛ ځکه چې د زلزال سورې په ۷ ایت کې، حتی ډېر وړوکي نیک عمل ته هم بدله ورکول کیږي او ایمان تر ټولو لوی ښه عمل دی، او له دې امله چې د ایمان ثواب یو تل پاتی ثواب دی، نو باید دغه شان کس اول عذاب شي او بیا په جنت کې تل پاتې ثواب ته ورسیږي.[۳۶]

ابدي عذاب او د خدای رحمت

ځینې مسلمان عالمان چې فلسفي او عرفاني لیدتوګه لري او په اور کې له خلود او ابدي عذاب سره مخالف دی،[۳۷] د عذاب تل پاتې والی د خدای له رحمت سره ناغږمله ګڼي.[۳۸]

د دې په مقابل کې د شیعه مفسر او فیلسوف طباطبایي په وینا، د خدای رحمت د زړه د نري والي او دلسوزۍ په معنا نه دی؛ ځکه چې دا حالتونه د مادي انسان ځانګړنې دي؛ بلکې رحمت د یو شي د اعطا او افاضې په معنا دی چې د وګړي له استعداد او وړتیا سره برابر وي.[۳۹]

د ابن عربي په وینا د ځینو انسانانو ذات له رحمت او شفقت سره اخښل شوی او که خدای هغوي ته د خپلو بندګانو په چارو د واکمنتیا او څارنې اجازه ورکړې وه، له نړۍ به یې کړاو او عذاب ختم کړی و. اوس هغه خدای چې دغه شان کمال یې خپلو ځینو بندګانو ته ورکړی ، مسلما، په خپله د دې زیات وړ دی او کولی شي عذاب ټوټل له مینځه یوسي. خدای تعالی ځان په خپلو بندګانو ارحم الراحمین بللی دی.[۴۰]

ابدي عذاب او الهي عدل او حکمت

د الهي عدل د مسلو پیژندنه:
  • د الهي عدل تعریف
  • حسن و قبح
  • د شر مساله
  • جبر او اختیار
  • امربین الامرین
  • قضا و قدر
  • احسن نظام
  • فکري مستضعف
  • تکلیف مالایطاق
  • استطاعت
  • د بلا بیان عقاب قبح
  • ابدي عذاب
  • اجباري خلقت
  • تشریعي عدالت


ځینو مسلمانو عالمانو په عذاب کې تل پاتې والی د خدای له عدل سره په ټکر کې ګڼلی او دا پوښتنه یې کړې چې ولې هغه کس چې یوه محدوده موده یې په دنیا کې ګناه کړې، د همېشه لپاره په دوزخ کې وسوزي.[۴۱]

ځینو نورو عالمانو هم د خدای له حکمت سره د ابدي عذاب د ټکر خبره کړې [۴۲] او ادعا یې کړې چې د داسې مخلوق پېدا کول چې ټاکل شوې په نه ختمېدونکي عذاب اخته شي، حکیمانه کار نه دی.[۴۳]

د عملونو د تجسم په نظریې سره د ابدي عذاب بیانول

ځینې دیني عالمان د ابدي عذاب او الهي عدل یو ځای کېدل او سازګاري یوازې د عملونو د تجسم د نظریې له لارې ممکن ګڼي.[۴۴] د هغوي له نظره، له عدل سره د عذاب ناسمونوالی، په قراردادي او اعتباري عذاب باندې له عقیدې رامینځته کیږي، ځکه چې د اخرت د عذابونو قراردادي ګڼل د ابدي عذاب د امکان په اړه د پوښتنو پېدا کېدو زمینه برابروي او د ابدي عذاب لپاره یو معقول محرک په نظر کې نه شو نیولی.[۴۵] له همدې امله، په دې کې ځینو کسانو د ابدي عذاب د بیان لپاره د عملونو د تجسم نظریې ته پناه وړې ده.[۴۶] له بلې خوا یې دا اعتراض کړی چې د عملونو د تجسم نظریه هم زیات نه زیات کولې شي په اور کې د خلود امکان ثابت کړي، نه د هغې قطعي تحقق.[۴۷]

په همدې لړ کې علامه طباطبایي د عذاب تل پاتې والی د حکمت متعالیه د فلسفي اصولو منجمله جوهري حرکت په بنیاد تشریحوي. هغه باوري دی چې که بد صورتونه د انسان له نفس سره یو شوي نه وي، نفس د محدود عذاب له یوې مودې وروسته، ژغورل کیږي؛ خو که ګناهونه د هغه د نفس د ذات برخه ګرځېدلې وي، او نفس بې له فشاره، معصیت او ګناه ته غاړه کیږدي او له ګناه سره سنخیت او همرنګي پېدا کړي، په تل پاتې عذاب کې به پاتې شي.[۴۸]

فوټ نوټ

سرچينې

  • ابن‌عربی، محمد بن علی، الفتوحات المکیه، بیروت،‌ دار صادر، بی تا.
  • اشعری، علی بن اسماعیل، کتاب مقالات الاسلامیین و اختلاف المصلین، تحقیق هلموت ریتر، ویسبادن، ۱۴۰۰/۱۹۸۰.
  • بطحایی، سید حسن، «رحمت الهی و خلود دوزخیان»، در مجله کلام اسلامی، شماره ۷۶، زمستان ۱۳۸۹ش.
  • بغدادی، عبدالقاهر بن طاهر، الفرق بین الفرق، چاپ محمد محیی الدین عبدالحمید، قاهره.
  • بلانیان، محمدرضا و محمدحسین دهقانی محمودآبادی، «خلود در عذاب: با تکیه بر تقریری متفاوت از آموزه تجسم اعمال»، در مجله قبسات، شماره ۷۴، زمستان ۱۳۹۳ش.
  • تفتازانی، مسعود بن عمر، شرح المقاصد، تحقیق عبدالرحمان عمیره، قاهره ۱۴۰۹/۱۹۸۹، چاپ افست، قم، ۱۳۷۰-۱۳۷۱ش.
  • ثقفی تهرانی، محمد، روان جاوید: در تفسیر قرآن مجید، تهران، ۱۳۷۶ش.
  • جرجانی، علی بن محمد، شرح المواقف، تحقیق محمد بدرالدین نعسانی حلبی، مصر، ۱۳۲۵/۱۹۰۷، چاپ افست، قم، ۱۳۷۰ش.
  • جوادی آملی، عبدالله، تفسیر تسنیم، قم، اسراء، سال‌های مختلف.
  • ساطع، نفیسه و مریم رفیعا، «مقایسه دیدگاه امام خمینی(س) در باب خلود با سایر آرای مخالف و موافق»، در مجله پژوهشنامه متین، شماره ۶۲، بهار ۱۳۹۳ش.
  • شهرستانی، محمد بن عبدالکریم، الملل و النحل، تحقیق احمد فهمی محمد، قاهره، ۱۳۶۷-۱۳۶۸/۱۹۴۸-۱۹۴۹، چاپ افست، بیروت، بی‌تا.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، التوحید، تحقیق هاشم حسینی طهرانی، قم، ۱۳۵۷ش،
  • طباطبایی، سید محمدحسین، تفسیر المیزان، قم، نشر اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
  • طوسی، نصیرالدین محمد بن محمد، تجرید الاعتقاد، تحقیق محمدجواد حسینی جلالی، قم، ۱۴۰۷ق.
  • عبدالباری، فرج الله، یوم القیامه بین الاسلام و المسیحیة و الیهودیة، قاهره، ۲۰۰۴م.
  • عبدالباقی، محمد فؤاد، المعجم المفهرس لالفاظ القرآن الکریم.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، کشف المراد فی شرح تجرید الاعتقاد، تحقیق حسن حسن‌زاده آملی، قم، دفتر نشر اسلامی، ۱۴۲۷ق.
  • فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، اللوامع الالهیه فی المباحث الکلامیه، تحقیق محمدعلی قاضی طباطبائی، قم، ۱۳۸۷ش.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، کتاب المحصل، تحقیق حسین اتای، قاهره، ۱۴۱۱/۱۹۱۱.
  • قاضی عبدالجبار بن احمد، شرح الاصول الخمسة، تحقیق عبدالکریم عثمان، قاهره، ۱۴۰۸/۱۹۸۸ق.
  • قدردان قراملکی، محمدحسن، «تأملی در جاودانگی عذاب کفار»، در مجله کیهان اندیشه، شماره‌های ۷۲، ۷۳، ۷۴، خرداد تا آبان ۱۳۷۶ش.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، دار احیاء التراث العربی، بیروت، ۱۴۰۳ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، اوائل المقالات فی المذاهب و المختارات و یلی‌ها رسالة شرح عقائد الصدوق او تصحیح الاعتقاد، تحقیق عباسقلی وجدی (واعظ چرندابی)، تبریز، ۱۳۳۰ش.
  • ملاصدرا شیرازی، محمد بن ابراهیم، اسفار (الحکمة المتعالیة فی الاسفار العقلیة الاربعة)، بیروت، ۱۹۸۱م.
  • رضایی هفتادر، حسن، و محمدعلی اسماعیلی و سیفعلی زاهدی‌فر، «ارزیابی نظریه انقطاع عذاب جهنم در اندیشه دکتر صادقی تهرانی»، در مجله پژوهش‌های قرآنی، شماره ۹۲، پاییز ۱۳۹۸ش.