منځپانگې ته ورتلل

اسلامي جمهوريت

د wikishia لخوا
اسلامي جمهوريت له حزب جمهوري اسلامي، د جمهوري اسلامي ورځپاڼې، او يا د ايران د اسلامي جمهوریت له سياسي نظام سره مغشوشه (ګډه) نه شي.

اسلامي جمهوريت یو ډول حکومت دی چې پر دوو بنسټیزو عناصرو ولاړ دی: خلک او اسلام. د دې نظام پلویان د حکومت بڼه «جمهوريت» او منځپانګه یې «اسلامي» بولي. هغوی اسلامي جمهوريت داسې تعبیروي چې د خلکو اراده او غوښتنه باید د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې د حکومت‌ولۍ برخه وګرځي. د ایران د اسلامي جمهوریت دویم رهبر، سید علي خامنه‌ای، د دې نظام د تفسیر او تشریح لپاره له «دیني ولسواکۍ» (مردم‌سالاری دینی) اصطلاح څخه کار اخلي، چې معنا یې دا ده: د اسلامي اصولو تر چوکاټ لاندې په ټولو چارو کې د خلکو رول او اغېز.

د ځینو په اند، اسلامي جمهوريت د خلکو د حاکمیت له حق سره سمون نه لري، ځکه چې پکې باید د اسلام له قوانینو سره وفادار پاتې شو، آن که د خلکو له غوښتنې سره مخالف وي. دینی مفکر، مرتضی مطهري، دې نیوکې ته داسې ځواب ورکړی چې ولسواکي دا نه معنا لري چې هر څوک دې خپل مکتب ولري؛ بلکې که د یوې ټولنې خلک د یوه مکتب منځپانګه ومني او د هغه د تطبیق غوښتنه ولري، د هغه مکتب په تحقق سره ولسواکي هم تحقق مومي.

په ځینو اسلامي هېوادونو لکه ایران، پاکستان او موريتاني کې د اسلامي جمهوریت سیاسي نظام نافذ دی.

تعریف او ځایګاه

«اسلامي جمهوريت» یو داسې سیاسي جوړښت دی چې د «جمهوريت» او «اسلاميت» له اصولو څخه د حاکمیت واک اخلي.[۱] جمهوريت هغه ډول حکومت ته وایي چې مشر یې د خلکو له لوري، د یو ټاکلي وخت لپاره ټاکل کېږي.[۲] د ایران د اسلامي جمهوريت بنسټ‌ایښودونکی، امام خمیني (۱۲۸۱-۱۳۶۸ هـ ل)، او دینی مفکر مرتضی مطهري (وفات: ۱۳۵۸ هـ ل)، اسلامي جمهوريت داسې حکومت بولي چې بڼه او چوکاټ یې جمهوريت او منځپانګه یې اسلامي وي.[۳]

شهید سید محمد بهشتي (وفات: ۱۳۶۰ هـ ل) د نړۍ جمهوري نظامونه په دوو برخو وېشلي: لومړۍ ډله هغه نظامونه دي چې یواځې د خلکو رایه پکې بنسټیز اصل دی؛ دا دموکراتیک نظامونه دي او پر کومې خاصې ایدیولوژۍ نه دي ولاړ. دوهمه ډله هغه جمهوريتونه دي چې پر ځانګړې ایدیولوژۍ ولاړ وي. په دې نظامونو کې د خلکو اراده او نظر باید د هماغې د خلکو لخوا منل شوې ایدیولوژۍ تر چوکاټ لاندې معنا پیدا کړي. اسلامي جمهوريت د همدې دویم ډول نظامونو له ټولګې څخه دی.[۴]

د اسلامیت او د خلکو د حاکمیت ترمنځ سازګاري (غږملتیا)

ځینې داسې نیوکه کوي چې د «اسلامي جمهوريت» مفهوم د خلکو د حاکمیت له حق سره ټکر لري، ځکه چې په اسلام جمهوریت کې باید د اسلامي قوانینو پیروي وشي، خو په ولسواکي کې خلک باید د خپل برخلیک ټاکلو حق ولري. دینی مفکر مرتضی مطهري وايي: دموکراسي دا نه معنا لري چې هر څوک دې خپل مکتب ولري؛ بلکې که د یو ملت خلک د یوه ځانګړي مکتب منځپانګه ومني او غواړي چې هماغه په ټولنه کې پلي شي، نو نو د هغه مکتب په تحقق سره د جمهوری غوښتنه پرځایښت مومي.[۵] د ایران د اسلامي جمهوريت دویم مشر، سید علي خامنه اي، هم دا ډول نظام داسې تعریف کړی چې به سیاسي چارو کې د خلکو اراده او د اسلام قوانین دواړه پکې هم‌مهاله تحقق پیدا کوي، او دې ته یې «دیني ولسواکي» ویلې دي.[۶]

هغه هېوادونه چې اسلامي جمهوريت لري

اسلامي جمهوريت د جمهوريت له بېلابېلو بڼو څخه یوه ده، چې په شلمه پېړۍ کې د سیاسي ادبیاتو برخه شوه او د څو هېوادونو د رسمي سیاسي نظام په توګه مطرح شو. تر ټولو لومړی اسلامي جمهوريت، د ختیځ ترکستان د اسلامي نهضت له لوري، د ۱۹۳۰ز لسیزې په جریان کې، د چین په لوېدیځې سیمې کاشغر ښار کې جوړ شو، خو ډېر دوام یې ونه کړ.[۷] په ۲۸ نومبر ۱۹۶۰ز کې، له فرانسې څخه د موريتاني تر ازادۍ وروسته، اسلامي جمهوريت د دې هېواد د رسمي نظام په توګه اعلان شو.[۸]

په ۱۹۷۳ز کال کې، د پاکستان د اساسي قانون له مخې، اسلامي جمهوريت د دې هېواد رسمي رژیم اعلان شو، او د قوانینو د اسلامي کولو لپاره، د «اسلامي نظریاتو او احکامو شورا» په قانون کې شامل شوه.[۹] په ایران کې د اسلامي انقلاب وروسته، د امام خمیني په وړاندیز، او د خلکو له عمومي ټولپوښتنې وروسته، د ۱۳۵۸ هـ ل د وري میاشتې په ۱۲مه، اسلامي جمهوريت د ایران د رسمي سیاسي نظام په توګه غوره شو.[۱۰] په افغانستان[۱۱] او د افریقا په ګامبیا هېواد[۱۲] کې هم، یو وخت اسلامي جمهوريت نافذ شوی و.

فوټ نوټ

  1. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۴ش، ج۲۴، ص۳۲۹-۳۳۰.
  2. «معنی "جمهوری" در "لغت‌نامۀ دهخدا"»، موسسه لغت‌نامه دهخدا.
  3. خمینی، صحیفه امام، ۱۳۷۸ش، ج۵،‌ ص۳۹۸؛ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۴ش، ج۲۴، ص۳۲۹-۳۳۰.
  4. حسینی بهشتی، صورت مشروح مذاکرات مجلس بررسی نهایی قانون اساسی جمهوری اسلامی ایران، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۳۸۰.
  5. مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۴ش، ج۲۴، ص۳۳۰-۳۳۱.
  6. خامنه‌ای، «سخنرانی تلویزیونی به مناسبت سی‌ودومین سالگرد رحلت امام خمینی (رحمه‌الله)»؛ «بیانات در دیدار اعضای مجلس خبرگان رهبری».
  7. گلادنی، «کاشغر، دروازه غربی چین»،‌ ص۱۳۳؛ «نگاهی به تاریخ تمدن و فرهنگ اویغورها و ترکستان شرقی»، خبرگزاری آناتولی.
  8. «درباره مورتانی،‌ اطلاعات کلی»، سایت سفارت جمهوری اسلامی ایران نکشوت.
  9. اسعدی، جهان اسلام،‌ ۱۳۶۶ش، ج۲، ص۱۳۷.
  10. امام خمینی‌، صحیفه امام، ۱۳۷۸ش، ج‌۳، ص‌۴۸۶؛ روزها و رویدادها، ۱۳۷۸ش، ج‌۱، ص‌۸۱
  11. بهمنی قاجار، شیعیان افغانستان؛ روابط، جایگاه، جریان‌ها و احزاب، ۱۳۹۲ش، ص۴۳و۴۴.
  12. «گامبیا، جمهوری اسلامی شد»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.

سرچينې