ایلاء

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

دا مقاله د ایلاء معنی او حکم په اړه ده. د همدې نوم د یوه آیت په اړه د زده کړې لپاره، د ایلاء آيت مدخل وګورئ.

ایلاء د جاهلیت د زمانې یو سنت او له خپلې مېرمنې سره د جنسي اړیکو په نه کولو د سړي د قسم په معنا دی، چې په اسلام کې حرام دی او ورپاره کفاره ټاکل شوې ده. که سړی دغه کار وکړي ښځه کولی شي شرعي حاکم یا محکمې ته شکایت وکړي. حاکم سړي ته څلور میاشتې مهلت ورکوي چې ښځې ته رجوع وکړي، که نه وي طلاق ته یې مجبوروي. د ایلاء په احکامو کې د علماوو مستند د بقرې سورې ۲۲۶ او ۲۲۷ ایت دی. د واده دایمي والی او لږ تر لږه د څلورو میاشتو لپاره د جنسي اړیکو نه پاللو قسم خوړل د ایلاء د تحقق له شرایطو دي.

تعریف او مقام

ایلاء د سړي قسم دی په دې چې له خپلې ښځې سره جنسي اړيکي ونه لري.[۱] ایلاء په اسلام کې حرامه ده او مسلمانو فقیهانو د هغه د تحقق لپاره خاص شرایط او احکام او له هغه وروسته احکام بیان کړې دي.[۲] د دغه احکامو د ځینو یې مستند، د بقرې سورې ۲۲۶ او ۲۲۷ ایتونه ګڼل شوې دي[۳] ایلاء په فقهي سرچینو کې یو پوره باب لري.[۴]

مخینه

اصلي مقاله: د ایلاء ایت

ایلاء د جاهلیت په کلتور کې د یو ډول طلاق په توګه یادیږي.[۵] د جاهلیت په زمانه کې به چې یو سړي له خپلې مېرمنې کرکه لرله، قسم به یې خوړه چې له هغې سره ملاستی ونه کړي.[۶] او تر څو کاله [۷] یا د عمر تر اخره به نه له هغې سره څملاسته او نه به یې طلاق ورکاوه.[۸] د دغه کار مقصد د ښځې ځورول،[۹]د هغې لالهانده کول [۱۰] او د هغې د بل واده مخنیوی [۱۱] بیان شوی دی. لکه څنګه چې په تفسیر نمونه کې راغلي دي خدای تعالی د بقرې سورې په ۲۲۶ ایت کې له دغه دود سره مبارزه وکړه او دغه قسم د ماتېدو لارې یې بیان [۱۲] او د ښځې په ګټه او د هغې د حقوقو د ژوندي کولو په لړ کې یې حکم کړی دی.[۱۳]

فقهي احکام

ایلاء یو حرام عمل ګڼل شوی او علت یې، له څلورو میاشتو زیات له ښځې سره د جنسي اړیکو د پرېښودلو حراموالی دی.[۱۴]

د دغه حکم ځینې یې د بقرې سورې له ۲۲۶ ایته «فَإِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ» اخستل شوې دي. ۱۵]

ارکان او د ایلاء د تحقق شرایط

د ایلاء لپاره درې رکنه بیان شوې دي: ایلاء کوونکی (مېړه) ایلاء شوې (مېرمن) او د ایلاء صیغه چې په هر لفظ او هره ژبه چې د هغې په مفهوم صراحت ولري صحیح دی.[۱۶] د ایلاء د پرځایښت لپاره ځینې شرایط هم بیان شوي چې که یو یې هم نه وي ایلاء تحقق نه مومي. دغه شرایط دا دي:

  • ایلاء کوونکی عاقل، بالغ، او د ارادې او اختیار خاوند وي.
  • د خدای په یو نوم یې قسم خوړلی وي
  • قسم د جنسي اړیکو د پرېښودلو او په واژن (کس) کې د دخول د پرېښودلو وي.
  • د جنسي اړیکو د پرېښودو وخت تر څلورو میاشتو کم نه وي.
  • له ایلاء مخکې د سړي او ښځې تر مینځ جنسي اړیکي شوې وي.
  • له ایلاء د ایلاء کوونکي مقصد د مېرمنې ځورول وي.
  • مېرمنه دایمي وي [۱۷]

له ایلاء وروسته احکام

فقیهان باوري دي چې که یو سړي ایلاء وکړه، ښځه یې کولې شي حاکم شرع ته شکایت وکړي، حاکم سړي ته څلور میاشتې مهلت ورکوي چې ښځې ته رجوع وکړي او د جنسي اړیکو له ټینګولو وروسته د قسم د ماتولو کفاره ورکړي.[۱۸] که سړي په دغه موده کې اقدام ونه کړ، حاکم هغه ته خپلې مېرمنې ته د رجوع او یا طلاق ورکولو په مینځ کې اختیار ورکوي او که له دواړو کارونو یې ډډه وکړه، د هغه په بندي کولو او په خوراک کې په سختۍ سره یې له دغو دوو څخه د یوې لارې خپلولو ته مجبوروي[۱۹] ځینې فقیهان باوري دي چې په دې بڼه کې حاکم کولی شي ښځې ته طلاق ورکړي.[۲۰]

فوټ نوټ

سرچينې

  • ابوالفتوح رازی، حسین بن علی، روض الجنان و روح الجنان فی تفسیر القرآن، مشهد، آستان قدس رضوی، ۱۴۰۸ق.
  • ابوحیان، محمد بن یوسف، البحر المحیط فی التفسیر، بیروت، دارالفکر، ۱۴۲۰ق.
  • ابن‌زهره حلبی، حمزة بن علی، غنیة النزوع الی علمی الاصول و الفروع، مؤسسه امام صادق علیه‌السلام، قم، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
  • ابن‌عربی، محمد بن عبدالله، احکام‌القرآن، بیروت، دارالجیل، ۱۴۰۸ق.
  • ابن‌منظور، محمد بن مکرم، لسان‌العرب، بیروت، دار الفکر للطباعة و النشر و التوزیع، چاپ سوم، ۱۴۱۴ق.
  • امام خمینی، سید روح‌الله، تحریرالوسیله، قم، دارالعلم، چاپ اول، بی‌تا.
  • بیضاوی، عبدالله بن عمر، انوار التنزیل و اسرار التأویل، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۱۸ق.
  • ثعلبی، احمد بن محمد، الکشف و البیان المعروف تفسیر الثعلبی، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۲۲ق.
  • جرجانی، عبدالقاهر بن عبدالرحمن، درج الدرر فی تفسیر القرآن العظیم، عمان اردن، دارالفکر، ۱۴۳۰ق.
  • جزیری، عبدالرحمن و دیگران، الفقه علی المذاهب الاربعة و مذهب اهل البیت(ع)، بیروت، دارالثقلین، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • جعفری، یعقوب، جعفری، تفسیر کوثر، ۱۳۷۶ش، قم، مؤسسه انتشارات هجرت، ۱۳۷۶ش.
  • زمخشری، محمود بن عمر، الکشاف عن حقائق غوامض التنزیل و عیون الاَقاویل فی وجوه التأویل، بیروت، دار الکتاب العربی، چاپ سوم، ۱۴۰۷ق.
  • سعدی، ابوجیب، القاموس الفقهی لغةً و اصطلاحاً، دمشق، دارالفکر، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، مسالک الاَفهام الی تنقیح شرایع الاسلام، قم، مؤسسة المعارف الاسلامیة، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • طبرانی، سلیمان بن احمد، التفسیر الکبیر؛ تفسیر القرآن العظیم، اربد اردن، دار الکتاب الثقافی، ۲۰۰۸م.
  • طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • طوسی، محمد بن حسن، الخلاف، تصحیح علی خراسانی و سید جواد شهرستانی و مهدی طه نجف و مجتبی عراقی، دفتر انتشارات اسلامی، قم، چاپ اول، ۱۴۰۷ق.
  • علی‌پور، حسین، «ایلاء»، در دایرةالمعارف قرآن کریم، مرکز فرهنگ و معارف قرآن، قم، بوستان کتاب، چاپ سوم، ۱۳۸۳ش.
  • فاضل مقداد، مقداد بن عبد اللّٰه، کنز العرفان فی فقه القرآن، قم، انتشارات مرتضوی، چاپ اول، ۱۴۲۵ق.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر (مفاتیح‌الغیب)، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ سوم، ۱۴۲۰ق.
  • فیض کاشانی، محمد بن شاه‌مرتضی، تفسیرالصافی، تهران، مکتبةالصدر، چاپ دوم، ۱۴۱۵ق.
  • قطب‌الدین راوندی، سعید بن عبداللّٰه، فقه‌القرآن، تصحیح سید احمد حسینی، کتابخانه آیت‌الله مرعشی نجفی، قم، چاپ دوم، ۱۴۰۵ق.
  • مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، قم، مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، ۱۳۸۷ش.
  • مشکینی اردبیلی، علی، مصطلحات‌الفقه، قم، دارالحدیث، ۱۳۹۲ش.
  • مغنیه، محمدجواد، التفسیر الکاشف، قم، دار الکتاب الاسلامی، ۱۴۲۴ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ دهم، ۱۳۷۱ش.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرایع الاسلام، تصحیح عباس قوچانی و علی آخوندی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۴۰۴ق.