ایوب بن نوح بن دراج

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

اَیّوب بن نوح بن دَرّاج نَخَعي کوفي امامي فقیه او د درېیمې هجري قمري کال محدث دی. هغه له امام رضا(ع)، امام جواد(ع)، امام هادي(ع) او امام عسکري(ع) څخه روايتونه نقل کړي دي. ایوب د امام هادي(ع) او امام عسکري(ع) وکیل و او له دغو دوو امامانو سره یې ځانګړی مقام درلود. رجال پوهانو هغه یو متقی او عبادت کوونکی سړی ګڼلی دی. د ایوب پلار نوح بن دراج د امام صادق(ع) او امام کاظم(ع) له اصحابو او د کوفې قاضي ؤ. او همدارنګ ویل کیږي؛ د ایوب تره جمیل بن دراج یو باوري کس، وکیل او د امام صادق(ع) له اصحابو څخه و.

رجالي موقعیت

ایوب بن نوح بن دراج نخعی امامي فقیه او محدث چې کنیت یې ابوالحسین و او د کوفې په ښار کې زیږیدلی دی.[۱] د شيعه رجال د علماوو په اند ايوب بن نوح د څلورو معصومو امامانو(ع)، امام رضا(ع)، امام جواد(ع)، امام هادي(ع) او امام حسن عسکري(ع) له اصحابو څخه وو او له هغه څخه يې روايتونه روايت کړي دي.[۲] نجاشي او کشي هغه یو امانت دار، وکیل ګڼي چې له امام هادي(ع) او امام عسکري(ع) سره ځانګړی مقام درلود.[۳] همدارنګه له امام هادي علیه السلام سره د هغه ځينې لیکونه هم نقل شوي دي.[4] د نجاشي په اند احمد بن محمد برقي خپل نوادر کتاب ایوب بن نوح ته منتسب کړی دی.[۵] له هغه څخه د امام د زيارت د ثواب په اړه او همدارنګه په فقهي فصلونو لکه طهارت، طلاق، لمونځ، نکاح او ميراث کې له هغه څخه روايتونه راغلي دي.[۶] د ایت الله خويي (وفات: ۱۳۷۱) په وینا، د ایوب نوم د ۲۵۱ روایتونو په سند کې راغلی دی.[۷] او په شیعو رجال پوهانو کې نجاشي، کشي، طوسي او برقي هغه د اعتماد وړ ګڼی.[۸]

له امام حسن عسکري(ع) څخه په يو روايت کې راغلي دي چې ايوب د جنت له خاوندانو دی.[۹] د نجاشي په وينا هغه متقي و او ډېر عبادتګزار کس و.[۱۰]

استاذان (مشایخ)

ایوب بن نوح له لاندې کسانو څخه حدیثونه روایت کړي دي:

راویان (نقل کوونکي)

ځینې راویان چې له ایوب بن نوح یې حدیثونه روایت کړي دي:

کورنۍ

د ايوب بن نوح کورنۍ په کوفه کې اوسېده او د نَخَع له قبيلې سره يې ټينګه اړيکه (د ولاء)[یادونه 1] درلوده، له همدې امله هغه ته نخعي يا مولي النخع هم ويل کېده.[۱۳] شیعه علماوو د ایوب پلار نوح بن دراج د کوفې قاضي، د امام صادق(ع) او امام کاظم(ع) له اصحابو څخه او یو صحیح الاعتقاد کس ګڼلی دی.[۱۴] د نوح زیارت د کربلا په شاوخوا کې او د آل مسعود قبیلې په ځمکو کې واقع دی.[۱۵]. همدارنګه د ایوب تره جمیل بن دراج یې هم یو امانت دار، وکیل او د امام صادق(ع) له اصحابو څخه ګڼلی دی.[۱۶] د علي نمازي شاهرودي (وفات: 1364 شمسی کال) په کتاب مستدرکات علم رجال الحديث کې راغلي چې د ايوب زامن حسن او محمد او همدارنګه د هغه لمسی احمد بن قاسم بن ايوب د حديثو راويان وو.[۱۷]

فوټ نوټ

  1. خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۲۶۳.
  2. خویی، معجم رجال الحدیث، ۱۴۱۰ق، ج۳، ص۲۶۳.

سرچينې