بدرالدین الحوثي
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
بَدْرُالدّین الحُوثی (۱۳۴۵-۱۴۳۱ق) له زیدي عالمانو او د یمن د انصار الله غورځنګ معنوي مشر دی. هغه د انصار الله غورځنګ د بنسټګر حسین الحوثي پلار و. د حسین له وژل کېدو وروسته د بدرالدین بل زوي عبدالملک حوثي د دغه غورځنګ مشري په غاړه واخیسته. بدرالدین حوثي د ایران د اسلامي نقلاب له ملاتړو، د اسلامي وحدت له پلویانو او د فلسطین له حامیانو و. هغه ډېر کتابونه لیکلي دي منجلمه التَیسیر فی التفسیر دی. د وهابیت په اړه د بدرالدین تالیفي اثار په السلسلة الذهبیه فی الرد علی الوهابیه کتاب کې راغوندې شوې دي. عبدالملک حوثي، چې د انصار الله غورځنګ دریم مشر دی هم د هغه زوی دی.
مقام او اهمیت
بدرالدین حوثي د یمن د انصار الله غورځنګ معنوي مشر او د زیدیه جاردویه مذهب له دیني مراجعو ګڼل کیږي.[۱] هغه د علامه، مجاهد، [۲] مفسر او مجتهد په شان القابو سره ستایل شوی دی.[۳]
حوثي د اسلامي وحدت له مدافعانو و.[۴] هغه د اهل بیتو د مذهب او اسلام له مخالفو عقایدو او افکارو سره په مقابله کې فعال و.[۵] د اسلامي علومو په برخه او د وهابیت په رد کې یې ځینې اثار هم تالیف کړې دي.[۶]
لیدتوګې
بدرالدین حوثي د فلسطین مسالې او له اسراییلو سره مقابلې ته اهمیت ورکاو او د مستضعفانو ملاتړ یې ضروري ګاڼه.[۷]هغه د صرخه د شعار د ورکولو او د امریکایي او اسراییلي سامانانو د بایکاټ له لارې له امریکا سره په مقابله کې د خپل زوي حسین د دریځ او اقداماتو ملاتړ کاوه. [۸]
بدرالدین اسلامي وحدت له هغو لویو خطرو سره د مقابلې لپاره چې مسلمانان ورسره مخامخ دي، ضروري ګاڼه.[۹] هغه همداراز د امریکا او اسراییلو له توطئو سره په مقابله کې د مناسب دریځ د خپلولو او له هغه سره د مقابلې غوښتونکی و.[۱۰]
د حوثي عقېدې له شیعه امامیه سره نزدې ګڼل شوې دي.[۱۱] هغه د امام علي (ع) هغه دښمنان چې د هغه حضرت له حقانیته خبر وو؛ خو له هغه سره جنګ ته پاڅېدلې کافر ګڼل.[۱۲]
د ایران د اسلامي انقلاب ملاتړ او ترې اغېز منل
بدرالدین الحوثي د ایران د اسلامي انقلاب له ملاتړو و.[۱۳] وايي چې هغه به د ایران او عراق په جنګ او د اخلي جنګونو کې د ایران د پوځي بریاوو په وخت په ډزو کولو سره جشن لمانځه.[۱۴] همداراز د یمن د انصار الله غورځنګ فکري غورځنګ چې هغه یې معنوي پلار ګڼل کیږي د ایران له اسلامي انقلابه الهام اخستلی ګڼي.[۱۵]د هغه او د هغه د بچیانو سیاستونه هم د ایران له سیاستونو سره غږمله ګڼل شوې دي.[۱۱]
بدرالدین په ۱۹۹۴ م کال کې له خپل زوي حسین سره ایران ته سفر وکړ.[۱۶] ځینو یمن ته د هغه ستنېدا په ۲۰۰۲ کال کې ګڼلې ده.[۱۷] او ځینو نورو په ایران کې د هغه د استوګنې موده یو کال ګڼلې ده.[۱۸] ځینو ادعا کړې چې هغه او زوی یې په ایران کې د شیعه اثنا عشري مذهب تر اغېز لاندې راغلل. له همدې امله انصارالله یې دولس امامي شیعه غورځنګ ګڼلی دی؛ خو حوثیانو دغه ادعا رد کړې او په خپل زیدي والي ټینګار لري. [۱۹]
سیاسي فعالیتونه
بدرالدین د خپل زوي حسین له شهادته وروسته د انصار الله غورځنګ مشري په غاړه واخیسته.[۲۰] هغه د ځینو زیدي عالمانو په مرسته حزب الحق جوړ کړ.[۲۱] حوثي د دغه ګوند له مهمو غړیو و[۲۲] چې په ګوند کې د اختلاف د پېدا کېدو په وجه ترې جدا شو او شباب المومن ګوند یې جوړ کړ.[۲۳]
بدرالدین حوثي په یمن کې د امریکا له نفوذ وروسته د القاعدې ځواکونو او د یمن په کورنیو چارو کې د بهرنیو هیوادونو له لاسوهنې سره د مقابلې لپاره خپل شاګردان د دولت په خلاف مبارزې ته وبلل.[۲۴] په دغه اقداماتو پسې دولت د هغه په کور برید وکړ او هغه د هیواد پرېښودلو ته اړ شو.[۲۵]
ویل کیږي بدرالدین څو ځله له ناکام بریده روغ وتلی دی. په الخرب کلي کې په هغه په حمله کې د هغه د کورنۍ یو شمېر غړي ووژل شول.[۲۶] همداراز په ۲۰۰۵ کال کې د هغه د ترور ناکام عملیات د یمن له دولت سره د حوثیانو د دوهم جنګ د پېلېدو سبب شول او د بدرالدین د وژل کېدو په تصور سره جنګ ودرېده.[۲۷]
اخلاقي ځانګړنې
د بدرالدین حوثي هم مهاله عالمانو هغه ستایلی دی.[۲۸] مجدالدین مویدي هغه یو عمل کوونکی عالم ګڼلی او د هغه لیدتوګه یې ستایلې ده.[۲۹] حسین بن حسن هغه، په تقوا، زهد، تواضع او عبادت ستایلی او هغه یې د اهل بیتو د مکتب دفاع کوونکی ګڼلی دی.[۳۰] همداراز د عبدالملک حوثي په وینا، بدرالدین له قرآن سره مینه لرله او قرآن ته یې ډېر اهمیت ورکاوه.[۳۱] له قران سره د هغه مینه سبب شوه چې هغه ته د فقیه القرآن لقب ورکړی شي.[۳۲]
آثار
اصلي مقاله: د بدرالدین الحوثي د اثارو لړلیک
بدرالدین حوثي ډېر کتابونه لیکلي چې شمېر یې کابو سلو ته رسیږی.[۳۳] د هغه په التیسیر فی التفسیر کتاب کې په قرآن د قرآن د تفسیر روده او د پېغمبر (ص) او امام علي (ع) په روایتونو په تکیې سره د روایي تفسیر روده کارول شوې ده.[۳۴] په ﺍﻟﻤَﺠﻤﻮﻋﺔُ ﺍﻟﻮﺍﻓﻴﺔ فی ﺍﻟﻔِﺌﺔ ﺍﻟﺒﺎﻏﻴﺔ، کتاب کې د تیري ګرې ډلې په لاس د عمار یاسر د وژل کېدو حدیث جاجول شوی دی.[۳۵]
هغه د اهل بیتو په اړه فضائل آلمحمد علیهمالسلام، اﺣﺎﺩﻳﺚ ﻣُﺨﺘﺎﺭﺓ فی ﻓﻀﺎﺋﻞ ﺁﻝﺍﻟﺒﻴﺖ و ﺁﻝ ﻣﺤﻤﺪ ﻟَﻴﺴﻮﺍ ﻛُﻞُ ﺍﻷﻣﺔ و آیة المَوَدَّه کتابونه د اهل بیتو په اړه لیکلي دي.[۳۶] د مَن هُمُ الوَهابیه، الایجاز فی الرد علی فتاوی الحِجاز په شان کتابونه یې د وهابیت په رد کې لیکلي دي د وهابیت په رد کې د هغه اثار په السِلسِلة الذهبیه فی الرد علی الوَهابیه کتاب کې چاپ شوي دي..[۳۷]
ژوند لیک
هغه د ۱۳۴۵ ق کال د دریمې خور په اولسمه د یمن په ضحیان سیمه کې پېدا شو او په صعده کې چې په یمن کې د زیدیه اصلي مرکز و وروزل شو.[۳۸] د هغه نسب د امام حسن (ع) زوي حسن مثّنی ته رسول شوی دی.[۳۹] په صعده کې د حوثي کورنۍ نسب حسین بن محمد ته ستنیږي چې له حوث ښاره یې ضحیان ته هجرت کړی دی.[۴۰]
تعلیم
بدرالدین حوثي خپل تعلیمي پړاو په صعده کې د خپل پلار امیر الدین حسین حوثي (وفات:۱۳۹۴ق) او له خپل تره حسن بن حسین حوثي (وفات :۱۳۸۸ق) سره تېر کړ.[۴۱] هغه همداراز له عبدالعزیز غالبی او یحیی بن حسین حوثی ګټه پورته کړه.[۴۲] بدرالدین له ځینو عالمانو د اجتهاد اجازه واخیسته چې نومونه یې په مفتاح اسانید الزیدیه کې ذکر شوې دي.[۴۳]
وفات
بدرالدین حوثي د ۲۰۱۰م کال په اخره کې وفات شو. حوثیانو یې د مړینې سبب د سږو ناروغي راپور کړه. د یمن القاعده ډلې ادعا وکړه چې هغه یې په یوه حمله کې وژلی دی.[۴۴] ځینو نړیوالو رسنیو د القاعدې په لاس د بدرالدین ترور نه دی منلی.[۴۵]
بچیان
د ځینو راپورونو په اساس بدرالدین حوثي څلور مېرمنې لرلې [۴۶] او اوه لوڼه او دیارلس زامن یې وو.[۴۷]حسین، یحیی، عبدالقادر، محمد، احمد، حمید، امیرالدین، ابراهیم، عبدالملک، علی، عبدالخالق، عبدالسلام او نجمالدین د هغه زامن دي. ۴۸] د یمن د انصار الله غورځنګ بنسټګر حسین، عبدالقادر او علي په جنګ کې [۴۹] او ابراهیم د ترور په پېښه کې ووژل شول.[۵۰] عبدالملک هم د یمن د انصار الله غورځنګ دریم مشر دی.
فوټ نوټ
سرچينې
- «الحوثیون.. فرقه جارودیه تحولت من الزیدیه الی التشیع تؤمن بدور الیمن بحروب القیامه و تهاجم الصحابه و ترتبط بایران»، وبگاه شبکه خبری CNN عربی، تاریخ درج مطلب: ۶ فروردین ۱۳۹۴ش، تاری بازدید: ۹ دی ۱۴۰۲ش.
- «السلسلة الذهبیه فی الرد علی الوهابیه ج۱.. للسید العلامة المجاهد بدرالدین بن امیرالدین الحوثی»، وبگاه المجلس الزیدی الاسلامی، تاریخ بازدید: ۱۷ دی ۱۴۰۲ش.
- «السید العلامه بدرالدین بن امیرالدین الحوثی»، وبگاه رابطة علماء الیمن، تاریخ درج مطلب: ۱۲ شهریور ۱۳۹۷ش، تاریخ بازدید: ۵ دی ۱۴۰۲ش.
- «السید العلامه بدرالدین بن امیرالدین الحوثی»، وبگاه دائرة الثقافة القرآنیه، تاریخ درج مطلب ۹ شهریور ۱۳۹۸ش، تاریخ بازدید: ۹ دی ۱۴۰۲ش.
- «العلامة الربانی بدرالدین الحوثی.. حائط صد امام التکفیریین»، وبگاه انصارالله، تاریخ درج مطلب: ۲۹ تیر ۱۴۰۲ش، تاریخ بازدید: ۱۷ دی ۱۴۰۲ش.
- «العلامه بدرالدین الحوثی.. انموذج للعالم المسلم و دوره تجاه دینه و امته»، خبرگزاری صبانت، تاریخ درج مطلب: ۲۳ تیر ۱۴۰۲ش، تاریخ بازدید: ۳ دی ۱۴۰۲ش.
- «جماعة الحوثیین.. حرکة یمنیه جمعت بین الزیدیه و النهج الایرانی و الحکم العائلی»، وبگاه شبکه خبری الجزیره، تاریخ درج مطلب: ۲۸ آذر ۱۴۰۲ش، تاریخ بازدید: ۹ دی ۱۴۰۲ش.
- «الیمن: الحوثیون ینعون شقیق زعیمهم بعد تعرضه للاغتیال»، وبگاه فرانس۲۴، تاریخ درج مطلب: ۱۸ مرداد ۱۳۹۸ش، تاریخ بازدید: ۱۷ دی ۱۴۰۲ش.
- حسینی اشکوری، احمد، مؤلفات الزیدیه، قم، کتابخانه آیتالله مرعشی نجفی، ۱۴۱۳ق.
- حوثی، بدرالدین، رسائل للسید بدرالدین الحوثی، بیجا، بینا، بیتا.
- شیخحسینی، مختار، جنبش انصارالله یمن، قم، مجمع جهانی اهلالبیت، ۱۳۹۳ش.
- «عن الیمن و الغزو الوهابی السعودی»، وبگاه شبکه خبری المیادین، تاریخ درج مطلب: ۲۶ آذر ۱۳۹۹ش، تاریخ بازدید: ۱۸ دی ۱۴۰۲ش.
- وجیه، عبدالسلام، أعلام المؤلفین الزیدیة، امان، مؤسسه فرهنگی امام زید بن علی، چاپ اول، ۱۴۲۰ق.
- «وفاة بدرالدین الحوثی ابرز مرجعیات الطائفه الشیعیه الزیدیه»، وبگاه شبکه خبری فرانس ۲۴، تاریخ درج مطلب: ۴ آذر ۱۳۸۹ش، تاریخ بازدید: ۹ دی ۱۴۰۲ش.
- «وفاة بدرالدین الحوثی احد ابرز مرجعیات الطائفه الشیعیه الزیدیه فی الیمن»، وبگاه شبکه خبری العالم، ۴ آذر ۱۳۸۹ش، تاریخ بازدید: ۴ دی ۱۴۰۲ش.