برکت
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
برکت د مخلوقاتو لپاره د خدای نعمتونه، او پریمانه او زیاتېدونکی خېر دی. دا ټکی درې ځله په قرآن کې یوازې د جمع په بڼه یعنې برکات کارول شوی دی. له دې امله چې په قرآن کې همېشه برکت په خدای پورې مستند شوی، د هغه پېدا کېدل یوازې د خدای کار ګڼل شوی دی.
ایمان، تقوا، استغفار، ذکر، د خدای اطاعت، عدالت او نرم اخلاق د الهي برکتونو د حصول لاملونه او د دې په مقابل کې د انسان ځینې کارونه لکه د ګناهانو کول او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر پرېښودل، د الهي برکت د لاسته راوړلو خنډونه ګڼل شوې دي.
د خدای ځینې مخلوقات، د برکت نښې او بېلګې ټاکل شوې دي؛ د حضرت نوح، په شان پېغمبران، صالح مومنان، قرآن کریم، ځینې وختونه لکه د قدر شپې، ځینې ځایونه لکه مکه او د طبعیت ځینې جلوې لکه باران د الهي برکتونو بېلګه ګڼل شوي دي.
مفهوم پېژندنه
برکت، په خېر کې د زیاتوالي په معنا،[۱] علامه طباطبایي برکت په یو شی کې د ډېر خېر د ثابتېدو په معنا ګڼي داسې لکه اوبه چې په ډنډ کې ثابتې او راغونډې وي[۲] هغه همداراز هغه یو نسبي ټکی ګڼي چې پر دې اساس خیر هر یو شي کې د هغه له ظرفیت او کړچار سره متناسب دی؛ مثلا په نسل کې برکت د بچیانو پریماني، په وخت کې برکت په یو خاص وخت کې د انسان په کارونو کې پراختیا او پرمختګ ته اشاره لري.[۳]
په قرآن کریم کې د برکات اصطلاح، د خدای په ډېرو نعمتونو او خېرونو اطلاق شوې ده؛[۴] په همدې اساس، د اسمان برکتونه، د باران په زیاتوالي او د ځمکې برکتونه، د بوټو او میوو په زیاتوالي تفسیر شوي دي.[۵] د تبارک ټکی هم د برکت له جرړې او د مبالغې د معنا لرونکی دی چې په قرآن کې په خاصه توګه د خدای لپاره کارول شوی او له خدایه بغېر د بل چا لپاره ډېر په کمو موردونو کې استعمالیږي.[۶] او د نورو مترادفو ټکو نسبت، په مشترکه توګه انسانانو، ښکارندو او خاصو ځایونو ته ورکړل شوی دی.[۷]
برکت په قرآن مجید کې د جمع په شکل په دریو ایتونو کې استعمال شوی دی[۸] چې ځینې یې د د برکت د زیاتوالي نښه ګڼي.[۹] د برکت مترادف ټکي، منجمله «بارک»،[۱۰] «بارکنا»،[۱۱] «بورک»،[۱۲] «مبارک»،[۱۳] «مبارکا»،[۱۴] «مبارکة»[۱۵] او «تبارک»[۱۶] ۳۲ په قرآن کې راغلي دي. په قرآن کې له «برکه» اخستل شویو ټکو استعمال، همېشه له خدای سره په استناد کې دی؛ دا یو ځای والی، په دې خبره دلیل ګڼل شوی چې یوازې خدای تعالی برکت راوستلی شي.[۱۷] د برکت ټکی د اهل بیتو په روایتونو کې هم راغلی او د عقل یو لښکر ګڼل شوی دی. او مقابل ټکی یې یعنې مَحْق[یادداشت ۱]د جهل له لښکرو بلل شوی دی چې حسن مصطفوي [۱۸] هغه د یو شي کمېدل تر دې حده چې په بشپړه توګه ختم او له مینځه لاړ شي، معنا کړی دی.[۱۹] د برکت مفهوم، پر قرآن مجید او اسلامي متونو سربېره، له اسلامه مخکې په اسماني کتابونو کې هم کارول شوی دی؛ پېغمبرانو ته د خدای له خوا د برکت ورکړه او د پېغمبرانو او کاهنانو له خوا نورو ته د برکت ورکول یې ځینې نورې بېلګې دي.[۲۰] د «برک/ برخ» او د عبري ټکي «براخاه»، د جرړې مشتقات چې د برکت په معنا دي، کابو ۴۰۰ ځله په عهد عتیق او په ځلونو په عهد جدید کې کارول شوي دي.[۲۱]
لاملونه
په اسلامي کلتور کې، د انسانانو برکت موندل د هغوي په عمل، کړچار او خبرو پورې تړل شوي دي؛ له دې امله په قرآن کریم او د معصومانو په روایتونو کې ایمان، تقوا، استغفار، شکر، د خدای اطاعت او ذکر،[۲۲] عدالت،[۲۳] سحرخیزی،[۲۴] نرمخویی،[۲۵] سلام کول،[۲۶] صدقه ورکول،[۲۷] د صفایۍ خیال ساتل،[۲۸] د واده د خرچونو کمول،[۲۹] صله رحم،[۳۰] صادقانه راکړه ورکړه او معاملات،[۳۱] ښه ګاونډیتوب،[۳۲] له دیني وروڼو سره ورورلي او خواخوږي[۳۳] او روژه نیول او پیشمنی کول ۳۴] د برکت د نازليدو له عواملو ګڼل شوې دی.
ایمان او تقوا
قرآن کریم د اعراف سورې په ۹۶ ایت کې د اسماني او ځمکنیو برکتونو نزول د اهل زمین یا د ښارونو د خلکو په ایمان او لا زیاتې تقوا پورې مشروط کړې دي؛ د هغه څه په اساس چې د قرآن په تفسیرونو کې د دغه ایتونو په اړه راغلي، د لږو خلکو ایمان او تقوا د ټولو لپاره د اسماني برکتونو د نزول سبب نه شي کېدی.[۳۵]
استغفار
د هود سورې په ۵۲ او د نوح سورې له ۱۰ تر ۱۳ ایتونو پورې، د خدای د برکتونو نزول، منجمله باران د خنډونو په لرې کېدو پورې مشروط شوي او له دې امله چې ګناه د برکتونو د نزول یو خنډ ګڼل شوی د بندګانو استغفار د الهي رحمت د جلبولو یوه لاره معرفی شوې ده.[۳۶]
د هغه څه په اساس چې په قرآن کریم کې راغلي، خدای تعالی د خپلو نعمتونو زیاتېدل د انسان په شکر پورې مشروط کړي او د دې په مقابل کې د نعمت کفران او ناشکري یې د عذاب د زیاتېدو لامل بللی دی.[۳۷] امام علي (ع)استغفار د الهي رحمت او روزۍ د راورېدو لپاره همېشنۍ وسیله ګڼلې ده.[۳۸]
خنډونه
د اسلامي متونو او فرهنګ په اساس، د ځینو خبرو او کارونو کول د خدای له برکتونو د انسان د بې برخې کېدو سبب کیږي؛ د ګناهانو او نافرمانۍ کول، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر پرېښودل او د خدای له ذکره غفلت،[۳۹] هغه عوامل دي چې په قران او روایتونو کې د برکتونو د نزول د خنډ په توګه معرفی شوې دي.
د ګناه کول او نافرماني
ګناهان او نافرماني له مال، عمر او ژونده د برکت د پورته کېدو له عواملو ګڼل شوې دي. د قرآن کریم مفسرانو د اعراف سورې د ۹۶ ایت په تفسیر کې د هغو کسانو چې ګناه یې کړې او پېغمبران یې دروغ بللي، انجام، پر الهي عذاب سربېره له اسماني او ځمکنیو برکتونو بې برخې توب ګڼلی دی.[۴۰]
هغه عملونه چې له الهي برکتونو د انسان د بې برخې کېدو سبب کیږي دادي د لمانځه پرېښودل،[۴۱] کمفروشی،[۴۲] د زکات نه ورکول،[۴۳] اسراف،[۴۴] خیانت،[۴۵] غلا، شرابخوري، فحشا[۴۶] او په معاملاتو کې د دروغو قسم خوړل.[۴۷]
د امر بالمعروف او نهي عن المنکر پرېښودل
د امر بالمعروف او نهي عن المنکر پرېښودل د برکت د نازلېدو له خنډونو ګڼل شوي دي؛ د اسلام له پېغمبر (ص) څخه د یو روایت په اساس د الهي برکتونو لاسته راوړل تر هغه وخته کیږي چې خلک امر بالمعروف او نهي عن المنکر وکړي او د خېر په کارونو کې له یو بل مرسته وکاندي؛ خو که دا کار یې پرېښود، نعمتونه او خېرونه ترې سپمول کیږي.[۴۸]
مصداقونه
د قرآن کریم د ځینو ایتونو له مخې، خدای تعالی خپل ځینې مخلوقات د برکت بېلګه او نښه ګرځولي دي؛ منجمله پېغمبران او صالح مومنان، قرآن کریم، ځینې وختونه، ځینې ځایونه او د طبیعت ځینې ښکارندې. په دې مینځ کې د قران مجید د برکتناکوالي سبب[۴۹] د هغه هدایتوالی ګڼل شوی دی.[۵۰]
هغه پېغمبران او نور کسان چې په قرآن کریم کې برکتناکه بلل شوي دا دي: نوح (ع) او په کشتۍ کې یې نور ملګري،[۵۱] ابراهیم او بچیان یې ، اسماعیل او اسحاق،[۵۲] موسی(ع)،[۵۳] عیسی(ع)،[۵۴] د اسلام پېغمبر (ص)[۵۵] او مؤمنان او صالحان.[۵۶]
همداراز ځینې ځایونه او ټاټوبي لکه د مکې ټاټوبی،۵۷] شام،[۵۸] بیت المقدس[۵۹] او وادی طور[۶۰]، مبارک او برکتناک ګڼل شوی دی.
د قدر شپه له هغو وختونو ده چې د دعا د قبلېدو، د ګناهانود نازلېدو او پکې د قرآن د نازلېدو په وجه،[۶۱] مبارکه او بابرکته ګڼل شوې ده.[۶۲] همداراز د طبعیت ځینې جلوې او ښکارندې برکتناکې معرفي شوي دي؛ لکه باران چې په قرآن مجید کې « مبارکې اوبه» بلل شوې دي.[۶۳]