بلال مسلم میشن

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حل کې ده!

بِلالْ مُسْلِمْ مِشن (په انګریزۍ: (Bilal Muslim Mission)، یوه تبلیغي، تعلیمي او د خېر ښېګڼې موسسه، په خوجه اثناعشري شیعیانو پورې اړوند ارګان. دا سازمان په ۱۹۶۸ م کال کې په تنزانیه کې د شیعیانو د یو مشر سعید اختري رضوي له خوا جوړ شو او په نورو هیوادونو منجمله کینیا، مډګاسکر، بورونډي او همداراز امریکا او کاناډا کې فعالیت کوي. د بلال مسلم مشن موسسې تر ټولو مهم اقدامات دا دي: ښارونو او کلیو ته د مبلغانو استول، عام المنفعه خدمات منجمله له مسلمانو او مسیحي بې وزلو سره مرسته، په سواحیلي او انګریزۍ ژبه د کتابونو خپرول، او همداراز شیعه زده کوونکو ته د اسلامي او شیعي علومو ورزده کول. شیعه د تقلید مراجعو سید محسن حکیم، سید ابوالقاسم خویی او سید علی سیستانی، دغه موسسې ته د (خمس) د سهم امام د نیمې برخې له ورکولو سره موافقه وکړه.

تاسیس او د فعالیت دایره

د بلال مسلم مشن موسس سید اختر رضوي

بلال مسلم مشن سازمان د یوې خیریه ادارې په توګه په ۱۹۶۸م کال کې په تنزانیه کې ثبت شوه.[۱] سید سعید اختر رضوي په ۱۹۶۴ م کال کې د افریقا د خوجه اثنا عشري فیډریشن لوړې شورا ته یوه تبلیغي طرحه وړاندې کړه او که څه هم دغه طرحه په دې ادارې کې ونه منل شوه، خو په دار السلام کې د اثناعشري خوجه جماعت هغه د خپلو تبلیغي سیاستونو په سر کې راوسته او بلال مسلم مشن یې جوړ کړ.[۲]

د بلال مسلم مشن موسسې مرکز د تنزانیه په دارلسلام کې دی [۳] او دا اداره د دغه هیواد په ډېرو ښارونو کې فعالیت کوي. پر دې سربېره په کینیا، ماډاگاسکر، بوروندی، ترینیډاډ، ګویان او امریکا کې هم فعالیت لري.[۴] ویل شوي چې له تنزانیه وروسته د دغه موسسې تر ټولو لویه څانګه په کینیا کې ده.[۵]

له ۱۹۹۲ کال وروسته د دغه سازمان یوې څانګې د امریکا په متحده ایالتونو کې خپل فعالیت پېل کړ او په امریکا او کاناډا کې یې تبلیغي فعالیت ته دوام ورکړ.[۶] ګویان، تریننډاډ او توباګو هیوادونه د امریکا د بلال مسلم مشن له جوړېدو مخکې د تنزانیه سازمان د فعالیت په دایره کې وو، د امریکا د بلال مسلم له جوړېدو وروسته دغه هیوادونه د دې سازمان تر پوښښ لاندې راغلل.[۷]

فعالیتونه

بلال مسلم مشن تنظیم ځینې فعالیتونه لکه د کتابونو خپرول، او د اسلامي او شیعي نشریاتو خپراوی، د اسلامي او شیعي علومو تعلیم، مختلفو ښاري او کلیوالو سیمو ته د مبلغانو استول او د عام المنفعه کارونو کول په ایجنډا کې لرلي دي:

  • د تنزانیه، کینیا، مډګاسکر، بورونډي او کنګو په شان هیوادونو کې کلیو او ښارونو ته د مبلغانو استول. ویل شوي چې دغه مبلغان د دغو هیوادونو په کلیو او ښارونو کې د تشیع د خپراوي له مهمو لاملونو وو. دغه مبلغان د مختلفو هیوادونو له مسیحي او مسلمانو بندیانو سره هم په تماس کې وو او هغوی ته یې د موسسې کتابونه او جزوې ورکولې.[۸]
  • عام المنفعه خدمات: دغه سامان خپل خدمات د مسلمانو او مسیحي فقیرانو له پاره ترسره کول. دغه خدمات دا دي: په کلیو او ښارونو کې د طب او سترګو د نازوغیو د موقتو کیمپونو جوړول، د افریقا په ختیځ او جنوب ختیځ کې د څو کلینکونو جوړول، د مالاریا او ایډز له ناروغیو سره مبارزه، د جوماتونو او مدرسو جوړول او د خوړو او جامو وېشل.[۹]
  • په سواحیلي ژبه د صوت البلال مجلو خپرول، او نور مجله (Light) په انګریزۍ کې: د نور مجلې لومړۍ شمېره په ۱۹۶۳ م کال کې په ۷۵ نسخو کې چاپ شوه. صوت البلال مجله چې په لومړي ځل د خوجه شیعه علي دینا له خوا خپره شوې وه، په ۱۹۶۷ م کال کې د تنزانیه بلال مسلم مشن مرکز ته وسپارل شوه.[۱۰]
  • په انګریزۍ او سواحیلي ژبه د کتابونو خپرول: [۱۱] دا کتابونه د موسسې له مجلو سره یو ځای په وړیا توګه د امریکا، کاناډا، هند، پاکستان، سري لنکا ، تایی لینډ، او انډونیشیا او داسې نورو هیوادونو په اسلامي مدرسو او جوماتونو کې په وړیا توګه خپریږي. [۱۲]
  • شیعه زده کوونکو ته د اسلامي او شیعي علومو زده کړه: دا کار د دیني علومو د تعلیم لپاره د یو شمېر طلابو په استولو سره پېل شو. دغه کسانو اول د نجف په علمیه حوزې کې تعلیم حاصل کړ، بیا د عراق د بعث ګوند د واکمنۍ په دوره کې د پابندیو په وجه لبنان ته واستول شو، او بیا د قم علمیه حوزې ته لاړل. دغه کسان له ستنېدو وروسته په تنزانیه او کینیا کې د بلال مسلم مشن ښوونځیو لومړي ځایي مدرسان وګرځېدل او د اسلامي علومو تدریس یې پېل کړ.[۱۳] دې موسسې په تنزانیه او کینیا کې د شواروز مدرسې پر تاسیس سربېره، د مینه والو مسلمانانو لپاره د اسلامي علومو مکاتبه اي او د لیکونو له لارې تعلیم هم چالان کړ چې د اسلامي تاریخ، د معصومینو د ژوند، اسلامي اخلاقو او د شیعه مذهب د تعلیماتو زده کړه پکې شامله ده.[۱۴] دغه کورسونه د انټرنیټ په خپرېدو سره اوس آنلاین ترسره کیږي.[۱۵]

د لګښتونو تامین

په شیعه اطلس کتاب کې د رسول جعفریان په وینا، بلال مسلم مشن، خپلې خرچې په جایدادونو او ځمکو[۱۶] کې د پانګه ونې له لارې پوره کوي. همداراز یو شمېر د تقلید مراجعو دغه موسسې ته د سهم امام د یوې برخې له ورکولو سره موافقه کړې ده؛ منجمله سید محسن حکیم، سید ابوالقاسم خویي او سید علي سیستاني.[۱۷]

فوټ نوټ

سرچينې