بلغ العلی بکماله

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

نستعلیق خطاطي د غلام حسین امیرخاني لخوا

بَلَغَ العُلیٰ بِکَمالِه، د سعدي شیرازي یو شعر دی چې د اسلام د پېغمبر(ص) مدحه پکې شوې ده. دا شعر د سعدي د ګلستان په دیباچې کې په عربۍ ژبه د یو بیت یا دوه بیتۍ په شکل راغلی دی. سعدي په لومړي بیت کې، حضرت محمد (ص) په ډېرو لوړو درجو کې ګڼلی چې په خپل نور سره یې تیارې لرې کړي دي او په دوهم بیت کې، یې د پېغمبر ټولې ځانګړنې ښې ګڼلې او په هغه او دهغه حضرت په کورنۍ درود لیږي.

د بلغ العلی شعر د سعدي له وتلو شعرونو او له حضرت محمد (ص) د هغه د مینې نښه ګڼلې شوې ده. همداراز په دې شعر او د سعدي په نورو شعرونو کې د پېغمبر(ص) د آل یادونه تشیع ته د سعدي د ګروهنې نښه ګڼل شوې ده.

بلغ العلی شعر، له ځانه وروسته د نظم او نثر په اثارو کې راغلی او د ځینو کتابونو نوم هم بلغ العلی بکماله دی. دا شعر د انځورګرۍ او خطاطۍ په تابلوګانو کې او د غالیو په تابلوګانو کې هم کارول شوی دی. د سعدي شعر د خلکو په ژبه هم عام شوی او په مختلفو دستورو کې د خلکو له خوا لوستل کیږي.

معرفي

بَلَغَ العُلیٰ بِکَمالِهِ کَشَفَ الدُّجیٰ بِجَمالِهِ حَسُنَت جَمیعُ خِصالِهِ صَلُّوا عَلَیهِ وَ آلِهِ[۱]

د اسلام پېغمبر (ص) د کمال ډېرو لوړو درجو ته رسېدلی دی. تیارې یې د خپل جمال په رڼا سره لرې کړي او ټولې ښې او ښایسته ځانګړنې لري. د خدای سلام دې وي په هغه او دهغه په ال.[۲]

بلغ العلی شعر د سعدي شیرازي شعر دی او د ګلستان کتاب په دیباچه کې راغلی دی.[۳] د ګلستان په ځینو نسخو کې، دا شعر د یو بیتۍ په شکل په دې ډول چې لومړی بیت یې د لومړۍ مصرعې په توګه او دوهم بیت د دوهمې مصرعې په توګه راغلی دی.[۴]

سره له دې چې دا شعر په عربۍ ژبه دی؛ خو د فارسي ژبو له خوا د ساده عربۍ د شعر لوستل یوه دوده چاره ګڼل شوې ده.[۵] د دُجیٰ ټکی په لغت کې د تیارې [۶] او یا تیارو [۷] په معنا راغلی دی. دهخدا د دوهمې مصرعې معنا داسې کړې چې د حضرت محمد (ص) په جمال سره ظلمتونه او تیارې لرې شوې دي.[۸] البته ځینو نورو بیا دجی د پردې په معنا ګڼلې او عبارت یې داسې ژباړلی دی چې د حضرت محمد (ص) په ښایست سره یوه ښکلې پرده پرانستل شوه.[۹]

شاعر

اصلي مقاله: سعدي

بلغ العلی شعر د سعدي له ښو او مشهورو شعرونو [۱۰] او له رسول الله مبارک (ص) سره د هغه د مینې نښه ګڼل شوې ده؛[۱۱] تر دې چې ځینو دغه دوه بیتونه د حضرت محمد (ص) په ستاینه کې د نړۍ تر ټولو بې سارې شعرونه ګڼلې دي.[۱۲] ځینې څېړاندي د اړوند ایتونو او روایتونو په بیان سره باوري دي چې سعدي په دې شعر کې، د اسلام پېغمبر (ص) په ډېر ښه شکل او په ډېرو لنډو ټکو کې معرفي کړی دی.[۱۳] سعدي په پای کې د حضرت محمد (ص) د کورنۍ یادونه کوي چې د هغه په نورو شعرونو کې هم ښکاري.[۱۴] ځینې دا مساله د هغه د شیعي ګروهنې سبب ګڼي.[۱۵]

د بلغ العلی خطاطي، اثر د حبیب‌الله فضائلی

مقام او انعکاس

بلغ العلی شعر ته د نورو په اثارو کې هم ډېر پام شوی دی او اثرات یې په دریو چوکاټونو، متونو، هنري اثارو او عامه ادبیاتو کې لیدل کیدی شي:

په متونو کې

دا شعر په ځلونو د ځینو ایراني شاعرانو او لیکوالانو په قصیدو کې لکه د ریحان‌الله نخعی گلپایگانی (۱۳۱۸–۱۴۱۲ق)[۱۶] او د محمدتقی کرمانی په شعرونو کې چې په مظفر ملقب دی او یا مولوی کرمانی (وفات ۱۲۱۵ق)[۱۷] په شعرونو کې استعمال کړی دی. ځینو بهرنیو لیکوالانو لکه د پاکستان شاعر ظفرعلی‌خان (۱۸۷۳–۱۹۵۶م) هم دا شعر په خپلو اشعارو کې استعمال کړی دی.[۱۸] نورو هم د سعدي له شعري سبکه په استفادې سره، د خدای د رسول (ص) په وصف کې دې ته ورته شعرونه ویلي [۱۹] او د بلغ العلی شعرونو په شان [یادداشت۱] شعرونه یې ویلې دي.[۲۰] دا شعر په نثري متونو کې هم د پېغمبر (ص) [۲۱] او امامانو (ع)[۲۲] په صفت کې استعمال شوی دی. ځینو لیکوالانو خپل کتابونه د «بلغ العلی بکماله»په نوم نومولې دي.[۲۳]

په هنري اثارو کې

بلغ العلی شعر په هنري اثارو کې هم انعکاس موندلی، په دې ډول چې انځورګرانو او خطاطانو د همدې شعر په موضوع اثار جوړ کړې چې پکې د میرزا محمد رضا کلهر د بلغ العلی خطاطۍ ته چې په ۱۲۹۸ق کال کې یې لیکلې [۲۴] او د اسماعیل جلایر [۲۵] د انځورګرۍ د خط اثر ته اشاره کولی شو؛ نو دا شعر په نستعلیق خط په خطاطۍ سره په غالیو اوبدل شوی او په ادبي سیالیو کې د پینځلسمې قمري پېړۍ د پېل په مناسبت وړاندې شوی دی.[۲۶] همداراز بلغ العلی شعر د ځینو تاریخي اثارو په دیوال هم انځور شوی دی.[۲۷]

په عامه ادبیاتو کې

بلغ العلی شعر په عامه ادبیاتو کې هم دود دی؛[۲۸]دغه شعر د رسول الله مبارک (ص) د زوکړې په ورځو کې [۲۹] او حتی د محرم په ورځو کې[۳۰] د هیواد په ځینو سیمو کې لوستل کیږي. پر خلکو سربېره درویشان هم دا شعر په خاص شکل سره ډېر استعمالوي.[۳۱] د دغه شعر د اثراتو دایره له ایرانه هم بهر تللې تر دې چې ویل شوي بلغ العلی شعر د کشمیر د خلکو په ژبه هم و او په جوماتونو کې یې په لوړ غږ وایي.[۳۲]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

سرچينې