تنقیح المقال فی علم الرجال (کتاب)

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

تنقیح المقال

تنقیح المقال فی علم الرجال په عربۍ ژبه په علم رجال کې یو مفصل کتاب دی چې په تنقیح المقال مشهور دی. دا کتاب د څوارلسمې قمري پېړۍ عالم او فقیه شیخ عبدالله مامقاني (وفات ۱۳۱۱ل) لیکلی دی.

په تنقیح المقال کې له ۱۶۰۰۰ زیاتو راویانو نومونه او اطلاعات شامل دي چې په دې کې ۳۲۸۱ راویان ثقه، ۶۶۵۱ راویان حسن، ۴۶ راویان «موثق» او نور «ضعیف» یا «مجهول» یا «مُهمَل» بلل شوي. آقا بزرګ تهراني تنقیح المقال په علم رجال کې تر ټولو مفصل کتاب ګڼلی دی.

محمد تقي شوشتري دا کتاب د رجالي عالمانو د اسنادو او نظراتو د راغونډولو له نظره تر ټولو ښه او یقیني کتاب ګڼلی دی؛ خو ځینې نیوکې هم پرې شوې دي؛ منجمله سید محسن امین او محمد تقي شوشتري هغه له غلطیو ډک ګڼلی او ویلې یې دی چې بې فایدې تطویل او اوږدلی لري.

تنقیح المقال اول په ۱۳۵۲ ق کال کې په دریو ټوکو کې چاپ شو.بیا د محیی الدین او محمد رضا مامقاني په څېړنه او استدراک سره په پنځوسو ټوکو کې له ۱۴۲۳ څخه خپور شوی دی.

لیکوالی

اصلي مقاله : عبدالله مامقانی

عبدالله بن محمد حسن مامقانی (۱۲۹۰-۱۳۵۱ق) شیعه فقیه او رجالي[۱] و چي له څوارلسمې قمري پېړۍ سره یې تعلق درلود.[۲] هغه په نجف کې زېږېدلی و او هم هلته یې دیني علوم زده کړل.[۳] هغه تر څلویښتو زیات کتابونه او مقالې په فقې، اصول فقه، درایه او رجال کې لیکلې دي.[۴]

د رجال او قرآني علومو څېړاندی پرویز رستګار، عبدالله مامقاني د تقلید د مکتب له ډېرو تکړه رجالیانو ګڼلی او ویلي یې دي چې د هغه اثر تر هر څه زیات، یو داسې دایرة المعارف ته ورته دی چې د یوې موضوع په اړه ټول اطلاعات راغونډوي او د ناغږملو او متعارضو خبرو له برابرولو او وړاندې کولو پروا نه لري؛ [۵] د رجالیانو په مقابل کې بیا د تحلیل مکتب چې سید حسین بروجردي یې مخکې ګڼلی دی.[۶]

د کتاب معرفي او مقام

تنقیح المقال فی علم الرجال، په علم رجال کې تر ټولو پراخ کتاب ګڼل شوی چې تر څلورمې قمري پېړۍ یې د مسلمانو راویانو ژوند منجمله اصحابو، تابعانو، د امامانو د ملګرو او د شیعه و د حدیث د یو شمېر عالمانو ژوند لیک راغونډ کړی دی.[۷] دا کتاب درې کاله د ۱۳۰۸ ل څخه د په ۱۳۱۱ ل کال کې د لیکوال تر وفاته لیکل شوی دی. آقا بزرګ تهراني د کتاب د تالیف کمې مودې ته په اشارې سره، د دغه شان کار کول یوازې په الهي مرستې او تاییداتو په تکیه سره ممکن ګڼلی دی.[۹]

د محمد تقي شوشتري په وینا چې قاموس الرجال یې د تنقیح المقال په نقد کې لیکلی، دا کتاب د رجالي عالمانو د اسنادو او نظراتو د راغونډولو له نظره تر ټولو ښه او یقیني کتاب دی.[۱۰] په دې کتاب کې تر شپاړسو زرو زیات نومونه او اطلاعات ذکر شوي چې په دې کې،۳۲۸۱ ثقه، ۶۶۵۱ حسن، ۴۶ موثق، او نور ضعیف یا مجهول یا مُهمَل معرفي شوې دي.[۱۱]

کره کتنې

په تنقیح المقال کتاب ځینې نقدونه لیکل شوي دي. له هغو څخه محمد تقي شوشتري په قاموس الرجال کتاب کې په دې جدي کره کتنه کړې ده. ځینې نقدونه یې په دې ډول دي:

  • سید محسن امین، د اَعیان الشیعه کتاب لیکوال چې د شیعه عالمانو او مشرانو ژوند پېښې یې لیکلي، سره له دې چې تنقیح المقال یې د خپل کتاب سرچینه ګڼلې خو هغه یې له غلطیو ډک بللی دی.[۱۲] د تنقیح المقال او مولف د ستاینې په ترڅ کې هغه بیا کتنې ته اړمنه ګڼلې ده.[۱۳]
  • محمدتقی شوشتری (وفات ۱۳۷۴ش) چې په خپل کتاب قاموس الرجال کې یې په تنقیح المقال ډېرې نیوکې کړې دي (چې د شیعه عالمانو لخوا تند او نامناسب لحن ګڼل شوی دی)،[۱۴] په دې نظر دی چې دا کتاب بې فایدې اوږدوالی او اوږدې خبرې لري.[۱۵] د یو شمېر متاخرانو توثیق یې د متقدمانو له توثیق سره ورزیات کړی، په داسې حال کې چې د لومړي په شتون کې، بې له یو څو خاصو مواردو، دوهم ته اړتیا نیشته.[۱۶] همداراز هغه ټول کسان یې چې شیخ طوسي په خپل رجال کتاب کې ذکر کړي، شیعه امامي ګڼلې دي.[۱۷]
  • ویل شوي چې مامقاني شپاړسو زرو ته د محدثانو د لړلیک په رسولو سره، په خپل کار کې زیاتی کړی دی.[۱۸]

نسخې او چاپونه

تنقیح المقال کتاب د «نتایجُ التَّنقیحِ فی تمییزِ السَّقیمِ مِنَ الصَّحیح» له فهرست سره یو ځای چې د هر راوي صفت پکې ذکر شوی،[۱۹] او همداراز د مِقباس الهداية فی علم الدِّرایة، کتاب په اول کې د ډبرین چاپ په بڼه په دریو رحلي ټوکو کې په نجف کې او بې له سجاوندي علایمو په ۱۳۵۲ق کال کې خپور شوی دی.[۲۰] د آقا بزرګ تهراني په وینا د ډبرین چاپ د تنقیح المقال یوه برخه د مولف په ژوند کې او د هغه تر څارنې لاندې چاپ شوه او بله برخه یې د هغه له وفاته وروسته خپره شوه.[۲۱]

له هغه وروسته د کتاب په سر کې د مخزن المعانی فی ترجمة المحقق المامَقانی کتاب په ورزیاتولو سره (د صفر ټوک په توګه) او په پنځوسو ټوکو کې په تحقیق او استدراک سره چې د مولف د زوي محیی الدین مامقاني او د هغه د لمسې محمد رضا مامقاني لخوا، وشو، او له ۱۴۲۳ق کاله، په ال البیت موسسې کې چاپ شو.[۲۲]

فوټ نوټ

سرچينې