توکل
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
توکل یو له اخلاقي فضیلتونو او د سیر او سلوک له منزلونو څخه یو داسې منزل دی چې انسان په کې خپل ټول معاملات خدای ته پریږدي او په هغه باندې باور کوي او هغه په وجود کې یوازینی مؤثر الله تعالی ګڼي. قرآن کریم توکل د ایمان لازمه ګڼي. احادیثو دا د ایمان له رکنونو څخه بللی دی. د اخلاقو ځينو عالمانو د مال د لاسته راوړلو او يا له لاسه ورکولو څخه مخکې او وروسته د انسان په یو حال شونه د توکل د شتون نښه ګڼلې ده.
د توکل تر ټولو لوړه درجه دا ده چې انسان خپل ټول کارونه خدای ته پریږدي او د خدای په وړاندې د ځان لپاره هیڅ اراده ونه مني او هغه څه خوښوي چې خدای د هغه لپاره پریکړه کوي. د هر انسان د باور کچه د هغه د ایمان او توحید منلو د درجې په اندازه وي.
د اخلاقو د عالمانو په اند د اسلام په دين کې توکل کول، له کار او کوښښ کولو او افعالي توحيد سره په ټکر کې نه دی؛ ځکه چې ظاهري اسباب او علتونه مستقل اغیز نه لري او د هغوی اغیز په الهی غوښتی او د خدای په قدرت پورې تړلی دی. د توکل لپاره ځینې آثار لکه د رزق کفایت، په کار کې اسانتیا او د غیر الله په وړاندې عزت، ذکر شوي دي.
مفهوم
د توکل معنی د یو څه د کولو د توان نه درلودلو څرګندونه او پر بل چا باندې باور کول.[۱] په جامع السعادت کې د محمد مهدي نراقي په وینا په دیني کلتور کې د توکل معنی دا ده چې انسان یوازې خدای په وجود کې اثر کوونکی ومني. له همدې امله یوازې پر هغه باور کوي او له بل چا څخه امید پرې کوي او خپلې چارې هغه ته سپاري.[۲]
علامه طباطبایی هم توکل هغه ګڼلی دی چې په چارو کې یوازې خدای پاک اغېزمن وګڼو.[۳] شیخ صدوق په معانی الاخبار کې له رسول الله(ص) څخه یو حدیث نقل کړی دی چې وایی توکل هغه دی چې انسان په دې پوه شي چې مخلوقات د هغه لپاره هیڅ ګټه او تاوان نه لري، او یوازې خدای ته امید ولري، له هغه پرته له هیڅ شی څخه ونه ویریږي او یوازې د هغه لپاره کار وکړي.[4]
په «اخلاق در قرآن» کتاب کې راغلي دي چې د توکل حقیقت دا دی: «په ټولو کارونو کې زړه باور په خدای باندې وي او د «ماسِوَىاللَّه» (له خدای پرته له هر څه) پریښودل دي او دا د وسیلو او فعالیتونو او منطقي اقداماتو سره ټکره نه لري.[5]
د توکل، تفویض، رضا او تسلیم سره اړیکه
توکل تفویض سره نږدې تړاو لري. کلیني په الکافي کتاب کې د «بَابُ التَّفْوِيضِ إِلَى اللَّهِ وَ التَّوَكُّلِ عَلَيْه» په نامه په یوه برخه کې د تفویض او توکل په اړه احادیث وړاندې کړي دي،[6] مشهور شیعه عارف عبدالرزاق کاشانی (د. ۷۳۵ق. طهراني، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ټوک ۱۴ ټوک ۸۸ مخ) توکل د تفویض له څانګو ګڼلی دی.[۷] او په «شرح چهل حدیث» (اربعین حدیث) کې د امام خمیني په وینا، د توکل تفویض سره فرق دا دی چې په تفویض کې انسان خپل ځان بې واکه ویني او یوازې خدای اثر لرونکی ګڼي؛ خو په توکل کې د خير او ګټې په ترلاسه کولو کې خدای خپل وکيل جوړوي.[8]
توکل نورو اخلاقي فضیلتونو سره هم تړاو لري لکه رضا او تسلیم. د عارفانو له نظره د رضایت او تسلیم مقام تر توکله لوړ دی.[۹] په توکل کې انسان خدای خپل وکیل جوړوي؛ خو دنياوي چارې نه پریږدي او ورسره تعلق لري؛ خو د رضایت په مرحله کې[10] او تسلیم کې[11]، په هغه څه چې خدای ورته مقرر کړي دي رضایت لري؛ که څه هم د هغه خوښۍ سره مطابقت ونه لري.
اهمیت او موقعیت
توک او د هغه مشتقات په قرآنکریم کې ۷۰ ځله کارول شوي دي.[۱۲] قرآن په ډیرو مواردو کې د ایمان او توکل په یو ځای ذکر کړي دي.[۱۳] او په ځینو مواردو کې توکل د ایمان لازمه ګڼلی.[۱۴] د مثال په توګه د سوره انفال په 2 آيت کي راغلي دي چي مؤمنان هغه کسان دي چي یوازې پر خپل رب باندي توکل کوي. په ډېرو نورو آيتونو کې د «و عَلی اللّهِ فَلْیتَوَکَلِ المُؤمنون» (مومنان یوازې په خدای توکل کوي) کارول شوې ده.[۱۵] د قرآن د آيتونو له مخې خداى له توکل کوونکو سره مينه لري.[۱۶] او څوك چې پر الله توكل وكړي، نو خداى ورته كافي دى.[17] د توکل ځینې آیتونه (د انفال سورت ۴۹ او ۶۱ و د سوره توبه۵۱ آیت دی) له کفارو سره د جهاد او یا د سولې کولو او له هغوی سره د سیاسي اړیکې جوړولو او همدا راز د منافقینو سره د چلند په هکله نازل شوې دي.[۱۸]
په احادیثو کې هم توکل مهم بلل شوی دی او سپارښتنه یې شوې ده.[۱۹] د امام علی (ع) د یوه روایت له مخې، توکل د تفویض، رضا او تسلیم د خدای په قضاوت او حکمونو باندې رضایت د ایمان له څلورو رکنونو څخه ګڼل شوي دي.[20]. همدارنګه د امام رضا(ع) د یوه حدیث له مخې په خدای باندې توکل د یقین له اجزاوو څخه دی.[21] له امام صادق(ع) څځه د عقل او جهل د لښکرو په حدیث کې توکل د عقل له سپایانو او حرص سره په ټکر کې ښودل شوی دی.[22]
د اخلاقو عالمانو توکل د سېر و سلوک له منزلونو څخه[۲۳] او له اخلاقي فضایلو څخه ګڼلی دی.[۲۴]
رتبې او درجې
په اخلاقي او عرفاني منابعو کې د توکل مرتبې ذکر شوي دي. د دې کتابونو له مخې توکل د قوت او ضعف له نظره درې درجې لري:[۲۵]
- اوله درجه: په دې درجې کې انسان په الله جل جلاله داسې باور کوي لکه څنګه چې پر باور توکل کوي،[۲۶] ملا محمد مهدي نراقي دغه درجه د توکل تر ټولو ضعیفه درجه ګڼلې ده.[27]
- دوهمه درجه: په دې درجې کې پر الله تعالی د توکل کوونکي حالت داسې دی لکه ماشوم چې په خپلې مور توکل کوي چې بې له هغې بل څوک نه پېژني، او بې له هغې بل چا ته پناه نه ورړي او له هغه پرته په بل چا باور نه کوي. د توکل د دې مرتبې او لومړۍ مرتبې تر منځ فرق دا دی چې دلته توکل کوونکی یوازې هغه چا ته پام کوي چې پر هغه یې توکل کړی وي او پخپله توکل ته هم پام نه کوي.[۲۸] د اخلاق عالمان د توکل دې مرتبې ته رسیدل خواصو سره خاص ګڼي.[29]
- درېيمه درجه: د اخلاقو د علماوو په اند په دې درجه کې توکل کوونکی وي ځان د مړي لامبوونکي په لاس کې یو مړی ګوري چې هیڅ اختیار نه لري او یواځې د هغه په اختیار حرکت کوي.[۳۰] د دې درجې وړاندې درجې سره توپیر دا دی چې په تېره درجه کې متوکل دعا نه پرېږدي. خو په دې درجه کې، د خدای په باندې د اعتماد له سببه کیدی شي خدای په درګاه کې خپله دعا او زاري هم پریږدي.[31] نراقي د توکل دا درجه له ټولو لوړه درجه ګڼلې ده او دغه درجې ته رسیدل یې ډېر کم ګڼلي دي. د هغه په اند، کله چې یې ابراهیم علیه السلام اور ته غورځاغوه نو د هغه توکل دا ډول توکل و.[۳۲][یادونه۱]
په جامع السعادت کې د نراقي له قوله د انسانانو توکل یو له بل سره توپیر لري او د دوي په یقین او توحید پورې اړه لري. څومره چې ايمان قوي وي هغومره د انسان د توکل کچه لوړه وي.[۳۳]
د توکل مقام ته د رسیدو لاره
محمد مهدي نراقي په دې باور دی چې د توکل د ترلاسه کولو لاره په توحید باندې د انسان باور پیاوړی کول دي؛ په دې ډول چې ټولې چارې د خدای پاک له لورې وګڼي او له هغه پرته په کې د بل چا لاس ونه ويني.[۳۴] همدارنګه يې سپارښتنه کړې ده چې په خپل خلقت کې فكر وکړئ او د قرآن په هغو آيتونو كې د غور وکړئ چې د توکل په اړه دي او د هغو کسانو تاریخ مطالعه کړئ چې پر خدای یې توکل کړی دی.[۳۵]
د نراقي له نئره، د توکل نښه دا ده چې د ګټو او شتمنيو له لاسه ورکول او يا يې ترلاسه کول د انسان حالت بدل نه کړي.[۳۶]
د توکل اثار
د قرآن په ځینې آیتونو او حدیثونو کې د توکل آثار ذکر شوي دي. د بېلګې په توګه د سوره طلاق په درېیم آیت کې راغلي چې څوک چې پر الله توکل وکړي، الله به ورته کافي وي. په ځينو احاديثو کې د دې آيت په نقل سره د توکل لپاره دا ډول اثر بيان شوى دى.[۳۷] له امام علي(ع) څخه په يو حديث کې راغلي دي: څوک چې پر خداى توکل وکړي، سختۍ ورته اسانیږي او اسباب ورته برابریږي.[38]
د اخلاقو عالمانو د دې آيت په دلیل سره وايي: «وَ مَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَإِنَّ اللَّهَ عَزيزٌ حَكيمٌ؛ او څوک چې پر خداى توکل وکړي؛ نو خداى ماتی نه خوړونکی او حکیم دى»[39] په دې باور دي چې چې توکل کوونکی انسان د نورو په وړاندې د خوارۍ احساس نه کوي.[۴۰] همدارنګه د امام رضا (ع) د یوه روایت له مخې هر څوک چې غواړي په خلکو کې تر ټولو قوي وي باید په خدای باندې توکل وکړي.[۴۱]
کار او کسب سره د توکل اړیکه
د غزالي او محمد مهدي نراقي په وينا، ځينې خلک توکل په دې معنا ګڼي چې کار او هلې ځلې پرېږدي.[۴۲] فيض کاشاني په دې نظر د اعتراض په ترڅ کې ويلي دي: په اسلام کې توکل کول له کار او هڅو سره ټکره نه لري.[۴۳]
په تفسير نمونه کې راغلي چې په ظاهري اسبابو او علتونو باندې باور له افعالي توحيد سره ناسمون نه لري؛ ځکه چې ظاهري اسباب او علتونه خپلواک قدرت نه لري او د هغو اغېز د خداى د قدرت او غوښتې په دائره کې دي.[۴۴] په احاديثو کې هم په طبيعي اسبابو باندې ته تکیه وهلو تر څنک په توکل باندې سپارښتنه شوې ده د بېلګې په توګه رسول الله(ص) ته ويل شوي چې د اوښ زنګون وتړي او بيا توکل وکړي.[45]
جلال الدین مولوی په مثنوی معنوي کې دا حدیث د شعر په بڼه لیکلی دی:[۴۶]
گفت آری گر توکل رهبرست | این سبب هم سنت پیغمبرست | |
گفت پیغمبر به آواز بلند | با توکل زانوی اشتر ببند | |
رمز الکاسب حبیب الله شنو | از توکل در سبب کاهل مشو.[۴۷] |
پښتو منظومه ژباړه د محمد رحیم دراني:
دا صحیح ده توکل هم ضروري دی | اسبب هم زمونږ سنتِ نبوي دی | |
پيغمبر وکړو په لوړ اواز فرمان | د اوښ پښته تړه توکل کړه په سبحان | |
الکاسب حبیب الله په راز پوه ته شې | له سبب سره توکل نه غافل نه شې |
فوټ نوټ
سرچينې
- ابن فارس، احمد بن فارس، معجم مقائیس اللغه، تصحیح: عبدالسلام محمد هارون، قم، انتشارات دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، ۱۴۰۴ق.
- الفقه المنسوب الی الامام الرضا علیهالسلام، مشهد، مؤسسه آلالبیت علیهمالسلام، ۱۴۰۶ق.
- امام خمینی، سید روح الله، شرح چهل حدیث، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۳۸۸ش.
- تمیمی آمدی، تصنیف غرر الحکم و درر الکلم، تصحیح: مصطفی درایتی، قم، دفتر تبلیغات، ۱۳۶۶ش.
- خواجه نصیر الدین طوسی، محمد بن محمد، تهران، علمیه اسلامیه، بیتا.
- جمعی از محققان، جهاد در آینه قرآن، قم، زمزم هدایت، چاپ اول، ۱۴۲۸ق.
- خمینی، سید مصطفی، ثلاث رسائل ـ ولایة الفقیه، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، چاپ اول، [بیتا].
- شعیری، محمد بن محمد، جامع الاخبار، نجف، مطبعة حیدریه، بیتا.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، معانی الاخبار، تصحیح: علیاکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۰۳ق.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۷ق.
- طبرسی، علی بن حسن، مشکاة الانوار فی غرر الاخبار، نجف، المکتبة الحیدریه، ۱۳۸۵ق/۱۹۶۵م/۱۳۴۴ش.
- علامه طباطبایی، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
- غزالی، محمد بن محمد، احیاء علوم الدین، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۰۶ق/۱۹۸۶م.
- فیض کاشانی، محمد بن مرتضی، المحجة البیضاء فی تهذیب الاحیاء، تصحیح: علیاکبر غفاری، قم، دفتر نشر اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، بیتا.
- کاشانی، ملاعبدالرزاق، شرح منازل السائرین خواجه عبدالله انصاری، تصحیح: علی شیروانی، تهران، الزهراء، ۱۳۷۹ش.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح: علیاکبر غفاری و محمد آخوندی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
- ماهروزاده، طاهره، رابطه توکل و توسل به اسباب، نامه جامعه، سال سیزدهم، ش ۱۱۵، پاییز ۱۳۹۴ش.
- مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۳۷۴ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، اخلاق در قرآن، مدرسه امام علی بن ابیطالب(ع)، ۱۳۷۷ش.
- منتظری نجفآبادی، حسینعلی، دراسات في ولاية الفقيه و فقه الدولة الإسلامية، قم، نشر تفکر، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
- مولوی، جلال الدین محمد بن محمد، مثنوی معنوی، تصحیح: رینولد نیکلسون، اهتمام: نصرالله پورجوادی، تهران، انتشارات علمی و فرهنگی، ۱۳۶۳ش.
- نراقی، محمدمهدی، جامع السعادات، تصحیح: سید محمد کلانتر، نجف، مطبعة النجف، ۱۳۸۳ق/۱۹۶۳م.