ثقه

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین مقاله په حال کې ده!

ثِقه په علم رجال کې یو ټکی دی چې د دې ښودنه کوي چې راوي د باور وړ دی. ځینو رجال پېژندونکو، هغه د داسې راوي په معنا ګڼلې چې امامي، عادل او همداراز ضابط دی؛ یعنې د روایتونو د یادولو او حفظ توان لري. د ثقې ټکی له دروغجنو راویانو او د حدیث له جعل کوونکو څخه د باوري راویانو د جدا کولو او پېژندلو په زمینه کې کارندوالی لري. د معصومانو په کلام او له معصوم امام سره د هم مهاله محدثانو په خبرو کې، د باور وړ راویانو د معرفۍ لپاره استعمال شوی دی.

د رواي د وثاقت یعنې باور وړ والي د اثبات لپاره ځینې معیارونه بیان شوې دي؛ منجمله د راوي د وثاقت په اړه د یو د معصوم یا د یو متقدم یا متاخر عالم صریحه خبره. ځینې کلمات لکه «ثقه»، «جلیل القدر» او «ثقةٌ، عَینٌ، صدوقٌ»، د راوي د وثاقت نښه ګڼل شوې ده. د راویانو ثقه ګڼل، کله کله یو مشخص راوي ته اشاره لري چې په رجالي اثارو کې، ورته خاص توثیق ویل کیږي. او کله یو شمېر کسانو ته چې توثیق عام بلل کیږي. په قمي تفسیر کې د ټولو راویانو توثیق د عام توثیق یوه بېلګه ده.

مفهوم پېژندنه

د ثقې ټکی په رجالي سرچینو کې یو ډېر استعمالیدونکی ټکی دی چې د معتبرو راویانو په توصیف کې استعمال شوی او د راوي د باور وړ والي نښه ده.[۱] ټکي پیژاندو، ثقه د ډاډ او باور لرلو[۲] او یا د اعتماد وړ او معتمدوالي [۳] په معنا ګڼلی دی.

په پینځمه هجري پېړۍ کې یو شیعه رجالي عالم ابن غضائري د یو کس د وثاقت لپاره یوازې د هغه د باور وړ کېدل کافي نه دي ګڼلي او په دې عقیده دی چې ثقه په علم رجال کې یوازې هغه کس ته ویل کیږي چې امامي مذهبه او رښتینی وي او همداراز ضابط یعنې د روایتونو د حفظ او یاد ساتلو وس ولري.[۴]

د دې په مقابل کې بیا ابوعلی حائری (۱۱۵۹-۱۲۱۵ق) او اوسمهال رجال پېژاندی محمدآصف محسنی، باوري دي چې د رجالیانو په کلام کې له وثاقته مطلب، کلي شروط منجمله اسلام، بلوغ، عقل، عدالت او ایمان دی او هغه رښتینو او د باور وړ راویانو ته چې د روایتونو په پېژندلو کې له کافي علمه برخمن وي، ثقه ویل کیږي.[۵] ځینو نورو وثاقت تر صداقته ورهاخوا ګڼلی او راوي په هغه بڼه کې د باور وړ ګڼي چې د روایتولو ډېر شرایط په هغه کې جمع شوې وي؛ منجمله صداقت، ضابط والی، په تقیې علم، د ډلو له دننه رازونو خبرتیا او مذهبي پییلتیا او داسې نور.[۶] سره له دې ځینې اوسمهاله څېړاندي په ځینو شواهدو په تکیې سره باوري دي چې اکثرو محدثانو او رجالیانو د ثقې ټکی په خپله لغوي معنا یعنې د باور وړ کس کې استعمال کړی دی او دا ټکی په علم رجال کې تر لغوي معنا ورهاخوا هیڅ معنا نه لري.[۷]

د ثقې د نوم جوړېدل

د ثقې ټکی د معصومو امامانو (ع) په بیاناتو یا تقریراتو کې د ځینو راویانو لپاره استعمال شوی دی[۸] او په ډېرو مواردو کې د وثوق وړ راویانو ځانونه خلکو ته معرفي کړې دي.[۹] ځینو دغو روایتونو ته په پام سره د ثقې معنا امین او د اهل بېتو(ع) په علومو عالم کړې ده.[۱۰] له امام زمان (عج) په یو لیک هم ثقات هغو کسانو ته ویل شوي چې د امامانو د اسرارو لرونکي دي چې د هغوي خبرې د زمانې د امام (عج) په شان دي او حجیت لري.[۱۱]

دا ټکی د معصومو امامانو (ع) د زمانې او هغوي ته د نزدې زمانې د محدثانو په کلماتو کې هم لیدل کیږي؛ لکه څنګه چې په رجال کشي کې ۳۵ ځله په رجال طوسي کې ۲۴۸ ځله او په رجال نجاشي کې ۵۳۳ ځله د راویانو په توصیف کې بیان شوی دی. [۱۲] د دغه ټکي د کورنۍ نور کلمات لکه ثقات او ثقتي د متقدمو رجالو په سرچینو کې ډېر ذکر شوي دي.[۱۳]

معیارونه

د مجعولو (جعلي) روایتونو شتون ته په پام سره رجالیانو د صحیح روایتونو د څرګندېدو لپاره د ثقه راویانو د ټاکلو او د صحیح روایتونو د پېژندلو لپاره ځینې طریقې بیان کړې دي.[۱۴] تکړه شیعه اصولي او فقیه وحید بهبهاني، د راوي د وثاقت د اثبات لپاره ۳۹ طریقې بیان کړې دي.[۱۵] ځینې مهمې یې دا دي:« د یو معصوم له خوا د یو کس په وثاقت تصریح»« د یو متقدم [یادداشت ۱] یا متاخر[یادداشت ۲] رجال پېژندونکې تصریح، د یو کس په وثاقت د اجماع ادعا، له یو معصوم امامه وکالت، روایة الثقه، شیخوخة الاجازه او د روایتونو ډېر والی.[۱۶]

د توثیق رودې

توثیق یعنې د راویانو د باور وړ ګڼل، کله کله شخصي او د راوي د نوم په ذکرولو سره وي او کله عمومي وي. پر دې بنسټ، که یو راوي په یو روایت کې ثقه وګڼل شي او په رجالي اصطلاح توثیق شي،[۱۷] او په بله ژبه، که توثیق یو خاص کس ته اشاره لري،[۱۸] په رجالي اثارو کې دې ته خاص توثیق ویل کیږي. په رجالي سرچینو کې زیاتره راویان په همدې طریقه توثیق شوې او د باور وړ ګڼل شوې دي.[۱۹] ځینې رجال پېژاندو لکه نجاشي او شیخ طوسي ، خپل کتاب د خاص توثیق په اساس لیکلی دی.[۲۰]

علامه حلي په توثیق او تضعیفونو کې په مختلفو اصولو عمل کړی دی چې یو یې دا دی چې د یو ټاکلي کس په اړه د خاص توثیق په شتون سره د هغه د نه امامیه والي ضعف جبرانیږي.[۲۱]

که د راویانو یوه ډله په خاصې ضابطې او قاعدې سره توثیق شوې او د اعتما وړ وګڼل شي،[۲۲] دغه توثیق ته توثیق عام ویل کیږي.[۲۳] سره له دې رجال پېژندانو د عام توثیق د مصداقونو په پېژندلو کې اختلاف کړی دی.[۲۴]

د عامو توثیقونو ځینې مصداقونه دا دي: په تفسیر قمي کتاب کې د موجودو ټولو راویانو توثیق، د کامل الزیارات کتاب راویان، په رجال نجاشي کې ذکر شوې مشایخ، د بني فضال د روایتونو په سند کې ذکر شوي ټول راویان،[۲۵] د اصحاب اجماع مشایخ،[یادداشت۳] « د امامانو وکیلان، یا د امام صادق [۲۶] ټول اصحاب [یادداشت ۴] او یا «انهم لایروون و لایرسلون الا عن ثقه» قاعده چې د ځینو کسانو لکه ابن ابی عمیر په اړه صادقه ده.[۲۷]

د پام وړ ده چې تر هغه وخته چې د یو کس په اړه خاص توثیق موجود وي، عام توثیق ته ضرورت نیشته.[۲۸]

د توثیق الفاظ

په رجالي اثارو کې د راویانو د باور وړ والي او توثیق لپاره، ځینې الفاظ کارول شوي چې یو شمېر یې د یو کس د روایتونو د معتبروالي ښودنه کوي او د هغه خبرې ته اعتبار ورکوي او ځینې یې د یو راوي د روایتګرۍ د تضعیف په مقام کې دي.[۲۹] ځینې ټکي که څه هم د ثقه وصف نه لري، خو تر وثاقته ورهاخوا ګڼل شوي دي او عموما د شیعه بزرګانو لپاره کارول شوې دي؛ لکه د «کبیر الشأن»، «جلیل القدر»، «عظیم المنزله»، «اوثق الناس عند الخاصه»، او «فضله اشهر من ان یوصف»په شان ټکي.[۳۰] ځینې نور الفاظ پر وثاقت د تاکید نښه دي لکه «ثقة ثقة»، «ثقة عین صدوق»، «ثقة جلیل»، و «ثقة مُعتَمد علیه». ځینې ټکي چې یوازې د راوي په وثاقت دلالت کوي، دا دي: «ثقه»، «عدل»، «صدوق»، «صحیح الحدیث»، او «مأمون».[۳۱]

ځینې ټکي که څه هم د راوي په حُسن ( ښه والي) دلالت لري، خو د هغه د وثاقت نښه نه دي، که څه هم د حدیث د سند د پیاوړتیا سبب کېدی شي؛ ځینې الفاظ لکه «خیر»، «صالح»، «صالح الحدیث»، «حَسَن»، «معتمد علیه»، او «من خواص الامام».[۳۲] په همدې زمینه کې د راویانو په اړه ځینې ټکي د هغوي د ضعف نښه ده او د یو خاص راوي له خوا د نقل شویو روایتونو اعتبار او حجیت له مینځه وړي؛ دغه ټکي د یو کس د حدیث څېړنې د کمزورۍ، د مذهب د فساد، شخصیتي کمزورۍ یا د رواي د ناصحیح کړچاري ځانګړنو ښودونکي دي.[۳۳]

لا ډېره مطالعه

  • توثیقات عام و خاص؛ په دې کتاب کې ځینې بحثونه لکه د عام و خاص توثیق مفهوم او د هر یو د اثبات لارې بیان شوې دي. لیکوال همداراز عام او خاص توثیقات جاجولي دي. دا کتاب محمد کاظم رحمان ستایش د سید کاظم طباطبایي په ملګرتیا په فارسۍ ژبه لیکلی دی.[۳۴]
  • قواعد توثیق راویان؛‌ دا کتاب د توثیق کلي قواعد بیانوي. د توثیق د اثبات لارې، د کتابونو د راویانو توثیق، د راویانو د مشایخو توثیق، د خاندانونو توثیق، او د خاصو اصولو پر اساس توثیق د دې کتاب عناوین دي. دا کتاب محمد کاظم ستایش په تعلیمي روده په فارسۍ ژبه تالیف کړی او دارالحدیث خپرنځي په ۱۳۹۶ لمریز کال کې خپور کړی دی.[۳۵]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

سرچينې