جوین بن مالک تیمي

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د امام حسین(ع) په حرم کښې د کربلا د ځینو شهیدانو قبرونه

جُوَیْن بن مالک بن قَیْس تَیْمي (شهادت: ۶۱ق) د کربلا له شهیدانو چې له امام حسین (ع) سره د جنګ لپاره له کوفې کربلا ته راغی، خو کله چې د ابن زیاد له خوا د امام حسین (ع) وړاندیز ونه ومنل شو او خبره جنګ ته ورسېده، نو د خپلې قبیلې له یو شمېر کسانو سره چې شمېر یې اوه تنه ذکر شوی[۱] د شپې شپې له امام حسین (ع) سره یو ځای شو.[۲]

په ابصار العین کې له ابن شهر اشوب څخه نقل شوي چې هغه د عاشورا په ورځ او د ابن سعد د لښکر په لومړۍ حمله کې شهید شو[۳] البته ابن شهر اشوب له سیف بن مالک نمیري څخه یادونه کړې [۴] چې په ابصار العین کې تحصیف جوین بن مالک دی.[۵]

شیخ طوسي هغه د امام حسین (ع) په اصحابو کې ګڼلی دی[۶] ځینو یې نوم جویر بن مالک یا حوی بن مالک نقل کړی دی.[۷] ځینو یې د ابوذر له غلام جون سره ګډمډ کړی دی.[۸]

په زیارت الشهداء کې د «اَلسَّلَامُ عَلَی جُوَینِ بْنِ مَالِک الضُّبَعِی» په عبارت سره د هغه یادونه شوې ده.[۹]

فوټ نوټ

سرچينې