حامدات

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

حامدات، فاتحه، انعام، کهف، سبا او فاطر سورو ته وایي چې په الحمد لله کلمې سره پېل شوې دي.[۱] دغه سورو ته «حائات»، «حمد» او «مقاصیر قرآن» [یادداشت ۱] هم ویل کیږي.[۲] ویل کیږي چې د دغه سورو ګډ چورلیز، توحید، نبوت، او معاد دي چې د اسلام له اصولو ګڼل کیږي.[۳] سیوطي په الاتقان کتاب کې د جمال القُرّاء له کتابه نقل کړې چې په قرآن کې میادین ( د میدان جمع) بساتین (د بوستان یعنې باغونو معربه جمع) مقاصیر، عرائس (د عروس جمع) دیابیج (د دیباج جمع چې معنا یې ده حریر او د دیبا معربه جمع ده) او ریاض (د روضې جمع چې د باغ او بڼ په معنا ده د قرآن میادین هغه سورې دي چې په «الم» سره پیل کیږي، د قرآن بساتین، هغه سورې دي چې په «الر» سره پیل کیږي. د قرآن مقاصیر، حامدات سورې او د قرآن عرائس، مسبحات سورې، او د قرآن دیابیج حامیمات سورې، او ریاض القرآن مفصلات سورې دي.[۴]

فوټ نوټ

سرچينې