حجاج بن مسروق جعفي

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

حَجّاج بْن مَسْروق مَذْحِجي جُعْفي د امام علی(ع) او امام حسین(ع) له ملګرو چې د عاشورا په پېښه کې شهید شو. ځینو سرچینو هغه له مکې تر کربلا په لاره کې د امام موذن بللی دی.

نوم او نسب

حجاج بن مسروق بن مالک بن کثیف بن عتبه بن کلاع جعفی[۱] له مذحج قبیلې دی. شیخ مفید د هغه نوم حجاج بن مسرور لیکلی دی.[۲]

ژوند لیک

د محمد بن طاهر سماوي په وینا هغه په کوفې کې د امام علي له اصحابو او شیعیانو څخه و. کله چې امام حسین (ع) له مدینې د مکې په لور حرکت وکړ، هغه هم له کوفې مکې ته لاړ او هلته د امام له قافلې سره یو ځای شو.[۳]

په ذوحسم پړاو کې چې د امام کاروان د حر بن یزید ریاحي په مشرۍ د کوفې له سپایانو سره مخامخ شو، د ماسپښین د بانګ په وخت امام حجاج بن مسروق ته وویل چې اذان ووایه.[۴]

کله چې کاروان قصر بنی مقاتل منزل ته ورسېد، امام حسین (ع) یوه لکه خیمه ولیدله. وې پوښتل چې دا خیمه دا چا ده؟ وې ویل: د عبیدالله بن حر جعفي ده. امام حجاج بن مسروق هغه ته ولیږه چې د امام مرستې ته یې وبلي خو هغه د امام بلنه ونه منله.[۵]

شهادت

حجاج د عاشورا په ورځ له امام حسینه (ع) اجازه واخسته او میدان ته لاړ. له څه وخت وروسته په داسې حال کې چې بدن یې په وینو لړلی و راستون شو او امام ته په خطاب کې یې دا شعر ووایه:

فدتک نفسی هادیا مهدیا الیوم ألقی جدّک النبیا ثمّ أباک ذی الندی علیا ذاک الذی نعرفه الوصیا[۶][یادداشت ۱]

امامه هغه ته وفرمایل: « هو، زه به هم له تا وروسته له هغوي سره ملاقات وکړم» حجاج میدان ته ستون شو او وجنګېد تر دې چې شهید شو.[۷]

په غیر مشهور زیارت ناحیه (زیارت الشهداء) او د امام حسین په زیارت رجبیه کې هم د حجاج بن مسروق نوم ذکر شوی دی: «السَّلَامُ عَلَی الْحَجَّاجِ بْنِ مَسْرُوقِ الْجُعْفی»