حسین بدرالدین حوثی

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

حسین بدر الدین الحوثي

حسین بدر الدین الحوثي (۱۹۶۰-۲۰۰۴م) په یمن کې د انصارالله د غورځنګ بنسټګر او لومړنی مشر . هغه د زيدي مذهب له شیعو و او د امام خمینی د افکارو تر اغیز لاندې یې له امریکې او اسرائیلو سره دښمني خپل شعار ګرځولی او د فلسطین مسئله یې د خپل غورځنګ له لومړیتوبونو څخه ګڼلې ده.  هغه خپل سیاسي فعالیتونه د وهابیت په څیر د منحرفو افکارو له نفوذ سره په مبارزه کې پیل کړي وو.  هغه د حوثیانو د مشهور شعار صَرخه جوړونکی دی. حسین حوثي له امریکا سره د دښمنۍ له امله د یمن د حکومت له خوا د علي عبدالله صالح په مشرۍ کې په شهادت ورسید.

مقام

سید حسین په ۱۹۶۰م ( د ۱۳۷۹کال د شعبان په میاشت  ) کې د یمن د صعده ولایت په رویس سیمه کې وزیږید.۱]هغه یو سیاستوال، پوځي قوماندان، د یمن د انصارالله غورځنګ بنسټګر او د دغه غورځنګ لومړۍ مشر دی.[۲] د هغه او کورنۍ مذهب یې د زیدي جارودي شیعه ګڼلی دی.[۳] د هغه ملګري او استادان يې  هغه په هوښیارۍ،  علمي لوړتیا او د پراخو مطالعاتو د درلودونکی په توګه ستايي [4] او هغه د زړورتیا، بصیرت او پراخ زړه لرونکي په توګه پیژني. [۵] د هغه د کورنۍ نسب  امام حسن(ع) ته سره رسيږي.[۶] ویل کیږي چې پلار یې بدر الدین الحوثي د زیدي مذهب له مشهورو مراجعو څخه و. [۷]

حسین حوثي د دولسو امامي شیعه عقیدو ته ګروهنه لرونکی، د امامانو په عصمت باندې باوري او د امام مهدی عقیده لرونکی ګڼل شوی دی.[8] ځینې ویلي دي چې هغه شیعه شوی و.[9]

په صنعا کې د حسین بدر الدین حوثي د شهادت د کلیزې مراسم

د ځینو څیړونکو په وینا، د مختلفو جریانونو لکه وهابیت، اخوان المسلمین، سوسیالیزم، ناصریه، او د ایران د اسلامي انقلاب ترسره کیدلو د حسین حوثي د فکر په جوړښت کې اغیز درلودلی.[10] د یمن د عالمانو او د نورو هیوادونو له پوهانو سره د ګوند فعالیتونه او مشورې د حسین حوثي د فکري نظام د جوړولو له نورو عواملو څخه ګڼل کیږي.[11] د هغه ویناوې د «مَلازِم» تر عنوان لاندې راټولې شوي او د انصارالله د غورځنګ د اعتقادي منشور په توګه یې د دې ډلې غړي کاروي.[12]

حوثي دیني زده کړې له خپل پلار څخه وکړې.[۱۳] د ادبياتو په برخه کې تر فراغت وروسته سوډان ته ولاړ او خپلې زده کړې يې بشپړې کړې.[۱۴] هغه ډېر تالیفات لري چې مشهور يې الصَّرخه فی وَجهِ المُستَکبرین دی.

افکار او نظریات

حسین حوثي په دې باور وو چې اسلامي نړۍ په خرابېدو ده او د ژغورلو یوازینۍ لار د قرآن او د هغه تعلیماتو ته راستنېدل دي.[15]

د اسراییلو او امریکې په اړه د هغه لیدتوګه

له مستکبرینو سان ساتل د هغه له ځانګړنو څخه ګڼل شوي دي. هغه تل د یمن خلکو ته په دغه هیواد کښې د امریکې د نفوذ په هکله خبرداری ورکاوه.[۱۶] د هغه له نظره د فلسطین ازادیدل د مسلمانانو د بیدارۍ او تحرک مرکز ګڼل کیده.[۱۷] هغه د قدس د ورځې په لمانځلو ټینګار کاوه او د اسراییلو او امریکایي توکو د بندیز په اړتیا یې ټینګار کاوه. سيد حسين د فلسطين د ازادۍ لپاره د اسلامي هېوادونو له واکمنانو څخه هيڅ هيله نه درلوده.[18] هغه د اسرائیلو بدقولۍ ته په پام هغوي سره صلح غیر ممکنه ګڼله.[۱۹]

د ایران د اسلامي جمهوریت او امام خمیني په اړه د هغه نظریه

سید حسین حوثي د ایران د اسلامي انقلاب لاره د مسلمانو ملتونو د آزادۍ یوازینۍ لاره ګڼله.[۲۰] هغه د ایران د اسلامي جمهوریت نظام د مسلمانانو لپاره د مناسبې نمونې په توګه وړاندې کاوه او په دې نظر ؤ چې هر څوک چې د ایران د اسلامي انقلاب په مقابل کې ولاړ شي خدای به هغه ته سزا ورکوي.[۲۱]

حوثي په دې باور وو چې امام خمیني له مشرکانو څخه د برائت د سنت په راژوندي کولو سره خلک د حج له صحیح او قرآني مفهوم سره اشنا کړل.[22] سید حسین به د اسلام جمهوري نظام بنسټګر د «امام» په عنوان ساره یادوه او د هغه تفکرات به یې ژغورونکي بلل.[23] هغه حضرت امام خمیني(رح) د عربي هیوادونو لپاره د خدای رحمت باله او ویې ویل به یې چې هغوي له دغه نعمت څخه ځان بې برخې کړ.[24] هغه به امام خمین یو با تقوا، عادل او مستجاب الدعوه امام ګڼه.[۲۵]

سیاسي او ټولنیز فعالیتونه

حسین حوثي خپل سیاسي فعالیتونه په یمن کې د وهابیت له نفوذ سره په مبارزه پیل کړل.[۲۶] په ۱۹۹۳ کال کې د صعده ولایت[27] د محرومیت د ختمولو په هدف د حق ګوند[28] د استازي په توګه د یمن ولسي جرګې ته داخل شو.[29] هغه د کمونیستي ګوند او د دوو ګوندونو، موتمر او اصلاح تر منځ په شخړه کې د جوړجاړي پر رامنځته کولو ټینګار کاوه او د جګړې په پیلولو کې یې له حکومت سره له یوځای کیدو څخه ډډه وکړه.[30]

سید حسین د ولسي جرګې په راتلونکې غونډه کې له ګډون څخه ډډه وکړه او د شباب المومن انجمن یې جوړ کړ[31] چې وروسته د یمن د انصارالله غورځنګ په نوم یاد شو.[۳2] د دې انجمن د جوړیدو لومړۍ غرض، کلتوري کارونه ترسره کول وو.[33] د سپټمبر د یوولسمې له پېښې او پر افغانستان او عراق د امریکا له برید او په سیمه او د عدن په خلیج کې د امریکا له پوځي حضور وروسته، د سید حسین د استکبار او امریکا ضد غورځنګ شورو شو.[34] د هغه په ​​باور، د سپټمبر د یوولسمې پېښه د امریکا د استخباراتي ادارو له خوا رامنځته شوې وه، چې پر اسلامي هېوادونو د برید لپاره د یوې بهانه په لټه کې وو.[۳۵] الحوثي د فلسطین ورځ یې د خپل غورځنګ د پیل ټکی وګرځاوه او په دې ورځ یې په خپله لومړۍ وینا کې خلکو ته د قدس د ورځې په اړه د امام خمیني وینا ولوستله.[۳۶] هغه د امریکا د متحدو ایالتونو پر ضد ګڼ لاریونونه ترسره کړل.[۳۷] ​​او د امریکا او اسراییلو پر ضد د حوثیانو مشهور شعار چې د صرخه په نوم یادیږي، یې جوړ کړ.[یادونه ۱].[38]


حسين حوثي د خپلې سيمې د خلکو لپاره ډېر ټولنيز فعاليتونه ترسره کړل، چې په هغو کې د مرّان خيريه ټولنې جوړول، د ديني مدرسو جوړول، د روغتيايي مرکزونو جوړول او بېلابېل ساختماني فعاليتونه شامل وو.[39]

تکفیر او حوثي وژنه

د حسین بدرالدین حوثي زیارت د وهابیانو لخوا له ویجاړولو مخکې

د اسرائيلو او امريکا پر ضد د حوثيانو فعاليتونه د دې سبب شول چې د يمن په واکمن نظام پورې تړلو عالمانو د تکفير او د هغه د قتل فتوا صادره کړه.[40] هغوي دا دعوا وکړه چې سید حسین د پیغمبرۍ او د امهدويت او امامت دعوا لري.[41] په ۲۰۰۴ کال کې د حسین حوثي ۶۴۰ پلویان چې لاریون یې کاوه ونیول شول.[۴۲] بیا د یمن واکمن حکومت د هغه د نیولو لپاره د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره ۵۵ زره ډالره انعام وټاکه.[۴۳] وروسته له هغه چې د یمن د حکومت له خوا د هغه ۲۵ خپلوانو شهیدان شول، د یمن حکومت دغه اندازه ۷۵ زره ډالرو ته لوړه کړه.[۴۴] له امریکا څخه د عبدالله صالح له راستنیدو شپږ ورځې وروسته د حوثیانو پر ضد د حکومت جګړه پیل شوه[45] او واشنګټن یې تاسیس کړ [۴۶] د محرمو اسنادو له مخې، دا جګړه په واشنګټن کې د هغه وخت د متحده ایالاتو د ولسمشر جورج بوش او علي عبدالله صالح د موافقې له مخې رامنځ ته شوې وه.[46]

شهادت

د اویس خمیني د کتاب د پوښ ​انځور

حسين حوثي په 1425 هجري قمري کال کښې چې 2004میلادي سره سمون لري، په مران سيمه کښې د علي عبدالله صالح په مشرۍ د يمن د حکومت د فوځ لخوا محاصره شو[47] او له اتیا ورځو ولاړتیا وروسته د یو نقل مطابق لاس په لاس جنګ کې شهید شو.[48] د یو بل راپور له مخې وروسته له دې چې هغه په ​​سر او پښو کې ټپي شو او د سترګو لید یې له لاسه ورکړ، هغه ته امان ورکړی شو خو له نیول کیدو وروسته شهيد کړی شو.[۴۹] ويل کيږي چې په دې جګړه کې اووه سوه حوثي او پنځلس زره يمني فوځيان ووژل شول[50] د امریکې د مرکزي ځواک قوماندان، د سید حسین حوثي له وژل کیدو وروسته علي عبدالله صالح ته په یو لیک مبارکي وویله او له هغه یې مننه وکړه.[51]

په ۲۰۱۳ کال کې د سید حسین جسد د هغه کورنۍ ته وسپارل شو او په مرّان کې په یو لړ مراسمو کې خاورو ته وسپارل شو.[52] د هغه په قبر باندې یو مزار جوړ شو چې په 2015 کې د سعودی ائتلاف په بریدونو کې ړنګ شو.[53]

مونوګراف

اویس خمینی؛ جنبش الحوثی یمن و دیدگاه‌های شهید حسین الحوثی. دا کتاب حمیدرضا غریب رضا لیکلی دی. دا کتاب د معارف خپرندوی دفتر چاپ کړی دی.[54]

فوټ نوټ

سرچينې