حلیة المتقین (کتاب)

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د حلیة المتقین کتاب

حِلْیةُ الْمُتَّقین په فارسۍ ژبه د اسلامي اخلاقو، ادابو او دودونو په اړه دعلامه مجلسي (۱۰۳۷-۱۱۱۰ق) لیکلی کتاب دی. د علامه مجلسي په وینا، کتاب د شیعه د معتبرو روایتونو روانه ژباړه ده. حلیة المتقین په ۱۴ ټوکو او یوې خاتمې سره برابر شوی او د جامو اغوستلو اداب، د خوراک څښاک، واده او له ښځو ، بچیانو او خلکو سره د معاشرت اداب، د تجارت او سفر اداب ځینې هغه مطالب دي چې په دغه کتاب کې شامل دي.

علام مجلسي حلیة المتقین کتاب په ۱۰۸۱ق کال کې په ۴۴ کلنۍ کې لیکلی دی. دا کتاب په ځلونو چاپ او په عربۍ او اردو ژبو ژباړل شوی دی. محمد تقي بهار، د بحار الانوار له تالیفه وروسته د علامه مجلسي تر ټولو مهم کار په فارسۍ ژبه د ځینو اثارو لیکل ګڼلې دي.

لیکوال

اصلي مقاله: محمد باقر مجلسي

محمدباقر اصفهانی‌ (۱۰۳۷-۱۱۱۰ق)، چې په علامه مجلسی او مجلسی دوم مشهور دی په مجلسي اول د مشهور محمدتقی مجلسي زوی دی .[۱] علامه مجلسی، په ۱۰۳۷ قمري کال په اصفهان کې وزېږېد.[۲] لویه روایي ټولګه بحار الانوار او همداراز د اصول کافي په شرحه کې مرآة العقول کتاب د هغه له مهمو اثارو ګڼل شوې دي.[۳]

علامه مجلسي د شاه سلیمان صفوي په زمانه کې د شیخ الاسلامۍ منصب خپل کړ او د عمر تر پایه پورې یې د هغه مسوولیت په غاړه درلود.[۴]د علامه مجلسي هم مهاله شیخ حر عاملي هغه یو محقق، فقیه، متکلم، ثقه محدث او د ډېرو ګټه ورو تالیفاتو لرونکی ګڼلی دی. [۵] دوم مجلسي له ګوته په شمېر عالمانو و چې په فارسۍ ژبه یې اثار لیکلي دي چې عام خلک ترې استفاده وکړي؛ منجمله حیات القلوب، حلیة المتقین و جلاء العیون.[۶] هغه ته د فارسۍ تر پنځوسو زیاتو اثارو نسبت ورکړل شوی دی.[۷] په ایران کې تکړه شاعر او ادیب محمد تقي بهار، د بحار الانوار له تالیفه وروسته د علامه مجلسي ترټولو مهم کار په فارسۍ ژبه د هغه اثار ګڼلي چې د هغه په وینا، اهل علم تر هغه ورځې داسې کار نه و کړی.[۸]

د تالیف انګېزه او تاریخ

لکه څنګه چې علامه مجلسي د حلیة المتقین کتاب په سریزه کې ویلي، دا کتاب یې د ځینو په غوښتنه لیکلی چې له هغه یې د یوې مختصرې او عام فهمې رسالې غوښتنه کړې وه د داسې ادابو په باره کې چې له امامانو څخه په معتبر سند سره نقل شوې ده.[۹]

علامه مجلسي د ۱۰۷۹ ق کال د بزرګې په ۵ هغه لیکلی [۱۰] او آقا بزرګ تهرانی هم لیکي چې د حلیة المتقین تالیف د ۱۰۸۱ ق کال د ذی الحجې په ۲۶ پای ته رسېدلی دی؛[۱۱] یعنې د علامه مجلسي په ۴۴ کلنۍ کې.[۱۲]

مینځ پانګه

حِلیةُ المتقین (د پرهیزګارو زینت) په فارسۍ ژبه کتاب دی د اسلامي اخلاقو، ادابو او دودونو په اړه لکه څنګه چې علامه مجلسي ویلي، د شیعه روایتونو روانه او اسانه ترجمه ده.[۱۳]

کتاب ۱۴ بابه او یوه خاتمه لري او هر څپرکی یې ۱۲ څپرکي لري. د کتاب هره یوه برخه د ځینو ادابو په بیان کې ده منجمله، د جامو د ادابو، د کالیو (زیوراتو) اچولو، خضاب کولو، خوراک، څښاک، واده ، له ښځو سره د معاشرت د ادابو او د بچیانو د تربیت، مسواک کولو، د سر خرییلو د ادابو، د عطرو لګولو،، حمام ته تللو، غسل کولو، څملاستلو پاڅېدلو، له خلکو سره د ناستې پاستې، سلام کولو، کور ته د داخلېدو او ترې بهر وتلو د ادابو، پلی تللو او سپرېدو او تجارت کولو او د سفر د ادابو په اړه.[۱۴] د کتاب مختلف بابونه دا دي:

  1. د جامې او لباس اغوستلو اداب
  2. د سړو اوښځو د کالیو اغوستلو، رانجه پورې کولو، په هنداره کې کتلو او خضاب کولو اداب
  3. د خوراک او څښاک اداب
  4. د واده کولو د فضیلت او له ښځو سره د معاشرت او د بچیانود تربیت د څرنګوالي اداب
  5. د مسواک کولو، ږمنځولو، نوکونو او بریتو واړه کولو، سر خرییلو او داسې نورو اداب.
  6. د خوشبویۍ د استعمال، ګل بویولو او تیلو مږلو اداب
  7. د حمام کولو او د هغې د متعلقاتو اداب او د ځینو غسلونو اداب
  8. د اوده کېدو او ویښېدو اداب
  9. د حجامت کولو، اداب، تنقیه او د ځینو مصالحو د خواصو ذکر او د ځینو مرضونو د درملنې او د ځینو دعاګانو د ذکر اداب.
  10. له خلکو سره د معاشرت اداب او د اصنافو حقوق
  11. د مجلسونو اداب لکه سلام، روغبړ، غاړه ورکولو، ښکلولو او داسې نورو اداب
  12. کور ته د ننوتلو او ترې وتلو اداب
  13. د پلي تګ، سپرېدو، بازار ته تللو، تجارت، کرهڼې، او د چارپایانو د ساتلو اداب
  14. د سفر اداب
  • خاتمه: د ځینو متفرقه ادابو او د هغو د ګټه ورو فوایدو په اړه[۱۵]

ژباړې او تلخیصونه

د علامه مجلسي حلیةالمتقین ډېرې ژباړې او تلخیصونه ( لنډیزونه) لري منجمله:

  1. د محمد باقر فشارکي تخلیص، فصل بندي او تنظیم،(وفات،۱۳۱۵ق) د «آداب الشریعة» په عنوان.[۱۶]
  2. تلخیص د شیخ عباس قمی مختصر الابواب فی السنن و الآداب په نوم.[۱۷]
  3. په عربۍ ژباړه، لیک د عبدالحسین شبستری.[۱۸]
  4. په ۱۹۹۴ کال کې د خلیل رزق عاملي په وسیله په عربۍ ژباړه، په بیروت کې او بیا چاپ یې په نوې څېړنې سره په ۱۹۹۶ م کال کې [۱۹]
  5. په اردو ژباړه، لیک د سید مقبول دهلوی، په ۱۳۳۸ کال کې د تهذیب اسلام په نامه. [۲۰]

فوټ نوټ

سرچينې

  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعة إلی تصانیف الشيعة، بیروت، ‌دار الأضواء.
  • درگاهی، حسین، کتاب‌شناسی علامه مجلسی، تهران، شمس الضحی، ۱۳۸۶ش.
  • دوانی، علی، «شرح حال علامه مجلسی»، در شناخت‌نامه علامه مجلسی، به کوشش مهدی مهریزی و هادی ربانی، ج۱، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، ۱۳۸۷ش.
  • صدرایی خویی، علی، میراث مشترک ایران و هند، ج۲، زیر نظر سید محمود مرعشی نجفی، قم، کتابخانه بزرگ حضرت آیت الله العظمی مرعشی نجفی، بی‌تا.
  • علامه مجلسی، محمدباقر، حلیة المتقین، تهران، نشر لقمان، ۱۳۶۹ش.
  • «من أنباء التراث»، در مجله تراثنا، سال ۱۴، جمادی الثانی ۱۴۱۹ق، ش۱ و ۲.
  • مهدوی دامغانی، محمود، «نگاهی به پاره‌ای از آثار فارسی علامه مجلسی»، در شناخت‌نامه علامه مجلسی، به کوشش مهدی مهریزی و هادی ربانی، ج۲، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، ۱۳۸۷ش.

بهرنۍ لینکونه