حمالة الحطلب
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
حَمّالَةُ الْحَطَب، چې معنی یې «هغه څوک ده چې لرګي وړي» د ابولهب د میرمنې په اړه د قرآن بیان دی.[1] د ابولهب ښځه د ابوسفیان خور او د معاویه ترور وه.[2] د هغې کنیت ام جمیل و او نامه یې اَروی، جمیله[3] او صخرة[4] ذکر شوې ده.
دا خبره په سوره مسد کې راغلې ده. [۵] په دې اړه چې ولې په قرآن کې دا ډول تشريح کارول شوې ده، ځينې ټکي ياد شوي دي:
- ام جميل به د صحرا ازغن بوټي وړل او کله به چې رسول الله (ص) لمانځه ته تلله نو هغې به ورته دا ازغن بوټې د پښو مخې ته اچول چې اذیت شي.[6]
- په دې کارونو سره ام جميل د دوزخ اور او لرګي د ځان لپاره په دوزخ کې برابر کړل. [۷]
- هغې به رسول الله (ص) په فقیرۍ مسخره کاوه، نو خداى هم په دې بيان سره هغه ذليله کړه.[۸]
- دا ټکي د هغې له چغل خورۍ کنایه ده.[۹]
په تفسيرنمونه كې راغلي دي چې دا موردونه یو بل سره په ټکره نه دي او ټول د آیت مطلب کیدی شي.[۱۰]