حوأب

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د جمل جنګ سېمه

حَوأَب د مکې په لاره کې بصرې ته نزدې د اوبو راغونډېدو یو ځای (ډنډه) وه[۱] چې د جمل سپایان یې له څنګه تېر شول. دغه ډنډه د بنی کلب بن وبرة قبیلې د مشر او سرسلسلې د کلب بن وبرة د لور حَوأَب ملکیت و.[۲] د دریمې قمري پېړۍ د مورخ ابن قتیبه دینوري په وینا، پېغمبر (ص) بي بي عایشې ته سپارښتنه کړې وه چې له حَوأَب او د هغې له واقعې (جمل جنګ) ډډه وکړي. پېغمبر (ص) ویلې وو :« هغه ورځ وینم چې د حَوأَب سپي په تاسو کې په یوې ښځې پسې غپیږي، حمیرا (عایشې) پام کوه چې هغه ته نه وې».[۳]

د حنبلي مذهب د امام احمد بن حنبل په راپور د جمل جنګ په واقعه کې له امام علي (ع) سره د جنګ لپاره له بصرې څخه د ناکثینو ډلې په وتلو سره عایشه بي بي په لاره کې هر ځای ته چې رسېدله د هغه ځای د نوم پوښتنه به یې کوله، تر دې چې د حَوأَب ډنډې ته ورسېده او د هغه ځای سپو پرې وغپل. هغه چې کله د دغه ځای له نومه خبره شوه، فیصله یې وکړه چې له لښکره جدا شي او مکې ته ستنه شي؛[۴] خو عبدالله بن زبیر پنځوس کسان راغونډ کړل چې قسم وخوري چې دا ځای حَوأَب نه دی.[۵] په دې ډول یې عایشه له خپلې ارادې واړوله.[۶]

فوټ نوټ

سرچينې