خیبر

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د خیبر کلا

خېبر په عربستان کې یوه سیمه ده چې د خېبر غزا هلته شوې ده. خېبر د مدینې په ۱۶۵ کلومیټرۍ کې پروت دی او مرکز یې «الشُرَيْف» ښار دی. د خېبر استوګن د اسلام په لومړیو کې یهودیان وو. د مسلمانو مورخانو په راپور، له دې امله چې هغوي د مکې مشران په مسلمانو د حملې لپاره لمسول، پېغمبر (ص) له هغوي سره وجنګېد.

د خېبر سیمه له څو کلاګانو جوړه وه او ځینو ویلي چې له همدې امله یې نوم خېبر (کلا) پرېوته. په خېبر غزا کې چې په اوم قمري کال کې وشوه، مسلمانان د خېبر د کلاګانو په فتح کولو سره بریالي شول. ځینې کلاګانې د امام علي (ع) په لاس فتح شوې. له جنګه وروسته، یهودیان له دغه سیمې ونه وتل خو ټاکل شوه چې نیم کرهڼیز محصولات مسلمانانو ته ورکړي.

د تاریخي سرچینو له مخې یهودیان د دوهم خلیفه عمر بن خطاب تر زمانې پورې په دغه سیمه کې استوګن وو تر دې چې هغه د دغه سیمې پرېښودلو ته اړ ایستل.

د نوموَنې سبب

په خېبر د دغه سیمې د نومولو په اړه مختلف روایتونه موجود دي.[۱] د جغرافیا پوه یاقوت حموي په وینا، خېبر د عبرۍ ټکی دی چې معنا یې ده کلا، او له دې امله چې په دغه سیمه کې څو کلاګانې وې د «خیابر» په نامه پېژندل کېده.[۲] ځینو هم ویلي سبب یې دا و چې لومړی کس چې دغلته استوګن شو خېبر نومیده.[۳]

یاقوت حموي په دغه سیمه کې اوه کلاګانې یادې کړې دي،[۴] یعقوبي یې شمېر شپږ ګڼلی دی.[۵] او د اسلام د پېغمبر د تاریخ په کتاب کې د مسلمانانو په لاس په خېبر غزا کې د لسو کلاګانو د فتح کېدو خبره راغلې ده.[۶] په الصحیح من سیرة النبی کتاب کې د سید جعفر مرتضی د راپور په اساس یهودیانو په خېبر کې اته حصنه (کلا یا برجه) لرل چې نومونه یې دا دي: نَطاة، وَطيح، سلالم، كتيبة، شق، صَعب، ناعم و قَموص. [۷]

جغرافیایي او اقلیمي موقعیت

د خېبر سیمې یوه ننداره

د خېبر سیمه په عربستان کې او د مدینې په شمال کې پرته ده او له مدینې سره کابو ۱۶۵ کلومیټره واټن لري. مرکز یې الشُریف ښار دی.[۸] پخوا، د یاقوت حموي په وینا، خیبر اته منزله [۹] یا پينځه ورځې [۱۰] له مدینې سره واټن درلود. خیبر د یوې زرخیزې سیمې په توګه پېژندل کېده او ډېرې چینې او پټي او د خرماوو پریمانه ونې یې لرلې.[۱۱]

تاریخچه

د خېبر له خلکو سره د مسلمانانو د جنګ په وخت، یعنې په خېبر غزا کې، د دغه سیمې استوګن یهودیان وو. دغه سیمې ته د یهودیانو د ورتګ د وخت په هکله معلومات سخت دي، ځینې راپورونه په فلسطین د رومیانو د حملې په وخت سیمې ته د یهودیانو د ننوتلو خبر ورکړی دی.ځینې بیا وایي چې یهودیان له دې مخکې پر بیت المقدس د بابلیانو د حکومت په دوران کې دغه سیمې ته تللې دي.[۱۲]

په خېبر جنګ کې د مسلمانانو له کامیابۍ وروسته، د دغه سیمې جایداد د ولجو په توګه مسلمانانو ته ورسید؛ خو په خېبر کې د استوګنو یهودیانو په غوښتنه، پېغمبر هغوي ته اجازه ورکړه چې پاتې شي په شرط د دې چې د کرهڼیزو محصولاتو نیمه برخه مسلمانانو ته ورکړی.[۱۳]

د یهودو مورخانو په وینا، یهودیان د دوهم خلیفه عمر بن خطاب تر زمانې پورې په خېبر کې استوګن وو تر دې چې هغه په پېغمبر(ص) پورې د یو منسوب روایت چې په جزیرة العرب کې دوه دینونه نه ځاییږي، په استناد سره هغوي مهاجرت ته اړایستل.[۱۴]

د خېبر غزوه

د خېبر فاتح، (د امام علي په لاس د خیبر د کلا د دروزاې د اوچتېدو تصویر، د کینوس لپاسه آیل پینټ، اثر د حسن روح الامین. ۱۳۹۷ش، ۱۸۰* ۲۸۰ سانتیمتر،

اصلي مقاله: د خېبر غزوه

په اوم قمري کال کې د اسلام پېغمبر(ص) له یو شېمر سپایانو سره په خېبر برید وکړ.[۱۵] په دې جنګ کې مسلمانانو خېبر کلا فتحه کړه او کامیاب شول.[۱۶] دغه جنګ ته د خېبر غزا ویل کیږی.[۱۷] مورخانو د دغه جنګ علت دا ګڼلی چې د بني نضیر یهودیانو چې د پېغمبر د وژلو له توطئې وروسته له مدینې شړل شوې وو او خېبر ته تللې وو د مکې مشران د مسلمانانو په خلاف جنګ ته لمسول.[۱۸]

په سیره ابن هشام کې د ابن هشام په راپور، پېغمبر(ص) د خېبر د یوې کلا په فتحه کې، د لښکر د کوماندې بېرغ ابوبکر او بیا عمر بن خطاب ته ورکړ؛ خو دواړه بې کامیابۍ راستانه شول. له دې وروسته یې ده بېرغ امام علي (ع) ته ورکړ او وعده یې ورکړه چې خېبر به د هغه په لاس فتح کیږي او هغه کلا فتحه کړه.[۱۹]

فوټ نوټ

سرچينې

  • آیتی، محمدابراهیم، تاریخ پیامبر اسلام، تحقیق ابوالقاسم گرجی، تهران، دانشگاه تهران، چاپ ششم، ۱۳۷۸ش.
  • ابن هشام، عبدالملک، السیرة النبویة، تحقیق مصطفی السقا و ابراهیم الابیاری و عبدالحفیظ شبلی، بیروت، دارالمعرفه، بی‌تا.
  • علی، جواد، المفصل فی تاریخ العرب قبل الاسلام، بیروت، ۱۹۷۶-۱۹۷۸م.
  • ناجی، محمدرضا، «خیبر، غزوه»، دانشنامه جهان اسلام، زیرنظر غلامعلی حدادعادل، ج۱۶، تهران، بنیاد دائرةالمعارف اسلامی، ۱۳۷۵ش.
  • نهروانى، محمد بن احمد، تاريخ‌المدينة، تحقیق محمد زینهم محمد عزب، بورسعید (مصر)، مكتبة الثقافة الدينية، بی‌تا.
  • واقدی، محمد بن عمر، کتاب المغازی، تحقیق مارسدن جونز، لندن، ۱۹۶۶م.
  • یاقوت حموی، معجم‌البلدان، بیروت، دار صادر، چاپ دوم، ۱۹۹۵م.
  • یعقوبی، احمد بن اسحاق، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار صادر.