دولس امامي تسنن

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

دولس امامي تسنن په اهل سنتو کې یو مذهبي مکتب دی چې پکې اهل سنت په دریو خلیفه ګانو له عقېدې سره سره، د شیعه امامانو (ع) په ولایت هم عقیده او ورسره مینه لري. ویل کیږي چې د دغه ګروهنې زمینه په هماغه لومړیو اسلامي پېړیو کې او د عثمان له هغو پلویانو سره په مقابلې کې چې د امام علي (ع) مخالف وو، برابره شوې ده. خو د دودېدو پړاو یې په شپږمې قمري پېړۍ کې او اول په ایران او هند او بیا د لوی خراسان په خیتځو برخو او د عثماني خلافت په ټاټوبو کې ګنل کیږي.

د «دولس امامي تسنن» اصطلاح د ایران په تاریخ څېړنه کې یو نوی نوم ګڼل شوی دی؛ خو ځينو محققانو په خطي نسخو په استناد سره ویلي چې د صوفیه دورې په وروستي پړاو کې هم استعمالېده. د دولس امامي تسنن د جوړېدو ځینې عوامل داسې بیان شوې دي: د عباسي خلافت سقوط، د مغول ایلخانانو او تیموري امیرانو مذهبي تسامح او رواداري، د تصوف وده او د صوفیانو مرجعیت موندل، او یو بل ته د تصوف او تشیع نزدې کېدل.

تاریخ څېړاندي، دولس امامي تسنن په اسلامي ختیځ په تېره بیا ایران کې د تشیع د دودېدو او د صفویه شیعه دولت د پېدا کېدو د زمینې د برابرېدو له اصلي دلایلو ګڼي. د هغوي په باور په درسته نهمه او لسمه قمري پېړۍ کې د دولس امامي تسنن په نظر سره د حکومتونو شتون، له تسنن څخه تشیع ته د ایرانیانو د مذهبي اوړېدو زمینه برابره کړه.

په ایران کې نهمه او لسمه پېړۍ کې د دولس امامي تسنن په نظریې سره حکومتونه جوړ شول. همداراز مختلفې فرهنګي تعلیمي څېرې د دولس امامي تسنن نظریې لرونکې بلل شوې چې په خپلو اثارو کې یې، د درې ګونو خلیفه ګانو د یادولو تر څنګ، شیعه امامان د خدای د معصومو حجتونو په توګه یاد کړې دي.

تعریف او مقام

دولس امامي تسنن په اهل سنتو کې یوه مذهبي ګروهنه ده چې پکې، اهل سنت په دریو خلیفه ګانو له عقېدې سره سره،د شیعه امامانو (ع) په ولایت هم عقیده او ورسره مینه لري.[۱] دولس امامي تسنن د اسلامي نړۍ په ختیځ په تېره بیا ایران کې له شپږمې پېړۍ وروسته د تشیع د دودېدو له اصلي عواملو ګڼل کیږي[۳] او ویل کیږي چې په ایران کې له اومې پېړۍ وروسته د یو مذهبي فکري تحول او د شیعه سني تر مینځ د مذهبي نښتو د کمېدو لامل و.[۴]

اصطلاح پېژندنه

د صفویه دولت په وروستیو کې (۱۰۹۰ق) د مجهول المولف کتاب، فُتوحُ المجاهدین فی رَدِّ المُتَدَلِّسین، په متن کې د دولس امامي سنیانو له عبارته استفاده

د دولس امامي تسنن اصطلاح د ایران په تاریخ څېړنه کې یو نوی نوم بلل شوی دی.[۵] ویل شوي چې دغه نوم په تاریخي سرچینو کې نه دی راغلی؛[۶]خو ځینو محققانو په یوې خطي نسخې کې د صفویه پړاو په وروستیو(۱۰۹۰ق) کې د دې اصطلاح د رواجېدو د شتون نښه معلومه کړې ده.[۷]

د دغه اصطلاح استعمال او بیان په ۱۳۴۴ کال کې د ایراني محقق او نسخه پېژاندي محمد تقي (۱۲۹۰-۱۳۷۵ل)، یوې مقالې ته منسوب دی.[۸] خو ویل کیږي چې د دغه عنوان پراخ بیان او دودېدلو یې د رسول جعفریان په اثارو کې بڼه خپله کړې ده.[۹]

تاریخچه

کتاب مجمل التواریخ و القصص له لومړیو اثارو دی چې پکې د دولس امامي تسنن ګروهنه لیدل شوې ده.

د ځینو څېړاندو په وینا دولس امامي تسنن په کابو شپږمې قمري پېړۍ کې جوړ شو؛[۱۰] زمینه یې هماغه په لومړیو اسلامي پېړیو او له عثماني مذهبه اهل سنتو سره په مقابل کې برابره شوه چې د امام علي (ع) د خلافت په نه رواوالي قایل وو؛[۱۱] په دې ډول چې د عثمانیه په وړاندې، ځینو اهل سنتو کسانو هڅه کوله د امام علي (ع) او نورو اهل بیتو(ع) فضایل خپاره کړي.[۱۲] د اهل سنتو په متقدمو رجالي کتابونو کې، دغه کسان د « مُتَشَیِّع سنیانو » یا« په تشیع تورنو سنیانو» په نامه یاد شوې دي.[۱۳]

د جعفریان په باور، د اهل سنتو د دغه ډلې عقیدتې هڅې سبب شوې چې له شپږمې قمري پېړۍ سره سم، د تسنن په مذهب کې یو انډول پېدا شي.[۱۴] دغه انډول د اهل بیتو (ع) د مینې په چورلیزتوب، په اهل سنتو کې د اهل بیتو (ع) د فضایلو په اړه د ځینو کتابونو د لیکل کېدو سبب شو.[۱۵] له هغو کسانو چې په دې برخه کې یې رول درلود، د اهل سنتو له څلورو فقیهانو څخه د احمد بن حنبل (۱۶۴- ۲۴۱ق) او محمد بن جریر طبری (وفات: ۳۱۰ق) په شان موثر علمي او مذهبي څېرې شاملې دي.[۱۶]

د دولس امامي تسنن د پېدا کېدو ځینې نورې زمینې داسې بیان شوې دي: د عباسي خلافت سقوط،[۱۷] د مغول ایلخانانو[۱۸] او تیموري امیرانو [۱۹] مذهبي رواداري د تصوف وده او د صوفیانو مرجعیت موندل،[۲۰] او یو بل ته د تصوف او تشیع نزدې کېدل.[۲۱]

ویل کیږي چې دغه ګروهنه اول په ایران او بیا په هند او ورپسې د لوی خراسان په ختیځو برخو او د عثماني خلافت په ټاټوبو کې دود شوې ده.[۲۲] همداراز راپور ورکوي چې د صوفیه دولت جوړېدل په ایران کې د دغه ګروهنې او نظریې د زوال سبب شوی دی.[۲۳]

دولس امامي تسنن د سیاست په ډګر کې

د دولس امامي تسنن په ګروهنې سره مورخ حمد الله مستوفي، په تاریخ ګزیده کې:

له دېرشم څپرکی په دېرشم باب کې د ټولو معصومو امامانو(رضوان الله علیهم اجمعین) یادونه شوې ده، چې په خلکو باندې د حق حاکمیت درلود.... که څه هم معصومو امامان خليفه نه دي شوي، خو له دې امله چې د هغو مستحق وو، «تبرک را از احوال ایشان شمه‌ای بر سبیل ایجاز ایراد می‌رود.»[۲۴]

د ځینو تاریخ لیکونکو په وینا، له تسنن څخه تشیع ته د ایرانیانو مذهبي بدلون، د سیاست او قدرت په ډګر کې د دولس امامي تسنن د راتللو په واسطه پېښ شوی دی.[۲۵] دوي راپور ورکوي چې په درستې نهمې او لسمې پېړۍ کې د دولس امامي تسنن په ګروهنې سره حکومتونه موجود وو.[۲۶]

له دې مخکې هم په اتمې پېړۍ کې په ایران او عراق کې په ډېرو ځایي حکومتونو کې د دغه ګروهنې د شتون نښې بیان شوې دي؛ منجمله د سربدارانو د حکومت لومړیو واکمنانو دغه شان ګروهنه لرله.[۲۷]

په نهمې قمري پېړۍ کې تیموري واکمن سلطان حسین بایقرا د دولس امامي تسنن ګروهنه لرله او غوښتل یې د دولسو امامانو (ع) په نوم خطبه ولولي چې عبدالرحمن جامی[۲۸] او امیر علیشیر نوایي هغه له دې کاره منع کړ.[۲۹] په همدې زمانه کې جهانشاه قَراقویونْلو داسې سکې ووهلې چې په یو مخ یې د «علی ولی الله» عبارت او په بل مخ یې د خلفای راشدینو نومونه کنده شوې وو.[۳۰] دا کار یې دولس امامي تسنن ته د هغه د حکومت د ګروهنې نښه ګڼلې ده.[۳۱]

د فرهنګ په حدودو کې دولس امامي تسنن

د چهارده معصوم (ع) د صلوات په شرحه کې د فضل‌الله بن روزبهان خُنْجی شافعی (وفات: ۹۳۰ق) لیکلی کتاب وسیلةُ الخادمِ الی المَخدوم

مختلفې فرهنګي څېرې له شپږمې پیړۍ څخه د صفویانو تر زواله پورې د دولس امامي تسنن ګروهنې لرونکي ګڼل شوې دي.[۳۴] رسول جعفریان باوري دی چې له اتمې تر لسمې قمري پېړۍ د اهل سنتو له خوا په دغه ګروهنې سره ډېر کتابونه لیکل شوې دي؛[۳۵]مختلف دیني، تاریخي او ادبي (شعر وغیره) اثار چې پکې د خلفای راشدین د یادونې تر څنګ له شیعه امامانو هم د معصومو الهي حجتونو په توګه یادونه شوې ده.[۳۶]

ځینې د دولس امامي تسنن ګروهنې لرونکي شخصیتونه او اثار یې چې په دغه ګروهنې سره یې لیکلې دي:

  • د مُجمَل التَّواریخِ و القِصَص (د تألیف کال: ۵۲۰ق) کتاب ناپېژاندی لیکوال د دولس امامي تسنن د ګروهنې لرونکی ګڼل شوی دی.[۳۷] په دې کتاب کې، د خلفاوو د تاریخ له روایته وروسته، د څوارلسو معصومانو (ع) د تاریخ ذکر شوی دی.[۳۸]
  • ابومحمد عبدالعزیز بن محمد حَنبَلی جُنابذی (وفات: ۶۱۱ق) مَعالِمُ العِترةِ النَّبویة و مَعارِفُ اَهلِ البَیت الفاطمیةِ العلویه کتاب تر یوولسم امام (ع) د شیعه امامانو د حالاتو په شرحه کې لیکلی دی.[۳۹]
  • محمد بن یوسف ګنجي شافعي (وفات: ۶۵۸ق) کِفایةُ الطّالب د امام علي (ع) او اهل بېتو (ع) په فضایلو کې لیکلی دی.[۴۰]
  • حمدالله مستوفي (وفات: له ۷۵۰ق نه وروسته) په تاریخ گزیده، کې د خلفاوو له حالاتو وروسته د امامانو (ع) د حال شرحه لیکلې او له شیعه امامانو یې د «ائمه معصومین»[۴۱] و «حُجَّةُ الحَقِّ عَلَی الخلق»[۴۲] په نامه یادونه کړې ده.[۴۳]
  • شمس‌الدین محمد زَرَندی حَنَفی (وفات: ۷۵۰ق) په نَظْمُ دُرَرِ السِّمْطَیْن و مَعارجُ الوُصول إلی مَعرفَة فَضل آلِ الرّسول کې.[۴۴]
  • خواجوی کرمانی ( وفات: ۷۵۳ق) په خپلو شعرونو کې له تشیعه د برائت تر څنګ د دولسو امامانو (ع) مدحه کړې ده.[۴۵]
  • عبدالرحمن جامی (۸۱۷-۸۹۸ق)، حنفي او صوفي نقشبندي شاعر، چې په خپلو اثارو کې په شیعیانو خوشبینه نه دی خو له شیعه امامانو (ع) سره د مینې څرګندونه کوي.[۴۶]
  • ملاحسین واعظ کاشفی (وفات: ۹۱۰ق) په خپلو اکثرو اثارو کې[۴۷] منجمله روضة الشهداء کې چې د دولس امامي سنیانو په مینځ کې د امام حسین (ع) د عزادارۍ د رواجېدو نښه ګڼل شوې ده.[۴۸]
  • فضل‌الله بن روزبهان خُنْجی شافعی (وفات: ۹۳۰ق) په وسیلةُ الخادمِ الی المَخدوم کې چې د څوارلسو معصومانو د صلوات په شرحه کې یې لیکلی دی..[۴۹]
  • شمس‌الدین محمد بن طولون (وفات: ۹۵۳ق)، په اَلشّذَراتُ الذّهَبیة فی تَراجِم الاَئمةِ الاِثنیٰ عَشَر عِندَ الاِمامیه کې[۵۰]
  • شهاب‌الدین احمد بن حَجَر هَیتَمی‌ شافعی (۹۰۹-۹۷۴ق) په اَلصَّواعِقُ المُحرِقَة، کې چې د شیعیانو په رد کې لیکل شوی د اهل بیتو (ه) فضیلت بیان کړی دی.[۵۱]
  • جمال‌الدین عبدالله بن محمد شبراوی شافعی (۱۰۹۲- ۱۱۷۲ق) په الاِتْحاف بِحُبّ الاَشْراف کې.[۵۲]
  • سلیمان بن ابراهیم قُنْدوزی حنفی (۱۲۲۰-۱۲۹۴ق) په ینابیع المودة کې.[۵۳]
  • مؤمن بن حسن شَبْلَنْجی شافعی (۱۲۵۰-۱۳۰۸ق)په نور الابصار کې[۵۴]

فوټ نوټ

سرچينې