دکة القضاء
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
دَکَّةُ الْقَضاء په کوفې جومات کې یو ځای دی چې پکې امام علي (ع) قضاوت ترسره کاوه. په دغه ځای کې له امام علي (ع) ځینې پېښې او قضاوتونه نقل شوي دي. ځینو فقیهانو په هغو په استناد سره، په جومات کې قضاوت مکروه نه دی ګڼلی؛ که څه هم په عالمانو کې مشهوره ده چې په جومات کې قضاوت مکروه دی. همداراز دوه رکعته مستحب لمونځ کول او د حضرت زهرا (س) د تسبیحاتو ویل او د یوې مخصوصې دعا لوستل د دغه ځای له اعمالو دي چې د کوفې جومات له عملونو سره یو ځای ترسره کیږي.
موقعیت او مقام
دکة القضاء په کوفې جومات کې د وړوکي دکانګي[۱] یا کرسۍ په شان یو ځای و[۲] چې امام علي (ع) هلته قضاوت او فیصلې کولې.[۳] ځینې باوري دي چې د دې لپاسه سایبان او چوپال نه و[۴] او «إِنَّ اللَّهَ یأمُرُ بِالعَدلِ وَ الإِحسانِ وَ إیتاءِ ذِی القُربیٰ وَ...»[۵] ایت د هغې په خواته ستنې لیکل شوی و.[۶]
عملونه
د دکة القضاء لپاره چې په کوفې جومات کې یو مقام دی، ځینې اعمال لکه دوه رکعته لمونځ او د حضرت زهرا (س) تسبیحات[۷] او خاص دعا [یادداشت۱] د دې ځای لپاره ذکر شوې دی.[۸]
د شېخ عباس قمي په وینا، مشهور قول دا دی چې د دغه مقام علمونه د کوفې جومات د عملونو په پای کې او د امام صادق (ع) د مقام له عملونو وروسته ترسره کیږي.[۹] سره له دې په مفاتیح الجنان کې د مصباح الزائر کتاب د ترتیب په اساس، دغه عملونه د مقام ابراهیم (څلورمې ستنې) له عملونو وروسته ذکر شوي دي.[۱۰]
په ځینو سرچینو کې دغه مکان او بیت الطشت، یو مقام یاد شوي او ورپاره مشترک عملونه نقل شوې دي.[۱۱] که څه هم ځینو دغه دوه ځایونه له یو بل سره متصل [۱۲] خو جدا ګڼلي او د هر یو لپاره یې خاص عملونه ذکر کړې دي.[۱۳]
تاریخي پېښې
د منقبت لیکنې په کتابونو کې له دکة القضاء سره اړوند ځینې پېښې نقل شوي منجمله:
د امام علي (ع) کرامات د هغه جینۍ د ستونزې په حل کې چې بې له واده په ظاهره حامله ښکارېده.[۱۴] په اور د علي (ع) د یو ګناهکار پېرو نه سوزېدل [۱۵] له وریځو سره د امام علي (ع) خبرې کول او د هغه په ولایت د وریځو ګواهي او په وریځو د هغه حضرت سپرېدل او نورو سیمو ته سفر کول.[۱۶] ویل شوي چې شقشقیه خطبه امام علي (ع) همدلته ورکړې ده.[۱۷] په ځینو کیسو کې دکة القضاء ته نزدې له امام مهدي (عج) سره د ځینو کسانو د ملاقات خبره شوې ده.[۱۸]
فقهي استفادې
په جومات کې د قضاوت کراهت، له هغو احکامو دی چې ورپاره د شهرت ادعا شوې ده.[۱۹] خو ځینو فقیهانو په دکة القضاء کې د امام علي (ع) په فیصلو په استناد سره، په جومات کې قضاوت مکروه نه دی ګڼلی ،[۲۰] یا یې د معصوم لپاره مکروه نه دی ګڼلی [۲۱] او یا دا چې کراهت یې یوازې د لمانځه وختونو لپاره مخصوص ګڼلی دی.[۲۲] البته یو روایت هم نقل شوی چې پېغمبر (ص) په جومات کې قضاوت کاوه.[۲۳]
امامیه عالم میرزا محمود طباطبایي (وفات ۱۲۷۲ق) د «دکة القضاء فی مسائل القضاء و الشهادات»[۲۴] او یا «دکة القضاء فی الاحکام و الشهادات» په نامه یو کتاب لیکلی دی.[۲۵]