د الناس نیام حدیث
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
النَّاسُ نِیَامٌ فَإِذَا مَاتُوا انْتَبَهُوا (خلک ویده دي کله چې مړه شي ویښیږي) یو مشهور حدیث دی[1] چې له پیغمبر(ص)[2] او امام علی(ع)[3] څخه روایت شوی دی. د دې روايت په شرحه کې ویل شوي دي چې ډېر خلک دا فکر کوي چې د ځان لپاره ډېر څه لري؛ خو له مرګ وروسته پوهېږي چې هېڅ نه لري.[4]
دا وینا په نهج البلاغه کښې د امام علی(ع) قول دی چې «د دنیا خلک د هغه کاروان په شان دی چې بوتلل کیږي په داسې حال کې چې ویده دي».[۵] دې حدیث «الناس نیام» سره په یوه معنا دی[6] د «اِنْتِباه» کلمه په اصل کې د خبرولو په معنی ده، او دا روایت د ویښیدو په معنې راغلی دی.[7] «تو در خوابی و این دیدن خیال است» مِصرَع په ګلشن راز کتاب کې[8] له اسلامي عرفاني شعرونو څخه دی چې له دې حدیث راخستل شوی دی.[9]
«
- قال خَیْرُ الْوَرَی عَلَیْهِ سَلَام
- إِنَّمَا النَّاس هِجْعٌ و نِیام
- فإذا جائهم و إن کَرِهُوا
- سَکْرَةُ الْمَوْت بعدها انْتَبَهُوا[یادداشت ۱]
- آدمیزاده در مَبادی حال
- پی نفس و هوا رود همه سال[۱۰]
(یعنی؛ انسانان وېده دي او کله مرګ راشي که څه هم نه یې وي خوښه خو ویښیږي) »
ځینې محققین په دې اند دي چې د «الناس نیام...» روایت هم جبري او مادي مرګ ته اشاره کوي او هم عرفاني مرګ ته شاملیږي چې د ژوند په اوږدو کې په دې دنیا کې په لاس راځي.[۱۱] له همدې سببه ځینې باوري دي چې دا روایت سپارښتنه کوي چې هسې نه دا له خوبه راويښېدل د مرګ تر ورځې پورې پاتې شي.[۱۲] يو شيعه عالم او فيلسوف ملا صدرا له دغه روايت څخه د دې ادعا په ردولو کې چې مرګ عدم دی، ګټه اخستې ده او ويلي يې دي چې دا روايت د دې خبرې ثبوت دی چې مرګ به یو ډول بیداري وي، نه عدم او نیستي.[۱۳]
غزالي (وفات: ۵۰۵هـ ق) چې یو مسلمان متکلم او عارف دی، دې روایت ته په یو مثال کې توضیح ورکوي: ماشوم د مور په ګېډه کې وي او له هغه ځایه راوځي چې نړۍ او نوی ځایونه وګوري. کله چې دغه ماشوم د مور له ګېډې څخه راووت او د دنيا عظمت يې وليد، نو ايا دا مناسبه ده چې بېرته د مور ګېډې ته ورشي؟ غزالي عقیده لري چې دنیا او آخرت همدا شان دي. هغه څوک چې له دې دنیا څخه آخرت ته لاړ شي او د آخرت پراخوالی وویني نو د دې لایق نه دی چې بیرته دې دنیا ته راشي.[۱۴]
شیعه عالم او مجتهد جوادي املي د «الناس نیام...» روایت داسې تشریح کړی چې ډیر خلک فکر کوي چې دوي د ځان لپاره شیان لري؛ مګر کله چې دوی مړه شي، دوی پوهیږي چې هیڅ نه لري. لکه څنګه چې ویده انسان په خوب کې ډیر شیان ویني او له ویښیدو وروسته یې هیڅ نه ویني.[۱۵]
د اوومې هجري پېړۍ یو مسلمان فقیه نسفي په خپل کتاب انسان کامل کې د دې روایت په دلیل سره راوړي چې کوم څه په خوب کې لیدل کېږي هغه نه پاتی کیږي همدارنګ دې دنیا کې چې څه دي هغه هم بقا او ثبات نه لري.[۱۶] ځینې څیړونکیو دې ټکي ته یې اشاره کړې ده چې په دې نړۍ کې خلک د خپلو اعمالو له حقیقته نه دي خبر او له مرګه وروسته د اعمالو پهع «وجودي شان» باندې پوهیږي او ورته څرګندیږي او خلک به د خپلو اعمالو او چلند په حقیقت خبر شي.[17]
ملا صدرا په دې عقیده دی چې هغه څه چې یو انسان په خوب کې ویني، هغه د بهرنيو موجوداتو مثالونه دي. همدارنګه، هغه څه چې انسان په دې دنیا کې ویني، هغه د آخرت د حقیقتونو لپاره مثالونه دي. د آخرت حقایق انسان ته نه ښکاره کیږي، مګر د هغه مثالونو په چوکاټ کې چې تعبیر ته اړتیا لري.[18] د تفسیر مخزن العرفان لیکوال هم په دې باور دی چې موږ په دې نړۍ کې چې وینو هغه د حقیقتونو پوستکی او خول دی. او انسان به له مرګه وروسته حقیقتونو پوه شي.[۱۹]