د امن یجیب آیت
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
- دا مقاله د نمل د 62 آیت د یوې برخې په اړه ده. د دی آيت په ټولیزه توګه د زده کولو لپاره د نمل سوره ۶۲ آيت وګورئ.
د اَمَّن یُّجیب آیت، د نمل سورې د ۶۲ ایت یوه برخه ده چې پکې خدای تعالی د دعا د قبلېدو او د انسان د ستونزو او مصیبتونو د ختمېدو یوازینی مرجع بلل شوی دی. په دې عبارت کې راغلي دي:«اَمَّن یُّجیبُ المُضطَرَّ اِذا دَعاهُ وَ یَکشِفُ السُّوءَ؛ یا [څوک] دی چې د پاتې راغلي (دعا) هغه وخت چې هغه وبلي، قبلوي او مصیبت یې ترې لرې کوي؟»
په عمومي فرهنګ کې دې ته « امن یجیب دعا» ویل کیږي او سپارښتنه شوې چې په سختیو او کړاوونو کې وویل شي. د « امن یجیب د ختم» په نامه ځینې دستورې هم دود دي. د ځینو مفسرانو په وینا، دغه عبارت د توحید په باره کې دی او پکې خدای تعالی له مشرکانو پوښتنه کړې چې آیا هغه ذات چې د پاتې راغلیو او مجبورو کسانو دعا قبلوي، ښه دی که ستاسو خدایان چې هیڅ کار نه کوي؟
د ځینو حدیثونو او د شیعه مفسرانو د وینا په اساس، دا ایت د امام مهدي په باره کې نازل شو او له «مُضطَر»څخه مطلب هغه دی؛ خو ځینو نورو مفسرانو بیا ویلي چې امام مهدي د ایت یوازې یو مصداق دی او ایت ټولو مضطرو او مجبورو کسانو ته خطاب کوي او وعده یې ورکړې چې دعا یې قبلیږي.
په عمومي فرهنګ کې د دعا مقام
د «اَمَّن یُّجیبُ المُضطَرَّ اِذا دَعاهُ وَ یَکشِفُ السُّوءَ؛ یا [څوک] دی چې د پاتې راغلي (دعا) هغه وخت چې هغه وبلي، قبلوي او مصیبت یې ترې لرې کوي؟»عبارت د نمل سورې په ۶۲ ایت کې راغلی دی. د خلکو په عامه ژبه کې دغه عبارت ته دعا ویل کیږي او د « ام یجیب د ختم» په نامه دستورې دود دي.[۱] البته په خپله ایت د دعا سبک او سیاق نه لري او د دعا په وخت او ترې د استفادې په موقع د «یا مَنْ یجیبُ الْمُضْطَرَّ إِذا دَعاهُ»[۲] یا «يَا مَنْ يُجِيبُ دُعَاءَ الْمُضْطَرِّ» په شکل د ویلو سپارښتنه شوې ده. .[۳]
میرزا جواد ملکی تبریزی، د هغه کس لپاره چې د روژې میاشته یې په حالاتو کې له بدلونه پرته تېره کړې سپارښتنه کړې چې د سختیو د ختمولو او د ځان د اصلاح لپاره، له خدایه مرسته وغواړي او د حال په ژبه، د امن یجیب ایت ووایي.[۴]
له توحید سره یې اړیکي
په امن یجیب ایت کې، خدای تعالی د انسان د بوختیاوو د ختمېدلو او د دعا د قبلېدو یوازینی مرجع ذکر شوی او دا مفهوم له توحید سره اړوند ګڼل شوی دی.[۵] د ایت الله مکارم شیرازي په وینا، خدای تعالی په دغه ایت او په څومخکې او وروسته ایتونو کې چې په «اَمَّنْ» سره پېل کیږي، د پوښتنې په ډول، د توحید ډېر څرګند دلایل بیان او مشرکان محاکمه کړې دي.[۶] دا پوښتنه له مشرکانو څخه د خدای تعالی له پينځګونو پوښتنو څخه دریمه ده چې پکې پوښتنه کوي، ایا څوک چې د پاتې راغلي او مصیبت ځپلي کس دعا پوره کوي غوره دی که ستاسو خدایان چې هیڅ کار نه کوي؟[۷]
له «مُضطَر» څخه مطلب څوک دی؟
د شیعه په ځینو روایتونو کې، د «مضطر» (پاتې راغلې) له ټکي مطلب امام مهدي بیان شوی دی. د مثال په توګه له امام صادق (ع) څخه په یو حدیث کې چې په تفسیر قمي کتاب کې راغلی، د نمل سورې ۶۲ ایت د قائم آل محمد (ص) په شان کې نازل شوی او هغه واقعي مضطر دی چې په مقام ابراهیم کې له لمانځه او دعا وروسته، خدای تعالی هم د هغه دعا قبلوي او د « کشف سوء» د (د بوختیاوو لرې کولو) وروسته یې په ځمکه کې خلیفه ټاکي.[۸]
نُعمانی (وفات ۳۶۰ق) په الغیبه کې د امن یجیب په تفسیر کې د محمد بن مسلم په واسطه له امام باقر (ع) څخه یو روایت نقل کړی دی چې وایي د نمل سورې ۶۲ ایت، د امام مهدي (عج) په اړه نازل شوی چې په کعبې کې له ظهوره وروسته، جبراییل او ۳۱۳ ملګري به یې بیعت کوی.[۹]
د شریف لاهیجي په وینا (وفات، د یوولسمې قمري پېړۍ اخر) د امام صادق او امام باقر دغو دوو حدیثونو ته په پام سره، دا ایت د قائم ال محمد (عج) په شان کې نازل شوی دی.[۱۰] د دعای ندبه په یوه برخه کې هم امام مهدي (عج) ته د هغه مضطر په توګه چې دعا یې مستجاب ده، خطاب شوی او دا تعبیر کارول شوی دی: «أَيْنَ الْمُضْطَرُّ الَّذِي يُجابُ إِذا دَعا؟؛ چرته دی هغه پاتې راغلی کس کله چې دعا وکړي، دعا یې قبلیږي؟[۱۱]
علامه طباطبایی (وفات۱۳۶۰ش) او مکارم شیرازي په دغو ایتونو کې د شان نزول ذکر د یو مصداق د بیان په باب کې ګڼلی او ویلې یې دي چې ایت په ټولو مضطرو کسانو صدق کوي.[۱۲] علي بن ابراهیم هم په روایتونو کې د مصداق بیان د ایت تاویل یعنې د قرآن باطن ګڼلی دی.[۱۳]
د اضطرار او د دعا د قبلېدو تعلق
ځینو شیعه عالمانو لکه فضل بن حسن طَبرِسي (وفات ۵۴۸ق)، فتحالله کاشانی (وفات ۹۸۸ق) او مکارم شیرازي د نمل سورې د ۶۲ ایت د تفسیر په ذیل کې ویلي چې خدای تعالی د ټولو دعاګانې قبلوي؛ خو په دې وجه چې د مضطر کس غوښتنه ډېره پیاوړې او خاضعانه وي اضطرار د دعا د قبلېدو شرط ګڼل شوی دی.[۱۴] محمد سبزواری ( وفات ۱۳۶۸ش) او علامه طباطبایی هم په ایت کې اضطرار د حقیقي غوښتنې نښه ګڼلې ده.[۱۵] په امن یجیب ایت کې د مضطر مطلب د شیعه مفسرانو له نظره هغه کس دی چې د یو شي د سختوالي په وجه یې خدای ته پناه وړي وي او له بل هر چا او هر څه یې هیله غوڅه شوې وي. [۱۶]اهل سنت عالمانو لکه ثَعْلَبی،[۱۷] زَمَخْشَری،[۱۸] فَخْررازی[۱۹] او بَیْضاوی[۲۰] هم د مضطر دغه معنا منلې ده.
ایا د هر مضطر دعا قبلیږي.؟
د ځینو شیعه عالمانو لکه فتح الله کاشاني له نظره په ایت کې د «مضطر» ټکی ټولو پاتې راغلو او مجبورو کسانو ته نه شاملیږي؛ ځکه چې ډېر مضطر کسان لیدل شوي چې خدای یې د دعا قبلول په مصلحت نه دي ګڼلې. اهل سنت عالمان .[۲۱] زمخشری،[۲۲] فخررازی،[۲۳] بیضاوی،[۲۴] او آلوسی[۲۵] هم له دي نظر سره موافق دي. د شریف لاهیجي له نظره، صحیح خبره دا ده چې د ټولو مضطرینو دعا قبلیږي او که د چا دعا نه ده قبوله شوې سبب یې دا دی چې اضطرار ته نه دی رسېدلی.[۲۶]