د بصره جامع جومات

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حل کې ده!

د بصرې جامع جومات په عراق کې تر ټولو زوړ پېژندل شوی جومات، په بصرې ښار کې واقع. دغه جومات په هغه کې د شیعیانو د لومړي امام د شتون په وجه په «مسجد خُطوَة امام علی(ع)» ( د امام علي قدمګاه) هم مشهور دی. امام علي(ع) له جمل جنګ وروسته دغه جومات ته ورغی او خلکو ته یې خطبه وویله. د بصري جامع جومات په خپله موده کې په ځلونو بیا رغول او مرمت شوی دی. له زاړه جوماته یوازې یوه مناره پاتې ده او په څنګ کې یې، د نوې معمارۍ یو نوی جومات جوړ شوی دی. بصره جومات له هماغه اوله د درسي ټولګو د جوړېدو او د فکري مکتبونو د راغونډېدو مرکز پاتې شوی دی. د عراق ډېر خلک په مذهبي مناسبتونو کې پلي پښې دغه ځای ته ورخي.

د جومات کلي پېژندګلو او اهمیت یې

د بصرې جامع جومات، په اسلام کې یو مشهور عبادتځای[۱] او په عراق کې جوړ شوی لومړی او په اسلام کې دریم جومات دی.[۲] هغه څه چې په تاریخ کې په بصره جامع جومات تېر شوي او هغه یې مهم کړی د دې مختلف سیاسی، قضایي، تعلیمي، تربیتي او ټولنیز استعمالونه دي.[۳] د بصرې جامع جومات د فقهې، حدیثو، اصولو او فلسفې د لومړۍ مدرسې په توګه یادونه کیږي چې په مختلفو دورو کې د علمي شخصیتونو تر مینځ د نحوي ، ادبي، کلامي او مذهبي مباحثو او مناظرو مرکز و[۴] او د فکري مکتبونو د شتون او د درسي ټولګو په جوړېډو کې د دغه جومات د جامعیت په وجه یې بصرې ته « د اسلام د خزانې» لقب ورکړی و.[۵]

ویل شوي چې د بصرې جامع جومات د شیعیانو لپاره یوه اډه وه او د بني امیه په خلاف د شیعیانو ټولو فعالیتونو له دغه جوماته سرچینه اخستله او هغه یې د مبارزې او د اهل بیتو (ع) د حقوقو د اخستلو لپاره په یو مرکز بدل کړی و.[۶] د ابوالحسن اشعري توبه او او له معتزله مخ اړول[۷] او له اهل سنت متکلم عمرو بن عبید سره د هشام بن حکم مناظره[۸] له نورو پېښو دي چې په دغه جومات کې شوې دي.

د ځینو شیعه فقیهانو په باور، اعتکاف یوازې په مسجد الحرام، مسجد النبي، د کوفې په جامع جومات او د بصرې په جامع جومات کې صحیح دی او په نورو جوماتونو کې د رجا‌ء (د قبلېدو په هیله) په نیت باک نه لري.[۹] د شیخ صدوق په وینا په څلورګونو جوماتونو کې د اعتکاف د جایز والي سبب دا دی چې یو عادل امام پکې د جمعې لمونځ کړی وي او حضرت علي د بصرې په جومات کې د جُمعې لمونځ ادا کړی دی.[۱۰]

د بصرې جومات ته د امام علي(ع) ورتګ

د تاریخي راپورونو له مخې حضرت علي (ع) د جمل جنګ له ختمېد وورسته د بصرې جومات ته ننوت او په منبر باندې یې خلکو ته خطبه ولوسته.[۱۱] د تشیع په دایرة المعارف کې راغلي چې د بصرې د خلکو په خلاف د امام علي (ع) له تندو او ټینګو خبرو وروسته ډېر وخت نه و تېر چې دغه ښار د شیعیانو په یو مهم مرکز بدل شو.[۱۲] په دې جومات کې د امام علي د شتون په وجه هغه په «مسجد خُطوه امام علی(ع)»[۱۳] یا «مسجد امام علی(ع)»[۱۴] مشهور دی. په الاشارات الی معرفة الزیارات کتاب کې داسې راغلي چې د جومات مناره او محراب امام علي (ع) جوړ کړی دی.[۱۵]

د بصرې په جامع جومات کې خلکو ته د امام علي(ع) خطبه:

ای د بصرې خلکو! ای د ښځې (عایشې) سپایانو! او ای د هغه چارپای (د جمل د اوښې) پېروانو! زما په اړه څه فکر کوئ؟ تر څو چې اوښه بړېده تاسو جنګېدئ او چې کله راڅملول شوه، وتښتېدئ. ستاسو اخلاق پرېوتي او پیمان مو ناپایداره او اوبه مو تروې او ترخې دي. ستاسو ځمکه اوبو ته نزدې او له اسمانه لرې ده او په خدای قسم هغه ورځ به راورسیږي چې دا ښار به داسې له اوبو لاندې شي چې یوازې د جومات ګنګرې به ښکاري داسې لکه چې په دریاب کې د کشتۍ مخه ښکاري. اوس خپلو کورونو ته ستانه شئ.

د جوړېدو او بیا رغاونې تاریخچه

د بصرې جامع جومات په څو مرحلو کې جوړ شوی او ودانیز بدلونونه پکې رامینځته شوې دي.[۱۶] دا جومات په سر کې د بصرې ښار له جوړېدو سره په یو وخت د عمر بن خطاب د خلافت په زمانه کې د بصرې د ګورنر عتبه بن غزوان په وسیله په شرغشو او د بوټو په تنو سره جوړ شو. له همدې امله په راتلونکو اورلګېدنو کې له مینځه لاړ او د معاویه په زمانه کې زیاد بن ابیه چې د بصرې حاکم و هغه په خښتو، ګچو او ډبرینو ستنو سره مضبوط کړ.[۱۷] د امویانو په پړاو او د عبیدالله بن زیاد د حکومت په زمانه کې هم بیا ورغول شو او پراختیا یې وموندله.[۱۸] په جومات کې وروسته سخت سیلاب راغی [۱۹] او له هغه وروسته د جومات تر ټولو لویه ودانۍ او جوړونه په ۱۶۰ ق کال کې د مهدي عباسي د حکومت په زمانه کې وشوه او هارون عباسي هم دارالاماره د جومات له انګڼ سره ورزیاته کړه.[۲۰] ویل شوي چې په دې پړاو کې، کابو شل زره کسانو په جومات کې لمونځ کاوه.[۲۱]


نننی حالت

د بصرې لرغونی جومات له مینځه تللی [۲۲] ترې یوازې یوه مناره پاتې ده.[۲۳] په ۲۰۰۰ م کال کې د نوي جومات جوړېدل، له دودیزې معمارۍ سره غیر متناسب، د پخواني جومات له حدودو بهر پای ته ورسېدل،[۲۴] رقبه یې ۲۰۰ مربع میټرو ته ورسېده او یو لوی انګڼ ورزیات شو.[۲۵] د عراق شیعیان په مختلفو مناسبتونو لکه د عاشورا په ورځ، د پېغمبر (ص) د وفات، د امام علي (ع) د شهادت او د امام مهدي (عج) د زوکړې په ورځ پلي پښې له بصرې او نورو ښارونو دغه جومات ته ځي.[۲۶]

نندارتون

فوټ نوټ

سرچينې