د بني مصطلق غزوه
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
د بني مُصطَلِق غزوه یا مُرَیسیع غزوه، د پېغمبر(ص) له غزاګانو څخه ده چې له بني مصطلق قبیلې سره د مقابلې لپاره د هجرت په پینځم یا شپږم کال وشوه. په دې جنګ کې ابوذر غفاري په مدینه کې د پېغمبر(ص) ځای ناستی شو او ځینې منافقان هم د جنګي ولجو د لاسته راوړلو لپاره د اسلام له لښکر سره یو ځای شول. د اسلام پېغمبر په اول کې بني مصطلق قبیله اسلام ته وبلله؛ خو د اسلام له منلو له انکار او په مسلمانو سپایانو له غشو ویشتلو وروسته یې د حملې امر وکړ.
د تاریخي سرچینو له مخې، د دښمن له ماتې وروسته، مسلمانانو دوه سوه اسیران او دوه زره اوښان او پینځه زره ګډې په دې جنګ کې ولجه کړې. اسیران او ولجې په مسلمانانو کې ووېشل شوې او د اسیرانو د خوشي کولو شرط د هغه فدیې ورکول وو چې پېغمبر (ص) مقرره کړه.
د بني مصطلق قبیلې د مشر حارث لور جویریه هم په دې جنګ کې اسیره شوه چې د اسلام پېغمبر (ص) د فدیې په ورکولو سره خوشې کړه. جویریې له ازادۍ وروسته اسلام راوړ او له پېغمبر (ص) سره یې واده وکړ.
د ځینو تفسیري کتابونو د راپور له مخې د منافقون سورې له لومړي تر اتم ایته پورې د منافقانو په تېره بیا د عبدالله بن اُبی په اړه په دې جنګ کې نازل شول. همداراز ویل شوي چې د اِفک پېښه له دغه غزوې له ستنېدو وروسته شوې ده.
د جنګ د واقع کېدو سبب
مُصْطَلِق غزا[۱] یا مریسیع غزا[۲] د پېغمبر (ص) له غزاګانو ده چې د تاریخي سرچینو په نقل د هجرت په پینځم [۳] یا شپږم [۴] کال پېښه شوه. د ځینو تاریخي راپورونو په اساس د اسلام پېغمبر (ص) ته خبر ورسېد چې خزاعه قبیلې ته له منسوبو طایفو څخه د بني مصطلق قبیلې مشر حارث بن ابي ضرار له خپل قوم او له ځینو عربو قبیلو سره له مسلمانانو سره جنګ ته تیار شوي دي.[۵] بني مصطلق له قریشو سره نزدې اړیکي لرلی او د خپلو تجاري مصلحتونو د ساتلو لپاره یې، د اسلام له منلو ډډه کړې وه او پېغمبر (ص) هم د ځینو دلایلو په وجه له هغوي سره ګوزاره کوله.[۶]
پېغمبر (ص) د مسلمانانو په لور د بني مصطلق په لښکر کښې د ډاډه کېدو لپاره د خبر د رښتیاوالي د معلومولو په غرض بریدة بن حصیب د دښمن لښکرځای ته ولیږه او د خبر له رښتیا والي وروسته یې د بني مصطلق په لور د لښکر استولو حکم ورکړ.[۷] واقدي لیکي چې د حرکت په وخت ځینې منافقان [۸] د جنګ د ځای د نزدې والي او د جنګي ولجو د لاسته راوړلو لپاره د پېغمبر (ص) له سپایانو سره یو ځای شول.[۹] د اندلسي په وینا، پېغمبر (ص) د تګ په وخت، ابوذر غفاري په مدینه کې خپل ځای ناستی وټاکه؛[۱۰] البته ځینو مورخانو په مدینه کې د پېغمبر (ص) د ځای ناستي په توګه د نمیلة بن عبدالله اللیثی[۱۱] او زید بن حارثه نوم اخستی دی.[۱۲]
د جنګ برخلیک
د لسمې قمري پېړۍ د مورخ صالحي دمشقي په وینا، د بني مصطلق په لور د پېغمبر (ص) د حرکت په وخت، د حارث یو جاسوس مسلمانانو ونیوه؛ خو هغه پېغمبر (ص) ته د معلوماتو ورکولو ته تیار نه شو. سره له دې پېغمبر(ص) له هغه وغوښتل چې اسلام راوړي؛ خو له دې یې هم ډډه وکړه. له همدې امله د پېغمبر (ص) په امر ووژل شو.[۱۳] د دغه جاسوس وژله د حارث او دهغه د ملګرو د وېرې او له هغه سره د نورو قبایلو د ملګرو سپایانو د تیتوالي او جدایۍ سبب شو. په نتیجه کې، بې له حارث او خواوشا کسانو یې هیڅوک د جنګ په میدان کې پاتې نه شول [۱۴] د سرچینو په نقل پېغمبر (ص) چې کله مریسیع سیمې ته ورسید، خپل اصحاب یې په قطار کړل. د مهاجرانو بېرغ یې عمار بن یاسر او په یو قول ابوبکر ته ورکړ او د انصارو بېرغ یې سعد بن عباده ته وسپاره او جنګ ته تیار شو.[۱۵]
پېغمبر (ص) په اوله کې هغوي اسلام ته وبلل؛ خو کله چې یې د اسلام له منلو ډډه وکړه، او د اسلام د سپایانو په لور یې غشي وویشتل، د حملې امر یې وکړ.[۱۶] مسلمانانو د «یا منصور اَمِت» (ای بریالیه، مړه کړه) په دښمنانو برید وکړ.[۱۷]
په دغه جنګ کې د حارث لس کسان ووژل او نور اسیران شول[۱۸] او ځینې وتښتېدل.[۱۹] ډېرې ولجې د اسلام سپایانو ته ورسېدې.[۲۰] مورخ طبري لیکي چې هاشم بن ضبابه د دښمن له تعقیبه د ستنېدو په وخت په غلطۍ سره د یو مسلمان په لاس ووژل شو،[۲۱] چې پېغمبر (ص) امر وکړ چې دیه یې ورکړل شي.[۲۲]
د ولجو وېش
په المغازي کتاب کې د واقعدي په وینا، د جنګ له ختمېدو وروسته پېغمبر (ص) برید بن حصیب د اسیرانو د ساتنې مامور کړ او امر یې وکړ چې له اسیرانو سره په نرمۍ او مهربانۍ سره سلوک وشي.[۲۳] همداراز ټولې ولجې منجمله مالونه، وسلې او چارپایان یې په یو ځای راغونډ کړل او د پېغمبر په امر د هغوي خدمتکار شقرآن د هغو د ساتنې مامور شو.[۲۴] د خمس او د مسلمانانو د ونډې د معلومولو لپاره هم محمیة بن جزء انتخاب شو.[۲۵]
د تاریخي سرچینو په نقل، په بني مصطلق غزا کې دوه سوه کسان اسیران، دوه زره اوښان او پینځه زره ګډې بزې په غنیمت کې راغلې.[۲۶] ځینو سرچینو نقل کړي چې پېغمبر (ص) په اوله کې د ولجو خمس جدا کړ او بیا یې مالونه او چارپایان په مسلمانانو کې ووېشل.[۲۷]
د ولجو د وېش په وخت یې هر اوښ له لسو ګډو سره برابر حساب کړ او د هر اس لپاره دوه برخې او د هر اس د خاوند لپاره یوه برخه او د پلي عسکرو لپاره یوه برخه وټاکل شوه.[۲۸] مختلفو سرچینو لیکلي چې پېغمبر (ص) د اسیرانو د ساتنې لپاره هغوي په مسلمانانو کې ووېشل او د اسیرانو د ازادۍ لپاره یې فدیه وټاکله. ویل شوي چې د هرې ښځې او هر ماشوم فدیه لس اوښان وو. له بني مصطلقو به ځینې کسان مدینې ته راتلل او د فدیې په ورکولو سره به یې خپل اسیران خوشي کول. د راپورونو له مخې ځینې کسان بې فدیې خوشي شول.[۲۹]
له جویریه سره د پېغمبر واده
د اسیرانو د وېش په وخت د (خزاعه د قوم د مشر) حارث بن ابي ضرار د لور جویریه ساتنه ثابت بن قیس ته ورکړل شوه.[۳۰] د تاریخ طبري په وینا، ثابت بن قیس له جویریه سره وټاکله چې د یو لړ پېسو (سرو زرو) د ورکولو په بدل کې هغه خوشې کړي.[۳۱] جویریه د خپلې ازادۍ لپاره پېغمبر (ص) ته ورغله او د خدای په وحدانیت له اقراره وروسته یې له هغه حضرته وپوښتل چې د هغې د ازادۍ بیه ورکړي. پېغمبر (ص) د هغې بیه ورکړه او بیا یې ورسره واده وکړ.[۳۲] په خلکو کې د دغه خبر خپرېدل سبب شول چې مسلمانان د بني مصطلق ټولې اسیرې ښځې له پېغمبر (ص) سره د خپلوۍ په خاطر ازادې کړي.[۳۳] ځینو نقلونو ویلي چې د جویریه د واده شرط د خپل قوم د ټولو، یا سلو یا څلویښتو اسیرانو ازادول وو.[۳۴]
د منافقون سورې د لومړیو ایتونو نزول
علي بن ابراهیم قمي په خپل تفسیر کې راوړي چې په دې جنګ کې، له کوهي د اوبو راویستلو په سر د پېغمبر د دوو اصحابو ترمینځ جنګ شو او پکې یو انصار ژوبل شو. عبدالله بن اُبی د دغه خبر له اورېدو وروسته، ډېر غصه شو او ګواښ یې وکړ چې کله مدینې ته ستون شي حقیر او کم حیثیته خلک له دغه ښاره وباسي[۳۵] زید بن ارقم چې د دغه کیسې لیدونکی و، د عبدالله خبرې پېغمبر(ص) ته بیان کړې؛ خو عبدالله پېغمبر ته ورغی او د خدای په وحدانیت او د پېغمبر (ص) په رسالت یې ګواهي ورکړه او د زید خبرې یې دروغ وبللې. لږ وخت پس د منافقون سورې له لومړي تر اتم پورې ایتونه نازل شول.[۳۶] علامه طباطبایي په المیزان کې لیکلی چې له «حقیرو او بې حیثیته» کسانو د عبدالله بن ابی مطلب پېغمبر (ص) و او په دې خبرې سره یې د پېغمبر د ګواښلو اراده لرله.[۳۷]
د ځينو راپورونو له مخې، د افک پېښه هم له دغه سفره په ستنېدو کې شوې ده.[۳۸]