د تلاوت سجده

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د تلاوت سجده، هغه سجده ده چې د قرآن د سجدې د آيتونو د لوستلو او اورېدلو په وخت کې فرض يا مستحب کیږي.[1] د شيعه فقهاوو له نظره د سجدې سورت 15 آيت، د سورت فصلت37، د سوره نجم62 او د سوره علق19 آیت کې سجده واجبه ده.[2] همدارنګه د صاحب جواهر د وینا له مخې د قرآن په ۱۱ آيتونو کې سجده مستحب ده.[۳] په دې آيتونو کې د سوره اعراف ۲۰۶ آيت، د رعد ۱۵ آيت، د نحل ۴۹-۵۰ آيت، د اسراء ۱۰۹آيت ، د مريم ۵۸آيت ، د حج ۱۸ او ۷۷ آيت، د فرقان ۶۰ آيت، د نمل ۲۶ آيت، د ص ٢٤ آيت او د انشقاق ٢١ آيت [٤] د هغه څه پر اساس چې شیخ صدوق ته منسوب دي، په آیت کې د «سجده» ټکي په راتلو سره سجده مستحب کیږي.[5]

د تلاوت د سجدې ذکر

«لا اِلهَ اِلَّا اللهُ حَقًّا حَقًّا، لا اِلهَ اِلَّا اللهُ ایماناً وَ تَصْدیقاً، لا اِلهَ اِلَّا اللهُ عُبُودِیةً وَرِقّاً، سَجَدْتُ لَک یا رَبِّ تَعَبَّداً وَرِقّاً، لا مُسْتَنْکفاً وَ لا مُسْتَکبِراً، بَلْ اَنَا عَبْدٌ ذَلیلٌ ضَعیفٌ خائفٌ مُسْتَجیرٌ»[۶]

د تلاوت سجده او احکام يې د فقهې په کتابونو کې د طهارت په فصلونو[7] او د لمانځه [8] په باب کې خبرې شوي دي. ځینې ​​احکام یې دا دي:

د قرانکریم سجده سمدستي واجبه ده. نو د سجدې د سورت د آیتونو په لوستلو یا اورېدلو سره سمدستي سجده واجبیږي.[۹]

د سجدې په تلاوت کې اودس، غسل، قبلې ته مخامخ کېدل او خاص ذکر شرط نه دی، خو تندی دې باید په هغه شي کېښودل شي چې سجده پرې صحيح ده.[10] خو بیا هم د سجدې د تلاوت لپاره ځانګړي ذکرونه نه دي روایت شوي.[11]

که جنب او حیضداره د سجدې آيتونه واوري نو سجده کول ورباندې واجب دي.[۱۲] البته د فقهاوو د فتوا له مخې د جُنُب[۱۳] او حیضدارې لپاره [۱۴] د سجدې د آیت تلاوت کول حرام دي.

که څوک په لمانځه کې په غلطۍ سره د له عزایمو سورتونو يو سورت تلاوت کړي، که د سجدې آيت يا نيم سورت ته له رسېدو مخکې پوه شي، نو د سجدې سورت دې پرېږدي او بل سورت دې ولولي. خو که د سجدې له آيت يا نيم سورت وروسته پوه شي نو د سجدې او لمانځه د څرنګوالي په اړه د فقهاوو تر مینځ اختلاف دی.[۱۵] د امام خمیني د فتوا له مخې په دې حالت کې باید په اشارې سره سجده وکړي او د سجده دار سورت په تلاوت بسنه وکړي.[۱۶] همدارنګه د ایت الله سیستاني او سید موسی شبیري زنجاني د فتوا له مخې که فرض سجده ونه کړی لمونځ یې صحیح دی که څه هم ګناه یې کړې ده.[۱۷] د شيعه فقهاوو د فتوا له مخې په فرض لمانځه کې قصداً د سجدې سورتونه لوستل لمونځ باطلوي.[۱۸]

فوټ نوټ

سرچينې