د حسین څوک دی تنظیم؟

د wikishia لخوا
د حسین څوک دی د تنظیم لوګو

د حسین څوک دی تنظیم؟ په انګلیسي کې: ?Who is Hussain یوه غیر انتفاعي، عوامي او خیریه موسسه ده چې په 2012 م/ 1391 ه ل کې په لندن کې د شیعو د دریم امام، امام حسین(ع) د ژوند او میراث په اړه د پوهاوي لوړولو په موخه جوړه شوه. د نړۍ په بیلا بیلو ښارونو کې د وینې ورکولو، د څښاک د پاکو اوبو د ورکولو، د پوسترونو ویشلو، اړمنو ته د خوراکي توکو او جامو د ورکولو په څیر د کمپاینونو پیلول د دې ټولګې له کړنو څخه دي.

د تنظیم موخې او اهمیت

حسین څوک دی؟ دا تنظیم هڅه کوي چې حسین بن علي(ع)، چې ۱۴۰۰ کاله پخوا ژوند کړی و، د نړۍ خلکو ته د یوې نمونې په توګه وروپيژني. د دې موسسې موخه « د امام حسین(ع) له بې ساري شخصیت څخه په الهام سره د نړۍ لیدل دي»[۱] د دې ټولګې بله موخه له اړمنو سره مرسته او په ټولنه کې په خیریه طریقه د مثبت بدلون راوستل دي.[۲]

د دې ډلې غړي په داوطلبانه توګه له دې تنظیم سره همکاري کوي[۳] او اراده لري چې د جنس، قومیت او طبقې په پام کې نیولو پرته، یوازې د ټولو خلکو مشترک اړخ ته په پام کې نیولو سره، نړۍ ته امام حسین(ع) معرفي کړي.[۴] د دې سازمان غړي د مختلفو قومونو، ملیتونو او مذهبونو خلک دي.[۵]

تاریخچه

د دې سازمان اصلي نوم «?Who is Hussain» دی چې په لندن کې په ۲۰۱۲م /۱۳۹۱ ه ل کې تاسیس شو.[۶] او څه وخت وروسته په 2013/1392 ه ل کې يې له بهرنیو هېوادونو غړي اخستل شورو کړل چې خپل نړیوال حیثیت ثابت کړي. د دغو استازو دنده دا وه چې د «حسین څوک دی» ترویجولو لپاره محلي اعلانونه تنظیم کړي او په ځانګړې توګه د سازمان ویب پاڼه، او همدارنګه د خیریه مراسمو ترسره کول.[۷] دې سازمان لومړي د لندن په میټرو کې د پوسټرونو په لګولو سره خپل کار پیل کړ.[۸]

د دې ټولګې په وېبپاڼه کې راغلي چې په ۱۴۰۲ ه ل/ ۲۰۲۳ میلادي کال کې د دې تنظیم استازي د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې له ۹۰ څخه زیاتو ښارونو کې شتون لري.[۹] دا سازمان د یو خیریه سازمان په عنوان سره رسما ثبت شوی دی او په پيژندلی توګه د لویو خبري تنظیمونه لپاره، په نړیواله کچه کار کوي.[۱۰] په 1398 ه لمریز کې د خپور شوي خبر له مخې، د زیتون کلتوري مرکز له دې سازمان سره د تفاهم یادښت له لارې په ایران کې د دې ټولګې د پروژو یوازینۍ اجرا کوونکی شو.[۱۱]

کمپاینونه

دا اداره هڅه کوي چې د لندن په فرعي سړک کې د اعلاناتو پوسټرونو د ډیزاین او نصبولو او د اعلاناتو بلبورډونو نصبولو، د خبرتیاو ویشلو او د ویب پاڼې د اداره کولو له لارې خپلې موخې تعقیب کړي.[۱۲]

په 2013 کې په لندن کې د «?Who is Hussain» ډلې لخوا د اوبو مرسته

غړو د «?Who is Hussain» د اړو کسانو لپاره اوبه برابرې کړې چې د امام حسین(ع) هغه تنده نړیوالو ته رایاده کړي.[۱۳] د اوبو د کمښت په وخت کې دې سازمان په 2016 م /۱۳۹۵ لمریز کال کال کې 30 زره بوتلې اوبه په فینټ میشګان کې سره میاشت ته ډالۍ کړې او په هند کې هم ورته اقدام وشو. دغه سازمان څو څو ځله د امریکا د متحده ایالاتو په ښارونو کې د امام حسین(ع) د لیبلونو سره د اوبو بوتلونه ویشلي دي،[۱۴] دا سازمان نوي نوي کمپاینونه په بیله توګه د امام حسین علیه السلام په هکله ترسره کوي، چې له هغو څخه ځینې دا دي: د وینې ورکولو کمپاین، د بې کوره خلکو لپاره د خوراکي توکو او د زړو اړمنو لپاره د جامو راټولولو کمپاینونه پیل کړی.[۱۵]

فوټ نوټ

  1. "Our story". whoishussain.org
  2. "What we do". whoishussain.org
  3. "What we do". whoishussain.org
  4. "Our story". whoishussain.org
  5. مجله مهر، «با کمپین «Who is Hussain» آشنا شوید»، خبرگزاری مهر.
  6. "Our story". whoishussain.org
  7. "Who is Hussain rebrands Ashoura for new generation". The Daily Star (Lebanon)
  8. "Our story". whoishussain.org
  9. "What we do". whoishussain.org
  10. "Our story". whoishussain.org
  11. «نخستین حضور کمپین «حسین کیست؟» در ایران»، خبرگزاری مهر.
  12. "Our story". whoishussain.org
  13. «فراخوان امام حسین(ع) کیست؟ در لندن»، خبرگزاری العالم.
  14. "RAHAT HUSAIN: Muslims donate 30,000 bottles of water to Flint, Michigan, during water crisis". washingtontimes.com
  15. "Our story". whoishussain.org

سرچينې

بهرنۍ لینکونه