د حمراءالاسد غزوه
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
حَمراءُالاَسَد غزوه د رسول الله(ص) له غزوو څخه ده چې د هجرت په دریم کال او د اُحد له غزوې یوه ورځ وروسته ترسره شوه. ويل کيږي چې کله رسول الله(ص) د احد له جګړې وروسته د مکې د مشرکانو له نيت څخه خبر شو چې بيا په مدينه باندې بريد کول غواړي نو امر يې وکړ چې دښمنان دې تعقيب شي. په دې جګړه کې به د رسول الله(ص) په حکم، د اسلامي لښکرو د زیات شمېر د ښودلو او د دښمنانو تر منځ د وېرې د رامنځته کولو لپاره هر یو مسلمان هره شپه ځانته بیل اور بلاوه. دغه کار د مکې د لښکرو د تېښتې لامل شو او پيغمبر(ص) له درې ورځو وروسته مدینې ته راستون شو.
مفسران، د سوره آل عمران ۱۴۰ و ۱۷۲ تا ۱۷۴ آیتونو نزول او همدارنګ د سوره نساء ۱۰۴ آیت نزول د دې غزوې په پاره کې ګڼي.
د جنګ لامل
د تاریخي منابعو له مخې د حمراء الاسد د غزوې وخت د هجرت په دریم کال[1] او د احد له جګړې یوه ورځ وروسته و.[۳] د دې غزوې نامه له دې سببه حمراء الاسد شوه چې په همدې نامې سره یوې سیمې کې چې له مدینې څخه په اته میله (شل کیلومیټره) کې وه، ترسره شوه.[3] په تاریخي منابعو کې راغلی دی د احد په جګړه کې د مسلمانانو له ماتې یوه ورځ وروسته پیغمبر(ص) ته خبر ورکړل شو چې د مکې مشرکانو په مدینه کې د بیا برید کولو پلان جوړ کړی دی.[4] د قمي په تفسیر کې راغلي دي چې جبرائیل(ع) رسول الله(ص) ته خبر ورکړ چې قریش بیا د برید اراده لري.[5] په دې هکله، چې په دې غزوې کې کومو کسانو ګډون کړی دی، دوه نظریې دي: په تفسیر قمي کې راغلي دي، جبرائیل پيغمبر(ص) ته خبر ورکړ چې په دې جګړه کې یوازې هغه کسان د ګډون حق لري چې د احد په جګړه کې یې زخم خوړلی وي.[6] په اعیان الشیعه کتاب کې راغلي دي چې بلال د پيغمبر(ص) په حکم د سهار له لمانځه وروسته اعلان وکړ چې کومو کسانو د احد په جګړه کې ګډون کړی دی هغوي دې په دې جنګ کې د ګډون او د دښمن د تعقيب لپاره روان شي.[۷] د تاريخي ماخذونو له مخې، د مکې د مشرکانو په لور د رسول الله(ص) حرکت د دښمنانو په منځ کې د ترهې او دا چې ورته وښايي چې مسلمانان لاتر اوسه توان لري.[۸]
د جنګ پيښې
د المغازي په کتاب کې د واقدي له قوله راغلي، د رسول الله(ص) له اعلان سره سم هغه کسان هم د حمرا الاسد سیمې د جنګ لپاره روان شوو چې هغوي ټپیان وو او درملنه یې کوله.[9] ویل شوي دي چې د بَنی سَلَمه له قبیلې څلویښت کسان چې ټپیان وو چې د جنګ کې حاضر شول.[10] او له همدې سببه پيغمبر(ص) د هغوی لپاره دعا وکړه.[۱۱]
د تاریخي کتابونو له مخې پیغمبر(ص) ابن ام مکتوم په مدینه کې خپل ځای ناستی وټاکه.[۱۲] او که څه هم د احد په جګړه کې یې ډېر زخمونه خوړلي وو خو بیا هم له مسلمانانو سره په جګړه کې د ګډون لپاره ولاړ[13] په قصص الانبیاء کتاب کې چې قطب الدین راوندي لیکلی دی، راغلي دي چې پېغمبراکرم(ص) د مهاجرينو بيرغ امام علي(ع) ته ورکړ او هغه له یې له لښکر وړاندې ولیږه چې حمراء الاسد ته ورسېدو.[14]
د واقدي له قوله، په دې جنګ کې رسول الله(ص) طلحه ته په ټولو جنګونو کې د بریالیتوب وعده ورکړې وه، او دا چې خدای به مکه هم زمونږ لپاره پرانيزي.[15] نقل شوي دي چې سعد بن عباده دیرش د اوښ بارونه او نور څو نور اوښان ځان سره راوستي وو چې د ورځې به یې دوه یا درې اوښان قرباني کول.[۱۶]
د ځینو تاریخي منابعو له مخې پیغمبر(ص) درې کسان د دښمن د محاذ د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره واستول؛ خو دوه تنه يې د قريشو له خوا ونيول شول او شهيدان شول.[۱۷] او مسلمانانو دواړه په يوه قبر کې ښخ کړل.[18]
د مشرکانو په لښکرځای کې وېره پیدا کول
د ډیرو تاریخ لیکونکو په وینا کله چې د اسلام لښکر د حمرا الاسد سیمې ته ورسید، پیغمبر(ص) مسلمانانو ته د لرګیو د راټولولو امر وکړ او کله چې شپه راشي نو هرڅوک دې باید خپلو لرګیو ته اور واچوي. د شپې د پنځو سوو اورونو بلیدل او د مسلمانانو د لوړ ځواک شهرت د مشرکانو په کیمپ کې د وېره د رامنځته کیدو سبب شو.[۱۹] کله چې د مکې مشرکان د روحاء سیمې ته ورسېدل او بیا یې د برید پلان جوړوه نو د معبد په نوم له یوه کس سره مخامخ شول. له معبد څخه د مسلمانانو د لښکر خبر وغوښت، هغه د مسلمانانو د غچ اخستلو لپاره د یو کیدو په اړه خبرې وکړې او د اسلامي لښکر د عظمت په اړه يې د شعرونو په ويلو سره د ابو سفیان په زړه کې وېره واچوله او هغوي یې په مدینه باندې د بیا برید کولو څخه واوړیدل.[21] د راوندي په وینا کله چې معبد د روحاء سیمه کې له ابو سفیان سره ولیدل، هغه د امام علی(ع) د قوماندانۍ په هکله وویل: «ای ابو سفیانه، دا علي دی چې د لښکرو په سر کې راغلی دی» او دې خبرو سره ابو سفیان د حملې له ارادې څخه واوړید شو.[۲۲]
په ځینو منابعو کې راغلي دي چې وروسته له دې چې د مکې مشرکین له مسلمانانو سره له جګړې واوړیدل، معبد د خُزاعه قبیلې یو سړی پیغمبر(ص) ته ولېږه او پیغام یې ولېږه چې ابو سفیان او ملګري یې مکې ته وتښتېدل.[23] د قمي تفسیر له قوله وروسته له دې چې مشرکین وتښتېدل، جبرائیل(ع) پر پیغمبر(ص) نازل شو او مدینې ته د ستنېدو امر یې وکړ او ویې ویل: خدای د قریشو په زړونو کې وېره واچوله او هغوی لاړل.[24]
د طبري په تاریخ کې راغلي دي چې ابو سفیان له جګړې نه وروسته د یوې ډلې له لارې، چې مدینې ته راتلل، رسول الله(ص) ته پیغام واستاوه چې مونږ هوډ کړی دی چې تاسو چې هر ځای یاست، مونږ به بیرته درځو. بیا مکې ته ولاړ. کله چې پیغمبر(ص) او مسلمانانو د ابو سفیان پیغام واورېد، نو ویې ویل: «حسبنا الله و نعم الوکیل» [۲۵] د طبري په وینا دې جګړې درې ورځې دوام وکړ.[۲۶]
د حمراء الاسد جګړې په هکله د آیتونو نازلیدل
په ځینې تفسیري او تاریخي سرچینو کې راغلي دي چې د سوره آل عمران ۱۷۲ تر ۱۷۴ آیتونو د حمراء الاسد د جنګ په هکله نازل شوي دي.[27] او همدارنګ ویل شوي دي چې د شوره آل عمران 140 او د سوره نساء 104 آیتونه هم د دې غزوې په هکله نازل شوي دي.[۲۸]