د ذي قعدې د یکشنبې لمونځ

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د ذي قعدې د یکشنبې لمونځ یو مستحب لمونځ دی په خاصو ادابو سره چې د ذي القعدې میاشتې په یوې یکشنبې کې کیږي. په حدیثونو کې د دغه لمونځ لپاره ځینې اثار لکه د ګناهانو بخښل کېدل ذکر شوې دي. د دغه لمانځه سند هغه روایت دی چې سید ابن طاووس د مالک بن انس په قول له پېغمبر (ص) نقل کړی دی.

د لمانځه طریقه

دغه لمونځ دوه رکعته دی چې د ذی القعدې میاشتې د یکشنبې د لمونځ په نیت سره ترسره کیږي. په هر رکعت کې یو ځل حمد سوره، درې ځله توحید سوره، یو ځل ناس سوره او یو ځل فلق سوره لوستل کیږي. د څلورو رکعتونو له ختمېدو وروسته باید اویا ځله اِستغفار( د استغفر الله و اتوب الیه په شان ذکر) ووایي او یو ځل لا حَول و لا قوةَ الا بالله ویل کیږي. او د دغه لمونځ په پای کې «یا عَزِیزُ یا غَفَّارُ اغْفِرْ لِی ذُنُوبِی وَ ذُنُوبَ جَمِیعِ الْمُؤْمِنِینَ وَ الْمُؤْمِنَاتِ فَإِنَّهُ لَا یغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلَّا أَنْتَ» ذکر لوستل کیږي. همداراز له لمانځه مخکې غسل کیږي.[۱]

سید ابن طاووس په اقبال الاعمال کتاب کې یو روایت چې د دغه لمانځه مستند دی له انس بن مالک له پېِغمبر (ص) نقل کوي.[۲]

فضیلت او وخت

له رسول اکرم (ص)نقل شوې چې هر څوک چې د ذی القعدې لمونځ وکړي، توبه یې منل او ګناهان یې بخښل کیږي، د قیامت په ورځ به د هغه دښمنان له هغه راضي شي، د ایمان په حالت کې به مري او دین او ایمان به یې ترې نه اخستل کیږي؛ قبر به یې پراخ او نوراني او والدین به یې ترې راضي ؛ بخښنه به هغه او اولاد ته یې شامله وي؛ رزق به یې پراخ وي؛ ملک الموت به ورسره د مرګ په وخت ګوزاره کوي؛ او سا به یې په اسانه وځي او...[۳]

شیعه عالم میرزا جواد ملکي تبریزي د دغه لمانځه د کولو سپارښتنه کړې ده.[۴]

د دغه لمانځه د کولو وخت، د ذي القعدې میاشتې یکشنبه ده او د ورځې په هر ساعت کې یې کولی شي. د یو روایت مطابق چې په اقبال الاعمال کې نقل شوی،[۵] که د نورو میاشتو په یکشنبې کې یې هم وکړي، اجر یې وررسیږي.[۶]