د سپېڅلتیاوو سپکاوی
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
د سپېڅلتیاوو سپکاوی د هر هغه کس یا شي مسخره کول یا سپکاوی دی چې د شرع یا اهل شرعه په نزد د احترام او درناوي وړ وي. د سپڅلتیاوو سپکاوی له لویو ګناهانو دی. د سپېڅلتیاوو د سپکاوي د جرم په تحقق کې د مسلمان یا غیر مسلمان تر مینځ څه فرق نیشته. د سپېڅلتیاوو په عنوان کې، وختونه، ځایونه، کسان، کتابونه او... شاملیږي؛ لکه د روژې میاشته، کعبه، پېغمبران، امامان (ع) د امامانو زیارتونه او قرآن.
د سپېڅلتیاوو د سپکاوي د سزا اندازه د هغه مراتبو ته په پام سره مختلفه ده؛ ځینې مراتب یې د کفر او ارتداد سبب کیږي او د مرتکب کیدونکي کس حکم یې وژل کېدل دي؛ لکه د دین او مذهب د ضروریاتو سپکاوی او مسخره کول. په ځینو مراتبو کې هم د تعزیر سبب کیږي؛ لکه دا چې یو کس د روژې میاشتې په ورځ زنا وکړي چې د زنا د حد پر جاري کېدو سربېره د تعزیر سبب هم ګرځي.
د فقیهانو په عقیده، د اهل سنت د څلور ګونو مذهبونو د سپېڅلتیاوو سپکاوی او پرې لعن طعن ویل حرام دي. همداراز د انعام سورې د ۱۰۸ ایت مطابق د هغو چارو سپکاوی چې د نورو دینونو او الهي او غیر الهي مذهبونو لپاره مقدس دي، جایز نه دي.
مفهوم پېژندنه
د سپېڅلتیاوو یا مقدساتو سپکاوی، د هر هغه شي سپکاوی او یا مسخره کول دي چې د شرعې او اهل شرعې له نظره یې احترام واجب دی.[۱] د سپېڅلتیاو د سپکاوي د جرم په تحقق کې د مسلمان او غیر مسلمه کس په مینځ کې فرق نیشته.[۲] د سپېڅلتیاوو د سپکاوي مصداقونو کې کسان او شیان شاملیږي؛ لکه اسلامي او غیر اسلامي شخصیتونه چې د اسلام له نظره هم محترم دي؛ لکه د اسلام پېغمبر (ص) امامان (ع) حضرت خدیجه (س) حضرت مریم او حضرت هاجره [۴] او غیر اشخاص لکه قرآن کریم، کعبه، جوماتونه، د پېغمبرانو او امامانو (ع) قبرونه.[۵]
فقهي حیثیت
په فقهي کتابونو کې سپېڅلتیاوو ته د سپکاوي یا توهین تر عنوان لاندې کوم جرم نه دی جاجول شوی؛ خو فقیهانو د هغې د مصداقونو په بیان سره لکه سابُّ النبی،[۶] سَبِّ المؤمنین،[۷] ایذاء،[۸] قذف،[۹] د طهارت،[۱۰] حج،[۱۱] مکاسب محرمه[۱۲] او حدود،[۱۳] په برخو کې د هغه د حراموالي حکم کړی دی.[۱۴] په دې اړه د فقهي قواعدو په کتابونو کې هم د «حُرمَةُ اِهانةِ المُحَّرمات فی الدّین»[۱۵] او «حُرمةُ الاِهانةِ بالشَّعائر و رُجحانِ تعظیمِها»[۱۶] عناوین بیان شوي دي.
په روایي کتابونو کې هم ځینې روایات په خاصو مواردو کې راغلي دي چې له دیني سپڅلتیاوو ګڼل کیږي او د هغوي له سپکاوي نهي شوې ده؛ لکه د کعبې سپکاوی او د خدای د رسول (ص) سب( بد رد ویل)[۱۷] د امامانو (ع) په ځینو روایتونو کې هم هغوي خپل پیروان د هغو چارو له سپکاوي منع کړي چې د نورو په نزد سپېڅلي او محترم دي.[۱۸] ځینو مفسرانو هم د انعام سورې له ۱۰۸ ایته ځینې احکام راویستي دي لکه کافرانو ته د کنځلو کولو حراموالی، چې خدای تعالی ته د کنځلو کولو سبب شي او همدارزا غیر مسلمو او د هغوي سپېڅلتیاوو ته د سپکاوي حراموالی په داسې بڼه کې چې د مسلمانانو د سپڅلیتاوو د سپکاوي سبب شي.[۱۹]
فقهي حکم
سپېڅلتیاوو ته د سپکاوي لپاره ځینې احکام ذکر شوې دي منجمله :
- د دیني سپېڅلیتاوو سپکاوی حرام او تعظیم او د احترام ساتل یې واجب دي.[۲۰]
- د سپېڅلتیاوو په سپکاوي کې د الهي واجباتو، محرماتو او مستحباتو (لکه د جَمعې لمونځ) تر مینځ هیڅ فرق نیشته.[۲۱]
- د فقیهانو په باور سپېڅلتیاوو ته په سپکاوي کې، توبه نه قبلیږي مګر دا چې که یو کس کافر وي او له سپکاوي وروسته مسلمان شوی وي.[۲۲]
- که یو کس د خپګان او غصې له مخې او بې ارادې د مقدساتو سپکاوي وکړي یا ګمان و کړي هغه څه چې وایی یا کوم کار چې کوي د سپیڅلتیاوو سپکاوی نه دی، نو په هغه د سپڅلتیاوو د سپکاوي احکام نه جاري کیږي.[۲۳]
مصداقونه او جزایي احکام
سپڅلتیاوو ته د سپکاوي سزاګانې له یو بل سره فرق لري. د اسلامي سپڅلتیاوو د سپکاوي ځینې اثار، کفر او ارتداد دی چې حکم یې د مرتکب کېدونکي کس وژل دي لکه د خدای او پېغمبرانو (ع) او امامانو (ع) سپکاوی. د ځینو سزا هم تعزیر ده؛
هغه سپکاوی چې د کفر او ارتداد سبب کیږي
د سپڅلتیاوو په سپکاوي کې د حد د جرم عنوان یا سبّ او قذف دی او یا کفر او ارتداد:
- د خدای سبّ : فقیهان هغه کس چې د خدای سپکاوی وکړي، کافر او وینه یې مباحه ګڼي.[۲۴]
- سب النبی: هغه کس چې پېغمبر اکرم (ص) ته کنځلې وکړي یا هغه حضرت ته د یو داسې شي نسبت ورکړي چې د هغه د سپکاوي او د شان د کمېدو سبب شي مهدورالدم (وینه یې مباح) ګڼل کیږي.[۲۵] او توبه یې د حکم د اجرا مخه نه نیسی.[۲۶] د فقیهانو په فتوا په سب النبي کې فرق نه کوي چې مرتک کېدونکی کس مسلمان وي، کافر وي، ښځه وي او که سړي.[۲۷] د شیعه فقې له نظره، نور پېغمبران[۲۸] او فاطمه زهرا (س) [۲۹] او ملائکې [۳۰] هم د ساب النبي په حکم کې شاملیږي.
- د امامانو (ع) سب: د فقیهانو په عقیده، هر کس چې عادل امام ته کنځل وکړي، وژل یې واجبیږي.[۳۱]
- په فقهي کتابونو کې، سپڅلتیاوو ته د سپکاوي ځینې حدي مصداقونه د ارتداد په تعریف کې د مثال د ذکرولو په توګه راغلي لکه؛
- قصدا په پلیتیو او ککړتیاوکې د قرآن غورځول:[۳۲] د دغه عمل کوونکی مرتد دی او وژل کیږي.[۳۳]
- د کعبې نجسول یا یې ورانول: د دې جرم کوونکی وژل کیږي.[۳۴]
- عمدا د پېغمبر اکرم (ص) او د امامانو (ع) د ضریح نجسول.[۳۵]
- د دین مسخره کول[۳۶] یا یې خوار او سپکول:[۳۷] که یو کس د دین په اصولو مثلا خدای، رسول (ص) یا د دین په ضروریاتو لکه د لمانځه او روژې په واجبوالي پورې خندا او مسخره وکړي د هغه د ارتداد او کفر سبب کیږي[۳۹] او په کبیره ګناه اخته شوی دی.[۴۰] علامه حلي د سپکاوونکو او مسخره کوونکو د قتل د رواوالي حکم ورکړی دی.[۴۱]
پیغمبر اکرم(ص):
څوک چې علي ته کنځل وکړي ماته یې کنځل کړې دي او څوک چې ماته کنځل وکړي، په حقیقت کې یې خدای ته کنځل کړې دي اوڅوک چې خدای ته بد رد ووایي خدای یې په دوزخ کې اچوي او همېشه به په عذاب کې وي.
علامه مجلسی، بحار الأنوار، دار إحیاء التراث العربی، ټوک۲۹، مخ ۶۴۲.
د تعزیر د سبب کيدو سپکاوی
د هغه کس په تعزیرېدو کې چې د سپڅلتیاوو سپکاوی کوي د فقیهانو ترمینځ اختلاف نیشته.[۴۲] په ځینو مواردو کې لکه د مسجد الحرام عمدي نجسول د تعزیر اندازه په ثابت ډول ټاکل شوې ده.[۴۳] د سپڅلتیاوو د سپکاوي ځینې تعزیري موارد په لاندې ډول دي:
- د پېغمبر (ص) او امامانو (ع) قبر او د هغوي حرمونه: هر هغه شی چې د پېغمبر او امامانو د قبرونو او حرم د سپکاوي او ورپورې خندا کولو سبب شي حرام دی [۴۴] او مرتکب کس تعزیریږي.[۴۵]
- په اسلامی فقه کې په ځینو وختونو لکه جمعې ورځې د روژې میاشتې او په ځینو د مسلمانانو د احترام وړ ځایونو لکه جوماتونو کې د جرم کول د هغې د حد په سختېدو کې تاثیر لري.[۴۶] مثلا که یو کس په دغه شان وختونو یا ځایونو کې زنا وکړي د حد پر اجرا سربېره د سپېڅلتیاوو د سپکاوي په وجه تعزیریږي هم.[۴۷]
- هر هغه شی چې درناوی یې په اسلامي شریعت کې واجب وي؛ لکه حدیثي او فقهي کتابونه،[۴۹] د امام حسین تربت (خاوره) او هر هغه شی چې د تبرک او شفا لپاره د امام حسین (ع) له قبره اخستل شوی وي او هر هغه څه چې د امامانو په قبرونو پورې اړوند وي؛ لکه د قبر خاوره[۵۰] او وسایل یې.[۵۱]
د اسلامي مذهبونو د سپېڅلتیاوو سپکاوی
اصلي مقالې: د اهل سنتو د سپېڅلتیاوو د سپكاوی د حرمت فتوا او په صحابه لعن
د شیعه فقیهانو د فتوا مطابق د بي بي عایشې سب (ورته سپکې سپورې ویل) او د اصحابو لعن او د څلورګونو اهل سنتو مذهبونو د نورو سپېڅلتیاوو سپکاوی حرام دی. دا کار له اسلام سره خیانت او د کافرانو او مشرکانو خدمت ګڼل کیږي.[۵۲]
په دې اړه، د اسلامي مذهبونو سپېڅلتیاوو ته د سپکاوي او د اهل قبله د تکفیر د حراموالي په اړه د شیعه د تقلید د ۳۳ مراجعو فتواوې په یو کتاب کې د « شیعه عالمانو له نظره د مسلمانانو د تکفیر او سپکاوي د حرمت» په نامه «له افراطي او تکفیري ډلو سره د مقابلې» د کانګرس د څيړنیزې برخې له خوا راغونډه شوې دي. [۵۳]
غیر اسلامي فرقو او دینونو ته سپکاوی
د فقیهانو په عقیده، د هغو شیانو او چارو سپکاوی چې د نورو الهي او غیر الهي دینونو او مذهبونو لپاره سپېڅلي او محترم دي(حتی بوتان او د کافرانو خدایان) جایز نه دی.[۵۴] د دې حکم دلیل د انعام سورې ۱۰۸ ایت او ځینې روایتونه دي.[۵۵] سپڅلتیاوو ته د سپکاوي د منع کولو سبب د هغوي له خوا ورته او مشابه مقابله ګڼل شوې ده.[۵۶] ځکه چې د هغوي د سپېڅلتیاوو سپکاوی د مسلمانانو د سپڅلتیاوو د سپکاوي سبب کیږی.[۵۷] او د اسلامي مقدساتو د سپکاوي حراموالی یوه اجماعي خبره ده.[۵۸]
علامه طباطبایي په تفسیر المیزان کتاب کې دغه حکم ته یو دیني ادب وایي چې که خیال یې وساتل شي په هیوادونو کې به ټول مقدسات او سپېڅلتیاوې له تیري خوندي پاتې شي.[۵۹]
د بیان د ازادۍ په پلمه د اسلامي سپڅلتیاوو سپکاوی
اصلي مقالې: شارلي ابدو (مجله) او سلمان رشدي
نن سبا په ځینو هیوادونو کې د بیان د ازادۍ د حق [۶۰] په پلمه، د نورو سپېڅلتیاوو ته هر ډول سپکاوی او بې احترامي (قران سوزول یا د الهي پېغمبرانو په باره د بدو کارټونونو جوړول) جایز ګڼي او د سپېڅلتیاوو د سپکاوي منع او یا ورته د درناوي ضرورت د بیان د ازادۍ د محدودېدو سبب ګڼي. د دې خبرې په ځواب کې ویل شوي چې د بیان ازادي تر هغه حده د درناوي وړ ده چې د نورو حقوقو او ازادیو ته تاوان ونه رسوي؛ ځکه چې د انسانانو یوه ډېره لویه ازادي او حق د دین او مذهب په انتخاب کې د هغوي حق دی.[۶۱]