د ظهور نښې

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د ظهور علائم یا د ظهور نښې هغه پېښې دي چې د زمانې د امام (عج) د راڅرګندېدو یا پاڅون په درشل کې به پېښېږي. د ظهور نښې په دوو ډولونو حتمي (ارومرو پېښېدونکې) او غیر حتمی وېشل کیږي. حتمي نښې هغه دي چې د امام مهدي (عج) له راڅرګندېدو مخکې به ضرور پېښېږي لکه اسماني چغه، د سفیاني خروج، د یماني پاڅون، د نفس زکیه وژله او خسفِ بیداء او غیر حتمي نښې هغه دي چې د هغو له پرځایښت پرته هم د زمانې د امام ظهور ممکن دی. په ځینو روایتي سرچینو کې، د مهدي (عج) د ظهور نښې د قیامت د راتګ له نښو سره اخښل شوې دي.

ځینو عالمانو د ظهور یو شمېر نښې لکه د سفیاني او دجال راتګ رمزي او سمبولیکې ګڼلې دي. د مثال په توګه دجال یې له اسلامه د بې لارې کېدو او سفیاني یې په اسلامي ټولنې کې د ګمراهۍ بېلګه ګڼلې ده؛ که څه هم دغه نظر یې د حدیثونو د ظاهر په خلاف او د ظهور د نښو د کړچار د ختمېدو په معنا ګڼلی دی. د ظهور د نښو سرچینه هغه حدیثونه دي چې د فریقینو په روایي ټولګو کې نقل شوې دي. په سپېڅلي کتاب کې د ژغورونکي د ظهور لپاره ځینې نښې ذکر شوي چې یو شمېر یې د مسلمانانو په روایي سرچینو کې د امام مهدي (عج) د ظهور له نښو سره مشترکې دي.

مفهوم

د ظهور نښې هغو پېښو ته ویل کیږي چې پېښېدل یې د امام مهدي (عج) د راتګ نزدې کېدل ښیي. ویل شوي چې د دغه پېښو په وسیله ممکنه ده امام مهدي (عج) د مهدویت له دروغو مدعیانو وپېژندل شي.[۱]

وخت او د پرځایښت څرنګوالی

د روایتونو له مخې، ځینې نښې به له ظهوره مخکې او ورسره جوختې واقع کیږي او ځینې به د غیبت کبری په ټوله موده کې پېښیږي.[۲] همداراز د یو روایت په اساس چې په کمال الدین صدوق کې نقل شوی، اسماني چغه، د سفیاني خروج، د یماني پاڅون، د نفس زکیه وژله او خسف بیداء د امام مهدي (ع) له پاڅون مخکې واقع کیږي.[۳] شیخ مفید هغه د قائم د پاڅون د نښو په توګه یاد کړي دي.[۴] له دې امله ورته د امام مهدي (ع) د پاڅون نښې هم ویل کیږي.[۵]

د ظهور ځينې نښې د نورو ښکارندو په شان په طبیعي بهیر سره تحقق مومي او ځینې نورې لکه اسماني صیحه (چغه) په عادي ډول ممکنه نه ده او د معجزې په شکل کې به وي.[۶]

حتمي او غیر حتمي نښې

د ظهور نښې په حتمي او غیر حتمي (ارو مرو واقعي کېدونکې او غیر ارو مرو واقع کېدونکې) وېشل کیږي.[۷] حتمي نښې هغه علامتونه دي چې راښکاره کېدل یې قطعي او ضروي دي او تر څو چې واقعې نه شي، حضرت مهدي (عج) په نه راڅرګندیږي.غېر حتمي بیا هغه نښې دي چې په قطعي والي یې تصریح نه ده شوې او ممکنه ده د هغو له واقع کېدو پرته هم د زمانې امام راڅرګند شي.[۸]

امام صادق(ع)

«قَبْلَ قِيَامِ الْقَائِمِ خَمْسُ عَلَامَاتٍ مَحْتُومَاتٍ الْيَمَانِيُّ وَ السُّفْيَانِيُّ وَ الصَّيْحَةُ وَ قَتْلُ النَّفْسِ الزَّكِيَّةِ وَ الْخَسْفُ بِالْبَيْدَاءِ؛

د قایم له پاڅون مخکې به پينځه نښې وي چې ټولې حتمي نښې دي: یماني او سفیاني او صیحه او د نفس زکیه وژل کېدل او په بېدا کې د ځمکې ننوتل»[۱]

د یو روایت له مخې چې شیخ صدوق نقل کړی، د سفیاني خروج، د یماني پاڅون، اسماني چغه یا صیحه، د زکیه نفس وژل کېدل او خسف بېداء د ظهور له حتمي نښو دي.[۹] شیخ مفید په الارشاد کتاب کې د ظهور د علایمو یو لړ لیک وړاندې کړی چې ځینې یې دا دي: د لمر او سپوږمۍ تندر نیول، مړینې او وژلې، پراخ جنګونه او لانجې، له ختیځه تور بېرغونه او پرله پسې بارانونه،[۱۰] ځینو د «والله اعلم» په عبارت په استناد سره چې شیخ مفید د دغه لړلیک په اخره کې راوستې،[۱۱] ویلي چې شیخ مفید په دغو ځینو نښو کې شک کړی دی.[۱۲]

لکه څنګه چې په ځينو سرچینو کې ذکر شوي یو شمېر غیر حتمي نښې دا دي:

  • د دنیا په مشرۍ کې د بني عباسو اختلاف او د هغوي د حکومت زوال
  • د عبدالله په نوم د بني عباسو د اخري پاچا وژل کېدل
  • د روژې میاشتې په نیمایي کې د لمر تندر نیول، د عادت پر خلاف
  • د روژې میاشتې په اوله یا اخره کې د سپوږمۍ تندر نیول، د عادت پر خلاف
  • له قزوینه د یو کس راوتل چې د پېغمبر هم نومی به وي او په خلکو به ډېر ظلم وکړي.
  • د دمشق جومات د لویدیخې برخې په ځمکه کې ننوتل
  • په ځمکه کې د خرشنا په نوم د شام د یو کلي ننوتل
  • د بصرې ویجاړېدل
  • د کوفې شاته له خپلو اویا ملګرو سره د هغه کس وژل کېدل چې د سفیاني په خلاف یې پاڅون کړی
  • د کوفې جومات د دېوال ورانېدل
  • د خراسان له لوري د تورو بېرغونو رپېدل. دغه لښکر به شیراز ته په یوې نزدې سیمې کې د سفیاني له لښکر سره جنګیږي او هغوي ته به لومړۍ ماته ورکوي. دغه بېرغونه به تر هغې چې بیت المقدس ته ورسیږي نه راټیټیږي.
  • د ختیځ په لور د ځلانده ستوري راختل چې د سپوږمۍ په شان به ځلیږي؛ بیا به یې دوه لوري دومره کاږه شي چې نزدې به وي یو بل ته ورسیږي.
  • په اسمان کې د سوروالي پېدا کېدل چې په فضا کې به خپور شي
  • په شام او عراق کې پراخه ویجاړي
  • په شام کې د درېو ډلو (اصهب او ابلق او سفیانی) کشمکش
  • له مصره د قیس د بېرغونو خوځېدل
  • د حېره په لور له ختیځه د تورو بېرغونو رپېدل
  • د فرات د اوبو څپانده کېدل په دې ډول چې د کوفې په کوڅو کې به روانې شي.
  • د ابوطالب له نسله د ددولسو کسانو راوتل چې ټول به یې خلک خپل اطاعت ته بلي.
  • د جلولاء ټاټوبي (د خانقین په اوه فرسخه کې پروت) او خانقین ټاټوبي په مینځ کې د بني عباسو له شیعیانو د یو لوړ مقامه سړي سوزول او د ورځې په پېل کې په بغداد کې د تور باد الوتل
  • د غلو او د کروندې د محصولاتو کمېدل او د قحطۍ پېدا کېدل
  • د عجمو (غېر عربو) د دوو ډلو تر مینځ اختلاف او کشمکش او په مینځ کې یې د ډېرې وینې تویېدل
  • د ری ښار ورانېدل
  • د ارمني او آذربایجاني ځوانانو تر مینځ خونړی جنګ
  • په شادوګانو او خنزیرانو د ځینو بدعت جوړوونکو مسخ کېدل
  • په ټوله نړۍ له اسمانه غېر عادي غږ په دې ډول چې هر څوک چې په هره ژبه وي دغه غږ په خپله ژبه اوري
  • په ټول کې به له اسمانه پينځه غږونه اورېدل کېدی شي چې یوازې څلورم مورد یې (چې په روژې میاشته کې دی) حتمي دی. درې لومړي غږونه به په زبرګه میاشته کې او په دې ډول وي:
  • لومړی غږ:: «ألا لعنة الله علی القوم الظالمین»؛ «پوه شئ چې د خدای لعنت په ټولو ظالمانو دی»
  • دوهم غږ: «یا معاشرالمؤمنین أزفة الآزفة؛ « ای مومنانو! قیامت (ظهور) نزدې شوی دی»
  • «پوه شئ چې خدای مهدي آل محمد (ص) پر ظالمانو د خپلې قضا د اجرا لپاره راپاڅوه او راوې لېږه»
  • څلورم غږ چې د روژې په میاشته کې (احتمالا د درې ویشتم په سهار) به وي او د جبراییل له خوا به وي، د اهل بیتو په ملاتړ کې به ګواهي ورکړي.
  • پینځم غږ چې د شېطان له خوا دی (احتمالا د درې ویشتم د لمر پرېواته په وخت( د سفیاني په پلویتوب به وي.
  • مړي دې ژوندي له قبرونو راووځي او دنیا ته دې ستانه شي او له یو بل سره دې کتنه وکړي.[۱۳]

د قیامت له نښو سره یې ګډېدا

په ځینو روایي سرچینو کې د مهدي (عج) د څرګندېدو نښې د قیامت د راتلو له نښو سره ګډې شوې دي. د مثال په توګه له لویدیځه د لمر راختل چې په روایتونو کې د قیامت له نښو ګڼل شوې دي.[۱۴] ځینو هغه د ظهور د نښو په توګه ګڼلې دي.[۱۵]

همداراز د ظهور له ځینو نښو لکه د سفیاني خروج د قیامت د ځینو نښو لکه دابة الارض، د عیسی خروج د زمانې د امام د پاڅون، او له لویدځه د لمر د راختلو ترڅنګ د قیامت د نښو په توګه یادونه شوې ده.[۱۶] ویل شوي چې له دې امله چې په دیني سرچینو کې د حضرت مهدي پاڅون، د قیامت د راتګ له نښو ګڼل شوی،[۱۷]د ظهور ځینې نښې یې د قیامت نښې هم ګڼل کیږي.[۱۸]

د ظهور نښې واقعي دي که سمبولیکې؟

د څوارلسمې لمریزې پېړۍ د تقلید مرجع سید محمد صدر (۱۳۲۲-۱۳۷۷لمریز) په تاریخ الغیبه الکبری کتاب کې د ظهور ځینې نښې لکه د سفیاني او دجال خروج سمبولیکې او علامتي ګڼلې دي. هغه دجال له اسلامه د بې لارۍ سمبول او سفیاني په اسلامي ټولنه کې د ګمراهۍ سمبول ګڼلې دی.[۱۹] د هغه په ځواب کې ویل شوي چې د ظهور د نښو سمبولیک ګڼل د حدیثونو د ظاهر خلاف دي. همداراز سبب کیږي چې د ظهور د نښو فایده ختمه شي؛[۲۰] ځکه چې د ظهور د علایمو هدف له دروغجنو مدعیانو د امام مهدي (عج) پېژندل دي.[۲۱]

په نورو دینونو کې د ژغورونکي نښې

په یهودیت او مسیحیت کې د ژغورونکي د ظهور لپآره ځینې نښې بیان شوې دي چې یو شمېر یې په اسلامي حدیثونو کې د ظهور له نښو سره مشترکې دي. یهودیان د فساد خپرېدا او د جنګ او شخړو پراخېدا د ماشیح د ظهور له نښو ګڼي.[۲۲]

همداراز د مسیحیانو په باور، د مسیح ضد یا دجال هغه کس یا کسان دي چې د عیسی د مسیح والي انکار یا تکذیب کوي.[۲۳] دجال به په اخره زمانه کې راښکاره کیږي او کله چې مسیح ظهور وکړي دجال به ختم کړي.[۲۴] د فساد پراختیا، د جنګ خپرېدا، بلواوې، زلزله، ناروغي، کاختي او په لمر، سپوږمۍ او ستورو کې د ځینو نښو پېدا کېدل هغه نورې پېښې دي چې د مسیحیانو په عقیده د مسیح له راتګه مخکې به پېښیږي.[۲۵]

بې د زمانې له امامه په نور کسانو د ظهور د نښو تطبیق

په مختلفو زمانو کې یې د ظهور نښې په ځینو ښکارندو یا کسانو تطبیق کړې دي. دغه تطبیقونه د کسانو یا دولتونو له لورې په مختلفو محرکاتو سره شوې دي. د مثال په توګه له لویدیځه د لمر راختل په مصر کې د فاطمیانو د حکومت په جوړېدو او نفس زکیه په محمد بن عبدالله بن حسن مثنی تطبیق شوی دی.[۲۶]

کتابونه

د ظهور د نښو سرچینه هغه حدیثونه دي چې په شیعه سني روایي سرچینو کې نقل شوې دي. البته د هغو د ځینو په اعتبار کې شک شوی او ویل شوي چې دغه روایتونه له معصومه نه دي راغلي.[۲۷] په الغیبه نعمانی،[۲۸] کمال الدین صدوق،[۲۹] الغیبه شیخ طوسی[۳۰] او الارشاد شیخ مفید[۳۱] کتابونو کې ځینې برخې یې د ظهور په علامتونو پورې مخصوصې دي. د اهل سنتو په کتابونو کې هم د ملاحم او فتن په نامه ځینې برخې په دې اړه خبره کوي. همداراز ځینې کتابونه په همدې نوم لکه د ابن حماد لیکلی الملاحم او الفتن په همدې اړه لیکل شوې دي.[۳۲]

د ظهور د نښو په اړه ځینې مستقل اثار هم لیکل شوې دي. ځینې یې یوازې د حدیثونو راغونډول دي او ځینې نور یې په تحلیلي اند لیکل شوې دي؛ منجمله :

  • دراسةٌ فی علامات الظهور لیک د جعفر مرتضی عاملی دی چې د ظهور د نښو په اړه په انتقادي او تحلیلي نظر سره لیکل شوی دی.[۳۳]
  • نوائب الدهور فی علائم الظهور لیک د محمدحسن میرجهانی دی چې په ۱۳۸۳ ق کال کې په دوو ټوکو کې چاپ شوی دی.[۳۴]
  • تأملی در نشانه‌های حتمی ظهور لیک د نصرت‌الله آیتی د ظهور د پینځو حتمي نښو په اړه دی چې آینده روشن موسسې په ۱۲۹۰ لمریز کال کې خپور کړی دی.[۳۵]

همداراز د اهل سنتو عقد الدرر فی اخبار المنتظر(عج)، العرف الوردی فی اخبار المهدی علیه‌السلام او البرهان فی علامات مهدی آخر الزمان کتابونه د ظهور د علامتونو په اړه دي.[۳۶]

اړونده لکینې

فوټ نوټ

  1. صدوق، کمال‌الدین، ۱۳۹۵ق، ۲ ټوک، مخ۶۵۰، ح۷.

سرچينې

  • انجیل ترجمه هزار نو.
  • اسماعیلی، اسماعیل، «بررسی نشانه‌های ظهور»، دوفصلنامه حوزه، شماره۷۰، پاییز۱۳۷۴ش.
  • آیتی، نصرت‌الله، تأملی در نشانه‌های حتمی ظهور، قم، آینده روشن، ۱۳۹۰ش.
  • براری، محمد، «منبع‌شناسی روایات علائم ظهور در کتاب الغیبه شیخ طوسی»، پژوهش‌های مهدوی، شماره ۱۷، تابستان ۱۳۹۵ش.
  • دین‌پناه و خواص، حسن و امیر، «بررسی پیش‌گویی‌های عهدین درباره کشتارهای جمعی پیش از ظهور»، مشرق موعود، شماره ۴۱، ۱۳۹۶ش.
  • رسول‌زاده، عباس، «آخرالزمان و حيات اخروی در یهودیت و مسیحیت»، معرفت ادیان، شماره ۲، بهار ۱۳۸۹ش.
  • سلیمیان، خدامراد، فرهنگ‌نامه مهدویت، قم، بنیاد فرهنگی مهدی موعود(عج)، ۱۳۸۸ش.
  • سیوطی، عبدالرحمن، الدر المنثور فی التفسیر بالمأثور، قم، انتشارات آیت‌الله مرعشی نجفی، چاپ اول، ۱۴۰۴ق.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، کمال الدین و تمام النعمه، تهران، تصحیح علی‌اکبر غفاری، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۹۵ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، الغیبه للحجه، تصحیح عبادالله تهرانی و علی احمد ناصح، قم، دار المعارف الاسلامیه، ۱۴۱۱ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، تصحیح مؤسسه آل‌البیت علیهم‌السلام، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • صادقی، مصطفی، «تأملی در روایت‌های علائم ظهور»، شماره ۸ و ۹، تابستان و پاییز ۱۳۸۲ش.
  • صدر، سید محمد، تاریخ الغیبة الکبری، بیروت، دارالتعارف للمطبوعات، ۱۴۱۲ق.
  • صدوق، محمد بن علی، کمال الدین و تمام النعمه، تصحیح علی‌اکبر غفاری، تهران، اسلامیه، ۱۳۹۵ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، الغیبة، مصحح: عبادالله تهرانی و علی احمد ناصح، قم، دارالمعارف الإسلامیة، ۱۴۲۵ق.
  • نعمانی، محمد بن ابراهیم، الغیبة للنعمانی، تصحیح علی‌اکبر غفاری، تهران، نشر صدوق، ۱۳۹۷ق.
  • محمدی ری‌شهری، محمد، دانشنامه امام مهدی(عج) بر پایه قرآن (ج۷)، حدیث و تاریخ، قم، مؤسسه علمی فرهنگی دارالحدیث، ۱۳۹۳ش.

بهرنې اړیکې