د عقلاوو سیرت
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
د عقلاوو سیرت یا بنای عقلاء، د یو کار په کولو یا پریښودلو د خلکو عادت یا عملي توافق دی. سیره عقلاء په فقې او د فقې په اصولو کې یوه ډېره استعمالیدونکې اصطلاح ده او په فقې کې ډېر مسایل په تېره بیا د معاملاتو په بابونو کې د هغه په مرسته ثابتیږي. سیره عقلاء یوه اصولي مساله ده او د اصولو په علم کې، د هغه د حجیت د شرایطو په اړه بحث کیږي او له بل اړخه، په خپله د ځینو اصولي مسایلو لکه د خبر واحد ثقه د حجیت او د ظواهرو د حجیت د اثبات لپاره یو دلیل دی.
د یو عقلایي سیرت حجیت هغه وخت اثباتیږي چې اصطلاحا شارع امضاء او تایید کړی وي؛ یعنې د دغه سیرت په اړه له هغه څخه کومه منعه یا دفعه نه وي راغلې.
د سیره عقلاء څخه د شرعي حکم د موضوع د څرګندولو او صفا کولو لپاره هم کار اخستل کیږي؛ په دې بیان سره چې کله کله یو شرعي حکم د قرآن او سنت یا له دې پرته په نورو دلیلونو سره ثابتیږي خو د هغه حکم موضوع مبهمه وي. سیره عقلاء یوه لاره ده چې د هغه په مرسته کولی شو دغه شان موضوعات څرګند کړو. د مثال په توګه په شرعي دلیل کې راغلي چې «د قمار آلې حرام دي» او دا یو عقلایي سیرت یا عرف دی چې ټاکي چې کوم شی د قمار او جوارۍ الت ګڼل کیږي.
هغو سیرو ته چې د معصوم (ع) له زمانې وروسته جوړې شوي، مستحدثه سیرې ویل کیږي. د دغه سیرتونو د حجیت په اړه د نظر اختلاف دی. اصولیانو د عقلایي سیرتونو د تشخیص لپاره که هغه د معصوم په وخت کې وي او که له دې پرته وي، ځينې لارې، او همداراز د شارع له خوا د عقلایي سیرتونو د نه منعې د احراز او معلومولو لپاره ځینې لارې معرفي کړې دي.
مفهوم پېژندنه او مقام
سیره عقلاء د یو کار په کولو یا پریښودلو د خلکو عادت یا عملي موافقه ده.[۱] د عقلاء د سیرت په ځای کله کله د «بنای عقلاء» او « د خلکو سیرت» له ټکو هم استفاده کیږي.[۲]
د عقلاوو د سیرت د حجیت بحث د فقې د اصولو په علم کې یو مهم بحث دی.[۳] سیره عقلاء د ډېرو فقهي قواعدو لکه قاعده لاضرر،[۴] قاعده نفی حَرَج،[۵] قاعده عدل و انصاف،[۶] و قاعده غَرَر[۷] د حجیت او اعتبار د اثبات لپاره کارول شوې ده.
« میرزای نائینی: «د عقلاوو لاره او بناء د خبر واحد د حجیت د اثبات په باب کې تر ټولو لوی دلیل دی؛ په دې ډول چې فرضا که وکړی شو په هغو نورو دلایلو کې چې د هغه د اثبات لپاره راغلي مناقشه او شخړه وکړو، د عقلاو په ورځني ژوند کې په ثقه خبر د هغوي په باور او یقین کولو کې د عقلاوو په طریقې او بنا کې د مناقشې لپاره هیڅ لاره نیشته.[۸]
له ورته نورو ټکیو سره د سیره عقلا فرق
ځينې ټکي لکه «عرف»، «سیره» او «سیره عقلاء» چې د فقهیانواو اصولیانو په ادبیاتو کې کارول کیږي،د یوې معنې لرونکي او مترادف ګڼل شوې[۹] او ځینو د هغو تر مینځ څه فرقونه هم ذکر کړې دي:
له عرف سره یې فرق
اصلي مقاله: عرف
آخوند خراسايی: د عقلاوو سیرت له پخوا راهسې د دینونو او غیر دینونو د خاوندانو له خوا دا و چې ثقه خبر به یې مانه او دا سیرت د شارع په زمانه کې او له هغه وروسته زمونږ په زمانه کې هم جاري پاتې شوی او د پېغمبر(ص) او معصومو امامانو (ع) لخوا په هغه باندې له عمل کولو څخه هیڅ منعه نه ده راغلې؛ ځکه چې که منعه وه، باید بیان شوې او مشهوره شوې وای او څرګنده ده چې شارع په خبر ثقه په عمل کې په شرعي امورو کې هم راضي دی.
آخوند خراسانی، کفایة الاصول، ۱۴۳۷ق، ټوک۲، ص۸۰. ځینو څېړاندو د عرف او د عقلاوو د سیرت تر مینځ د فرق په ذکرولو کې ویلي چې د عقلاوو سیرت د عرف په خلاف، یوازې له هغه سلوک او رودې سره مخصوص دی چې عقلاني سرچینه لري؛ په داسې حال کې چې د عرف سرچینه یوازې عقلایي نه ده او د تقلید او عادتونو له مخې هم کیدلی شي.[۱۰] همداراز ویل شوي چې عرف تر سیره عقلاء اعم دی؛ ځکه چې سیره عقلاء کې یوازې افعال شاملیږي په داسې حال کې چې عرف کې پر افعالو سربېره وینا او د یو فعل پریښودل هم شاملیږي.[۱۱] دا په داسې حال کې دي چې ډېرو اصولیانو سیره عقلاء هماغه عام عرف، یعنې هغه عرف چې د ټولو یا زیاتو خلکو له خوا منل شوی، ګڼلی دی.[۱۲]
له عقلایي ارتکاز سره یې فرق
له عقلایي ارتکاز سره د سیره عقلاء د فرق په اړه ویل شوي چې د عقلاوو سیرت یا بنا، د یو کار په کولو یا پرېښودلو بهرنی سلوک او تګ دی؛ خو ارتکاز له بهر سره نه اړوندیږي؛ بلکې د عقلاو په ذهن کې دی، بې له دې چې په بهر کې تحقق ومومي.[۱۳] عقلایي ارتکاز یې له یو اړخه تر عقلایي سیرته زیات ارزښتناک او معتبر ګڼلی دی؛ ځکه چې عقلایي ارتکاز زیاتره د ځینو چارو لکه فطرت، او عملي عقل او د الهي انبیاو او اولیاو د تعلیماتو په وجه دی؛ په داسې حال کې چې د عملي او خارجي سیرت سرچینه یوازې په مشاهدې او لیدلو سره له نورو تقلید او پیروي کول دي.[۱۴]
له سیره متشرعه سره فرق
اصلي مقاله: سیره متشرعه (متشرعه سیرت)
سیره متشرعه تر سیره عقلاء زیات خاص دی او هغه د یو کار په کولو یا نه کولو یوازې د مسلمانانو سیرت ته ویل کیږي.[۱۵] د دغه دوو د حجیت د فرق په اړه هم ویل شوي چې متشرعه سیرت که ثابت شي، په خپله په شرعي حکم دلیل دی؛ خو د عقلاوو سیرت حجت نه دی؛ مګر دا چې د معصوم له خوا امضاء او تایید شي یا د معصوم له خوا د هغې کومه منعه زمونږ لاسته نه وي رسېدلې.[۱۶]
د قم د علمیه حوزې فقه څېړاندی او استاد ابوالقاسم علي دوست ویلي چې د «سیره» ټکی کله چې بل څه ته له اضافې پرته او په مطلق ډول راشي، غالبا مطلب ترې سیره عقلاء دی.[۱۷]
په فقې او د فقې په اصولو کې یې د کارندوالي پراختیا
په فقې او د فقې په اصولو کې د «سیره عقلاء» د استعمال د پراختیا په اړه ویل شوي چې له یوه اړخه په خپله سیره عقلاء یوه اصولي مساله ده؛ ځکه چې په فقې کې په ډېرو مواردو کې په تېره بیا د معاملاتو په بابونو کې په هغه استناد کیږي. او نو ځکه د فقې د اصولو په علم کې د سیره عقلاء د حجیت او د شرعي حکم په استنباط کې د واقع کېدو د دلیل لپاره د هغه د اعتبار د شرایطو د احراز په اړه بحث کیږي.[۱۸]
له بل اړخه د اصولو د علم د ډېرو مسایلو لکه ظواهر او خبر ثقه چې د فقې د اصولو د علم او همداراز په فقې کې تر ټولو مهمو امارو [یادداشت۱] د اعتبار او د شرعي حکم د استنباط لپاره له ډېرو مهمو مسالو ګڼل کیږي، په سیره عقلاء استناد کیږي.[۱۹]
د سیره عقلاء قسمونه او د هغو د حجیت معیار
سیره عقلایي په دوو ډولونو ویشل کیږي او هر یو یې د حجیت لپاره ځانګړی معیار او ملاک لري.[۲۰]
هغه سیرت چې ورسره شرعي حکم اثباتیږي. کله کله د عقلاء د سیرت په واسطه شرعي حکم اثباتیږي.[۲۱] د مثال په توګه امام خمیني د حیازت په واسطه د ملکیت د اثبات لپاره ویلي چې د بشري تمدن مسّلم سیرت په دې خبره و چې د احیاء او حیازت په وسیله، ملکیت حاصلیږي او هیڅ یو پېغمبر، او اولیاوو او مومنانو هم د هغه انکار نه دی کړی او هغه یې نه دی منع کړی.[۲۲] د اصولیانو له نظره، د سیرت دغه قسم په هغه بڼه کې حجت دی چې د شارع امضاء او موافقه ورسره وي.[۲۳] هغه سیرت چې د شرعي حکم موضوع روښانه کوي
په ځینو مواردو کې هم په خپل حکم د کتاب او سنت یا بلې سرچینې په وسیله حکم اثبات شوی دی او سیرت یوازې د حکم موضوع روښانوي.[۲۴] مثلا په شرعي دلیل کې راغلي چې « د قمار آلت حرام دي» دا د عقلاوو سیرت یا عرف دی چې په ګوته کوي کوم یو شی د قمار آلت ګڼل کیږي.[۲۵]
سیدمرتضی حسیني فیروزآبادي: له هغو امورو چې د استصحاب د حجیت د اثبات لپاره له هغه سره تمسک کیږي،د عقلاوو سیرت دی؛ په دې بیان سره چې د عقلاو بنا خپلو ټولو مسایلو او موراد کې، د تېر حالت مطابق په عمل کولو ولاړه ده...؛ په دې ډول چې که داسې نه وي، د انسان د ژوند نظام او اساس ګډوډیږي.
حسیني فیروزآبادي، عنایة الاصول فی شرح کفایة الاصول، ۱۴۰۰ق، ټوک۵، مخ۳۲. همداراز ویل کیږي چې د عقلاوو سیرت کولی شي د دلیل ظهور یا د شارع مراد په ګوته او روښانه یې کړي.[۲۶] د بېلګې په توګه، په یو روایت کې راغلي چې که یو خرڅوونکی، یو سامان خرڅ کړي، خو هغه یې اخستونکي ته نه وي سپارلی او د هغه شي پېسې یې هم له ګاهک نه وي اخستې، تر دریو ورځو که ګاهک پلورونکي ته پېسې ورکړي، معامله لازمه ده؛ که نه وي، د دواړو تر مینځ هیڅ معامله نه ده موجوده. (فلا بیعَ بَینَهُما).[۲۷] د«لا بیع بینهما»، له ظاهره د دغه شان معاملې د بطلان نتیجه اخستل کیږي؛ په داسې حال کې چې د عقلاوو د سیرت او عقلایي ارتکاز په اساس مطلب دا دی چې د دواړو لورو تر مینځ معامله لازمه نه ده؛ بلکې د تاخیر او ځنډ خیار ثابتیږي او دواړه لوري کولی شي معامله جاري وساتي یا یې فسخه کړي.[۲۸] ویل کیږي چې دغه ډول عقلایي سیرت د شرعي حکم د اثبات په لټه کې نه دی او یوازې د شرعي حکم موضوع منقح کوي، د حجیت لپاره د شارع امضاء او تایید ته اړتیا نه لري.[۲۹]
د عقلاو د سیرت د سرچینې له نظره د هغه قسمونه
د سرچینې له اړخه عقلایي سیرتونه هم په څو ډولونو ویشل کیږي:[۳۰]
هغه سیرت چې د عملي عقل له حکمه راوتلې وي؛[۳۱] لکه د ظلم په قبیح ګڼلو او عدل په ښه ګڼلو کې جاري عقلایي سیرت یا عالم ته د جاهل د رجوع په حکم کې عقلایي سیرت.[۳۲] ویل کیږي له دې امله چې دغه ډول سیرت د عقل له حکمه راوتلی دی، نو حجیت یې ذاتي دی او د حجیت لپاره یې د شارع امضاء او تایید ته ضرورت نیشته.[۳۳]
هغه سیرت چې د انسانانو له غرایزو، فطرت، مشاهداتو، تجربو او استقراوو څخه راوتلې وي.[۳۴] زیاتره عقلایي سیرتونه له همدې قسمه ګڼل کیږي.[۳۵] دا ډول سیرت د خپل حجیت په اثبات کې د شارع امضاءاو تایید ته اړتیا لري.[۳۶]
د معصوم (ع) د زمانې سیرت او مستحدثه سیرت له مستحدثه سیرته مطلب، هغه سیرتونه دي چې د معصوم (ع) له زمانې وروسته رامینځته شوی او د هغو سیرتونو په مقابل کې دی چې د معصوم په زمانه کې موجود و.[۳۷] د اصولیانو له نظره، د هغو سیرو چې د معصومانو په زمانه کې و حجیت د هغه په امضاء او تایید پورې مشروط دی؛ په دې بیان سره چې دغه سیرتونه معصومانو لیدلې او اورېدلې وي او په عین حال کې یې د هغو په وړاندې چوپتیا خپله کړې او منعه یې ترې نه وي کړې.[۳۸]
د مستحدثه سیرتونو د حجیت په اړه د نظر اختلاف موجود دی: ځینې په دې عقیده دي چې یوازې په هغه بڼه کې چې محرز شي چې دغه سیرتونه د معصوم (ع) په زمانې پورې متصل دي او د هغوي په زمانه کې هم روان وو او هغوي یې پر وړاندې چوپتیا خپله کړې او یا یې له هغې منعه او ردعه نه ده کړې، حجت دي[۳۹] ځینې بیا د هغه سیرت چې د معصوم له زمانې سره متصل وي او هغه چې نه وي متصل تر مینځ د فرق قایل نه دي او د عقلایي سیرتونو د حجیت لپاره یې د معصوم (ع) یا شارع له زمانې سره د هغه هم مهالتیا شرط نه دی ګڼلی.[۴۰]
د عقلایي سیرتونو د احراز او معلومولو لارې
ځینې مهمې لارې چې په وسیله یې کولی شو هم د معصوم (ع) د شتون هم مهاله سیرتونه او هم غیر معاصر احراز کړو، دا دي:
امام خمیني: د تقلید پر وجوب تر ټولو لوی او مهم دلیل، عالم او اهل خبره کسانو ته د هر جاهل په رجوع کولو د عقلاوو بنا او عقلایي ارتکاز دی او له دې امله چې د دغه سیرت په اړه له شارعه کومه منعه او ردعه نه وي راغلې، نو معلومیږي چې دا عمل مجاز او د هغه د رضایت وړ دی.
امام خمینی، الاجتهاد و التقلید، ۱۴۲۶ق، مخ ۶۳.
استقراء: کله کله د یوې ټولنې یا مختلفو ټولنو په وګړو کې له لټون او تحقیق وروسته لیدل کیږي چې هغه ټول د مختلفو سلیقو او کلتورونو له لرلو سره سره په یو واحد سیرت اتفاق لري، له دې لارې کولی شو دغه عام ټولنیز سیرت د ټولنې د ټولو وګړو یا د نورو ټولنو او یا حتی د معصوم (ع) د ژوند د زمانې وګڼواو د هغوي په سیرت پوه شو.[۴۱]
و جداني تحلیل: کله کله یوه مساله د انسان ضمیر او وجدان ته وړاندې کیږي او د هغه مسالې په اړه یو دریځ او نظر خپلوي چې دغه نظر د هغه له خاصو سلیقو یا وخت او ځای سره اړه نه لري او له دې ځایه هغه ته معلومیږي چې هغه څه چې په خپل وجدان سره یې معلوم کړي، یو عقلایي دریځ دی چې عمومیت لري.[۴۲]
ټولنیز ضرورت او اړتیا: کله کله د عقلایي سیرت موضوع له هغو چارو وي چې د ټولنیز ژوند لپاره ورته ضرورت او اړتیا وي، په دې ډول چې که نه وي په ټولنیز نظام کې ګډوډي رامینځته کیږي؛ [۴۳] لکه د هغو شیانو چې د کسانو په لاس او اختیار کې دي د هغوي د مالکیت په اړه عملي سیرت او بناء، چې دې ته د ید (لاس او واک) قاعده ویل کیږي او په ټولو زمانواو حتی د معصوم (ع) د شتون په زمانه کې د هغه نیشتوالی، د انسانانو په ټولنیز نظام کې د ګډوډۍ سبب کیږي.[۴۴]
تاریخي نقل: په معتبر تاریخي نقل سره کولی شو د معصوم (ع) د شتون د زمانې سیرت معلوم کړو.[۴۵] له معتبر تاریخي نقله مطلب، هغه نقلونه دي چې د نقل د زیاتوالي په واسطه یا د قرائنو او شواهدو په مرسته، په هغو وثوق او اطمینان حاصلیږي.[۴۶]
د شارع له خوا د عدم ردع د معلومولو لارې
له لاندینیو لارو معلومولی شو چې شارع یو سیرت ردع او منعه کړی نه دی:
له یو سیرت څخه د شارع د ردع او منعې په اړه د کوم راپور رسېدل یا نه رسېدل، د هغه سیرت د استحکام او عمومیت په اندازې پورې اړه لري؛[۴۷] په دې بیان سره چې که د یو سیرت په اړه چې راسخ و او اهمیت او عمومیت هم لري ، د شارع لخوا کومه ردعه یا منعه که څه هم د یو ضعیف خبر په حد کې ولې نه وي، مونږ ته نه وي رسېدلې، د دې ښودنه کوي چې شارع په حقیقت کې د دغه سیرت په اړه کومه ردعه او منعه نه ده لرلې او ورسره موافق و؛ ځکه چې که کومه ردعه یا منعه وای باید بیان شوې وای او راتلونکو نسلونو ته رسېدلې وای.[۴۸]
د یو داسې سیرت چې په ټولنیز ژوند کې له هغه څخه د تېښتې هیڅ لاره نیشته د نعم البدل له نشتونه پوهیږو چې د هغه په اړه د شارع له خوا کومه منعه یا ردعه نه ده راغلې؛ ځکه چې که کومه ردعه یا منعه راغلې وای، باید لږ تر لږه د هغه سیرت لپاره چې د ټولنیز ژوند لپاره ضروري دی، یو نعم البدل موجود وای، او اوس چې د هغې هیڅ نعم البدل یا بدیل نیشته، نو په خپله هغه سیرت جاري او د شارع د موافقې وړ دی.[۴۹] د بېلګې په توګه، د نړۍ د عاقلانو بنا او اساس همېشه په دې و چې د متکلم په الفاظو او مطلب د پوهېدو لپاره له ظواهرو پېروي وکړو او له دې امله چې د دغه سیرت لپاره هیڅ بدیل او نعم البدل نیشته، یقین حاصلیږي په دې خبره چې دا سیرت د معصوم (ع) په ژوند کې هم موجود و او د دې په اړه له معصومه کومه منعه یا ردعه نه ده راغلې.[۵۰]