د غیبو علم
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
د غیبو علم د هغو پټو شیانو او چارو په هکله پوهه ده چې په حواسو سره ورباندې نه شي پوهیدی. د قرآنی آیتونو له مخې، شیعه متکلمان د غیبو علم دوه ډوله ګڼلی دی: یو د غیبو داتي او خپلواک علم دی، یعنی داسې د غیبو علم چې له بل چا څخه نه اخیستل کیږي. دا ډول د غیبو علم یواځې خدای سره خاص دی. بل د غیبو علم هغه دی له نور چا اخستی شوی وي چې خدای تعالی خپلو ځینو غوره بندګانو ته ورکړی دی. اماميه عالمان په دې عقيده دي چې د الهي انبياؤ او امامانو د غيبو علم همدا ډول دی چې د خداي په حکم او تعليم سره یې ترلاسه کوي.
يو شمېر وهابي علماء د قرآن د آيتونو په دلیل سره په دې باور دي چې د غيب علم يوازې خداى سره خاص دی او د غيب علم له خداى پرته بل چا ته منسوبول یې د ګمراهۍ او کفر لامل ګڼلی دی. هغوي په شیعو باندې له دې سببه د غلو تور لګوي چې شیعه د پیغمبرانو او امامانو د غیب د علم عقیده لري. له بلې خوا اماميه فقهاؤ د نورو آيتونو په دلیل سره ويلي دي چې خداے پاک خپلو غوره شويو پيغمبرانو او بندګانو ته د غيب علم وركوي.
د اماميه په اند، د امامانو غيبي علم لکه د پېغمبراکرم(ص) د غیبي علم، د خداى له لوري دى. هغوي په دې باور دي چې الهی علم کله کله د پیغمبر له لارې امامانو ته لیږدول شوی او کله ناکله د ملائکو د تحدیث یا الهام له لارې د غیب علم ترلاسه کوي. د امامانو د غیبو د علم په باره کښې دوه لږ تر لږه او ډېر تر ډېره نظرونه وړاندې شوي دي. یو شمېر امامیه متکلمانو د امام د غیبو علم په ځینو مواردو کې محدود کړی دی او له بلې خوا ځینې نور بیا د ځینې حدیثونو په دلیل سره په دې اند دي چې د هغوي علم ټول هغه څه ته شامل دی چې کوم څه پيښ شوي دي یا په راتلوونکي کې به پيښیږي.
مفهوم پيژندنه او موقعیت
د غیبو علم د هغه پټو څیزونو او کارونو په هکله پوهه ده چې حواسو سره د پوهیدو وړ نه دي.[۱] غیب په لغت کې هغه څیز ته وايي چې له ظاهري حواسو پټ وي؛ دا د شهود په مقابله کې دی چې شهود هغه څه ته وايي چې حواسو سره ورباندې پوهیدی شي.[2] غیب په اصطلاح کې هغه څیز دی چې ورباندې پوهیدل په عادي اسبابو سره نه کیږي.[۳]
اماميه د ځينو آيتونو او رواياتو په دلیل سره په دې عقيده دي چې نه يوازې پېغمبر(ص) بلکې معصوم امامان(ع) او همدارنګ ځينې پېغمبران هم د خداى په حکم او فضل سره د غيبو علم لري.[4] دا ډول عقیده لرل د دې سبب شوي دي چې ځینې وهابیان شیعو ته غلو نسبت ورکړي.[۵] د غیبو د علم مسئله، د هغې ډولونه، محدوده او کیفیت یې، یو له هغو مسلو څخه دی چې د تېرو متکلمانو د دې په هکله بحثونه کړي دي[6] او نن (په 15 قمري پیړۍ کې) هم د وهابیانو په دې مسئله باندې د ځینو ناسمو پوهو او ناروا تورونو په ځواب کې د اماميه فقهاوو لخوا څیړل شوی او بحث شوې ده.[7]
د غیبو د علم ډولونه
د غیبو علم له دې مخې چې څوک یې لري په دوه ډوله ویشل شوی دی:
ذاتي او خپلواک د غیبو علم:[8] له دې څخه مراد هغه د غیبو علم دی چې له چا څخه يې نه وي اخستی.[9] دا ډول د غیبو علم نامحدود دی او یواځې خدای سره خاص دی او ویل کیږي چې په دې علم کې هیڅوک له خدای سره شریک نیشته.[10] شیخ مفید په اوائل المقالات کې ویلي دي ځینې غالیانو او مفوضه کسانو د دا ډول غیبي علم نیست معصومو امامانو ته ورکړی دی.[11] هغه دا نظریه باطله ګڼلې ده.[12]
هغه غیبي علم چې له بل چا اخستی شوی وي:[13] د هغه رنګ په غیبو پوهه ده چې د خدای له خوا ځینې بندګانو ته ورکړې شوی وي.[14] ټول امامیه عالمان په دې باور دي چې د پیغمبرانو او معصومو امامانو د غیبو علم، همدا ډول دی چې د خدای په حکم او تعلیم سره هغوي ته د خدای له خوا ورکړی شوی دی.[۱۵]
د پیغمبر(ص) د غیبو په علم باندې اعتراض او د شیعو ځواب
ځینې وهابیانو د غیبو علم یواځې خدای سره خاص ګڼلی دی او د پیغمبران او حتی زمونږ د پيغمبر(ص) د علم غیب انکار یې کړی دی[16] عبدالعزیر بن باز، د عربستان یو وهابي مفتي، له خدایه پرته بل چاته د غیبو د علم نسبت ورکوی د ګمراهۍ او کفر سببه ګڼلی دی.[17] هغوي د دې نظریې د ثابتولو لپاره د قرآن دوه رنګه آیتونو راوړي دي:
یو هغه آیتونه چې په کې پیغمبر(ص) په خپله د غیبو د علم انکار کړی دی؛[18] لکه دا آیت «قُلْ لَا أَقُولُ لَکُمْ عِنْدِی خَزَائِنُ اللَّهِ وَ لَا أَعْلَمُ الْغَیْبَ؛ ووایه: زه دا نه وایم چې د خدای خزانې له ما سره دي او نه زه له غیبه خبر یم.»[۱۹]
دویم ډول هغه آیتونه چې د غیبو علم یې یواځې خدای سره خاص کړی دی؛[20] لکه دا آیت «وَ عِنْدَهُ مَفَاتِحُ الْغَیْبِ لَا یَعْلَمُهَا إِلَّا هُوَ؛ او د غیبو کلي یواځې له هغه (خدای) سره دي او بې له هغه هیچا ته یې علم نیشته».[۲۱]
د دې نظریې د رد کولو لپاره ځینې آیتونو لکه د سوره آل عمران ۴۴ او ۱۷۹ آیتونه او د سوره جن ۲۶ او ۲۷ سره دلیل راوړی شوی دی چې د دې پر اساس، خدای پاک ځینې پیغمبرانو او خاصو بندګانو ته د غیبو علم ورکړی دی.[۲۲]
همدارنګ یې ویلي دي چې د قرآن آیتونو ته په پام پوهیږو چې په قرآن کې د دوه ډوله غیبي علم خبره شوې ده، یو ذاتي او خپلواک علم غیب، او بل مستفاد علم غیب. هغه آیتونه چې علم غیب یواځې خدای سره خاص ګڼي دا ذاتي غلم غیب یادوي چې خپلواک دی او یواځې له خدای سره خاص دی او کوم آیتونه چې هغه علم غیب بیانوي چې له خدایه پرته بل چا سره هم شته، نو دا آیتونه د علم غیب دوم ډول یعنی مستفاد علم غیب بیانوي؛ یعنی دا هماغه علم غیب دی چې د خدای له خدای د خدای په اذن سره پيغمبر(ص) او ځینې نورو خوښ کړي شوي بندګانو ته عطا کړی شوی دی.[۲۳]
شیعه فلسوف او روحاني، مرتضی مطهري، د دې دوو ډولو آیتونو د جمع کولو لپاره ویلي دي د قرآن په اصطلاح کې علم غیب دې ته وايي چې یو کس د له خپل ځانه او بې له زده کړې په غیبو پوه شي چې دا یواځې خدای سره خاص دی او پيغمبر(ص) او نور خوښ کړي شوي بندګان متعلم الغیب دی چې علم غیب یې له خدایه زده کړی دی.[۲۴]
د امامانو(ع) علم غیب
اصلي مقاله: د امام علم
د امامیه په عقیدې د امامانو علم غیب د پيغمبر(ص) د علم غیب په شان د خدای له خوا دی.[25] هغوي باوري دي چې خدايي علم کله کله د پيغمبر(ص) له لارې امامانو ته منتقل شوی؛ په دې طریقه چې پیغمبر(ص) د خدای له خدا د غیبو علم راخستی او امام علی(ع) ته ښودلی دی او امام علی(ع) امام حسن(ع) ته ښودلی او په دې طریقې سره هر یو امام ورپسې امام ته تر اخري امام مهدی(عج) پورې منتقل کړی دی.[26] او کله کله له بلې طریقې د غیبو علم امام(ع) ته رسیږي.[27] د بیلګې په بڼه د ځینې روایتونو له مخې چې په شیعه سرچینو کې شته، جبرائیل د راتلونکي وخت ځینې پيښې حضرت فاطمه(س) ته بیان کړې او هغې په مصحفِ فاطمه کې ولیکلې.[28] او همدارنګ ځینې روایتونو ته په پام، امام علی(ع) هم دا توان درلود چې فرښتو سره د تحدث له لارې[29] یا الهام له لارې د غیبو علم ترلاسه کړي.[30]
د ځینې روایتونو پر اساس، امام د پيغمبران د علم وارث دی[31] او د علم الهي صندوق دار دی[32] شیعه ځینې روایتونو سره دلیل راوړي لکه د مدینة العلم حدیث چې په کې پیغمبر(ص)، ځان د علم ښار او امام علی(ع) یې د هغې دروازه معرفي کړی دی.[33]
د امام(ع) د علم غیب د مقدار په هکله هم ځینې شیعه متکلمان باوري دي چې د هغوي علم خاصو مواردو سره خاص دی.[34] شیخ مفید د امام علم غیب د امام له ضروري صفتونو او د امامت له شرطونو څخه ښودلی دی او ویلي یې دي چې امامان(ع) د ځینې انسانانو په ضمیر باندې خبر دي او له ځینې هغه چارو خبر دي چې له نه دي ترسره شوي.[35] ځینې نور د ځینې روایتونو[36] په دلیل سره په دې باور دی چې د امامانو علم غیب ټولو هغه چارو ته شامل دی په عالم کې ترسره کیږي یا به ترسره شي.[37]
د نورو پيغمبران علم غیب
د سوره جن د ۲۶ او ۲۷ آیتونو له مخې خدای پاک چې په پیغمبرانو کې هر یو ته چې وغواړي علم غیب ورکوي.[38] همدارنګ د قرآن د ځینې آیتونو له مخې، ځینې پیغمبران په ځینې ځایونو کې د غیبو له علمه خبر وو او د هغې خبر یې هم ورکړی دی:
د سوره هود 81 آیت له مخې، حضرت لوط، وړاندې له دې چې قوم یې په عذاب اخته شي، د ځینې فرښتو له خوا د عذاب د وخت په هکله خبر شو.[39] او دا د علم غیب له مصداقونو څخه یو دی.[۴۰]
د دې آیت «وَ أُنَبِّئُکُمْ بِمَا تَأْکُلُونَ وَ مَا تَدَّخِرُونَ فِی بُیُوتِکُمْ؛ او تاسو ته خبر درکوي چې تاسو په کورونو کې څه خورئ او څه ذخیره کوئ»،[۴۱] په دې دلالت کوي چې حضرت عیسی دا توان درلود چې د خلکو له پټو رازونو خبر وي او په غیبي اسرارو د هغه خبریدل د هغه په قوم کې د هغه د حقانیت معجزه وه.[۴۲]
د سوره آل عمران د 45 آیت له مخې خدای پاک د پرښتې په وسیله حضرت مریم د خدای زوي حضرت عیسې له زوکړې خبر کړه او بشارت یې ورکړ.[۴۳]
د دې آیت «تِلْکَ مِنْ أَنْبَاءِ الْغَیْبِ نُوحِیهَا إِلَیْکَ؛ دا د غیبو خبرې دي چې مونږ یې تا ته وحي کوو»،[۴۴] پر اساس، کله چې خدای پاک په قران کې د نوح(ع) د قوم کیسه پیغمبر(ص) ته وحي کوي او هغه او قوم يې د هغوي له حاله خبروي، بیا وايي: دا د غیبو خبرونو دي چې تا ته یې وحي کوو.[۴۵]