د لمونځ کوونکي جامه

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

دا مقاله یواځې د یو فقهي حکم یوه پیژندګلو ده او د دیني عملونو لپاره معیار او پرتله نه ده، د دینی عملونو لپاره نورې سرچینې ته وګورئ.

د لمونځ کوونکي جامه، هغه جامه چې لمونځ کوونکی یې د لمانځه په وخت په بدن لري. فقیهانو د لمونځ ګزاري د جامې لپاره او دا چې په څومره اندازه پټوونکې وي ځینې احکام او شرایط بیان کړې دي. هغوي اجماع لري په دې خبره چې پر ښځو واجبه ده په لمانځه کې که څوک نامحرم وي او که نه وي، بې د مخ له ګردۍ (غونډوالي) او لاسونو له مړونده د ګوتو تر سرونو پورې، د بدن نور غړي او د سر وېښتان پټ کړي. پر سړو واجبه نه ده چې په لمانځه کې بې له عورته (تناسلي آلې) خپل بدن پټ کړي. د لمونځ کوونکي د جامې له نورو شرایطو دا دي چې پاکه وي او نجسه نه وي، مباحه وي او غصبي نه وي، د حرامې غوښې د ځناور له ټوټو او همداراز د حرام ګوشته او حلال ګوشته (هغه حلال ګوشته ځناور چې نه وي تذکیه شوی) حیواناتو له مردارو اجزاو نه وي.

د فقیهانو په فتوا، د هغو جامو اغوستل چې له سرو زرو جوړې وي یا پرې د سرو کار شوی وي، او همداراز هغه جامه چې له ورېښمو یا حریرو وي پر سړو یې اغوستل حرام او که لمونځ پکې وکړي باطل دی. فقیهانو همداراز د لمونځ کوونکي له جامې سره اړوند مستحب او مکروه احکام بیان کړې دي.

مقام

هغه جامه چې لمونځ ګزاری یې د لمانځه په وخت په بدن لري باید یو لړ احکام او شرایط ولري او فقیهانو په ځینو فقهي بابونو لکه د طهارت او صلاة په بابونو کې د هغې احکام بیان کړې دي.[۱] حُرّ عامِلی په وسایل‌الشّیعه کتاب کې د «ابواب لباس المُصَلّی» په نامه یو جدا باب برابر کړی او مختلف روایتونه یې چې د لمونځ کوونکي د جامې د مختلفو احکامو په بیان کې راغلي، په ۶۴ مختلفو بابونو کې راغونډ کړې دی.[۲]

په لمانځه کې د پوښښ او جامې اندازه

په لمانځه کې د جامې او ستر اندازه د ښځې او سړي لپاره د فقیهانو له نظره مختلفه ده:

د ښځې ستر

د ځینو فقیهانو په وینا، د فقیهانو اجماع ده چې [۳] پر ښځو واجبه ده په لمانځه کې ، که نامحرم موجود وي او که نه وي،[۴] بې د مخ له غونډوالي (هغه اندازه چې په اودس کې وینځلی شي) او بې له لاسونو له مړونده د ګوتو تر سرونو پورې، د بدن نور ټول غړي او د سر وېښتان پټ کړي.[۵] البته ځینو شیعه فقیهانو په لمانځه کې د سر د وېښتانو د پټولو په وجوب کې شک کړی دی.[۶] د څلورمې قمري پېړۍ د فقیه ابن جنید په فتوا، د ښځو لپاره په هغه ځای کې چې نامحرم نه وي موجود چې وې وینی، په سرتور سر لمونځ کول باک نه لري.[۷]

ځینې فقیهان په دې باور دي چې پر مخ او لاسونو سربېره د پښو مخونه( له ګیټیو لاندې) هم باک نه لري که په لمانځه کې ښکاره وي.[۸] طباطبایی یزدی (صاحبْ‌عُروه) ویلي دي چې په لمانځه کې د پښو د تلیو لغړوالی باک نه لري.[۹]

د سړي ستر

د فقهیانو په اجماع[۱۰] په سړي واجبه نه ده چې په لمانځه کې بې له عورته نور بدن پټ کړي.[۱۱] د طباطبایي یزدي په وینا مستحب احتیاط دا دی چې له نوم تر زنګونه په لمانځه کې پټ کړي.[۱۲] د صاحب جواهر له نظره د سړو لپاره لغړ لمونځ کول، که عورت یې پټ وي، که څه هم جایز دي خو کراهت لري.[۱۳]

نور احکام

د لمونځ کوونکي د جامې ځینې نور احکام په دې ډول دي:

پاکي او طهارت

د شیعه فقیهانو په اجماع، د لمونځ کوونکي جامه باید پاکه وي[۱۴] او که نجسه وي واجبه ده چې نجاست یې لرې کړی شي.[۱۵] البته فقیهانو د جراحت او دانې او هغه زخم چې وینه ترې روانه وي او همداراز په هغه وینې چې تر یو درهمه کمه وي (بې د حیض، نفاس او استحاضې له وینې)د جامې ککړتیا استثناء کړې ده.[۱۶]

همداراز یې ویلي چې هغه وړې جامې چې لمونځ ورسره تمام نه دی( یعنې د عورت پټول ورسره ممکن نه دي) لکه جورابې، خولۍ، دستمال، لاسپوټی..، که نجس وي، په لمانځه کې باک نه لري.[۱۷] د ځينو فقیهانو په وینا، هغه واړه شیان او وسایل چې له مونځ کوونکي سره وي لکه ګوتمه، کنجیانې، ساعت او سکه که نجسه وي باک نه لري.[۱۸]

د شیعه فقیهانو د مشهور نظر مطابق [۱۹] هغه ښځه چې د بچي دایڼه وي( که مور وي او بل څوک) او یوازې یوه جامه لري، که دغه جامه د هغه ماشوم په میتیازو سره نجسه شوې وي، په ورځې کې دې یوازې یو ځل ووینځي او ضروري نه ده چې د هر لمانځه لپاره یې ووینځي.[۲۰]

د جامې مباح والی

د فقیهانو په اجماع، د لمونځ کوونکي جامه باید مباح وی؛ یعنې غصبي نه وی.[۲۱]پر دې اساس که لمونځ کوونکی خبر وي چې په غصبي جامه کې تصرف حرام دی، او عمدا پکې لمونځ وکړي، لمونځ یې باطل دی.[۲۲] البته که لمونځ کوونکی نه وي خبر یا یې هېر شي چې جامه یې غصبي ده او پکې لمونځ وکړي، لمونځ یې صحیح دی؛[۲۳] خو که د لمانځه په مینځ کې وریاد شول او په غیر غصبي جامې سره د لمونځ کولو یا عورت په پټولو سره د لمانځه د دوام امکان وي باید سملاسي غصبي جامه لرې کړي او حتی که یو رکعت هم د لمانځه په وخت کې کولی شي، باید له غصبي جامې بهر راووځي. البته که د خپل سر د حفاظت یا غصبي مال د ساتنې لپاره په هغه جامه کې لمونځ کولو ته مجبوره وي لمونځ یې صحیح دی.[۲۴] که لمونځ کوونکی په هغه مال سره چې خمس یا زکات یې ترې نه دی ورکړی جامه واخلي او پکې لمونځ وکړي لمونځ یې باطل دی.[۲۵] بله فتوا دا ده چې که څه هم په غصبي شیانو لکه ګوتمې، موبایل او بیلټ کې تصرف حرام دی، خو د لمانځه په وخت له ځان سره دهغه لرل مونځ نه باطلوي.[۲۶]

د جامې جنس

د فقیهانو د فتوا مطابق د لمونځ کوونکي جامه باید د حرامې غوښې د حیوان له اجزاوو نه وي جوړه. پر دې اساس که د جامې جنس یې د حرامې غوښې د ځناور له څرمنې، ویښتو، وړۍ او... وي یا دغه شان کوم شی یې په لمانځه کې ورسره وي یا یې په جامې پورې نښتی وي، لمونځ یې باطل دی.[۲۷] پر دې سربېره ویل شوي چې که ځینې څیزونه لکه د حرامې غوښې د حیواناتو او مارغانو لاړې او فضولات په جامې پورې وي، نو کوم لمونځ چې په دغه جامه کې کیږي باطل دی.[۲۸] همداراز د لمونځ کوونکي جامه باید د حرام ګوشت او حلال ګوشت ځناور( هغه حلال ګوشت چې تذکیه شوی نه وي) له مردارو اجزاوو نه وي جوړه.[۲۹]

د هغه جامې اغوستل چې له سرو زرو ګنډل شوې وي یا پرې د سرو کار شوی وي په سړي حرام او لمونځ پکې باطل دی.[۳۰] همداراز د سرو زرو د زنځیر غاړې ته اچول او د سرو زرو ګوتمه په لاس کول او د سرو زرو ګړۍ په لاس کول د سړو لپاره حرام دي او د ځینو فقیهانو په فتوا، واجبه ده چې د لمونځ کولو په وخت ترې ډډه وشي.[۳۱]

د فقیهانو د فتوا په اساس، د سړي لپاره د حریر یا ورېښمو د جامې اغوستل حرام او کوم لمونځ چې پکې کوي باطل دی.[۳۲] ځینې څیزونه لکه دستمال، جورابې، خولۍ، د جامې استر او داسې نور که له خالصو وریښمو وي، د ځینو فقیهانو له نظره لمونځ باطلوي.[۳۳]

مستحبات او مکروهات

فقیهانو د معصومو امامانو روایتونو ته په پام سره له هغو شرایطو پرته چې د لمونځ کوونکي جامه یې باید ولري په دې اړه ځینې مستحب او مکروه احکام هم بیان کړې دي.[۳۴]

مستحبات

ځینې موردونه چې د لمونځ کوونکي په جامه کې مستحب ګڼل شوي دي:

  • د سپېنې جامې اغوستل؛
  • سړی عبا او ښځه څادر په سر کړي؛
  • ډېرې پاکې جامې دې واغوندي؛
  • عطر او خوشبویي دې ولګوي؛
  • د عقیق ګوتمه دې په لاس کړي؛[۳۵]

مکروهات

صاحبْ‌عروه ۳۳ څیزونه د لمونځ کوونکي د جامې له مکروهاتو ګڼلي چې ځینې دا دي:

  • د تورې جامې اغوستل؛
  • د خیرنو جامو اغوستل؛
  • د داسې جامو اغوستل چې د انسان یا حیواناتو تصویرونه لري؛
  • د ښځو لپاره د نقاب اچول؛
  • د تنګو جامو اغوستل؛
  • یوازې د یوې نازکې جامې اغوستل؛
  • د شهرت د جامې اغوستل.[۳۶]

فوټ نوټ

سرچينې

  • ابن‌جنید، محمد بن احمد، مجموعه فتاوی ابن‌جنید، تحقیق علی‌پناه اشتهاردی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۶ق.
  • بحرانی، یوسف، حدائق الناضرة، قم، مؤسسة الفکر الاسلامی، ۱۳۶۳ش.
  • حکیم، سیدمحسن، مستمسک العروة الوثقی، بیروت، دار إحیاء تراث العربی، ۱۳۹۱ق. ۱۳۸۷ق.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، وسائل الشیعه، قم، مؤسسه آل البیت، ۱۴۱۶ق.
  • خمینی، سید روح‌الله، تحریر الوسیلة، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، چاپ اول، ۱۴۳۴ق.
  • سبزواری، سید عبدالاعلی، مهذب الاحکام، قم، دار التفسیر، بی‌تا.
  • «شرایط لباس نمازگزار»، سایت جامع المسائل، مرکز پاسخگویی به احکام شرعی و مسائل فقهی، دفتر آیت‌الله مکارم شیرازی، تاریخ بازدید: ۲۶ مرداد ماه ۱۴۰۲ش.
  • شهید اول، محمد بن مکی، الالفیة و النفلیة، قم، مکتب الاعلام الاسلامی، ۱۴۰۸ق.
  • شهید ثانی، زین‌الدین بن علی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، تحقیق و تعلیق سیدمحمد کلانتر، قم، انتشارات داوری، ۱۴۱۰ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الامامیه، تهران، المکتبة المرتضویة لإحیاء الاثار الجعفریة، چاپ سوم، ۱۳۸۷ق.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۷ق.
  • طباطبایی یزدی، محمدکاظم، العروة الوثقی، تحقیق: مؤسسة النشر الإسلامی، قم، چاپ اول، ۷ ۱۴۱۹ق.
  • محقق اردبیلی، احمد بن محمد، مجمع الفائدة و البرهان، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۰۳ق.
  • محقق سبزواری، محمدباقر، کفایة الاحکام، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۳۸۱ش.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، المعتبر فی شرح المختصر، قم، مؤسسه سید الشهداء(ع)، چاپ اول،
  • مرعشی نجفی، سید شهاب‌الدین، منهاج المؤمنین، قم، کتابخانه آیت‌الله مرعشی نجفی، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۱۴۳.
  • موسوی عاملی، سیدمحمد، مدارک الاحکام، قم، مؤسسه النشر الاسلامی، ۱۴۲۹ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام، بیروت، دار إحیاء تراث العربی، ۱۳۶۲ش.
  • نراقی، ملااحمد، مستند الشیعه، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، ۱۴۱۵ق.