د وعدې پوره کول

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د وعدې پوره کول یا وفای به عهد یو اخلاقي فضیلت دی چې په قرآن او روایتونو کې پرې ډېر ټینګار شوی دی. د اسلامي حدیثونو له مخې د وعدې پوره کول، د دین اصل، د یقین نښه او د ټولو دینونو زبېښه او مېوه ده. په قرآن کې خدای تعالی په دغه صفت ستایل شوی او په روایتونو کې د شیعه امامانو ځانګړنه بلل شوې ده.

د مفسرانو په وینا، خدای تعالی په قرآن کې وفاداره انسانان ستایلی او هغوي یې د مومنانو، رښتینو کسانو، لمونځکوونکو، ژغورېدونکو او جنتیانو په ټول کې راوستي دي. د قرآن د ایتونو مطابق، د وعدې پوره کول په قیامت کې له پېغمبر سره (ص) د یو ځای والي سبب دی.

اهمیت

د وعدې پوره کول یې د یو داسې کار د پوره کولو په معنا ګڼلی چې انسان یې د کولو ژمنه او وعده کړې وي.[۱] د وعدې او ژمنې پوره کول ډېر لوی اخلاقي فضیلت او پیمان ماتول یا وعده خلافی ډېر بد اخلاقي رذیلت ګڼل شوی دی.[۲]

د مکارم شیرازي په وینا دا مساله د قرآن په ایتونو او اسلامي روایتونو کې په پراخه توګه مطرح شوې او په ډېرو پیاوړو تعبیرونو او بیانونو سره د وعدې په پوره کولو تاکید شوی او تړون ماتوونکي سخت غندل شوې دي.[۳]

په روایتونو کې د وعدې پوره کول د دین اساس او د یقین نښه[۴] په خدای او قیامت د ایمان علامت[۵] معرفي شوی او عهد ماتول له بې دینۍ سره برابر ګڼل شوې دي.[۶] له امام سجاد (ع) څخه د یو حدیث مطابق د وعدې پوره کول د ټولو دینونو له دریو څخه یو مهم پېغام دی.[۷] په نهج البلاغه کې هم له ډېرو مهمو الهي واجباتو ګڼل شوې دي.[۸]

د وعدې پوره کول، د خدای، پېغمبرانو او امامانو ځانګړنه

د ځینو مفسرانو په وینا، خدای تعالی په قرآن کې ځان د وفادارۍ په صفت ستایلی دی.[۹] په قرآن کې، حضرت اسماعیل د «صادق الوعد» په توګه یاد شوی دی.[۱۰] د وعدې پوره کول یو هغه صفت دی چې د شیعه امامانو په تېره بیا امام حسین (ع) په باره کې هم کارول شوی دی.[۱۱]

د وعدې پوره کول د قرآن له احکامو

اصلي مقاله: د وعدې پوره کولو د وجوب آیت

فقیهانو په «أَوفوا بِالعُقودِ»،[۱۲] ایت په استناد سره، د ټولو تړونونو د پوره کولو حکم کړی دی او په فقهي کتابونو کې یې په مفصله توګه په دې اړه بحث کړی دی.[۱۳] هاشمي رفسنجاني په فرهنګ قرآن، کتاب کې د قرآن په ځینونو ایتونو په استناد سره[۱۴] راپور ورکوي چې د وعدې پوره کول له واجباتو دي [۱۵] چې خدای تعالی په څو ایتونو کې [۱۶] په صراحت سره د هغه حکم کړی دی.[۱۷]

قرآني څېړاندی رضایي اصفهاني هم د قران په ځینو ایتونو په استناد سره،[۱۸] لیکلي دي انسان د خپلو ژمنو په وړاندې مسوول دی او که عهد شکني یې وکړه، پوښتنه به ترې کیږي.[۱۹]

په قرآن کې وفادارۍ اثار

قرآن څېړاندو د قرآن د ځینو ایتونو په اساس، د وعدې د پوره کولو لپاره ځینې اثار ذکر کړې دي چې یو شمېر یې په دې ډول دي: د قیامت په ورځ له پېغمبر(ص) سره یو ځاي پاتېدل،[۲۰] د جنت ضمانت [۲۱] عظیم اجر ته رسېدل،[۲۲] د کامیابۍ وړ ګرځېدل.[۲۳]

د وعدې پوره کول، نړۍ شمول قانون

مکارم شیرازي لیکلي دي د روایتونو له مخې د وعدې پوره کول یو نړیوال قانون دی چې هم پکې مسلمانان او هم غیر مسلمه شامل دي.[۲۴] د هغه په باور، په تړون د پابندۍ ضرورت د انسانانو په فطرت کې دی او له همدې امله، په ټولو قامونو کې که هغه په دین باور لري او که نه لري، لازم ګڼل کیږي.[۲۵] هغه د بقرې سورې په ۱۷۷ ایت[۲۶] په استناد سره بیانوي چې د وعدې د پوروه کولو مفهوم په قرآن کې هیڅ قید اوشرط نه لري او پکې ټولې الهی وعدې او د خلکو تړونونه که هغه مسلمان وي او که کافر شاملیږي. او تر څو چې کافران په خپل عهد باقي وي مسلمانان هم باید په خپلې وعدې وفاداره پاتې شي.[۲۷]

مالک اشتر ته د امام علي(ع) په لیک کې راغلي دي د نړۍ ټول خلک له هغو اختلافاتو سره سره چې په افکارو او ګروهنو کې یې لري؛ د وعدې د پوره کولو په مساله کې یو نظر لري؛ حتی د جاهلیت د زمانې مشرکانو هم د هغه خیال ساته. په دې لیک کې مالک اشتر ته سپارښتنه شوې چې له کافرانو سره هم په خپلې وعدې وفادار پاتې شي.[۲۸]

د وفادارانو ځانګړنې

د علامه طباطبایي په وینا، په قرآن او روایتونو کې، وفاداران په ځینو ځانګړنو سره معرفی شوي دي؛ منجمله: د عقل او پوهې د خاوندانو په لیکه کې او د الهي پیوندونو ټینګوونکي دي، خداترسره او صبرناک او داسې لمونځ کوونکي دي چې د حسناتو په وسیله له سیئاتو او بدیو سره مقابله کوي.[۲۹] قرآني څېړاندي رضایي اصفهاني هم لیکلي دي د قرآن په ځینو ایتونو کې وفاکوونکي په ځینو صفتونو لکه نیکي کوونکي [۳۰] او ایمان [۳۱] سره معرفي شوې دي.[۳۲]

فوټ نوټ

سرچينې

  • قرآن.
  • ابن شهرآشوب، محمد بن علی، المناقب، قم، مؤسسة العلامة، ۱۳۷۹ق.
  • ثقفی تهرانی، محمد، تفسیر روان جاوید، تهران، انتشارات برهان، ۱۳۹۸ق.
  • خمینی، سید روح‌الله، کتاب البیع، تهران، موسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۴۲۱ق.
  • رضایی اصفهانی، محمدعلی، قرآن و علوم انسانی، قم، نسیم حیات، ۱۳۹۱ش.
  • سید بن طاووس، علی بن موسی، جمال الاسبوع، قم،‌ دار الرضی، بی‌تا.
  • شیخ صدوق، محمد بن علی، الخصال، قم، مؤسسة نشر اسلامی، ۱۴۰۳ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، موسسه الاعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۰ق.
  • طبری، محمد بن جریر، دلائل الإمامة، قم،‌ دار الذخائر، بی‌تا.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تصحیح علی اکبر غفاری، تهران‌، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، داراحیاء التراث العربی، ۱۴۱۰ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، اخلاق در قرآن، تهیه و تنظیم جمعی از فضلا، قم، مدرسة الامام علی بن ابی‌طالب (علیه‌السلام)، ۱۳۷۷ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، انتشارات دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۷۴ش.
  • هاشمی رفسنجانی، اکبر، فرهنگ قرآن، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۶ش.