د کعبې سدانت

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د کعبې سِدانَت، د کعبې د چارو خدمت او تولیت ته وایي چې پکې ځینې کارونه لکه د کنجیانو ساتل، د کعبې د ور پرانستل او بندول، د زایرانو هرکلی، او د کعبې د پردې صفا کول او بدلول شامل دي. له اسلامه مخکې د کعبې د کنجیانو لرل (کلیدداري)، د بني شیبه په واک کې وو. د اسلام پېغمبر د مکې له فتحې وروسته د کعبې کنجي د هغه وخت د کلید دار عثمان بن طلحه په اختیار کې پرېښوده او د پېغمبر په امر، دغه مسوولیت د دې کورنۍ په لاس کې باقي پاتې شو.

د سرچینو په وینا د پېغمبر تره عباس، ځان د سقایة الحجاج د مسوولیت په وجه تر نورو لوړ وګاڼه، شیبه چې د کعبې سدانت یې په غاړه لره هم ځان لوړ ګاڼه. خو امام علي (ع) ځان تر نورو مخکې د ایمان راوړلو او بیا هجرت او جهاد په وجه تر هغوي لوړ ګاڼه. د اسلامي څېړاندو په وینا، له دغه کیسې وروسته د توبې سورې ۱۹ ایت نازل شو او ایمان او د خدای په لاره کې جهاد یې د کعبې تر مسوولیتونو لوړ وګاڼه. د اهل سنت مفسر طبري په وینا، خدای تعالی په قران کې هغه کسان چې د حجیانو په سقایت او د کعبې په سدانت فخر خرڅوي، غندلې او ایمان او جهاد یې د کعبې تر مسوولیتونو لوړ ګڼلی دی.

معرفي

د کعبې سدانت یې د کعبې د خدمت[۱] او د هغې د چارو د تولیت، منجمله د کعبې د ور د پرانستلو بندولو،[۲] د زایرانو د هرکلي، او د کعبې د صفا کولو او د پردې د اچولو او بدلولو په معنا ګڼلی دی.[۳]

د کعبي قفل او کلي(کنجي)

د کعبې د کنجیانو ساتل هم د هغو کسانو په غاړه دي چې د کعبې سدانت په غاړه لري.[۴] د کعبې د سدانت او تولیت مخینه ډېره پخوانۍ ده او حتی ځینې کسان یې د حضرت اسماعیل د زمانې ګڼي.[۵] د مکې له فتحې وروسته، حضرت محمد (ص) یوازې دوه مسوولیتونه تایید کړل او هغه یې باقي پرېښودل؛ یو د کعبې سدانت او بل د حجیانو سقایت (حجیانو ته اوبه ورکول)[۶]

د کعبې د کنجیانو ساتل، د بني شیبه د کورنۍ مسوولیت

د کعبې د کنجیانو ساتنه له اسلامه مخکې د بني شیبه په لاس کې وه.[۷] د اسلام پېغمبر د مکې له فتحې وروسته، د کعبې کنجي د هغه وخت له کلي دار عثمان بن طلحه څخه واخیسته او کعبې ته ننوته. بیا یې کنجي هغه ته ستنه کړه او وې ویل چې د کعبې کنجي دې د همدې کورنۍ په لاس کې پاتې شي او بې له ظالمو کسانو به بل څوک کنجي له دوي وانه خلي.[۸] له همدې امله د کعبې مسوولیت او کلید داري له دې وروسته د همدې کورنۍ په لاس کې وه.[۹]

په ځینو نقلونو کې راغلي چې پېغمبر وروسته له دې چې کنجي له عثمان بن طلحه واخیسته غوښتل یې چې هغه خپل تره عباس ته ډالۍ کړي چې دا ایت « خدای تاته امر کوي چې امانتونه د هغوي څښتنانو ته ستانه کړئ»[۱۰] نازل شو او پېغمبر کنجي عثمان بن طلحه ته ستنه کړه.[۱۱]

په ۱۳۹۲ل کال کې د بني شیبه ځینو کسانو د سعودي په حکومت اعتراض او اعلان وکړ چې له ډېرو امتیازاتو چې په تاریخ کې د کعبې د پرده دارۍ په وجه له دغه کورنۍ سره وو، ترې اخستل شوې دي.[۱۲]

ایمان او جهاد د کعبې تر مسوولیته غوره

د اهل سنت مفسر طبري په وینا، خدای تعالی په قرآن کې هغه کسان چې د حجیانو په سقایت او د کعبې په سدانت به یې کبر خرڅاوه او لویي به یې کوله غندلې و ایمان او جهاد یې د کعبې تر مسوولیته لوړ ګڼلی دی.[۱۳]

د سرچینو په وینا، یوه ورځ د پېغمبر تره عباس، ځان د حجیانو د سقایت په وجه تر نورو اوچت وګاڼه ، شیبه چې د کعبې حجابت (سدانت [۱۴]) یې په غاړه درلود. ځان تر هغه لوړ وګاڼه. حمزه ځان د کعبې د جوړولو د مسوولیت په وجه اوچت وګاڼه او علي هم ځان په نورو باندې د ایمان په راوړلو او بیا هجرت او جهاد په وجه تر نورو لوړ وګاڼه. د سقایة الحاج ایت « ایا حجیانو ته د اوبو ورکولو او د مسجد الحرام ابادول مو، د هغه کس ( د عمل) په شان وګرځاوه چې په خدای او د قیامت په ورځ یې ایمان راوړی او د خدای په لاره کې یې جهاد کړی دی؟!( دا دوه) د خدای په نزد برابر نه دي! او خدای ظالمان نه هدایتوي![۱۵] نازل شو[۱۶] او د خدای په لاره کې جهاد او ایمان یې د کعبې په اړه تر مسوولیتونو لوړ وګاڼه.[۱۷]

په ځینو نقلونو کې، علي(ع) حمزه او او د امام علي(ع) ورور جعفر له هغو کسانو ګڼل شوی چې ایمان او جهاد یې له کعبې سره تر اړوندو مسوولیتونو اوچت ګڼلی دی.[۱۸]

فوټ نوټ

سرچينې