رجال ابن غضائري (کتاب)
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
رجال ابن غضائري يا الضعفاء د رجال د علم يو کتاب دی چې ابن غضائري ته منسوب دی چې د څلورمې او پنځمې هجري پېړۍ يو شيعه عالم او محدث دی. دا کتاب د شیعه علماوو له لومړنیو رجالي منابعو څخه ګڼل کیږي. په دې کتاب کې د ۲۲۵ رجالو ژوند لیکونه راغلي دي، چې ۱۶۵ یې ضعیف شوي دي. ځينې شيعو عالمانو په رجال کې د ابن غضائري نظر د شيخ طوسي او احمد بن علي نجاشي په پرتله زيات معتبر ګڼي. په دې کتاب کې هغه راویان چې د امامانو کرامتونه یې روایت کړي دي ضعیف اعتبار لرونکي ښودل شوي دي. علامه مجلسی او ځینو نورو علماوو د ابن غضائري پر دغه فیصله اعتراض کړی دی.
نوم او منځپانګه
همداراز وګورئ: احمد بن حسین غضائري
د ابن غضائري د رجال كتاب، احمد بن حسين غضائري ته منسوب دى، چې په ابن غضائري مشهور دى، چې د څلورمې او پنځمې هجري پېړۍ يو شيعه عالم او محدث دى.[1] کتابُالضُّعَفاء او کتابُالجَرْح د دې کتاب دوه نور نومونه دي.[2] لومړنۍ کس چې د دې کتاب او د ابن غضائري په هکله یې خبرې کړي هغه احمد ابن طاووس حلي (وفات ۶۷۳ هجري) و.[3]
ځينو دا دوه کتابونه المَمدوحین او المَذمومین چې محمد تقي ششتري، ابن غضائري ته منسوب کړي دي،[۴] د همدې کتاب دوه فصلونه ګڼلي دي،[۵] د کتاب لومړۍ برخه د الف توري سره پيل شوی او ۱۸ کسان يې معرفي کړي دي. لومړی یې ابان بن عیاش یا فیروز له تابعینو څخه دی چې له انس بن مالک او علي بن الحسین(ع) څخه یې روایت کړی دی. ابن غضائري هغه ضعيف او بې اعتباره معرفي کړی او ويلي یې دي چې زموږ اصحابو د سليم بن قيس هلالي کتاب هغه ته منسوب کړى دى.[6] د کتاب په وروستي حرف کې ليکوال د اوو کسانو نومونه ياد کړي چې لومړی يې يونس بن ظبيان کوفي دی او هغه يې غلو کوونکی او ډېر درواغجن او د احاديثو جعل کوونکي په توګه معرفي کړی دی. چې له امام صادق (ع) څخه روايتونه نقل کړي دي، خو د هغه په احاديثو باور نشته. په دې برخه کې وروستى کس يحيى بن زکريا ترماشیزي [يادداشت 1] دى چې د وزاع (د حديثو ستر جعل کوونکي) په توګه معرفي شوى دى.[7] د کتاب اخرنۍ برخه کنیتونو سره خاص ده عین هغه راویان چې په کنتونو سره مشهور وو. په دې برخه کې یې یوازې یو کس د ابو طالب بصري ازدي شعراني په نوم ذکر کړی دی. دا سړی یو کتاب لري چې محمد بن خالد برقي ترې نقل کړی دی او یوازې په همدې پیژندل کیږي.[8]
د لیکوال په اړه اختلاف
د کتاب د لیکوال په اړه د نظر اختلاف دی: د مشهور شیعه عالمانو د نظر پر بنسټ، د کتاب لیکوال ابن غضائري دی؛ خو یوه ډله په دې باور ده چې دا د هغه د پلار له خوا لیکل شوی دی. ځینې دا هم وايي چې دا د شیعو د مخالفانو لخوا لیکل شوی دی.
- احمد بن حسین غضائري: علامه مجلسي او آیت الله سیستاني د ابن غضائري د کتاب د منسوبولو په حق کې دي.[۹] دغو دواړو په الفهرست کتاب کې د شیخ طوسي قول، چې د رجالی دوو کتابونو د شتون خبر یې ورکړی دی، چې ابن غضائري ليکلي، سره دلیل راوړی دی [۱۰] او ویلي یې دي چې له دې کتاب څخه د نجاشي او علامه حلي د روايتونو ګڼ شمېر نقل د دې نښه ده چې دا کتاب ابن غضائري ليکلی دی.[۱۱]
- حسین بن عبید الله غضائري: ځینو دا کتاب د احمد بن حسین غضائري پلار حسین بن عبیدالله ته منسوب کړی دی.[۱۲] دا قول د سهل بن زیاد ادمي په ژوندلیک سره دلیل راوړي چط په خلاصة الاقوال کې یو عبارت راغلی دی چې په هغه عبارت کې ابن غضائري په احمد بن حسین عطف شوی دی او دا ښیي چې باید دوه کسان وې.[۱۳] شهید ثاني، اغا حسین خوانساري،[۱۴] محمد بن حسین ساوجي، مقدس اردبیلي، احمد نراقي او شیخ اسدالله کاظمي د دې نظریې د پلویانو په توګه یاد شوي دي.[۱۵]
محمد تقي ششتري دا عبارت توجیه کړې ده او څرګنده کړې یې ده چې له دې عبارته دا ډول نه شوي پوهیدی.[۱۶] همدارنګ په اعتراض کې یې ورباندې ویل شوي دی چې په وجودو منابعو کې د رجال په موضوع کې هیڅ کوم کتاب حسین بن عبیدالله ته نه دی منسوب شوی.[۱۷]
- شیعه مخالفان: ایت الله خویي[18] او آغا بزرګ تهراني[19] په دې باور دي چې دا کتاب د شیعه مخالفینو لخوا لیکل شوی چې د غلطو مینځپانګو په مخلوطولو سره د شیعه مشرانو د مخ د مسخولو هڅه یې کوله. د دوي په اند ابن غضائري د احمد بن علي نجاشي ملګری و، نو که رجالي کتاب يې درلودای، نو نجاشي به يې يادونه کړی وای.[۲۰] همدارنګه يې د احمد بن طاووس نظر هم په پام کې نيولی، چې د دې کتاب سند یې ابن غضائري رسیدلی نه دی ګڼلی،[۲۱] د دې نظريې د ثبوت په توګه یې راوړي دي.[۲۲]
د کتاب اعتبار
د ابن غضائري د رجال کتاب، د شيعه رجال له لومړنيو منابعو څخه ګڼل کېږي.[23] ځينو شيعه رجالانو لکه احمد بن طاووس، علامه حلي او ابن داوود حلي د دې د ليکوال په قول باور کړى دى.[24]
لکه څنګه چې د کتاب د تصحیح کوونکي په سریزه کې راغلي دي، فضل طوني، وحید بهبهاني، ابوالمعالي کلباسي او محمد تقي ششتري هم د ابن غضائري خبرې معتبرې ګڼلې دي.[۲۵] آیت الله سیستاني چې د تقلید له مراجعو څخه دی (د زوکړی کال ۱۳۰۹ لمریز)، په دې بارو دی چې ابن غضائري په جرح او تعدیل کې له نجاشي او شیخ طوسي څخه زیات د باور وړ دی.[۲۶]
خو ځينو شيعه محدثينو لکه علامه مجلسي [27] او محدث نوري د ليکوال نظرونه معتبر نه دي ګڼلي.[28] ځکه چې په دې کتاب کې يو شمېر شيعه محدثین چې نورو شیعه علماوو يا محدثينو ښه ياد کړي دي، ضعيف ګڼلي شوي دي.[۲۹] په دې کتاب کې هغه راويان چې د امامانو کرامتونه يې روايت کړي دي ضعيف شوي دي.[30]
د شيعه د رجالو يوې ډلې د ابن غضائري تضعیفات (د نورو ضعیف ګڼل) نامعتبر ګڼلی او د هغه توثیقات یې صحيح ګڼلي دي.[31]
ځانګړنې
د ابن غضائري رجال د الفبا په ترتیب سره ترتیب شوی دی.[۳۲] د الفبا په هر حروف کې لومړی د هغه روایتونو شمیر ذکر شوی چې هغه یې په اړه خبرې کوي او بیا د دوي رجال څیړنه (وثاقت او عدم وثاقت) کړې ده. په دې کتاب کې د ۲۲۵ راویانو ژوند لیکونه راغلي، چې ۱۶۵ یې ضعیف شوي دي.[33]
نسخې
ویل کیږي چې د لومړي ځل لپاره احمد بن طاووس حلي په حل الاشکال فی تراجم الرجال کې یو متن راوړی او د کتابُالضُّعَفا نوم سره یې یاد کړی دی.[۳۵] له هغه وروسته دعلامه حلی شاګرد او ابن داوود حلی په خلاصة الاقوال کتاب کې او رجال ابن داوود کې د احمد بن طاووس په کتاب کې نقل شوي مطلبونه نقل کړي دي.[35] بیا ملا عبدالله شوشتري (وفات ۱۰۲۱ هـ ق) له دې متنه د ابن غضائري د رجال د کتاب مطلبونه یې د ابن طاووس د کتاب «حلُّالاِشکال» له بیلا بیلو ځایونو څخه راخیستي دي. او د هغه شاګرد عنایت الله قهپايي د خپل استاد متن په مجمع الرجال کتاب کې راوړ.[36]
د کتاب الضعفا څو خطي او چاپي نسخې موجودې دي:
خطي نسخې
- د تهران پوهنتون کتابتون ته د سید محمد مشکات لخوا ورکړل شوی نسخه (د لیکلو نیټه: ۱۳۶۳هجري).
- د آیت الله مرعشي نجفي په کتابتون کې د «الضعفاء» په نامه موجود نسخه (د لیکلو نیټه: 1355 هجري).[37]
چاپ شوي نسخې
د رجال ابنغضائری چاپ شوي نسخې دا دي:
- د احمد بن طاووس حلي له پنځو كتابونو څخه يو يې په «حَلُّالاِشکال»ِ كې چاپ شوى دى.
- د «التحریر الطاووسی» په نوم چاپ شوی نسخه.[38]
- د عنایت الله قهپايي له پنځو کتابونو څخه یو یې په «مجمع الرجال»ِ کې چاپ شوی دی. سيد محمد رضا جلالي دا نسخه څېړلې او په ۱۴۲۲ هـ ق کې يې د «الرجال لابنالغضائری» تر عنوان لاندې په دارالحديث خپرندويه ټولنه کې خپره کړې ده.[۳۹] دا نسخه په دوه برخو کې د ملا عبدالله ششتري ده. په لومړۍ برخه کې د شیخ عبدالله ششتري سریزه ده او ۱۶۹ راویانو ته شاملیږي. دوهمه برخه یې مستدرک جلالي ده، چې دا یې د علامه حلي او ابن داوود له نقلونو څخه راغونډه کړې ده او ۶۶ راویان پکې راغلي دي.[40]
فوټ نوټ
سرچينې
- ابنطاووس، احمد بن موسی، التحریر الطاووسی، تلخیص ابن شهید ثانی، تصحیح فاضل جواهری و سیدمحمود مرعشی، قم، کتابخانه آیت الله مرعشی نجفی، ۱۴۱۱ق.
- ابنغضائری، احمد بن حسین، الرجال، محمدرضا حسینی جلالی، قم، مؤسسه علمی و فرهنگی دارالحدیث، ۱۴۲۲ق.
- احمدی، مهدی، تاریخ حدیث شیعه در سدههای چهارم تا هفتم هجری، قم، دارالحدیث، ۱۳۸۹ش.
- آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعه، تحقیق احمد بن محمد حسینی، بیروت، دارالاضواء، بیتا.
- خویی، سیدابوالقاسم، معجم رجال الحدیث، ۱۴۱۳ق.
- رحمانستایش، محمدکاظم، آشنایی با کتب رجالی شیعه، تهران، سمت، ۱۳۸۵ش.
- «زندگینامه حضرت آیت الله سیدعلی حسینی سیستانی»، سایت رسمی دفتر آیت الله سید علی سیستانی، مشاهده ۱۷ فروردین ۱۳۹۷ش.
- سیدعلوی، سیدابراهیم، ابنغضائری و رجال او، مشکوة، ش۲۸، ۱۳۶۹ش.
- شوشتری، محمدتقی، قاموسالرجال، قم، مؤسسة النشر الاسلامی التابعه لجماعة المدرسین، ۱۴۱۰ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، فهرست کتب الشیعه و اسماء المصنفین و اصحاب الاصول، تصحیح عبدالعزیز طباطبایی، قم، مکتبة المحقق الطباطبایی، ۱۴۲۰ق.
- مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.