زینت السادات همایونی

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

زینت السادات علوی همایونی چې په بانو همایوني (۱۲۹۶-۱۳۹۵) مشهوره ده، د بانو امین اصفهانی له نږدې شاګردانو څخه وه. هغه په تهران کې د دعوت او تبلیغ د پوهنځي لومړنۍ ښځینه محصله وه چې د دیني علومو د زده کړې لپاره یې د ښځو لپاره د ځانګړي چاپېریال د رامنځته کولو په موخه د «فاطمې مکتب» بنسټ کېښود. په 1388 لمریز کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت د تل پاتې څېرې په توګه وټاکل شوه او په 1390 کال کې یې په اصفهان کې د «امینه امین» کنفرانس د هغه د مقام د درناوي په غرض ترسره شو. له آغلې همایون د اسلامي علومو او د اهل بیتو علیهم السلام د تعلیماتو په اړه کتابونه خپاره شوي دي.

ژوند لیک

زینت سادات علویه همایونی چې په علویه همایونی او د بانو همایونی په نوم مشهوره ده په ۱۲۹۶ کال کې په اصفهان کې وزږیده. پلار یې سید رحیم همایونی او مور یې سلطان اغا همایوني وه. سلطان اغا د بانو امین د د خاوند میرنه مور وه، چې د سید محمد تقي امین له مړینې وروسته یې له سید رحیم سره واده وکړ. زینت السادات د هغې دوهمه ماشومه وه. اغلې همایونۍ له محمد فیض سره واده وکړ – چې د ډاکټر جواد فیض پلار و چې په ایران کې د ماشومانو په طب کې یې شهرت درلود. همدارنګ رحيم ارباب، حسين علي صديقين او عطاء الله امامي د محمد فيض ملګري وو او د هغه کور ته تلل راتلل.[1]

وفات

مېرمن همایون د ۱۳۹۵ کال د زمري په ۱۰مه د ۹۹ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوه او د سید اصفهان له جوماته د آیت الله مظاهري له جنازې د لمانځه وروسته د همدې ښار په امامزاده ابراهیم کې خاورو ته وسپارل شوه.[2]

بانو امین سره د هغې پیژندګلو

بانو امين او سلطان اغا د يو بل نږدې ملګرې وې، له همدې امله زينت السادات د بانو امين له خاصو شاګردانو څخه شوه. هغه د بانو امين لومړی شاګرده وه او پنځوس کاله د بانو امين شاګردي وکړه. درس به هر ماسپښین د مېرمن امین په کور کې و. د تدریس منابع لومړی قرآن و، ورو ورو یې دعای کمیل او بیا د جامع المقدمات او صرف، نحو، تفسیر او شرح حادي عشر ته ورسېد. تر دې وروسته آغلې همایوني له آغلې امین سره د سبزواري اسرار الحکم ولوست.[۳] ویل کیږي چې د آغلې امین او آغلې همایون تر منځ اړیکي داسې وې چې مېرمن همایوني یوه ورځ هم له هغې سره د ملاقاته او درس پرته تېره نه کړه. او کله چې اغلې امین مړه شوه، هغه یوازینی کس چې د دې په کټ کې موجود و، مېرمن همایونی وه.[4]

زده کړې

زینت سادات همایونی خپلې لومړنۍ زده کړې په کور کې له خپلې مور سره پیل کړې او په کور کې یې د زده کړې پرمهال د خپل وخت عام ښځینه هنرونه هم زده کړل. په ۱۳۱۳ کال کې د مېرمن امین شاګرده شوه. له مېرمن امين سره د زده کړې تر څنګ يې له حيدر علي محقق سره عربي ادبيات او منطق زده کړل. د څه مودې لپاره یې منطق له صدر کوپايي سره او د ملاهادي سبزواري د شرح منظومه او د مغني او معالم او شرح لمعه ولوستل. څه موده یې له آیت الله نورالدین اشني(قودجاني) سره د ملا صدرا اسفار اربعه ولوستل.[5]

په ۱۳۴۳ کال کې چې د مېرمن همایون مېړه مړ شو، هغې د خپل ورور په ټینګار د سپهسالار لېسې د زده کوونکو په ازموینه کې ګډون وکړ. ويل کيږي چې په هغه وخت کې له مېرمن امين پرته د ديني علومو په برخه کې کومه بله ښځه نه وه او تر هغې ورځې پورې د سپه سالار لېسې په ازموينه کې هېڅ يوې ښځې ګډون نه درلود. ازموینه په دوو مضامینو کې ترسره شوه: منقول او معقول. له ۳۷۰ کسانو څخه چې په داوطلبانه ډول یې په ازموینه کې برخه اخیستې وه، یوازې پنځو تنو یې په د معقولاتو په برخه کې نوم لیکنه کړې وه. د امتحان پوښتنو ته ځواب ورکول د زینت السادات همایونی لپاره ستونزمن نه وو. ځکه چې هغې له توقع څخه ډیره زیاته زده کړه کړې وه. که څه هم په دې ازموینه کې بریالی شوه، خو په تهران کې د دعوت او تبلیغ په پوهنځي کې (د الهیاتو په اوسنۍ پوهنځي) کې یې هم نوم لیکنه کړې وه او هلته هم د داخلې په ازموینه کې قبوله شوې وه. تر دوو کلونو پورې، هغه یوازینۍ ښځه وه چې د نارینه زده کونکو په منځ کې یې په ټولګیو کې ګډون وکړ. خو د دعوت او تبلیغ په پوهنځي کې یې زده کړې نیمګړې پاتې شوې، دا له دې سببه وو چې تر هغه وخته پورې دې پوهنځي هیڅ ښځه نه وه قبوله شوې او د زینت سادات همایوني له قبلیدو وروسته نورو ښځو هم دې پوهنځي ته رجوع وکړه او غوښتل یې چې زده کړې وکړي. په همدې حال کې د پوهنتون د چارواکو لخوا زینت السادات همایونی ته یو مکتوب راغی چې د اصفهان پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځی کې دې خپلې پاتې زده کړې سر ته ورسوي. او هغه چې په زده کړې کې په مدرک پسې نه وه، په پوهنتون کې د زده کړې له دوام څخه انکار وکړ.[6]

د فاطمې(س) د مکتب جوړول په تهران کې د زده کړو له تجربې وروسته د مېرمن همایون په ذهن کې د ښځو لپاره د یوه ښوونځي د جوړولو فکر چې دیني علوم پکې تدریسېږي (یعنې د ښځو مدرسه). هغې دا نظر له خپلې استاذې بانو امین سره شریک کړ. د دیني علومو د ښځینه ښوونځي د جوړولو مفکوره له نارینه ښوونکو پرته د نجونو لپاره د لیسې د جوړولو له مفکورې سره تړلې وه. آغلې امین په خپل اجتهاد په ورقې سره د دواړو مکتبونو اجازه ترلاسه کړه. د ښځو د دیني مدرسې اجازه د قرآن او معارف د ټولګي د جوړولو د اجازې تر عنوان لاندې صادره شوه. دا نوم ځکه ورکړی شو چې له دې وړاندې د دې نوعیت هیڅ ښوونځی نه و. د مکتب د ځای په توګه د کور د اخیستلو حکم د آغلې امین لخوا صادر شو او د هغې اړوند چارې د میرمن امین وکیل میرزا علي خان تابش او د میرمن امین لور فروغ السادات ته وسپارل شوې. د نجونو لپاره امین لېسه او د فاطمې لېسه په ۱۳۴۴-۴۵ تعلیمي کال کې تاسیس شوې. تر هغه وروسته آغلې امین د مکتب ټولې چارې اغلې همایون ته وسپارلې. هغه د تهران پوهنتون د علومو د پوهنځي له نصاب څخه په الهام اخیستو سره د فاطمې مکتب لپاره یو نصاب ولیکه. استادانې هم د آغلې امین له شاګردانو څخه وټاکلې شوې او د فاطمې لېسې تر نامې لاندې د لومړۍ مېرمنې د علمی څانګې کار د ۶۰ ښځو په ګډون پیل شو چې د دیني علومو زده کړې ته لېواله وې. د عربي ادبیاتو په برخه کې د ښوونځي په نصاب کې ګرامر او نحو، قرآن کریم او نور عربي اساسات شامل وو. او د فارسي ژبې د املا او انشا، لوستل او د فارسي ژبې ګرایمر؛ ورسره ورسره انګلیسي ژبه او تفسیر او د اصول عقاید چې دا به په خپله میرمن همایوني تدریس کول. آغلې امین په مکتب کې د قرآن تفسیر ښوده. د وخت په تیریدو سره، د ښځو د دیني ښوونځي د جوړولو مفکوره نورو ښارونو ته خپره شوه. اغلې سالک چې د فاطمې لېسې له زده کوونکو څخه ده، په نجف آباد کې د الزهرا لېسه جوړه کړه. زهرا مظاهري، د حاج شیخ مرتضی مظاهري نجفي لور، د فاطمې لېسې یوه بله زده کوونکې چې له واده وروسته یې قم ته هجرت کړې وه، په ۱۳۴۹-۵۰ کال کې په خپل تعلیمي دوران کې د قم د مراجعو په هڅونې سره د ښځو لپاره ټولګي پرانستل. د هغې په پایله کې د توحید ښوونځی تاسیس شو چې په ۱۳۵۴ کال کې د علي قدوسي په خپل پلان جوړ شو. وروسته په ۱۳۶۵ کال کې د امام خمیني په حکم، واړه او منتج شوي ښوونځي راټول شول او د الزهرا پوهنتون جوړ شو، چې مېرمن همایوني د یو څه مودې لپاره په کې د استادې په توګه تدریس کاوه.[7]

فعالیتونه او مننې آغلې همایون د فاطمې لېسې د مدیریت او تدریس تر څنګ، د فیروزیانو له خوا د یوه ملي او دیني مدرسې د نرګس لومړني ښوونځي د مدیریت مسوولیت هم په غاړه درلود. هغه د ګلستان د مکتب مسوول مديره او مشره هم وه، چې ډېر ژر يې له دې دندې استعفا ورکړه او دا یې غوره وګڼله چې د ترجمې او تالیف کار وکړي.[8] همایونی د یو څه مودې لپاره قم ته د تدریس لپاره تله راتله. هغه به په ۱۳۶۷-۶۸ تعلیمي کال کې د هرې چهار شنبې په ورځ الزهرا پوهنتون ته د تدریس لپاره تله او د جمعې په ورځ به بیرته اصفهان ته راستنیده. خو دغه کار هم د ډېرو دندو او سفري ستونزو له امله پاتی شو. په ۱۳۶۸ کال کې د مېرمن امین له مړینې وروسته د هغه وخت ولسمشر آیت الله خامنه ای ته په یوه لیک کې د مېرمن امین په یاد کې د کنګرې د جوړولو غوښتنه وکړه. د دې کنګرې لومړۍ غونډه په ۱۳۷۱ کال کې په اصفهان کې او دویمه غونډه په ۱۳۷۲ کال کې په قم کې ترسره شوې وه.

همایون په ۱۳۷۱ کال کې د فاطمې لېسه پای وقف کړه او له هغه وروسته په کو کې کښیناسته او د کتابونو په ژباړې او لیکلو یې پیل وکړ.[9]

زینت السادات همایونی په 1388 کال کې د ایران د اسلامی جمهوریت د چهره ماندګار په توګه وټاکل شوه. همدارنګه په ۱۳۹۰ کال کې د اصفهان په ښار کې د امینه امین په کنفرانس کې د هغه مقام ته درناوی وشو. د ایران د اسلامی جمهوریت ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی خامنه ای په دغه کانفرنس کښې په خپل پیغام کښې بانو همایونی د ایران د اسلامی ټولنې یوه له سترو میرمنو څخه وبلله.[10]

د روایت اجازت په ۱۳۵۵ کال کې مېرمن همایون له مېرمن امین څخه د روایت کولو اجازه ترلاسه کړه. د مېرمن امین د اجازې متن په لاندې ډول دی: «اما بعد، سیده جلیله، عامله فاضله، د مرحوم سید رحیم لور زینت سادات همایوني له ما څخه اجازه وغوښته. نو هغې ته د اجازې په ورکولو کې مې له خدايه استخاره وکړه او اجازه مې ورکړه چې ټول هغه روايات چې زما لپاره صحيح دي، زما په وسيله له خپلو محترمو شيخانو څخه په ځانګړو طريقو سره چې په خپل ځای کې واضح او ثبت دي، روایت کولی شي، د تفسير له کتابونو، دعاګانو او د حدیثونو له کتابونو فقهې او شیعه او سني تصنیفاتو څخه حدیث نقل کولی شي.[۱۱]

کتابونه د زینت السادات همایونی لاندیني کتابونه خپاره شوي دي:

ترجمۀ اربعین الهاشمیه اثر بانو امین زن مظهر خلاقیت‌ الله ترجمۀ بخشی از اسرار‌الآیات ملاصدرا عشق ذوی القربی دربارۀ حضرت زهرا(س) نسیم ولایت دربارۀ حضرت علی(ع) زندگانی بانوی ایرانی دربارۀ بانو امین سفرنامه علویه همایونی چې په خپله یې خپل ژوند لیک لیکلی دی.