سعد بن حذیفة بن یمان

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

سَعْد بن حُذَیفَة بن یمان (شهادت: ۳۷ق)،د امام علي (ع) له ملګرو او د صفین جنګ له شهیدانو دی [۱] حذیفه د سعد پلار او د پېغمبر له اصحابو او د امام علي (ع) له ملګرو و. سعد او ورور یې صفوان د خپل پلار د وصیت مطابق په صفین جنګ کې د امام علي (ع) په څنګ کې وجنګېدل او په همدې جنګ کې شهیدان شول[۲] په ځینو سرچینو کې یې نوم سعید ذکر شوی دی.[۳] ویل شوي چې له سعد بن مسعوده یې روایت نقل کړی دی.[۴]

په تاریخ طبري کې راغلي دي چې هغه د توابینو د پاڅون په وخت ژوندی و او سلیمان بن صرد خزاعي په یو لیک کې له هغه مرسته وغوښته او سعد هم خپل چمتووالی اعلان کړ.[۵] همداراز طبري لیکلي چې مختار ثقفي، سعد بن حذیفه په حُلوان ښار وټاکه.[۶] له دې امله سید محسن حکیم او ځینو نورو محققانو دا احتمال ورکړی چې حذیفه د سعد په نوم یو بل زوی لره چې د توابینو د پاڅون او د مختار د قیام تر وخته ژوندی و.[۷]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

سرچينې