سیده نصرت امین
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
سیده نصرت بیگم امین (۱۲۷۴ - ۱۳۶۲ش) معروف به بانو امین، صاحب تفسیر مخزن العرفان، فقیه، عارف و مفسر شیعی است. او آثار متعددش را با نام بانوی ایرانی منتشر کرده است.
سیده نصرت بیګم امین(۱۲۷۴ - ۱۳۶۲) چې په بانو امین مشهوره ده، د تفسیر مخزن العرفان لیکواله، فقیهه، عارفه او شیعه مفسره ده. هغې خپل ډېر کتابونه د بانوی ایراني تر نامې لاندې خپاره کړي دي. بانو امین له ځینې فقهاوو لکه سيد علي نجف آبادي څخه زده کړې وکړې او له محمد رضا نجفي اصفهاني، شيخ عبدالکريم حائري او نورو څخه يې د روایت او اجتهاد اجازت ترلاسه کړه. ایت الله مرشي نجفي، علامه امیني او نورو له هغه څخه د روایت کولو اجازت اخیستې دی.
سيده نصرت امين په ټولنيزو او فرهنګي مسايلو کې هم فعاله وه. هغه د پهلوي حکومت د حجاب د منع قانون سره مبارزه وکړه او ښوونځي یې جوړ کړل.
مقام
د آغلې امین په علمي او معنوي مقام باندې ګڼو علمي او معنوي شخصیتونو خبرې کړې دي. محمد تقی جعفری په دې باره کښې ویلی دي: «هغو لوړو روحی مقاماتو ته په کتلو سره چې بانو ایراني په کې بریالۍ شوې ده، باید هغه د لوړو پوهانو په ډله کښې وشمیرل شي چې د علم په حاصلولو سربیره په ژوند کښې نوی زیږون هم ترلاسه کوي.» او دا یې هم ویلي دي: د هغه علمي اثارو له مخې چې د میرمن امین له خوا موږ ته پاتی شوي دي، مونږ په یقین سره هغه د شیعه نړۍ د مشهورو عالمانو په توګه معرفي کولی شو.[1] سيد محسن امين د سيد شهاب الدين مرعشي نجفي په حواله د مېرمن امين په اړه وايي: «هغه د هغه وخت يوازينۍ ښځه وه او د خپلې دورې د ښځو حجت وه.»[۲] مرتضی مطهري بانو امین سره د خپل ملاقات په کيسه کې وايي: «له مجتهدې مېرمن امين څخه مې يوه پوښتنه وکړه او کله چې يې په ځواب پيل وکړ، ومې ليدل چې باید خپل لاسونه او پښې مې راټولې کړم.[۳]
شخصیتهایی همچون علامه امینی، رحیم ارباب، علامه طباطبایی، سید شهاب الدین مرعشی نجفی، محمدتقی جعفری، مرتضی مطهری، سید هاشم حداد و سید محمدحسین تهرانی،[۴] با آگاهی از جایگاه و مقام علمی و معنوی بانو امین به دیدار او رفتند و در زمینههای علمی مربوط به خود با او سخن گفتند.[نیازمند منبع]
د علامه امیني، رحیم ارباب، علامه طباطبايي، سید شهاب الدین مرعشي نجفي، محمد تقي جعفري، مرتضی مطهري، سید هاشم حداد او سید محمد حسین تهراني په څېر شخصیتونه، [۴] د مېرمن امین د علمي او معنوي مقام د پېژندلو په موخه، د هغې لیدنې ته ولاړل. او دوي له هغې سره په خپلو اړوندو علمي برخو کې خبرې وکړې.[سرچینې ته اړتیا]
ژوند لیک
بانو امین په ۱۳۱۲ هجري قمري کال کې چې د ناصرالدین شاه د پاچاهۍ پای و، په ۳۰ خرداد ۱۲۷۴ هجري لمریز کال کې په اصفهان کې وزیږیده.[5]
د سیده نصرت امین پلار، سید محمد علي حسیني اصفهاني، چې امین التجار لقب یې درلود، د اصفهان له مشهورو او متقی سوداګرو او د علامه سید معصوم حسیني خاتون آبادي لمسی، او مور یې زهرا د حاج سید مهدی لور وه چې د جناب لقب یې درلود، د اصفهان د جنابانو له کورنۍ څخه و. نصرت امین په دیارلس کلنۍ کې د خپل تره زوي حاجي میرزا اغا سره چې په معین التجار مشهور و چې د اصفهان له مشهور او متقی سوداګرو څخه و، واده وکړ. د دې واده پایله اته ماشومان وو چې اوه یې د میرمنې په ژوند او ماشومتوب کې د هغه وخت د نامعلومو ناروغیو او د ساري ناروغیو د خپریدو له امله مړه شول.[6]
وفات
امین د دوشنبې په ورځ د ۱۳۶۲ لمریز کال د غبرګولي په ۲۳ نیټه چې د شعبان د میاشتې په ۳۰ نیټه د ۱۴۰۳ هجري قمري سره سمون خوري په هماغه ښار کې وفات شوه او په تخت فولاد کې ښخه شوه.[7]
د زده کړې موده
مېرمن امین په پنځه کلنۍ کې په ښوونځي کې د سبق زده کړې پیل وکړ او په یوولس کلنۍ کې یې د عربۍ ژبې په زده کړې پیل وکړ. په شل کلنۍ کې یې په جدي توګه د دیني علومو او ګرامر به زده کړې پیل وکړ او د مجتهد استادانو له شتون څخه یې چې کور ته به یې راتلل ګټه پورته کړه. له ابوالقاسم ظفرای او علي اصغر شریف څخه یې مقدمات زده کړل او په ۳۲ کلنۍ کې یې له سید علي نجف آبادي څخه فقه، اصول او حکمت زده کړل او بانو امین ډېرې زده کړې د هغه په حضور کې وکړې.[۸]
اجتهاد و اجازات
آغلې امین ته د میرزا اقا اصطهباناتی په اجازه لیک کې یو شعر
د ۱۳۵۴ هجري لمریز کال د تلی په میاشت کې د ۴۲ کلنۍ په عمر کې د عقلي او نقلي علومو په زده کړه کې له ۲۳ کلنو پرله پسې هڅو وروسته، بانو امین د اجتهاد لومړی اجازه او د روایت اجازت له محمد کاظم شیرازي او عبدالکریم حائري څخه ترلاسه کړ. دا د اجتهاد او فقهې لومړنی رسمي اجازه ده چې یوې ښځې ته ورکړل شوه او په علمي او فقهي حلقو کې پرې بحث وشو. په همدې ورځو کې له ډېرو ازموینو او پوښتنو وروسته مېرمنې د ابراهیم حسیني شیرازي اصطهباناتی څخه بل اجازه لیک ترلاسه کړ. د ۱۳۵۷ هجري سپوږمیز کال د ربیع الاول په میاشت کې میرمن امین له محمد رضا نجفي اصفهاني څخه هم د روایت نقل کولو اجازه ترلاسه کړه.[9]
نورو ته اجازتونه ورکول
د روایتونو او اجتهاد له مشهورو اجازو څخه چې علماء کرامو له محترمې امين څخه ترلاسه کړي دي، ځینې په لاندې ډول دي: [۱۰]
- سید شهاب الدین حسیني مرعشي نجفي
- سید عباس حسیني کاشاني (د معجم اعلام الشیعه لیکوال)
- سید محمدعلي قاضي طباطبایي
- سید محمدعلي روضاتي
- عبدالحسین امیني (د الغدیر و شهداء الفضیلة کتاب لیکوال)
- عبدالله سبیتي
- شیخ زهیر الحسون
- زینت السادات همایوني
- سید مصلحالدین مهدوي[نیازمند منبع]
کتابونه
له بانو امین څخه لاندې کتابونه خپاره شوي دي:
- مَخزَنُ العِرفان در تفسیر قرآن، د قرآن کریم بشپړ تفسیر په فارسي ژبه په پنځلس ټوکونو کې په استدلالي، کلامي او روایي ډول لیکل شوی.
- الاربعین الهاشمیة فی شرح جملة من الاحادیث الواردة فی العلوم الدینیة (دا کتاب په عربي ژبه لیکل شوی او فارسي ژباړه یې مېرمن زینت السادات همایونی چاپ کړې ده)
- مخزن اللئالی در فضیلت مولی الموالی حضرت علی بن ابی طالب (علیهالسلام)
- سیر و سلوک در روش اولیاء طریق سیر سعداء
- معاد یا آخرین سیر بشر
- روش خوشبختی و توصیه به خواهران ایمانی
- اخلاق و راه سعادت (له تهذیب الاخلاق و تطهیر الاعراق کتابه ترجمه و اقتباس چې مسکویه لیکلی دی)[۱۱]
- النفحات الرحمانیه فی الواردات القلبیة: دا کتاب په عربي ژبه لیکل شوی او په 1387 کال کې د مهدي افتخار له خوا په فارسي ژبه د «نسیمهای مهربانی» په نامه ژباړل شوی او خپور شوی دی.
- جامع الشتّات (په عربۍ ژبه)[نیازمند منبع]
د بانو امین له شاګردانو څخه زينت السادات همايوني، عفت الزمان امين، ربابه الهي او بتول غازي ته اشاره کولى شو. [نیازمند منبع]
عرفاني مکاشفې
په نفحات الرحمانیه کې کتاب يې خپلې ځينې مکاشفې نقل کړي دي. په دې کتاب کې بانو د هغو الهامونو په اړه خبرې کوي چې د دېرش کلنۍ راهیسې د هغې زړه ته کیدل. دیني شخصیتونو او شاګردانو هم د هغې د عرفاني حالتونو او فضیلتونو په اړه خبرې کړې دي.
ټولنیز فعالیتونه او کلتوري خدمتونه
مېرمن امين د حجاب د منع کولو له قانون سره په مبارزه کې د پهلوي حکومت په غونډو کې د نه حاضرېدو او اصفهان پرېښودو او په قم کې د څلورو مياشتو لپاره په پاتې کېدو سره په ښکاره له دغه قانون سره خپل مخالفت اعلان کړ. هغه په ټولنیزو مسایلو کې هم د مجلو او خپرونو لپاره د مقالو په لیکلو سره خپل فعال حضور څرګند کړ. په ۱۳۴۴ هجري سپوږمیز کال کې د فاطمې په نامه د لېسې جوړول او له انقلاب وړاندې د نجونو لپاره د امین لېسې جوړول د ده له نورو خدمتونو څخه دي.[12]
اړونده لیکنه
فوټ نوټ
- ↑ مهریزی، سهم زنان در نشر، حدیث، ص۱۵۰