شیطان

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

دا مقاله د شیطان او شیطانانو د مفهوم په اړه ده. د هغه خاص شیطان لپاره چې حضرت آدم ته یې سجده نه وه کړې، ابلیس وګورئ.

شیطان د هر بد او سرکش وجود نوم دی. شیطان د خاص نوم په توګه (یا ابلیس) د هغه ذات نوم دی چې آدم ته یې سجده نه وه کړې او د الهي دروازې څخه وویستل شو. عالمان په دې اړه اختلاف لري چې شیطان څه شی دی، مګر ډیر مفسرین هغه د جناتو (پيریانو) له ذاته ګڼي.

د شیطان او شیاطین ټکی په قرآن کریم کې ۸۸ ځله کارول شوی دی او په ډیرو مواردو کې ترې مراد ابلیس دی. د آیتونو له مخې، شیطان د خدای له امر څخه انکار وکړ چې آدم ته سجده وکړي او له هغه ځای څخه وشړل شو چې هغه په کې و. بیا یې له خدایه وغوښتل چې د قیامت تر ورځې پورې ورته مهلت ورکړي او خدای هم ورته تر یوې ټاکلې ورځې پورې مهلت ورکړ. په ډېرو آیتونو کې خدای انسان د شیطان له لوی خطر څخه خبر کړی دی او له هغه څخه یې غوښتي چې د شیطان چلونه او وسوسې مو د خدای د بندګۍ له لارې ونه باسي. په ډېرو حدیثونو کې په مختلفو موضوعاتو بحث شوی دی چې په هغو کې له ځینو پیغمبرانو او امامانو سره د شیطان کیسه، له شیطان څخه د مخنیوي لارې چارې او د شیطان ځانګړتیاوې شاملې دي. د اسلامي لارښوونو له مخې، شيطان يوازې كولاى شي چې يو انسان وسوسه کړي او ګناه ته يې وهڅوي، او د ګناه له بلنې پرته بل هېڅ واک او اختيار پر انسان نه لري، او نه هم يو څوك په ګناه كولو مجبورولی شي. د شیطان او د هغه پیروانو اخري ځای به دوزخ وي.

موقعیت او اهمیت

شیطان په اسلامي کلتور کې د خدای په وړاندې د هر منحرف او سرکش وجود لپاره عمومي نوم دی چې کیدای شي انسان وي یا جن. په قرآن کریم کې شیطان د انسانانو د دایمي دښمن په توګه معرفي شوی دی چې هڅه کوي هغوی ګمراه کړي [۱] په قرآن کریم کې د شیطان کلمه ۸۸ ځله راغلې ده. په واحد کې ۷۰ ځله او په جمع کې ۱۸ ځلي یعنې شیاطین.[۲] علامه مجلسي په بحار الانوار کې د شیطان (یا ابلیس) په باره کې له معصومینو علیهم السلام څخه ۱۷۷ روایتونه نقل کړي دي.

علامه طباطبايي په تفسیر المیزان کې د شیطان وجود، چې انسان بدو او ګناهونو ته بلي، د وجود له ارکانو څخه یو رکن ګڼلی دی، چې د انسان د اختیار او ارادې او د کمال په لاره کې د هغه د پرمختګ څرګندونه کوي.[3] د شیطان سلطنت یوه تشریعي سیمه ګڼل کیږي، نه تکویني؛ ځکه چې د اسلامي لارښوونو له مخې، شیطان یوازې کولی شي خلک ګناه ته وهڅوي، او په دې اساس هغه په خلکو باندې د ګناه له بلنې پرته بل څه حاکمیت او واک نلري.[۴]

له ابلیس سره د شیطان اړیکه

د شیطان کلمه د ابلیس لپاره هم کارول شوې ده، چې د آدم علیه السلام د پیدایښت په کیسه کې یې حضرت آدم ته سجده نه وه کړې او د نورو شیطانانو په مرسته د خلکو د ګمراه کولو هڅه کوي.[۵] د شیطان کلمه په ځینو مواردو کې کارول شوې ده لکه په د سورت البقرې ۳۶ آيت، په ځانګړې توګه د ابليس لپاره او په نورو مواردو کې لکه د سوره انعام په ۱۲۱ آيت کې هم د ابليس د لښکر او پيروانو لپاره کارول شوی دی.[۶] د علامه طباطبايي په وینا په قرآن کریم کې د «شیطان» د ټکي د استعمال او د مفسرینو له تفسیر څخه دا څرګنده شوی چې په اکثرو مواردو کې د «شیطان» ټکی د ابلیس لپاره دی یا لږ تر لږه د هغه څرګند مصداق هم هغه ابلیس مثال دی.[7] ځينو ويلي دي چې شيطان اکثراً د ابليس په معنی استعمال شوی دی.[8] او د زيات استعمال له امله د ابليس لپاره اسم عَلَم شوی دی.[۹] (یعنی د هغه نوم ایښی شوی دی)

جني او انسي شیطانان

شیطان د قرآن او حدیث په ګډون په اسلامي نصوصو کې کومه ځانګړې ماهیت نه لري. شیطان د ګمراه کوونکي مخلوق په معنی دی، پیریان هم کیدای شي، لکه ابلیس او د هغه د اولاد په څیر، او په انسانانو کې هم دا ډول ځانګړتیاوې کیدای شي.[سرچینې ته اړتیا لري]

ځانګړتیاوې

د قرآن په ډېرو آيتونو كې شيطان د انسان دښمن او ښكاره دښمن بلل شوى دى.[۱۰] هغه په څرګنده توګه د انسان ګمراه كونکی دی (مُضِلٌ مُبین) [۱۱] او د ضرورت په وخت كې يې پريږدي(خَذول) [۱۲] له خلکو سره درواغجنې وعدې کوي او د هغوی خواهشات راپاروي.[۱۳] او جهنم ته بلنه ورکوي.[۱۴] همدارنګه په قرآن کې هم شيطان او شیاطین کفور (ناشکره)، [۱۵] عَصیّ (ګناهکار)، [۱۶] مارد و مَرید(سرکش) ، [17] رجیم (شړل شوی) [18] بد ملګري [19] او فتنه ګر او فریب کوونکی،[20] ګڼل شوی دی او د ابلیس او د هغه د پیروانو وروستی ځای، یعنی د ټولو شیطانانو اخري ځای دوزخ دی او په الهي غضب به اخته وي.[۲۱]

د شیطان د فریب او نفوذ طریقې

په قران کریم کې د خلکو د ګمراه کولو لپاره د شیطان لارې او طریقې بیان شوي؛ د هغو ځینې: دښمني پيدا کول،[۲۲] د خداى له ياد او په تېره بيا د لمانځه مخنيوى، [۲۳] او له فقر او نورو دنياوي بدبختيو څخه د خلكو وېرول.[۲۴] ګناه خلکو ته ښکلی کول او د باطلو افکارو او اعمالو خلکو ته ښکلی ښکاره کول،[۲۵] د دنياوي نعمتونو ښکلی ښکاره کول او د ښځو، اولادونو او مالونو ښکلی ښکاره کول، [۲۶] د اوږد مهاله هيلو راپيدا کول، [۲۷] د فساد خپرول او د فحاشي او بدکارۍ ته وده ورکول، [۲۸] دا د شیطان د انسانانو د ګمراهۍ لپاره طريقې دي، چې په قرآن کريم کې يې يادونه شوې ده.

د قرآن په آيتونو كې د شيطان نفوذ محدود او ضعيف بيان شوى دى؛ [۲۹] د غيبي دنيا او پټو چارو په اړه پوهه نشي ترلاسه كولاى او د آسماني خبرونو د ترلاسه كولو توان نه لري [۳۰] که څوک د خدای د بندګۍ په لاره کې وي نو شیطانان په هغه باندې هیڅ برلاسې نلري، د شیطانانو برلاسي یوازې په هغه کسانو ده چې د شیطانانو پیروي کوي.[۳۱] علامه طباطبايي او مکارم شیرازي په دې باور دي چې شیطان په هر شکل کې ښکاره کیدای شي پرته له پیغمبرانو او اوصیاءو څخه.[۳۲]

شیطان سره د مقابلې طریقې

په بحار الانوار کې علامه مجلسي له معصومینو علیهم السلام څخه روایت نقل کړی دی چې د الله تعالی ذکر کول او د کارونو په پیل کې بسم الله ویل لکه خوراک،[۳۳] سفر کول او له کوره وتل،[۳۴] اودس کول، [۳۵]. لمونځ، [۳۶] او له ښځې سره قربت [۳۷] شیطان څخه د لیرې کیدو لامل دی.

د شیطان د پیدایښت او وړتیا لاملونه

مسلمان مفسرینو په دې اړه ځوابونه ورکړي دي چې شیطان ولې پیدا شو او ولې د بندګانو د ګمراه کولو واک لري [۳۸] .

د قرآن له نظره که د شیطان مطلب ابلیس وي نو هغه د سجدې د حکم نه منلو وروسته د خدای له دره وشړل شو، نو له خدایه یې وغوښتل چې د قیامت تر ورځې پورې مهلت ورکړي، نو خدای ورته تر قیامته مهلت ورکړ تر يوې ټاکلې ورځ چې د قيامت له ورځې مخکې ده، هغه ته يې مهلت ورکړ.[۳۹] له همدې امله خدای پاک شیطان پلیت نه دی پیدا کړی، لکه څنګه چې شپږ زره کاله یې د خدای عبادت کړی، د ملائکو ملګری او عبادت کوونکی و، بلکې هغه د خدای په وړاندې تکبر وکړ او د سرکشۍ لاره یې خپله کړه او د خدای له رحمت څخه لری شو.[۴۰] علامه طباطبایی په تفسیر المیزان کی وایی چی د ابلیس وجود خالص شر نه دی بلکی داسې شر دی چې له خیر سره اخل شوی او ګډ شوی دی.[۴۱]

د انسان د ازموینې وسیله

د قرآن له نظره د شیطان پیدایښت د بندګانو د ازمایښت لپاره دی.[۴۲] خدای پاک د شیطان وړاندیزونه او وسوسې د ناروغو او سخت زړو لپاره د امتحان سبب ګرځولي دي.[۴۳]


فوټ نوټ

سرچينې