طاق کسری

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

په مدائن کې طاق کسری

طاقِ کَسریٰ،(د کسری ماڼۍ) د کَسریٰ ایوان یا د مدائن ایوان، د ساساني پاچا په وسیله جوړه شوې تر ټولو مشهوره ودانۍ چې د اسلام د پېغمبر (ص) د زوکړې په شپه ولړزېده او ۱۴ کنګرې یې راوغورځېدې. مسلمانانو د مدائن له فتحې وروسته د کسری له ماڼۍ د لمانځه د ځای په توګه استفاده وکړه. تاریخي روایتونه په دې ځای کې د امام علي (ع) د لمونځ کولو ښودنه کوي. د کسری ماڼۍ د عراق د پلازمېنې بغداد د جنوب په ۳۷ کلومیټرۍ کې او سلمان باک یا سلمان پاک په نامه وړوکي ښار ته نزدې چې د سلمان فارسي مزار پکې دی، واقع ده.

معرفي

طاق کسری د کسری ماڼۍ یا د مدائن ایوان، د ساساني له پړاوه پاتې تر ټولو مشهوره ودانۍ ده چې په مدائن کې او د بغدا د جنوب په ۴۰ کلومیټرۍ کې او د دجله سیند په ختیځ ساحل کې پرته ده.[۱] د دې د جوړېدو نسبت انوشیروان ته ورکړل شوی او د جوړېدو تاریخ یې۵۵۰ م ذکر شوی دی.[۲] دغه ودانۍ له خښتو او ګچو جوړه شوې او ۳۰ میټره لوړه ده.[۴] د کسرای ماڼۍ اوس د « سلمان باک» یا « سلمان پاک» په نوم وړوکي ښار ته نزدې ده؛ هغه ښار چې د سلمان فارسي قبر پکې دی.[۵]د حُذَیْفَة بن یَمان قبر هم د کسری ماڼۍ ته نزدې دی.[۶]

د کسری ماڼۍ په خواوشا کې ځینې ودانۍ د منصور عباسي په امر د بغداد ښار په جوړلو کې د هغې له مصالحو د استفادې په هدف په ۱۴۶ق کال کې ړنګې شوې.[۷] سره له دې عباسي خلیفه د مصالحو د لیږد ډېر لګښت ته په پام سره له دغه کاره پښېمانه شو. د ځینو سرچینو په وینا، په ۱۸۸۸ م کال کې د سیلاب په پېښه کې د کسری ماڼۍ د خواوشا ودانیو ځینې نورې برخې ورانې شوې.[۹] له ۱۹۷۰ لسیزې څخه د کسری ماڼۍ د شمالي برخو د ورانېدو د مخنیوي لپاره هڅې وشوې او له ۱۹۸۰م لسیزې څخه د مداین ایوان ورانې شوې برخې په شمالي برخه کې د شیکاګو پوهنتون په ملګرتیا سره بیا ورغول شوې.[۱۰]

د پېغمبر اکرم(ص) د زوکړې پایلې

د اسلامي سرچینو په وینا د کسری ماڼۍ د پېغمبر(ص) د زوکړې په شپه ولړزېده او ۱۴ کنګرې یې راونړېدې.[۱۱] دا پېښه سره له نورو پېښو لکه له زرو کلونو وروسته د فارس اورتون د اور مړ کېډل، د ساوې جهیل وچېدل او په همدې شپه د ساساني موبدانو او پاچا خوب لېدل [۱۲] له هغو عجیبو پېښو او خبرداریو ګڼل شوي چې د پېغمبرانو د زوکړې په وخت رامینځته کیږي.[۱۳] امام خمیني د کنګرو غورځېدل د ایران له اسلامي انقلاب سره بې ربطه نه دي ګڼلې او احتمال یې ورکړی چې د کسری ماڼۍ چې د ظلم په ماڼۍ مشهوره وه له کنګرو څخه د ۱۴ کنګرو غورځېدل، د دې نښه وه چې د شاهنشايي رژیم د ظلم بنیاد به په څوارلسمه پېړۍ کې یا له هغه وروسته له مینځه ځي او ټول ډبرین بتان او هغه بوتان چې ولسونو جوړ کړې او بت پرستۍ به ورو ورو له مینځه لاړه شی.[۱۴]خاقاني شرواني او ځینو فارسي بولو شاعرانو، په خپلو شعرونو کې د « ایوان مدائن» عظمت په خپلو شعرونو کې بیان کړی دی.[۱۵] خاقاني په«قصیده ایوان مدائن» کې دغه تاریخي ودانۍ د عظمت له بیان سره سره د پاچاهانو د عظت او برم انجام د عبرت سبب ګڼي.[۱۶] ځینو کسانو دغه شعر د فارسۍ له برمناکو قصیدو ګڼلې ده.[۱۷] د دغه ۴۱ بیتي قصیدې لومړی بیت داسې دی:


هان ای دل عبرت‌بین از دیده نظر کن هان ایوان مدائن را آیینه عبرت دان[۱۸]


د لمونځ کولو په ځای د مدائن د ماڼۍ بدلېدل

سعد بن ابي وقاص د مدائن له فتح کولو وروسته د کسری ماڼۍ د لمونځ کولو ځای ورګرځاوه.[۱۹] د تاریخي سرچینو له مخې، امام علي (ع) هم په کسری ماڼۍ کې لمونځ کړی دی.[۲۰]

شیخ عباس قمي په مفاتیح الجنان کې د سلمان فارسي د زیارت د عملونو په بیان کې په کسری ماڼۍ کې د دوو رکعتونو لمونځ کولو سپارښتنه کړې او دلیل یې په دې ځای کې د امام علي (ع) لمونځ کول ګڼلې دي.[۲۱]

فوټ نوټ

سرچينې