عام توثیق

د wikishia لخوا

دال مقاله د تدوین په حال کې ده!

عام توثیق په کلي یا ډله ایزه توګه د خاصو راویانو د وثاقت د اعلان په معنا دی. عام توثیق یا توثیق عام د حدیث په علومو او علم رجال کې یوه اصطلاح ده. مثلا کله چې د یو کس د ثقه والي یا نه ثقه والي په اړه بحث نه کوي خو هغه کس د یو خاص کتاب له راویانو دی چې د هغه کتاب ټول راویان ثقه ګڼل شوي، هغه کس د عام توثیق په وسیله، ثقه ګڼل کیږي. د امام وکیل والی، د یو کس د روایتونو زیاتوالی او د اجازت شیخوالی ځینې عام توثیقونه ګڼل کیږي.

د توثیق عام په مقابل کې، خاص توثیق دی چې د یو کس د وثاقت اعلان دی د هغه په معلوم نوم او عنوان سره او په خپله د هغه د ځانګړنو په جاجولو سره.

رجالیان د عام توثیق د ځینو معیارونو په اړه د نظر اختلاف لري. مثلا سید ابوالقاسم خویي هغه عام توثیق چې ابن قولویه د خپل کتاب کامل الزیارات د راویانو په اړه ویلی، د هغه له بې واسطې استادانو سره اړوند ګڼلی دی؛ خو حر عاملي د ابن قولویه عام توثیق کې د هغه کتاب د حدیثونو ټول راویان شامل ګڼي.

د عام توثیق کارندوالی هغه ځای کې دی چې توثیق خاص نه وي؛ یعنې د یو کس د جرح او تعدیل په اړه هیڅ اطلاع په لاس کې ونه لرو. له همدې امله، که راوي خاص توثیق ولري، عام توثیق ته ضرورت نه لري.

تعریف

عام توثیق د حدیثو په علم کې یوه اصطلاح ده د حدیث له راویانو څخه د یو کس یا کسانو د وثاقت د اعلان په معنا چې په کلي ډول بیان شوی دی[۱] د عام توثیق په مقابل کې خاص توثیق دی چې مطلب یې دی د یو کس یا کسانو د وثاقت اعلان د هغه په معلوم نوم او عنوان سره بې د کلي ضابطې له شتونه.[۲] مثلا نجاشي په خپل کتاب کې محمد بن ابي عمیر جلیل القدر ګڼلی دی.[۳]

د عام توثیق له بېلګو یوه دا ده چې نجاشي د عبیدالله بن علي بن ابي شعبه په ژوند لیک کې، د ابي شعبه کورنۍ له باور وړ کسانو ګڼلې ده.[۴] همداراز شهید ثاني د اجازې مشایخ ثقه ګڼلي او باوري دی چې هغوي د عدالت لپاره توثیق او بیّنې (دلیل) ته اړتیا نه لري.[۵] په دې دوو مثالونو کې، د ابي شعبه کورنۍ یا د اجازې شیخوالی د عام توثیق موردونه واقع شوې دي.

بله بېلګه دا چې محمد فاضل لنکراني د عبدالرحمان بن حمّاد د وثاقت د ثابتولو او د هغه په روایتونو د اعتماد لپاره لیکلي چې جه څه هم شهید ثاني په مسالک کتاب کې عبدالرحمان بن حماد بې توثیقه او مجهول او په نتیجه کې یې روایت غیر معتبر ګڼي؛ خو دغه کس د کامل الزیارات له راویانو او د هغو کسانو په ټولګه کې دی چې د ابو قولویه په عام توثیق کې شاملیږي. دغه عمومي توثیق زمونږ لپاره حجت دی.

پر دې اساس د عبدالرحمان بن حماد روایت اعتبار لري.[۶]

د عامو توثیقاتو قسمونه

په کامل الزیارات کتاب کې د عام توثیق یوه بېلګه:

«د دغه کتاب حدیثونه له ثقه شیعه راویانو څخه مونږ ته رسیدلي او پکې له شاذو راویانو څخه چې له امامانو یې مونږ ته ځینې حدیثونه رسولي، خو په روایت کې غیر معروف او په علم او حدیث کې ناپېژاندي وو، کوم حدیث نه دی نقل شوی.[۷]»

محمدکاظم رحمان ستایش په توثیقات عام و خاص، کتاب کې عام توثیقات د شکل او استدلال او د مستنداتو د ډول له لحاظه په څلورو ډلو وېشلې دي:

  1. د کتابونو د راویانو توثیق ؛ په دغه ډول توثیقاتو کې، د حدیثي کتابونو ځینو لیکوالانو چې په خپله ثقه دي، خپل استادان یا هغه کسان چې ترې یې روایت نقل کړی، ثقه بللي دي. د بېلګې په توګه، علي بن ابراهیم د تفسیر قمي په سریزه کې، په خپل کتاب کې د موجودو روایتونو شیعه راویان، چې بې واسطې یې له امام (ع) څخه روایت نقل کړی، توثیق کړې دي.[۸] ابن قولویه په کامل الزیارات کتاب او محمد بن مشهدي په المزار الکبیر او محمد علي طبري په بشارة المصطفي کتاب کې له هغو عالمانو ګڼل شوي چې په دې ډول یې په خپلو کتابونو کې له عام توثیقه استفاده کړې ده.[۹]
  2. د راویانو د استادانو توثیق: محققانو د ځینو راویانو له جاجولو وروسته، هغوي د خپلو ثقه استادانو څخه د روایت نقل کوونکي لیدلې دي. دغه شان توثیق د روایانو له کړچاره لاسته راځي، نه د هغوي له خبرو. د مثال په توګه کشي له اصحاب اجماع څخه روایت، د شیعه بزرګانو د نظر په اتفاق سره صحیح ګڼي. د هغه له دې عبارته، داسې لاسته راځي چې د اجماع د اصحابو استادان ثقه وو. بل مثال دا چې نجاشي د ځینو ثقاتو چې له غیر ثقه نقل کوي په عمل حیرانتیا څرګنده کړې ده. د هغه له دغه خبرې یې نتیجه اخستې چې د نجاشي بې واسطې استادان موثق دي.[۱۰]
  3. د خاصو بنسټونو په اساس توثیق: ځینو رجالیانو د ځینو عناوینو لرل د کسانو د توثیق دلیل ګڼلی دی؛ د مثال په توګه، د ځینو په باور، د یو امام له خوا وکالت[۱۱] د اجازت شیخوالی [۱۲] کثیره الروایه والی[۱۳] د کتاب او اصل لرل [۱۴] او د معصوم ملګرتیا او ورسره یو ځای والی[۱۵]د وثاقت له نښو دي.
  4. د راویانو د کورنۍ توثیق : ځینې کورنۍ چې په مثبتو ځانګړنو پېژندل کیږي رجالیانو توثیق کړې دي. له هغو کورنیو څخه چې رجالیانو توثیق کړي، ابوشُعبه کورنۍ، روّاسي کورني او ابوجَهم کورنۍ دي.[۱۶]

د عام توثیق په منلو کې اغیزمن شرایط

د عام توثیق د منلو او د کسانو د وثاقت لپاره د هغه د کړچار په اړه، د حدیث څېړاندو لخوا ځینو ټکو ته پام شوی دی. ځینې ټکي په دې ډول دي:

  • د عام توثیق د شمول او دایرې معلومول: د هغه شمول چې د کسانو توثیق ته شاملیږي د دایرې محاسبه کول مهم دي. په دې خبره کې کله کله فقیهانو اختلاف کړی دی. د مثال په توګه سید ابوالقاسم خویي د کامل الزیارات کتاب په سریزه کې د ابن قولویه عام توثیق، له بې واسطې مشایخو (استادانو) سره اړوند ګڼلی دی؛ خو حرعاملي دغه عبارت د کتاب د حدیثونو د ټولو راویانو لپاره توثیق ګڼلی دی.[۱۷]
  • د رجالیانو د نظرونو د حجیت مبنا: د علم رجال عالمان د ځینو کسانو د وثاقت د منلو لپاره مختلف دلایل او مبناګانې لري. منجمله د خبر واحد حجیت، د شهودو شهادت، وثوق و اطمینان او خبرویت. پر دې اساس ممکنه ده هغه توثیق چې د خبر واحد حجیت نه لري، د یو فقیه په نزد چې وثوق او اطمینان کافي وګڼي حجت وي.[۱۸] د مثال په توګه، سید ابوالقاسم خویي په کتاب المزار کې د محمد بن مشهدي توثیق د مشهدي او هغو کسانو تر مینځ چې توثیق کړې یې دي د زیاتې فاصلې په وجه نه مني او دا خبر د حدس په اساس ګڼي.[۱۹] د رحمان ستایش په وینا که یو فقیه د وثاقت پ منلو کې د وثوق په مبنا وي نو بیا یو توثیق د وخت او خاص پړاو په اساس نه ګڼي.[۲۰]
  • له خاص توثیق سره د عام توثیق رابطه: د عام توثیق کارندوالی په هغه ځای کې ګڼل شوی چې خاص توثیق نه وي یا د کس د جرحې او تعدیل په اړه هیڅ اطلاع نه وي؛ خو که راوي خاص توثیق ولري، عام توثیق ته یې حاجت نیشته[۲۱] همداراز که یو کس عام توثیق ولري، خو رجال پيژاندي د هغه کس د احوالو په جاجولو سره، هغه تضعیف کړی وي، د ځینو فقیهانو په باور، د هغه کس ثقه والی له حجیته غورځیږي.[۲۲]

فوټ نوټ

سرچينې

  • ابن‌قولویه، کامل الزیارات، تصحیح عبد الحسین امینی، قم، دارالمرتضویة، ۱۳۵۶ش.
  • حافظیان، ابوالفضل، رسائل فی الدرایة، رساله الرعایة لحال البدایة فی علم الدرایة نوشته شهید ثانی، قم، مؤسسه علمی فرهنگی دار الحديث. سازمان چاپ و نشر، ۱۳۹۰ش.
  • خویی، سید ابوالقاسم، معجم رجال الحدیث و تفصیل طبقات الرواة، ۱۳۷۲ش.
  • رحمان‌ستایش، محمدکاظم، توثیقات عام و خاص، قم، نشر دانشگاه قرآن و حدیث، ۱۳۸۷ش.
  • سبحانی، جعفر، دروس موجزة في علمي الرجال و الدرایة، قم، المرکز العالمي للدراسات الاسلامیة، ۱۳۸۰ش.
  • سیفی مازندرانی، علی‌اکبر، مقیاس الرواة في کلیات علم الرجال، قم، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۲۲ق.
  • فاضل لنکرانی، محمد، آیین کیفری اسلام، قم، مرکزفقهی ائمه اطهار، ۱۳۹۰ش.
  • علامه حلی، مبانی الرجالیة، عراق، العتبة العباسیة، ۱۴۴۰ق.
  • نجاشی، احمد بن علی، رجال النجاشي فهرست أسماء مصنفي الشيعة، قم، جامعه مدرسین، ۱۴۰۷ق.
  • هادوی تهرانی، مهدی، تحرير المقال في کليات علم الرجال، قم، مؤسسه فرهنگی خانه خرد، ۱۳۸۳ش.