عبد الله بن مسمع همداني

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

عبد الله بن مِسْمَع هَمْداني (ژوندی په ۶۰ق) د کوفې له شیعیانو و چې له عبدالله بن وال تیمي سره یو ځای یې د کوفې د شعیانو لومړی لیک په مکې کې امام حسین (ع) ته ورساوه. د مشهور مورخ محمد بن جریر طبري (وفات ۳۱۰ق) په قول په تاریخ الامم والملوک کې د شیعه تاریخ لیکونکي ابو محنف (وفات۱۵۷ق) په نقل، د کوفې شیعیان د معاویة بن ابی‌سفیان د مرګ د خبر له اورېدو وروسته (۱۵ رجب ۶۰ق)، د یو شیعه سپین روبي سلیمان بن صُرَد خُزاعی په کور کې راغونډ شول او هغوي ته یې وویل چې حسین له یزید سره له بیعته ډډه کړې، تاسو د حسین او د هغه د پلار له شیعیانو یئ، که له هغه سره مرسته کوئ ورته خبر ورکړئ.[۱]

بیا دغه ډلې حسین ابن علي(ع) ته لیک ولیکه او هغه یې کوفې ته وباله او د محمد بن جریر طبري په وینا، دغه لیک عبدالله بن مسمع هَمْدانی او عبدالله بن وال د ۶۰ ق کال د روژې په لسمه په مکې کې امام حسین (ع) ته ورساوه.[۲] شیعه تاریخ لیکونکي شیخ مفید (وفات ۴۱۳ق) هم دغه راپور په کتاب الارشاد کې نقل کړی او د استازي نوم یې عبدالله بن مسمع همداني لیکلی دی.[۳] د ابن‌قُتَیبه دینوری په کتاب اخبار الطوال کې، د هغه نوم عبیدالله بن سبیع همداني راغلی دی.[۴]

فوټ نوټ

سرچينې